د (۱۴۰۰) لمریز کال دپاره د کابل پوهنتون ماسټرۍ برنامو

د کابل پوهنتون تر لیسانس پورته (ماسټرۍ او دوکتورا) برنامو آمریت، د ۱۱/۱۲/۱۳۹۹ نېټې په خبرتیا کې ویلي؛ چې ټاکل شوې کابل پوهنتون د ۱۴۰۰ ه. ل. کال له‌پاره د لاندې جدول پر بنسټ د ماسټرۍ په ټولو برنامو کې محصلین ومني.

د ماسټرۍ برنامو نوم‌لیکنه د ۱۴۰۰ کال وري میاشتې له دویمې پیل او د یاد کال غويي میاشتې تر پایه به دوام ولري.

د کابل پوهنتون د ماسټرۍ ټولو برنامو ته د محصلینو د منلو شرایط:

  • د لوړو زده کړو وزارت له لوري تایید شوی ډیپلوم او ټرانسکرېپټ (اصلي او کاپي)
  • د لیسانس دورې سلنه باید له ۶۵ څخه کمه نه وي
  • اصلي پېژندپاڼه
  • انځور

د مینه‌والو د پام وړ ټکي:

  1. د نوم‌لیکنې فورم په اړوند پوهنځيو کې وېشل کېږي
  2. د فورم اخیستلو پرمهال د محصلینو تر منځ د واټن مراعاتول، ماسک، دست‌کش او نورو روغتیايي وسایلو درلودل اړین دي.
  3. د ماسټرۍ برنامې د فورم بیه (۵۰۰) افغانۍ ده
  4. د ازموینې د منابعو نوملړ، د منلو شرایط او نورو معلوماتو له‌پاره اړوندې پوهنځۍ ته مراجعه وکړئ
  5. د کانکور د ازموینې ورځ به د ازموینو ملي ادارې له لوري په رسمي توګه اعلان شي  
  6. د ارزونې دویم پړاو (د بهرنیو ژبو ازموینه او مرکه) کې به، کابل پوهنتون له هغو کسانو ازموینه واخلي چې په لومړۍ ازموینه کې یې تر ټولو لوړې نومرې اخیستي
  7. د بریا په صورت کې مینه‌وال اړ دي چې د ماسټرۍ برنامه کې د شاملېدو په موخه یو ځل (۲۵۰۰) افغانۍ ورکړي
  8. له پښتو او دري ادبیاتو پرته د ماسټرۍ ټولو برنامو درسونه په بهرنیو (انګلیسي او عربي)  ژبو دي

د (۱۴۰۰) کال له‌پاره د کابل پوهنتون ماسټرۍ برنامو شمېر او د فیس کچه

شمېره

پوهنځی

د ماسټرۍ برنامې نوم

د یوه سمستر فیس

۱

اقتصاد

اداره او  تجارت

۴۵۰۰۰

۲

مالي او بانکي چارې

۴۵۰۰۰

۳

کرنه (زراعت)

اگرانومي

۴۵۰۰۰

۴

حیواني علوم

۴۵۰۰۰

۵

حقوق او سیاسي علوم

نړیوالې اړیکې

۴۵۰۰۰

۶

عامه اداره او پالیسي

۴۵۰۰۰

۷

 وترنري

کلینیکي طب

۴۵۰۰۰

۸

کمپیوټر ساینس

معلوماتي سیسټمونه

۴۵۰۰۰

۹

معلوماتي ټیکنالوژي

۴۵۰۰۰

۱۰

فزیک

اتومي فزیک

۴۵۰۰۰

۱۱

انجنیري

الکټرونیک او د برېښنا انجنیري

۴۵۰۰۰

۱۲

ریاضي

ریاضیات

۴۰۰۰۰

۱۳

ټولنیزعلوم

جندر او د ښځو مطالعات

۴۰۰۰۰

۱۴

شرعیات

تفسیر او حدیث

۳۵۰۰۰

۱۵

قانون او شریعت

۳۵۰۰۰

۱۶

ارواپوهنه او تربیتي علوم

ښوونیز مدیریت

۳۵۰۰۰

۱۷

ژبې او ادبیات

پښتو

۳۰۰۰۰

۱۸

دري

۳۰۰۰۰

۱۹

عربي

۳۰۰۰۰

۲۰

هنرونه

تجسمي هنرونه

۲۵۰۰۰

نظرات

مطالب مرتبط

دانلود فایل اکسل نتایج امتحان کانکور سال ۱۳۹۹

نتایج نتایج امتحانات کانکور سال ۱۳۹۹ افغانستان امروز چهارشنبه اعلام شد. بر اساس معلومات ادارۀ …

Discover more from سیاح‌آنلاین

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue Reading