Home / اسلام / سیرت و شخصیت رسول الله (ص) / د نبي کريم صلى الله عليه وسلم پيغام د تولو انسانانو لپاره

د نبي کريم صلى الله عليه وسلم پيغام د تولو انسانانو لپاره

لومړنى شى چې مونږته  داسلام دپيغمبر په دعوت کې ترسترګو کېږي دادى چې هغه صلى الله عليه وسلم دژبى،توکم،رنګ اووطن ټول امتيازات له پامه غورځولى ؤ او انسان يي يواځى ديو انسان په توګه مخاطب کړى ؤ،او څو داسي بنسټونه او اصول يي وړاندى کړي چې دټولو انسانانو دښيګڼى لپاره دى.
دغه بنيادونه او اصول چې څوک هم ومني مسلمان ګڼل کېږي، او ديو نړيوال اسلامي امت غړى ياديږي، که هغه تور وي او که سپين، ختيځوال وي او که لويديځوال، عرب وي او که عجم،دهرځاى اوسيدونکى چې وي ،په هر هيواد، قوم او نسل کې چې پيداشوى وي،په هره ‌ژبه چې خبرى کوي او هر رنګ پوستکى لري درسول الله صلى الله عليه وسلم ددعوت مخاطب دى . که هغه د رسول الله صلى الله عليه وسلم وړاندى کړي اصول ومني په مسلمان امت کې شامليږي او دهغه ټولو حقوقو څخه برخمن کېږي چې اسلام ورته ورکړي دي، په دوى کې ښکته،پورته او نور توکمي طبقاتي،ژبني،ملي او يا جغرافيايي توپير نشته، په دي معنى چې کله دعقيدي يووالى رامينځته شي بيا نو ددوى ترمنځ هيڅ قسمه توپير نه وي ټول ددي امت غړي ګڼل کېږي.
دتوکم اورنګ د تعصب غوره علاج:
که تاسي غوروکړئ نودابه به ضرور محسوس کړئ چې د محمد عربي صلى الله عليه وسلم مبعوث کېدل د انسانانو لپاره يوډير لوى نعمت دى ځکه د انسانانو دتباهۍ ترټولو لوى لامل دهغوى ترمنځ امتيازات دي، او رسول الله صلى الله عليه وسلم دغه امتيازتو ته مرداري او بدبويي ويلي ده ، اسلام دهندوايزم په څير په انسانانو کې د امتيازاتو قائل نه دى او نه د لويديځوالو په څير په تور او سپين کې دفرق قائل دى . په استراليا او امريکا کې يو وخت داسي هم ؤ چې کله به دبيرون نه څوک راته هغه به يي نيولو او دغلام او مريي په څير به يي دهغه نه دځناور په شان کار اخيسته په دي ګناه چې هغه په افريقا کې زيږيدلى او رنګ يي توردى. لنډه دا چې دانسانانو ترمنځ دقوم، توکم، وطن، رنګ او ژبي امتيازات د ډير پخوانه تر نني دور پورى يو لوى مصيبت ګڼل کېږي او له دى امله ډيرى جګړي هم رامنځ ته شوي ،هيوادونه قبضه شوي ،قومونه لوټ شوي او بالآخره پوره نسلونه تباه شوي دي . نبي کريم صلى الله عليه وسلم ددي مرض يو داسي علاج ښودلى چې داسلام دښمنان يي هم مني ، کوم حل چې اسلام ددغه ستونزي راويستلى هيڅوک په کې نه دي بريالي شوي.
په امريکا کې د افريقائي الاصله اوسيدونکو مشر(ميلکم اکس) چې يو خت دسپين پوستو خلاف د تورپوستو دتعصب علمبردارؤ، داسلام منلو نه وروسته چې کله حج ته لاړ، هلته يي دختيځ، لويديځ ، شمال او جنوب نه د راغلو دهر رنګ، وطن،توکم،اوډول ډول ژبو ويونکې خلک وليدل چې راغلي دي او په يو لباس کې د الله تعالى حضور ته ولاړ دي او په يو ژبه د ( لبيک لبيک ) کلمات تکراروي او يوځاي څنګ په څنګ دالله دکورنه طواف کوي او په يو امام پسي اقتداء کوي او لمونځ اداء کوي نو يودم يي دخولي نه دا چغه ووتله چې د تعصب د پيچلى مسئلى صحيح حل دادى نه هغه چې مونږ داسلام نه پخوا کول. نوموړى اګرچې دظالمانو لخوا شهيد شو خو دهغه ياد به تازه وي .
ددي نه تاسي معلومولاۍ شئ چې حج خو داسلام دارکانو نه يو رکن دى، د عباداتو څخه يي يو عبادت دى که څوک په خلاصو سترګو او ژور نظر بشپړ اسلام مطالعه کړي نو داسي څه به په کې ونه مومي چې کوم شى دځانګړي قوم، قبيلي، توکم، او يا طبقى دفائدې لپاره وي،بلکه دا به ورته جوته شي چې اسلام ددي ګواهي ورکوي چې دا دټول انسانيت دښيګڼى دين دى،ځکه داسلام له نظره ټول هغه انسانان چې داسلام اصول ومني برابر دي،بلکه اسلام دغيرمسلمو سره هم هغه سلوک نه کوي کوم چې سپين پوستي غيرمسلم دتورپوستو سره کړى دي او يا استعماري قوتونو دخپلومحکوموقومونو سره کړي دي تردي چې دخپل ګوند کم رغبته غړي يي هم نه دي پريښي.
اوس نوبايد مونږپه دى ځان ښه پوه کړو چې هغه کوم اصول او قواعد دي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د انسان دکاميابۍ لپاره وړاندي کړي؟  او په هغى کې کومه خبره داسي ده چې نه يواځي دانسانيت دکاميابۍ ضمانت ورکوي بلکه ټول انسانان د وحدت يووالي په رسۍ تړي او يو واحد قوي امت تري جوړوي؟
دالله تعالى دوحدانيت ( يووالي ) پراخ تصور:
دټولو نه مخکـى بايد انسان د الله تعالى وحدانيت اويووالى ومني، يوازى په دى معنى نه چې الله تعالی شته او یا دا چې یو دی بلکه په دی معنی چې د کائناتو خالق، مالک، مدبر او حاکم مطلق یوازی الله تعالى دى، د الله تعالى نه پرته بله داسي هستي نشته چې هغه سره دې واک او اختيار وي او يادې ورسره د حکم کولو او منع کولو حق وي، دحِل او حرمت حق يوازي الله سره دى دا اختيارات دالله نه پرته بل دهيچا سره نشته اودا ځکه چې خالق اومالک هغه دى او د هغه دا حق دى چې خپلو بندګانو ته په خپلى پيدا کړى دنيا کې څه چې يي خوښه وي حلال او څه چې خوښه وي حرام وګرځوي . د اسلام دعوت دادى چې مونږ الله تعالى په همدې حيث ومنو، دهغه نه پرته دهيچا بندګي نه کوو، دهغه د قانون خلاف هيچاته په مونږ باندې دحکم کولو حق نشته ، زمونږ سر دهغه نه پرته بل چاته نه شي ښکته کېداى، ځکه زمونږ د تقدير جوړوونکى او بربادوونکى يوازى همدا سپيڅلى ذات دى.
زمونږ ژوند او مرګ دهغه په اختيار کې دى، که هغه وغواړي مونږ ته ژوند راکړي هيڅ داسي قوت نشته چې مونږ هلاک کړي او که هغه وغواړي مونږ هلاک کړي هيڅ داسي ځواک نشته چې مونږ ته ژوند راکړي، دا د الله تعالى د وحدانيت هغه تصور دى چې اسلام بيان کړى دى، ددې تصور له مخي د زمکې نه نيولې تر اسمانونو پورې کائنات د الله تعالى دفرمان تابع دي، او انسان چې په همدى کائناتو کې ژوند کوي دهغه لپاره هم پکار دي چې د نورو کائناتو په څير د الله تعالى دفرمان تابع شي ، که انسان خپلواک ژوند اختيار کړي او يا دالله تعالى نه پرته د بل چا اطاعت وکړي نو دهغه دژوند نظام به د ټولو کائناتو د نظام خلاف شي او يا په بل عبارت چې دا خو يو واقعيت دى چې ټول کائنات دالله تعالى دحکم سره سم چليږي او دهغه دحکم تابع دي ، اوس که مونږ د الله دحکم نه پرته دبل چا د حکم تابع شو يا د خپلې خوښي ژوند اختيار کړو نو ددي معنى به داشي چې زمونږ دژوند ګاډى دټولوکائناتو په مخالف طرف روان دى او دا خو يو مستقل تصادم دى چې زمونږ او دنورو کائناتو د نظام ترمنځ واقع دى، که ددي خبري يو بل اړخ ته ځير شو چې د الله تعالى دوحدانيت ددغه تصور له مخي  د انسان لپاره د ژوند صحيح لاره يوازي داده چې د الله تعالى اطاعت وکړي او داځکه چې دى مخلوق دى او الله تعالى يي خالق دى نو دمخلوق کېدو له امله د انسان لپاره خپلواک کېدل بيخي غلط دي د خالق نه پرته دبل چا بندګي کول هم غلط دي ، ددغه دوه لارو نه يي که يوه لاره هم اختيار کړه  دحقيقت سره ټکر خوري ، خپل ځان ته نقصان رسوي او بس.
د الله تعالى بندګۍ ته دعوت
د رسول الله صلى الله عليه وسلم دعوت دادې چې د حقيقت او کايناتوسره تصادم او ټکر مکوه ځکه ستا د ژوند قانون هم هماغه دى کوم چې د ټولو کائناتو قانون دى ته پخپله قانون ساز مه جوړيږه او نه بل چاته دا حق ورکوه چې د الله په ځمکه د الله په بندګانو خپل خود ساخته قانون وتپي حق قانون يواځى د الله قانون دى او باقى ټول قوانين باطل دي..
د رسول الله صلى الله عليه وسلم د پيروۍ دعوت
دلته مونږ ته د رسول الله صلى الله عليه وسلم د دعوت دوهمه نکته په نظر راځي او هغه دا چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په واضحه توګه اعلان کړې چې زه د الله تعالى نبى يم او الله تعالى زما په ذريعه انسانانو ته خپل قانون راليږلى دى، زه پخپله هم ددې قانون پابند يم ماته هم دې قانون کې د تغير او تبديل حق نشته او ددې قانون په اتباع مامور يم او نه راته په دې قانون کې د نوى شى د اختراع اجازت شته، دا قرآن هغه قانون دى چې په ما باندې د الله تعالى له لورى نازل شوى دى او زما سنت هم هغه قانون دى چې د الله تعالى په حکم يې زه جارى کوم دې قانون ته تر ټولو وړاندې زه سر ښکته کوم او منم يې ((اَنَا اَوَّلُ الْمُسْلِمِيْن)) او بيا ټولو انسانانو ته بلنه ورکوم چې د نورو قوانينو پيروي پريږدي ددې الهي قانون پيروي اختيار کړي.
د الله تعالى نه وروسته د پيروۍ مستحق د الله رسول دى
هيڅوک دى په دې شک او شبهه کې ونه لويږى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به د خپلو سنتو پيروى څنګه کوله؟
په دې هکله اصل حقيقت دا دې چې قرآن کريم چې څرنگه د الله تعالى له لورى نازل شوى کتاب دى همدارنګه رسول الله صلى الله عليه وسلم چې د رسول او پيغمبر په حيث کوم حکم کړى او يا يې د کوم شي نه منع فرمايلى ده او يا يې پرې چوپتيا اختيار کړې هغه هم د الله تعالى له لورى دي چې د هغې نوم (سنت نبوي) دى. او د هغې پيروي لازمه ده.
ددې خبرې وضاحت ددې نه ښه کېږي چې بعضې وختونو کې به صحابه رضي الله عنهم د رسول الله صلى الله عليه وسلم نه د بعضې امورو په هکله پوښتنې کولى چې يا رسول الله! آيا دا د الله تعالى حکم دې يا ستا خپله رايه ده؟ نو رسول الله صلى الله عليه وسلم به په جواب کې ورته ويل: چې دا زما رايه ده د الله تعالى حکم نه دى.
