د مرکزی آسیا امریکایی پوهنتون تحصیلی بورسونه ۲۰۱۹

د مرکزی آسیا امریکایی پوهنتون ویاړی چی د افغان زده کوونکو غوښتن پاڼي د لیسانس د بورسونو په برخه کی قبولی کړی چی دا پروګرام د امریکا سفارت په مالی مرسته او د امریکن کونسلز له خوا په مخ وړل کیږی. دا بورسیه ټول هغه تحصیلی مصارف (د پوهنتون د دوری فیس) چی د تلو او بیرته راستنیدو، اوسیدلو او د دودی خرچ هم پکی شامل دی په نظر کی نیول شویدی. همدارنګه هغه محصلین چی یو کال په چمتوکولو تیروی مصارف یی هم د بورسیی له لاری ورکول کیږی.

د نوم لیکنی لپاره د پام وړ ټکی

د فورم د ترلاسه کولو لپاره دی لینک ته مراجعه وکړی
غوښتن پاڼه بشپړ ولیکي. د لازیاتو معلوماتو لپارد لطفا د غوښتن پاڼی فورم ته مراجعه وکړی.
لاندی ذکر شوی اسناد باید د ۲۰ آگست ۲۰۱۹ نیټی څخه مخکی دغه بریښنا لیک ته واستوۍ:

۲۰۱۹٫[email protected]

تکمیل شوی غوښتن پاڼی فورم
د شهادتنامه کاپی
د امريکا برنامي د بشپړولو سند (په ځانګړي د نارينه غوښتونکو لپاره)

یادښت:

الف: هر غیر قانونی او جعلی سند په ځانګړی توګه د دولسم ټولګی شهادتنامه او یا د ښونځی دری کلنی نمری چي په جعلی توګه باندی جوړی شوی وی د منلو وړ ندی او د پروګرام څخه ستاسي د پاتي کیدو لامل ګرځی. دا ستاسي خپل مسّولیت دی چی د دي پروګرام د یوعارض په صفت معتبر، تصدیق شوی او قانونی اسناد ولیګۍ.

ب: د دولسم ټولګی د شهادتنامی د نه لرلو په صورت کی، عارض کولاي شی چی د امریکن کونسلز دفتر ته د ښونځی دري کلني نمری د موقت وخت لپاره راواستوي، کوم چي باید د هماغه ښونځی د اداري لخوا چي عارض تری فارغ شوی دي او د ولایت د پوهني ریاست لخوا په رسمي ډول تصدیق شوي وي.

د مسؤلیت نشتوالی:

امریکن کونسلز ژمنه کوي چي ټولو مستحقو کاندیدانو ته به په درنښت او په یو نظر کتل کیږی او پدي باور دی چي هر هغه څوک چي په شرایطو برابر وي، دا حق لري چي د بورسیو فرصتونو ته غوښتنلیک وسپاري او په پروسه کی اشتراک وکړي. امریکن کونسلز د هر رقم غیر قانونی تعصباتو څخه پاک او د مثبتو لارو چارو له مخی د بورسیو فرصتونو پروسه د ټولو کاندیدانو لپاره چي په شرایطو برابر وی پرته د هغوی مذهبی، قومی، اقتصادی، ژبني، او همدارنګه جغرافیایي موقعیت په نظر کي نه نیولو سره مخي ته وړي. امریکن کونسلز د استخدامي فعالیتونو یوه ثابته تاریخچه لري چي ددی فعالیتونو په نتیجه کی یي په شرایطو وړ افغانان د افغانستان د مختلفو زونونو څخه مختلفو پروګرامونو ته جذب کړیدي. لکه څرنګه چي د امریکن کونسلز دفتر دیته ژمن دی چي د افغانستان د مختلقو ساحو او خلکو غوښتنلیکونه د استخدام په لومړي پړاو کی قبول کړی، لیکن د پروګرام نهایی کاندیدانو په منځ کی د قومي، ژبنی، مذهبی، او سیمه ییز تنوع تضمین نشی کولي او پدی برخه کی هیڅ رول نلري. د منځنۍ آسیا آمریکایي پوهنتون او په کابل کي د امریکا سفارت د اخیري انتخاب مسّولیت لری او دوي یواځیني مقامات دي چي د پروګرام د نهایي کاندیدانو په انتخاب کی فیصله کوي

هغه غوښتن پاڼی چه پورته اسناد ونه لری، نه ارزیابی کیږی او په پروګرام کی نه قبول کیږی.

هر کله چی خپل بریښنالیک مونږ ته رالیږی مهربانی وکړی د خپل بریښنالیک عنوان په لاندی ډول ولیکۍ.

