Home / اسلام / ماه مبارک رمضان / د صدقې فضيلت په رمضان كې

د صدقې فضيلت په رمضان كې

الله جل جلاله د هغه کسانو سره چې د رمضان په مبارکه مياشت کې نيک کارونه تر سره کوي، د سترو اجرونو او بدلو ژمنه کړیده. دا مياشت د مسلمانانو لپاره ستره موكه ده تر څو غوره كارونه ترسره كړي او ډير ثوابونه لاس ته راوړي او د خپلو ګناهونو د بښنې تكل وكړي.

دلته له هغو بيشميره نيكو اعمالو څخه يوازې د صدقې يادونه كوو چې پدغه مياشت كې بايد مسلمان ورته پاملرنه وكړي.

حضرت محمد صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: (پاسنى لاس د لانديني لاس څخه غوره دی.) بخاری

پاسنی لاس هغه لاس دی چې صدقه ورکوي او لاندينى هغه دی چې صدقه تر لاسه کوي.

الله جل جلاله د بقرې سورت په ۲۶۱ ايت کې داسې فرمايي: مَّثَلُ الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ أَنبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِي كُلِّ سُنبُلَةٍ مِّئَةُ حَبَّةٍ وَاللّهُ يُضَاعِفُ لِمَن يَشَاءُ وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ

ژباړه: د هغه كسانو مثال چې د خدای جل جلاله په لاره كې خپل مال لګوي، د هغې دانې په څير دی چې اووه وږي زرغونوي، او هر يو وږی سل دانې ولري،او الله چې چا ته وغواړي نو ثوابونه او بدلې يی لا زياتوي. او الله پراخي وركونكى او پوه دى.

همدارنګه نحل سورت په ۹۷ آيت کې فرمايي:

مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ

ژباړه: هر نارينه او يا ښځينه چې نيك عمل تر سره كړي، پداسې حال كې چې مومن وي، نو هغه ته سپيڅلى ژوند وركوو، او دوى ته د هغه څه نه چې دوى تر سره كړى غوره بدله وكړو.

په هغه سپيڅلي ژوند کې چې ټول کارونه يې په تقوی او عدالت بنا وي د صدقې او خيرات د ورکړې په برکت سره د يو کس شتمني پراخوالۍ مومي، خو اکثره خلک د دې برعکس فکر کوي او داسې انګيری چې د صدقې ورکړه د مال د کموالي لامل ګرځي. څوک چې په پرلپسې توګه ډول د خپلو پيسو څخه صدقي ورکوي نو د پيسو مقدار يې زياتيږي. دا هغه حقيقت دی چې خوږ نبي حضرت محمد صلى الله عليه وسلم بيان کړی دی: (صدقه او خيرات مال نه كموي.)

په وركړې سره د ناروغيو شفا تر لاسه كړى

كه ظاهراً وګورو نو وينو چې په صدقې سره پيسې كميږي خو په حقيقت كې دا په څو څو ځله د پيسو د زياتوالي لامل ګرځي، الله تعالى د سخي سړي په تجارت كې بركت اچوي، بازار او راكړه وركړه يې زياتوي، او له هغو غير مترقبه پيښو څخه يې ساتي چې کيدای شي د ده همدا بلكه لا زياتې پيسې به پرې لګيدلې واى. (لكه د موټر ټکر، ناروغۍ، ستونزې…)

سربيره پردې صدقه او خيرات د مصيبتونو او زيانونو څخه په ژغورنه کې خورا حيرانونکي اغيز لري.

حضرت محمد صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: ( د خپلو رنځورانو درملنه په صدقه او خيرات سره وکړئ.) ابوداود

ځکه نو ريښتني مسلمانان او مومنان د ناروغۍ په وختونو کې خپل ځانونه د صدقي په ورکړې سره معالجه کوي!

په تيرو زمانو کې يو مسلمان د ګوزڼ (فلج) د ناورغۍ څخه ډير ربړونه وګالل، د هغه د چرګ سره کړې غوښه او وچه ډوډۍ ډير خوښيدل، يوه ورځ يې ماينې ورته د چرګ سره کړې غوښه او تازه وچه ډوډۍ پاخه کړل. کله چې ډوډی تياره شوه خپلې ماينې ته يې وويل اوس دا غذا يوه غريب ته ورکړه. له نفس سره د هغه د په زړه پورې خوړو مقابله! ده وويل: زه غواړم هغه څه چې ورسره ډيره مينه لرم غريبانو ته ورکړم، ځکه کيدای شي چې خدای پاک زما صدقه قبوله کړي او ما ته داسې اجر او بدله راکړي، چې د دې څخه غوره وي).

ښځې يې وويل: زه غواړم دا خواړه ستا لپاره وساتم او په بدل کې يې غريب ته د همدې خوړو د بيې مطابق پيسې وركړم.سړي وويل: لاړه شوه او پيسې راوړه. کله چې هغې پيسی راوړې نو خاوند يې ورته وويل چې اوس خواړه او پيسې ټول غريب ته ورکړه.

دا د صدقې د ورکړې په هکله د مسلمانانو کړه وړه وو په داسې حال کې چې نن سبا زياتره خلک يو ډيرې پيسې په ډاکټرانو او دواګانو باندی مصروفوی او د صدقې د اهميت څخه بې پروا دي.

صدقه کيدای شي چې په اخرت کې يو کس ته د دوزخ څخه د ساتنې له پاره وسيله وګرځي، حتی که د خرما د يوې وړې ټوټې څخه هم کمه وي!

حضرت محمد صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:

اتقوا النار و لو بشق التمره. يعنې د دوزخ له اور څخه د خرما په ټوټې سره هم كه وي ځان وساتى.

لوی او متعال خدای جل جلاله هغه څوک ستايلي دي چې د خپل مال يوه برخه هر وخت صدقه کوي. خدای جل جلاله د داسې کسانو سره وعده کړيده، چې دوی ته به د صدقې په بدله کې څو چنده اجرونه او ثوابونه ورکړي .

خدای پاک د بقرې سورت په ۲۴۵ ايت کې داسې فرمايي:

مَّن ذَا الَّذِي يُقْرِضُ اللّهَ قَرْضًا حَسَنًا فَيُضَاعِفَهُ لَهُ أَضْعَافًا كَثِيرَةً وَاللّهُ يَقْبِضُ وَيَبْسُطُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ

ژباړه: څوك دى هغه كس چې الله تعالى ته غوره پور وكړي، نو الله تعالى يې ورته څو برابره زياتوي، او الله تعالى تنګي راولي او پراخي كوي، او د هغه خواته ستاسې ورتګ دى.

هغه څه چې موږ يې اوس د خدای جل جلاله د رضا او خوښۍ له پاره مصروفو، د مرګ نه وروسته له موږ سره پاتي کيږي او هغه څه چې موږ يې د دنيوی خوښيو او خوشاليو له پاره مصروفو له سترګو پناه کيږی او له منځه ځي.

د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم مبارکې بی بی، حضرت عايشې رضى الله عنها څخه روايت دی چې: يو ځل مو پسه حلال کړ او وروسته مو ټول په صدقه کې تقيسم کړ او يوازې وزرونه مو يې د ځان لپاره وساتل، کله چې پيعمبر صلى الله عليه وسلم پوښتنه وکړه چې د پسه د غوښې څخه څه پاتی دی که نه، نو عايشی رضى الله عنها ورته ويل: (نورهيڅ شی نه دي پاتې يوازې اوږې يې پاتی دي) حضرت محمد صلى الله عليه وسلم هغې نيوكه وكړه او ويې ويل: (بلكه هرشی پاتې دي خو يوازې اوږې نه دي پاتې.)

د صدقې اصول

د دې له پاره چې صدقه قبوله شی او د هغې موخې او هدفونه لاس ته راوړل شي، نو د صدقې په وخت كې بايد لاندې ټكي په پام كې ونيول شي.

۱٫ صدقه بايد له حلال مال څخه ترسره شي

خدای جل جلاله د بقری سورت په ۲۶۷ ايت کې فرمايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَنفِقُواْ مِن طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ وَمِمَّا أَخْرَجْنَا لَكُم مِّنَ الأَرْضِ وَلاَ تَيَمَّمُواْ الْخَبِيثَ مِنْهُ تُنفِقُونَ وَلَسْتُم بِآخِذِيهِ إِلاَّ أَن تُغْمِضُواْ فِيهِ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ غَنِيٌّ حَمِيدٌ.

اى مؤمنانو! له هغو پاكو شيانو څخه چې تاسې لاس ته راوړي دي او هغه چې موږ له ځمكې څخه درته راويستلي دي، نفقه وكړئ او د ناپاكۍ نيت مه كوى چې نفقه ترې وكړئ پداسې حال كې چې تاسې يې پخپله پرته له سترګې پټولو، نه اخلى، او پوه شئ چې په تحقيق سره الله تعالى غني او د ستايل شوى دى.

همدارنګه د خوږ نبی الکريم صلى الله عليه وسلم حديث مبارک دی چې فرمايي: (خدای جل جلاله پاک او سپيڅلى دی او يوازی پاک او سپيڅلي شيان قبلوي)

۲٫ د صدقې په وخت كې بايد نيت يوازې د الله جل جلاله خوښي او رضا او د اجرونو او ثوابونو ګټل وي، نه دا چې د صدقې نه د سړي نيت،دنيوي ګټې، شهرت، اعتبار او د ښه حيثيت تر لاسه کول او داسې نور وي

حضرت محمد صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: (ټول اعمال او کړنې په نيت پوري اړه لري او هر چا ته به د نيت مطابق بدله ورکول کيږي) – بخاری شريف.

همدارنګه په بل حديث کې فرمايلي: (که څوک د خدای جل جلاله د رضا او خوښی له پاره يو بې ارزښته شی هم مصرف کړي مګر هغه به بيا هم د هغه شي په مقابل کې بدله تر لاسه کړي، حتی که خپلې ميرمنې ته د خدای جل جلاله د رضا له پاره په خوله کې ډوډی هم ورکړي).

خدای جل جلاله د هغه کسانو ستاينه کړې چې د هغه د رضا او خوښى لپاره صدقه تر سره کوي او د صدقې د تر لاسه کونکو څخه د کومې ګټې تمه او هيله ونلري.

خدای جل جلاله النسان سورت په ۸ او ۹ آيت کې فرمايلي:

و َيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا * إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لَا نُرِيدُ مِنكُمْ جَزَاء وَلَا شُكُورًا

ژباړه: او دوی بيوزله، يتيم، او اسير ته په خپله خوښه ډوډی ورکوى. (وايې) موږ تاسې د الله تعالى د رضا په خاطر مړوو، او ستاسې څخه د هيڅ بدلې او مننې غوښتنه نه كوو.

كه موږ ټول اعمال يوازې د الله جل جلاله د رضا لپاره تر سره كړو نو كيداى شي زموږ ټولې ورځنۍ کړنې په عبادت بدلې شي.

۳٫ په صدقه كې بايد بيړه وشي او پرته له كوم عذر څخه ونه ځنډول شي.همدارنګه ډير غوره كار دا دى چې مسلمان د ژوند په اوږدو کې تل صدقه او خيرات وكړي. داسې نه چې د مرګ تر وخته يې لاس ټينګ پرې نيولى وي او وروسته له مرګه پسې صدقه كيږي.

له پيغمبر صلى الله عليه وسلم څخه وپوښتل شول چې تر ټولو غوره صدقه او خيرات كوم دى؟ نو د خدای خوږ رسول صلى الله عليه وسلم وفرمايل: (ټر ټولو غوره صدقه او خيرات هغه ده چې سړی يې د ژوند په اوږدو کې ورکړي په داسې حال کې چې دې هغې ته ضرورت هم ولرې.)

۴٫ يو مسلمان ته په کار دي چې له خپلې غوره شتمنۍ څخه چې مينه ورسره لري صدقه اداکړي. په حقيقت کې دا هغه څه دي چې اکثره خلک نن سبا د دی برخلاف کار کوي او دوی خپل ناخوښ، زاړه شيان او بې کاره شتمۍ په صدقه کې ورکوي او په واقعيت کې دوی دا هڅه او کوشش کوي تر څو د هغه زاړو او بې کاره شيانو څخه ځانونه خلاص کړي.

خدای جل جلاله د ال عمران سورت په ۹۲ آيت کې فرمايي:

لَن تَنَالُواْ الْبِرَّ حَتَّى تُنفِقُواْ مِمَّا تُحِبُّونَ وَمَا تُنفِقُواْ مِن شَيْءٍ فَإِنَّ اللّهَ بِهِ عَلِيمٌ

ژباړه: تاسې به تر هغه نيكۍ ته ونه رسى تر څو د هغو شيانو څخه نفقه ونه كړى چې مينه ورسره لرى، او تاسې چې هر څه صدقه كوى نو په تحقيق سره الله تعالى پرې پوه دى.

په هر حال، دا د دې مانا نلری چې يو څوک بايد د خپلې صدقې ارزښت لږ کړي، که چيری هغه يوازی ډير کم څه لری تر څو په صدقه کې يې ورکړي.
پيعمبر صلى الله عليه وسلم يو ځل خپلو اصحابو ته وويل: (يو درهم کيدای شی په اجر او بدله کې د سلو درهمو څخه بهتر وي)
يوه سړی پوښتنه وکړه: د خدای پيغمبره! دا څنګه کيدای شي چې د يو درهم اجر د سلو درهمو له اجر څخه بهتر وي؟

پيغمبر صلى الله عليه وسلم ځواب ورکړ: يو شتمن سړی يو لک درهمه په صدقه کې ورکوی چی د ده د شتمنۍ يوه برخه ده، په داسې حال کې چې يو غريب سړی چې دوه درهمه لري او يو درهم د هغې څخه په صدقه او خيرات کې ورکوي. يعنې غريب سړی د خپلې شتمنی نيمه برخه په صدقه کې ورکوي او شتمن سړی چې د سرمايې مقدار يې خورا زيات دی يوازې د خپلې شتمنې يوه کمه برخه صدقه کوي.

همدارنګه داسې ويل کيږی چې عايشی رضى الله عنها يو وخت د خرما يوه ټوټه په صدقه کې ورکړه سره له دی چې دا ټول هغه څه وو چې دي درلودل.

هر څه چی تاسو تر سره کوی لوی وي که واړه، ټول ستاسو سره د حساب د ترسره کولو په وخت کې محاسبه کيږي حتی که چيرې دا کړنې دومره کوچنۍ وي چې د ذرې په شان وي.
خدای جل جلاله په الزلزال سورت کې فرمايي: (چا چې د ذری په اندازه ښه وکړل، وبه يې ګوري او چا چې د يوې ذرې په اندازه بد وکړل وبه يې ګوري.

۵٫ صدقات بايد تر وسه پورې په پټه كې وركړل شي چې څوك يې ونه ويني، تر څو له يوې خوا د ريا مخه ونيول شي او له بله پلوه د غريبو كسانو د خجالت سبب نشي.

پيغمبر صلى الله عليه وسلم په يوه حديث شريف کې فرمايلي دي: (د قيامت په ورځ چې هيڅ سيوری به وجود نه لری مګر يوازی د خدای جل جلاله د عرش سيوری به موجود وی. او اوه کسان دي چې د دې سيوري لاندې به وی، د دوی له ډلې څخه به يو هغه کس هم وې، چې په داسې ډول صدقه كوي چې د ښي لاس په وركړه يې چپ لاس خبر نشي) بخاري

۶٫ يو مومن بنده بايد هغه کس چې ورته صدقه ورکوي په تکليف نه کړي، هغه ته بايد زيان او تاوان ونه رسوي او نه بايد هغه ته د خپل سخاوت او ورکړې يادونه وکړي. د صدقې او خيرات د تر لاسه کونکي تراټنه او هغه ته ضرر رسونه په هر صورت چې وي د صدقې او خيرات اجر او ثواب له منځه وړي. لکه څرنګه چې خدای جل جلاله په خپل مقدس کتاب قران کريم كې د بقرې سورت په ۲۶۴ ايت کې فرمايلي دي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تُبْطِلُواْ صَدَقَاتِكُم بِالْمَنِّ وَالأذَى كَالَّذِي يُنفِقُ مَالَهُ رِئَاء النَّاسِ وَلاَ يُؤْمِنُ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ

ژباړه: اى د ايمان خاوندانو! خپلې صدقې په منت او اذيت سره مه باطلوئ، د هغو كسانو په څير چې د ريا په خاطر خپل مال لګوي او په الله او د قيامت په ورځ ايمان نه راوړي.

۷٫ کله چې يو څوک نه غواړي او يا نشي کولای چې خير غوښتونکي ته خير ورکړي، نو هغه ته ښه الفاظ وکاروي او په هيڅ وجه بايد د خيرغوښتونکي احساسات زخمي نکړي. خدای جل جلاله د بقری سورت په ۲۶۳ ايت کې فرمايي:

قَوْلٌ مَّعْرُوفٌ وَمَغْفِرَةٌ خَيْرٌ مِّن صَدَقَةٍ يَتْبَعُهَآ أَذًى وَاللّهُ غَنِيٌّ حَلِيمٌ.

ښه وينا او بښنه د هغې صدقې نه غوره دى چې ورپسې اذيت وي. او الله تعالى غني او حليم دى.

____________________________________

ژباړه: رحمن الله رسا

نظرات

مطالب مرتبط

هغه درسونه چې له روژې څخه مو بايد اخيستي وي

مه پريږده چې هغه ورځ دې چې ته روژه يي دهغي ورځي سره چې ته …