بيا به اصحابو خپل تجويزونه او مشورى ورکولى رسول الله صلى الله عليه وسلم به کله خپله رايه پريښوده دا صحابو رضي الله عنهم مشورى به يې قبولولې، د دې وضاحت د دې نه هم کېږي چې کله ناکله به رسول الله صلى الله عليه وسلم د خپلو اصحابو نه په بعضو امورو کې مشورى هم اخيستى او دا مشورى ددې خبرې ښکاره دليل ؤ چې په دې امر کې د الله تعالى له لورى څه حکم نه ؤ، ځکه که د الله تعالى حکم موجود واى بيا خو د مشورى سوال نه پيدا کېده.
داسې پيښې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په زمانه کې ډيرى مينځ ته راغلې چې د احاديثو په کتابونو کې ذکر دى، بلکه د اصحابو رضي الله عنهم نه نقل دى چې فرمايل به يې: مونږ د رسول الله صلى الله عليه وسلم نه زيات مشوره کوونکى شخص نه دى ليدلى.
په دى خبره تاسو فکر وکړئ چې دا هم د رسول الله صلى الله عليه وسلم د سنتو څخه ؤ چې په کوم شى کى د الله تعالى حکم نه وى په هغى کې مشوره کوئ، نور حاکمان خو پريږده د الله تعالى درسول خپله ذاتى رايه صحابه رضي الله عنهم ته هم واجب التعميل نه وه او په دى ترتيب سره رسول الله صلى الله عليه وسلم امت کى د مشورى د طريقى تربيت ورکړ او خلکو ته يې دا وښوده چې په کومه معامله کې د الله تعالى حکم وي د هغى بې چون و چرا اطاعت کـوئ او چې د الله تعالى حکم نه وى هلته د رايې د ازاد‌ۍ حق دى، د ويرى او خطر نه پرته خپله رايه استعمالولاى شئ.
د رهبانيت په ځاي په دنياوي معاملاتو کې د اخلاقو استعمال
د رسول الله صلى الله عليه وسلم دعوت مونږ ته دا درس راکوى چې اخلاق د راهبانو په ګوښه ځاي کې د ټولنى نه ليرى کېناستلو لپاره نه دى او نه د پيرانو د خانقاګانو لپاره دى بلکه اخلاق د ژوند په ټولو څانګو کې د پرمختګ لپاره دي.
کوم روحانى او اخلاقى لوړوالى چې خلک د پيرانو او مرشدانو سره لټوى، رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه د حکومت او عدالت په چوکۍ کې خلکو ته وښوده.
نبي کريم صلى الله عليه وسلم مونږ ته په تجارت  او معاملاتو کې د الله تعالى نه ويره او امانت دارى راوښوده، د پوځ ځوانانو ته ئې د تقوى او پرهيزګارۍ درس ورکړ، هغه د انسانانو دا غلط فهمى هم ختمه کړه چې ګويا د الله ولى او دوست هغه دى چې د دنيا سره اړيکې وشلوي او په کونج کې کېښنى (الله الله) کوي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم مونږ ته دا درس راکړى چې ولايت د دې نوم نه دى بلکه اصل ولايت هغه دى چې يو شخص د يو حاکم قاضي، سپه سالار، تاجر، صنعت کار او بالآخره په هر حيث چې وي په هره موقع او هر وخت کى د الله تعالى نه ويره او ديانت دارى ثابته کړي په دى ترتيب رسول الله صلى الله عليه وسلم اخلاق د راهبانو د کونجونو نه راوويستل او د ټولنى په ټولو اړخونو لکه اقتصاد، سياست، قضاء، د صلح او جنګ ميدانونو ته يې راوړل او د پاکو اخلاقو حکمرانى يې قائمه کړه.
د نبي کريم صلى الله عليه وسلم د هدايت فيوضات او برکات
د نبي کريم صلى الله عليه وسلم د هدايت دا برکات ؤ چې د هغه خلکو نه يې چې ډاکى به ئې کولى د خلکو په حقونو به يې تيرى او تجاوز کولو داسى کسان جوړ کړل چې د خلکو د حقوقو د پوره اداکولو او د هغى د حفاظت کولو نمونى وګرځيدل.
د نبي کريم صلى الله عليه وسلم نه پخوا نړۍ د هغه حاکمانو نه ښه خبره وه چې د ظلم او زياتى له وجهې يې خپل رعيتونه تباه او بربادول ، په لوړو ماڼيو کې به اوسيدل او العياذ بالله ځانونو نه ئې خدايان جوړ کړى ؤ.
رسول الله صلى الله عليه وسلم نړۍ ته د دغه ظالمو حاکمانو د ظلم او زياتي  څخه نجات وروباښه او يوه داسى حکمرانى ئې قائمه کړه چې حکمرانان به د عامو خلکو سره نه پيژندل کېدل او په عدل او انصاف به يې د خلکو په زړونو حکومت کولو. د نبي کريم صلى الله عليه وسلم نه پخوا نړۍ د هغه پوځونو نه هم خبره وه چې په کوم ملک به يې هجوم يوړ نو هر طرف به  يې عامه وژنه پيل کړه کلو ته به يې اور واچاوه او د فتح کړي قوم تور سرى به يې بې آبرو کولى.
نبي کريم صلى الله عليه وسلم دغسى نړۍ ته داسى پوځونه وروپيژندل چې کوم ملک ته به فاتحانه داخليدل نو د هغوى سره جنګيدونکو دښمنو پوځونو نه پرته يې په چا لاس نه پورته کولو تردې چې کوم فتح شوى ښارونو نه به په شا کېدل نو په هغه ښار کې د هغه ښار د اوسيدونکو نه اخيستل شوى جزيه به يې ورته بيرته ورسپارله، انسانى تاريخ د ملکونو او ښارونو د بې شميره فتوحاتو نه ډک دى ، مګر د مکى د فتحى مثال په ټول انساني تاريخ کى نه موندل کېږي.
د هغه ښار استوګنو چې ديارلس کاله د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دښمنى وکړه په هغه يې ډول ډول ظلمونه وکړل خو کله چې نبى کريم صلى الله عليه وسلم او ملګرى ئې هغه ښار ته داخليږى د هغوى دا حال دى چې خپل سر الله تعالى ته په سجده ږدي او په دى وخت کې ئې مبارک تندى د اوښ د کجاوى سره لګى او د هغه صلى الله عليه وسلم په کردار کې د لويۍ او تکبر نښه قدرى هم نه ليدل کېږى، چا چه هغه مبارک او ملګرى يې په هجرت مجبوره کړى ؤ او د هجرت وروسته ئې پوره اته کاله له ده سره داسى دښمني کړى وه چې څو خونړي جنګونه يې تر مينځ پيښ شوى ؤ خو کله چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په لاس مغلوبيږى هغه صلى الله عليه وسلم مخى ته راځى او د رحم او کرم غوښتنه کوى رسول الله صلى الله عليه وسلم د انتقام او بدلې اخيستو په ځاى ورته فرمائې: (( لاَ تَثْرِيْبَ عَلَيْکُمُ الْيَوْمَ اذْهَبُوْا فَاَنْتُمْ الطُلَقَاءُ)). ((نن ورځ پر تاسو څه ملامتيا نشته ځئ  لاړ شئ  تاسو ازاد ياست)).
د رسول الله صلى الله عليه وسلم د دې دعوت کومه اغيزه چې د هغه په امت باندې شوې د هغې اندازه مونږ په تاريخ کې ليدلى شو کله چې مسلمانان اسپانيا ته داخل شو د هغوى څه رويه وه؟ او کله چې عيسويان هلته دوباره داخل شو د مسلمانانو سره ئې څه رويه وکړه؟ همدا ډول د صليبى جنګونو په زمانه کې چې کله عيسويان بيت المقدس ته داخل شو د مسلمانانو سره يې څه چلند وکړ او کله چې مسلمانانو دوباره بيت المقدس فتح کړ د عيسويانو سره ئې څه سلوک وکړ؟
ترتيب او ژباړه: شکرالله مخلص

نظرات

مطالب مرتبط

یتیمی که مسیر تاریخ را متحول ساخت

درست زمانی که بشریت در چنگ اژدهای ظلم ، استبداد، کفر و جهالت دست و …