محمد صلی الله علیه وسلم د ژوند لپاره هر اړخیزه او کامله نمونه!

الله جل جلاله په قرآن عظیم الشان کې فرمایي ( لقد کان لکم فی رسول الله اسوهَ حسنهّ ) په تحقیق سره ستاسې لپاره د الله رسول صلی الله علیه وسلم نیکه نمونه او قدوه ده  چې تاسو یې تعقیب کړئ. الایه (۳۳-۲۱)
د ا پدې معنی ده چې مونږ باید د الله جل جلاله احکام  د ژوند په ټولو اړخونو کې  د هغو ارزښتونو، اصولو او تګلارو په رڼا کې چې په قرآن او نبوي سنتو کې راغلي دي تیر کړو، او همدارنګه الله پاک جل جلاله مونږ ته امر کړی  دي چې یوازې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم نه د ژوند  د کاملې نمونې او قدوې په حیث تابعداري وکړو نه د بل چا نه…
هر کله چې مونږ د محمد صل الله علیه وسلم د هدایاتو خلاف د ژوند  په هره برخه کې عمل کوو نو دا په اصل کې  په ښکاره سره د الله جل جلاله د حکم او فرمان خلاف ورزي ده د کوم په کولو سره چې مونږ ځان په دنیا او آخرت کې د الله د قهر او عذاب مستحق ګرځوو.
په اوسنۍ پرمختللې نړۍ کې خلک د ځان د خوشحالولو لپاره مختلفې لارې او وسایل په کار اچوي مګر بیا هم خوشحاله ندي، تاسې په مادي لحاظ غني او شتمن غرب ته وګورئ چې خلک یې د هغو خلکو په نسبت  چې غریب دي ډیر غمګین او پریشانه دي. هلته په اصطلاح پرمختللې نړۍ کې د ځان وژنې، جنسي تیریو او د طلاق واقعات ډیر زیات دي نسبت نورې نړۍ ته. د ا ټولې د پریشانیو او د ژوند نه د نه رضایت نښې دي کوم  چې مادي مړښت او د ساعت تیریو وسایل  یې په مخه نیولو کې ناکامه شوی دی.
د مصنوعي خوشحالیو تولیدونکې کمپنۍ که هر څومره د مادي وسایلو او ساعت تیریو له لارې د خلکو د خوشحالولو کوښښ کوي خلک په هماغه اندازه د ژوند د اصلي واقعیت نه په لیرې کیدلو لا پریشانه او لالهانده کیږي. مونږ مادي وسایلو ته ضرورت لرو خو د معنوي غوښتنو سره  یې باید بیلانس او توازن وساتل شي.
ددې لپاره مونږ ضرورت لرو د دواړو جهانونو سردار محمد صلی الله علیه وسلم سیرت د ژوند د مکملې نمونې او قدوې په حیث وګرځوو او د ژوند په ټولو اړخونو کې د هغه مطابق ژوند تیر کړو نه یوازې په شخصي ، کورني، اجتماعي او معنوي اړخونو کې بلکې خپل فکري، حرفوي او مسلکي ژوند هم د هغه صلی الله علیه وسلم د هدایاتو او لارښونو مطابق عیار کړو، نو پدې حالت کې مونږ کولای شو د الله(ج) رضا ترلاسه او واقعي نیکبختي او خوشحالي ته ورسیږو. همدا د کامیابۍ او نیکبختۍ  یوازینۍ لاره ده.
لوی او متعال الله (ج) نه سوال کوو  چې مونږ ته  ددې توفیق راکړي  چې د هغه احکام په ځان عملي کړو او د ژوند په ټولو اړخونو کې په پوره ریښتینولۍ، تعاهد او معنویت سره د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم په نقش قدم باندې روان شو ( آمین)
ترجمه او لنډیز د الامانه د انګلیسي ژبې مهالنۍ څخه
انجنیر صبغت الله تمیم

نظرات

مطالب مرتبط

یتیمی که مسیر تاریخ را متحول ساخت

درست زمانی که بشریت در چنگ اژدهای ظلم ، استبداد، کفر و جهالت دست و …

Discover more from سیاح‌آنلاین

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading