د كندهار ملګرو د کانکور ازموینه په ډېرو نژدې ورځو کي اخیستل کېږي، ورته چمتو سئ.
د کندهار ولایت د ټولو لېسو فارغینو(د ۱۲ټولګیو فارغین ۱۴ټولګیو فارغین او د شپې پوهنتون) ته چي مخکي یې د کانکور له پاره نوم لیکنه کړې وه، خبر ورکول کېږي چي د غبرګولي په ۱۸ او۱۹ د پنجشنبې او جمعې ورځو کي به یې په کندهار پوهنتون کي بایومیترک تر سره سي، د غبرګولي په ۲۰ او ۲۱مه د شنبې او یکشنبې په ورځو کي به د کانکور ازموینه د کندهار پوهنتون په ټاکل سوو حوزو کي واخیستل سي، ان شالله.
ضروری یادونه: د ازمویني په ورځ و صحنې ته د هر ډول الکترونیکي وسایل لکه مبایل، حساب ماشین، بلوتوت، ګوشکۍ وړل مطلق ممنوع دي، د نارینه او ښځینه وو ګډونوالو سره که یاد سوي توکي پیدا سي، ور څخه اخیستل کېږی او د کانکور چانس یې هم سوځي. لطفاً له ځانه سره هیڅ ډول ټلیفون مه وړئ.
د بایومیترک او ازمویني ورځو کي اصلي تذکره له ځانه سره واخلئ.
يادونه: د پنج شنبې په ورځ د کارډونو توضيع پر ۱ بجې څخه تر ۵ بجو پوري
د جمعې په ورځ د ۸ بجو څخه تر ۵ بجو پوري ده.