د شعیب علیه السلام په کیسه کې د لمانځه بیان شوی، چې په انساني سلوکو کره تاثیر لري، د شعیب قوم هغه ته وايي:
(قَالُوا يَا شُعَيْبُ أَصَلَاتُكَ تَأْمُرُكَ أَن نَّتْرُكَ مَا يَعْبُدُ آبَاؤُنَا أَوْ أَن نَّفْعَلَ فِي أَمْوَالِنَا مَا نَشَاءُ)
وویل قوم د ده اې شعیبه! آیا دغه ستا ډیر لمونځ تاته د دې امر کوي چې پریږدو موږ هغه بوتان کوم چې پلرونو زموږ د هغوی عبادت کولو، یا (امر کوي تاته چې پریږدو مونږ) دا چې وکړو موږ په خپلو مالونو کې هغه تصرف چې غواړو یې (د ډیرو اخیستلو او لږ ورکولو).
د شعیب علیه السلام قوم د لمانځه اغیزې په شعیب او د هغه په ملګرو باندې لیدلې وې، داسې یې انګیرله چې همدې لمانځه د دوی حالت تغیر کړی، لمانځه د باطلو خدایانو له عبادت څخه ژغورلي، لمونځ د دې لامل شوی چې په پیمانو او تلو کې درغلي ونکړي معاملې پاکې وساتي، نو ځکه یې په ډیر غرور او تمسخر سره دا خبرې وکړې، حال دا چې دوی نه غوښتل په ځان کې څه بدلون راولي.
هوکې، لمانځه د شعیب علیه السلام د مؤمنو ملګرو نفسونو ته بدلون ورکړی وو، ځکه لمونځ په انسان کې سپیڅلۍ ویښ زړه روزي، شعور یې په ټولیزه توګه د لمانځه په پایله کې د تقوا په لوري ځي، د خپلو ټولو کړنو کلکه څارنه کوي، په پرله پسې توګه د جزاء او حساب ورځ ورته یادوي:
(يَوْمَ تَجِدُ كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ مِنْ خَيْرٍ مُّحْضَرًا وَمَا عَمِلَتْ مِن سُوءٍ تَوَدُّ لَوْ أَنَّ بَيْنَهَا وَبَيْنَهُ أَمَدًا بَعِيدًا) العمران ۳۰.
هغه ورځ چې هر نفس به خپل کړی نیک عمل په مخکې حاضر مومي، او هر نفس به خپل کړی بد عمل (موجود ګوري) هیله به کوي چې کاشکي د دغه نفس او بد عمل تر منځ لوی واټن موجود وی.
د همدې لپاره لمونځ له ګناهونو څخه ساتونکۍ ښودل شوی، لمونځ دی چې د ګناهونو مخنیوۍ کوي، لمونځ دی چې انسان له فحشاء او منکر څخه ژغوري، لمونځ دی چې انسان د سختیو او فتنو له نړۍ څخه د الله لوري ته لیږدوي، قرآن د لمانځه اغیزې په خپل دې ټکي کې داسې بیان کړې
(إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَىٰ عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنكَرِ)عنکبوت ۴۵.
په تحقیق سره لمونځ مخنیوۍ کوي له فحشاء او منکر څخه.
انساني ټولنې لمانځه ته ډیره زیاته اړتیا لري، همدا لمونځ دی چې انسان د هغه په مټ د یوه الله عبادت ترسره کوي، د نورو باطلو خدایانو له عبادت څخه ځان آزادوي، د هر سرکښ طاعوت له واکه ځان خلاصوي، له هر فساد څخه ځان ژغوري په داسې حال کې چې پرته له لمانځه یې علاج سخت دی.