Your Last Name__Your First Name__Your Current Location (City/Province)

یادونه

د افغان محصلینو د بورسونو پروګرام د نسل، رنګ، جنس، مذهب، قوم او یا هم د معلولیت په اساس هیڅ ډول تبعیض نه کوي. سیالي د لیاقت په اساس ده (چی لومړني تمرکز یی ښځینه غوښتونکوونکی دي) او هر څوک کولاي شي چی د افغان محصلینو د بورسونو پروګرام کی برخه واخلي چی:

د غوښتنلیک تسلیم کولو او د ټاکني د پروسي په وخت کی د افغانستان تبعه، او په افغانستان کي اوسیږی.
د ښوونځي شهادتنامه د غوښتنلیک د تسلیمولو په وخت کي ولري.
د پوهنتون د دوري د لومړي کال محصل وي.
په انګلیسي ژبه رواني خبري او لیکل وکولاي شي.
علمي، مسلکي، او د رهبرۍ استعداد او وړتیا ولري.
وکولاۍ شي چي د ۲۰۱۹ کال د نوامبر په میاشت کي د اکادیمیک پروګرام (د انګلیسي ژبي تعلیمي پروګرام) شروع کړاي شی.
او همدارنګه د پروګرام د تکمیلیدو وروسته افغانستان ته د راتګ او د افغانستان د پرمختګ په برخه کي د کار کولو تعهد ولري.

لاندي ذکر شوي اشخاص نشی کولاي چی د بورسونو په پروګرام کي برخه واخلي.

د ښوونځي زده کوونکي چي تر اوسه فارغ شوي نه وي.

د پوهنتون څخه فارغ او یا هم د پوهنتون د دوري د دویم کال محصل وي.
د امریکا د متحده ایالاتو تبعه او یا هم دایمي اوسیدونکي وي.
د مریکا د متحده ایا لاتو د تبعه او یا هم د دایمي اوسیدنونکي میړه یا میرمن وي
د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت او یا هم د منځنۍ اسیا د امریکایي پوهنتون بر حاله کارکوونکي وي.
هغه اشخاص چي د افغانستان څخه بیرون په علمي، ښوونیز، او یا هم تحقیقاتي پروګرامونو مصروف وي.
هغه اشخاص چي د افغانستان څخه بیرون کارکوی او یا هم په خارج کي اوسیګی.
د افغان محصلینو د بورسونو د پروګرام او یا هم د امریکایي شوراګانو د دفتر کارکوونکي، د هغوۍ میړه یا میرمن او یا د کورنۍ نږدي خپلوان نشي کولاي چي غوښتنلیک تسلیم کړی او یا هم د بورس لپاره غوره شي.
هغه اشخاص چي د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت لخوا همدا مهال او یا هم مخکي تحصیلي بورسونه اخیستي وی، نشي کولاي چي پدي پروسه کي اشتراک وکړي. د مثال په ډول، که چیري تاسو همدا مهال د امریکا د متحده ایالاتود سفارت د بورسونو د پروګرام لمخي د افغانستان آمریکایي پوهنتون کي او یا هم د پروموټ د پروګرام لمخي په نورو پوهنتونونو کي د لسانس په زده کړو بوخت یاست، نو تاسي د افغان محصلینو د بورسونو د پروګرام په شرایطو برابر نه یاست.

لیلیه

د مرکزی آسیا امریکایی پوهنتون مجهزه لیلیه لری او د بشکیک په خوندی ښار کی چی د قرغزستان هیواد پایتخت دی موقیعت لری. هغه څوک چی په بریالیتوب سره بورسیه ترلاسه کړی د هغه ټولو افغانانو سره چی مخکی یی بورسیی ترلاسه کړی او خپلو درسونو ته دوام ورکوی؛ یوځای په یو منزل کی چی د افغانانو یوه لویه ټولنه جوړوی، ژوند کوي. د انجونی او هلکانو د اوسیدو لپاره جدا جدا منزلونه په نظر کی نیول شویدی. یا ده لیلیه په امنیتی دوربینونو، او چوکیدارانو مجهزه شوی ده او د محصلینو څخه یو نفر د مسول په صفت انتخابیږی چی د محصلینو ستونزو ته لاسرسی وشی. په عمومی ډول امنیت ډیر ښه دی او د انجونو لپاره امنیت کومه ځانګړی موضوع نه ده خو بیا هم انجونی باید په ګروپی شکل وګرځي او د شپی ۱۲ بجو نه مخکی باید بیرته خپلی لیلی ته راستنی شی. د لومړي اکاډمیک کال لپاره په شپغالی یا لیلیه کی اوسیدل، د دی بورس یو ضروری شرط دی.

مزد/ اجوره

پدی بورسیه کی هره میاشت حدودا ۲۰۰ امریکای ډالر هر محصل ته ورکول کیږی او هغوي کولای شي دخپل ۳ وخته خوړو خرڅ ورکړي. همدارنګه محصلین کولای شي چی د لیلی د خوړو پر ځای له بهر څخه خواړه راوړي او همدارنګه د لیلی په هر منزل کی یو یخچال د خوړو د حفاظت لپاره ایښودل شوی دی.

ازموینه

ددی بورسی د ازموینی پاڼه څلور ځوابه پوښتني لري چی د (۸۰) دقیقو لپاره به وی. همدا رنګه (۳۰) دقیقی د مقالی لیکلو لپاره دی. هغه زده کوونکي چی نیمه پایلی ( نیمه نهایی) ته لاره پیدا کوی په یواځی ډول به د ۱۰ دقیقو څخه تر ۲۰ دقیقو پوری مصاحبه کیږی چی دا مصاحبه به د امریکن کونسلز د کارکوونکو له خوا صورت نیسی.

د مرکزی اسیا امریکایی پوهنتون ازموینی

کاندیدان کولای شي پنځه کلن تحصیلی بورس ته چی د یوه کال چمتوکیدو دوره هم پکی شامله ده (که چیری اړین وی) غوښتن لیک او نور ټول هغه غوښتل شوي اسناد په خپل ټاکلی وخت امریکن کونسلز ته ولیږی. امریکن کونسلز د مرکزی آسیا امریکایی پوهنتون سره په پوره همکارۍ د ابتدایی مرحلی ازموینه د ۱۲۰ غوره شاګردانو/محصلینو په انتخابولو پیلوی.

هغه کاندیدان چی وروسته د ارزیابي او نورو تعلیمی اسنادو ته په ګتلو سره انتخابیږي د موبایل او یا هم د بریښنالیک له لاری به د ازموینی ځای او وخت په هکله ورته خبر ورکړل شي. ازموینه به د امریکن کونسلزد کارکوونکو له خوا په لاندی ځایونو کی په ټاکلی وخت په لاره اچول کیږی.

په شمالی سیمو کی د بلخ ولایت
په (شرقی) ختیځو سیمو کی د ننګرهار ولایت
په غربی سیمو کی د هرات ولایت
به جنوبی سیمو کی د کندهار ولایت
او د مرکزی سیمو لپاره کابل او بامیان ولایتونه

د ۱۲۰ غوره ښځینوو نوملړ به د ابتدایی مرحلی د ازموینی نومرو سره او د مصاحبی ورقی به د بورسیی د نورو قانونی مرحلو لپاره د مرکزی آسیا امریکایی پوهنتون ته د امریکن کونسلز لخوا ولیږل شی. د وروستیو پایلو۸۰ کاندیدان به اخری مصاحبه د امریکا سفارت کی ولری او یا به هم د یاد شوی پوهنتون له خوا صورت ونیسی. په مجموع کی ۵۰ تنه (د دي لړي ۵۹ تنه ورستني منتخبين به ټول او يا هم ډير شمير يي نجوني جوړوي، د ويلو وړ ده چي د امريکا سفارت د برنامو يو محدود شمير نارينه او ممتاز زدکونکي به په دغه برنامه کي انتخابيږي) دغه بورسي لاسته راوړی. د بورسيی لاسته راوړونکی کاندیدانوته په یاد پوهنتون کی یو کال د چمتوکولو د دوری تدریس ورکول کیږی او بیا پوهنتون ته د شمولیت د ازموینی وړ ګرځی. د یو کلنی دوری په بریالیتوب سره به دوي وکولای شي چی د څلورو کلونو تحصیلی بورس لاسته راوړي.

د مسؤلیت نشتوالی

امریکن کونسلز د کاندیدانو په نهایی انتخاب کي هیڅ ډول رول نلری، او همدارنګه هیڅ ډول نفوذ نلري چي څوک او یا کوم شخص ولي انتخاب شي او یا رد شي. امریکن کونسلز ددي ډاډ ورکوي چي د کاندیدانو تنوع د پروکرام د استخدام په پروسه کي په نطر کي ونیسی، اوټول هغه وړ کاندیدان د پروګرام د اړتیا او شرایطو په اساس معرفي کړي. کله چی وړ کاندیدان معرفي شي، نو ټولي نهایي فیصلي د منځنۍ اسیا د مریکایي پوهنتون او په کابل کی د امریکا سفارت لخوا کیږي، او امریکن کونسلز یواځي د پورته ذکر شویو مقاماتو لخوا حاصل شوی لارښووني عملي کوي.

نظرات

مطالب مرتبط

۱۵ نکته و راهکار عملی برای اخذ ویزای تحصیلی کانادا

ویزای تحصیلی کانادا معمولا به پنج دلیل اصلی توسط افسران اداره مهاجرت کانادا رد یا …

Discover more from سیاح‌آنلاین

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading