Home / اسلام / قصه های پیامبران / موسى او هارون عليهم السلام کیسه په قران كی

موسى او هارون عليهم السلام کیسه په قران كی

موسی علیه السلام نبي دی او له اولوالعزمو رسولانو څخه شمیرل کیږي الله جل جلاله وايي (وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ مُوسَىٰ ۚ إِنَّهُ كَانَ مُخْلَصًا وَكَانَ رَسُولًا نَّبِيًّا) مریم ۵۱. او یاد کړه (اې محمده! خپل امت ته) په کتاب (قرآن) کې (کیسه د) موسی، بیشکه چې هغه وو خالص کړی شوی (له لوریه د الله) او وو دی رسول نبي.

 موسی علیه السلام ته د (کلیم الله) لقب ورکړی شوی ځکه چې الله جل جلاله پرته له کومې واسطې خبرې ورسره کړې الله جل جلاله وايي (قَالَ يَا مُوسَىٰ إِنِّي اصْطَفَيْتُكَ عَلَى النَّاسِ بِرِسَالَاتِي وَبِكَلَامِي فَخُذْ مَا آتَيْتُكَ وَكُن مِّنَ الشَّاكِرِينَ) اعراف ۱۴۴.و فرمایل (الله) اې موسی! بیشکه ما غوره کړی یې ته پر ټولو خلکو(د زمانې ستا) په خپلو پیغامونو او په خپلو خبرو سره (پرته له واسطې) نو ونیسه! هغه څه چې درکړي مې دي تاته او اوسه له شکر ایستونکو ځینې.

هارون علیه السلام د موسی نسبي ورور دی کله چې الله جل جلاله موسی د فرعون د لارښوونې لپاره په نبوت مبعوث کړ نو هارون یې مرستندوی او همکار ورته وټاکلو، او دا کار په خپله د موسی علیه السلام په دعا سره تر سره شو هغه خپل رب ته دعا وکړه (وَاجْعَل لِّي وَزِيرًا مِّنْ أَهْلِي، هَارُونَ أَخِي، اشْدُدْ بِهِ أَزْرِي، وَأَشْرِكْهُ فِي أَمْرِي) طه ۲۹، ۳۲. او ګرځوه ماته یو وزیر (مرستندوی او همکار) له اهله زما، هارون ورور زما، غښتلې کړه په ده سره ملا زما او شریک کړه هغه له ماسره په کار زما کې.

الله جل جلاله د موسی دعا قبوله کړه او هارون یې ورته په خپل رحمت سره نبي مبعوث کړ.

(وَوَهَبْنَا لَهُ مِن رَّحْمَتِنَا أَخَاهُ هَارُونَ نَبِيًّا) مریم ۵۳. او بښلی وو موږ هغه (موسی) ته له رحمت خپله ورور د ده هارون حال دا چې نبي وو(زما او وزیر وو د موسی).

په بني اسرائیلو باندې ظلم

مخکې مو د یوسف علیه السلام په کیسه کې یاد کړل چې یوسف خپل پلار سره د زامنو او لمسیانو مصر ته د هستوګنې لپاره راوستل، یوسف د مصر له پاچا څخه وغوښتل ترڅو هغوی د جاسان په ځمکه کې هستوګن کړي، جاسان د بلبیس په شمال کې پروت دی چې سفط الحنة یې له ښارونو څخه ګڼل کیږي، یوسف دا ځای د دې لپاره د بني اسرائیلو لپاره غوره کړ ځکه دوی شپانه وو، او دغه ځای د څارویو لپاره ډیر غوره څړځایونه درلودل، دا وخت د ملوک الرعاة (د شپنو د پاچا) زمانه وه، وخت تیریده تردې چې د (لمړي احمس) زمانه راغله کوم چې د هغو پاچایانو د آتلسمې کورنۍ لمړنۍ پاچا وو چې (ملوک الرعاة) یې له دې ځایه شړلی وو، وروسته تردې (دوهم رعمسیس) راغۍ، هغه ته څرګنده شوه چې بنی اسرائیل ورځ تر بلې زیاتیږي نسل یې ډیریږي، نو ځکه ترې وډار شو چې د مصر د دښمنانو لپاره ځواک نشي، همدا وو چې هغوی یې په درندو کارونو وګمارل ځکه دوی ډیر قوي خلک وو نو په ټولیو یې ویشل هغه ته اړین ښکاره شول، ویل شوي چې کاهنانو فرعون ته خبر ورکړ چې د ده د ملک پای به د یوه داسې کس په لاسو وي چې په بني اسرائیلو کې به زیږیږي. نو ځکه فرعون د بني اسرائیلو د نارینه اولاد په مړینه امر ورکړ ترڅو شمیره یې ډیره نشي، دا چې بني اسرائیلو ډیر درانده کارونه ترسره کول همدا وو چې سپین ږیري به یې هم په کم عمر سره مړه کیدل، نو د قبط د قبیلې مشران فرعون ته ورغلل او ورته ویې ویل: مړینه د بني اسرائیلو په مشرانو کې ډیره زیاته شوې ده، او ته یې ماشومان هم نه پریږدې، وژنې یې، نو ویره ده چې دا درانده کارونه زموږ برخه نشي ځکه که دا حال وو نو پرته له موږ به نور د خدمت لپاره پاتې نشي، همدا وو چې فرعون په خپل فکر کې نوښت راووست او امر یې وکړ چې د بني اسرائیلو ماشومان دې یو کال وژل کیږي او یو کال دې پریښودل کیږي ترڅو د بني اسرائیلو اولاده له یوه سره ختمه نشي.

په هغه کال کې چې ماشومان به نه وژل کیدل هارون وزږیده، هغه همداسې د خپل مور او پلار په پالنه کې را لوی شو، خو د موسی زیږدنه بیا د هغه کال سره برابره شوه چې د فرعون د امر سره سم به د بني اسرائیلو ماشومان ذبح کیدل، د موسی مور هغه د زیږدنې وروسته د خلکو له سترګو پټ کړ نو ځکه یې فرعون ته خبر و نه رسیده.

الله جل جلاله په دې آیت کې د بنې اسرائیلو په اولاد د فرعون ظلم ته اشاره کوي او وايي (نَتْلُو عَلَيْكَ مِن نَّبَإِ مُوسَىٰ وَفِرْعَوْنَ بِالْحَقِّ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ، إِنَّ فِرْعَوْنَ[i] عَلَا فِي الْأَرْضِ وَجَعَلَ أَهْلَهَا شِيَعًا يَسْتَضْعِفُ طَائِفَةً مِّنْهُمْ يُذَبِّحُ أَبْنَاءَهُمْ وَيَسْتَحْيِي نِسَاءَهُم[ii]ْ ۚ إِنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ، وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ) قصص ۳، ۵.

لولو موږ پرتا (اې محمده!) خبر د موسی او فرعون په ریښتیا سره لپاره د هغه قوم چې ایمان یې راوړی، بیشکه چې فرعون لویي کړې وه په ځمکه کې، او ګرځولی یې وو اهل د دغه (مصر) ټولي ټولي، (همدا شان) ضعیفه کړې یې وه یوه طایفه له دوی څخه (چې بني اسرائیل وو)، وژل به یې زامن د دوی (ترڅو نسل یې ډیر نشي) او ژوندی به یې پریښودې ښځې د دوی (لپاره د خدمت خپل) بیشکه وو هغه (فرعون) له فاسدانو څخه، او اراده وکړه موږ د دې چې احسان کیږدو پر هغو کسانو چې ضعیفان کړی شوي وو په ځمکه (د مصر) کې، (د پاره د دې) چې ګرځوو موږ دوی امامان او ګرځوو موږ دوی وارثان (د ملک د فرعون) او (د پاره د دې) چې ځواک ورکړو موږ دوی ته په ځمکه (د مصر) کې.

د موسی سیرت مخکې له رسالته

د موسی روزنه د فرعون په ماڼۍ کې

وروسته له زیږیدنې موسی څو میاشتې د خپلې مور په پالنه کې پاتې شو، کله یې چې مور وویریده ترڅو د زوی زوکړه یې فرعونیانو ته څرګنده نشي نو الله جل جلاله الهام ورته وکړ ترڅو صندوق سمبال کړي او خپل زوی پکې کیږدي او غوړ یې کړي بیا به یې په نیل لاهو کړي، الله جل جلاله یې زړه مطمئن کړ، او خوشحاله یې کړه پردې چې زوی به یې بیرته همدې ته راځي، او له رسولانو به ګرځول کیږي.

د فرعون له خپلوانو څخه کوم کس صندوق له اوبو څخه را وایسته، کله یې چې د صندوق سر ترې پورته کړ د فرعون د میرمنې سترګې په ماشوم موسی[iii] ونښتې، الله جل جلاله د هغه محبت د فرعون د ښځې به زړه کې را پیدا کړ، هغې ته دا څرګنده وه چې میړه به یې اوس خپل د ځنګل قانون پرې عملي کوي او هغه به وژني لکه نور د بني اسرائیلو بچیان یې چې و وژل، نو ځکه یې فرعون ته وویل: دا ماشوم به زما او ستا د سترګو تور وي مه یې وژنه کیدای شي چې ګټه راته ورسوي، په زوی ګلوۍ به یې ونیسو هسې هم موږ اولاد نه لرو، فرعون د خپلې میرمنې سره په همدې هوکړه وکړه او موسی یې ورسره پریښود، په دې توګه موسی د پریکړه شوي مرګ څخه وژغورل شو، فرعون او وزیر یې هامان او د دوی دواړو لښکر پردې نه پوهیدل چې د نیل نه رانیول شوی ماشوم به د دوی دوښمن جوړیږي، د دوی د غمونو سرچینه به ګرځي، د دوی د هلاکت سبب به وي ځکه چې دوی کافر سرکښان دي.

دا وو د موسی حالت، مور یې چې کله هغه په ویاله کې پریښود، خپله خور یې ورسره ملګرې کړه ترڅو تر څنګ څنګ هغه وڅاري چې چیرته یې اوبه وړي، که ګوري چې هغه له اوبو څخه را وایستل شو او د فرعون کور ته د ننه کړل شو، خور یې را منډې کړل او مور یې په پیښه خبره کړه، د مور عقل یې د دې خبرې په آوریدو له ویرې والووت، زړه یې له هرڅه خالي شو یوازې د موسی یاد ورته پاتې وو، نیږدې وه چې له زیات غمه ټوله کیسه روښانه کړي، خو الله جل جلاله یې زړه ته ثبات ورکړ هغه یې په خپله دې ژمنه باوري او مطمئنه کړه چې زوی به یې بیرته همدې ته را ګرځول کیږي.

موسی ته یې ډیرې میرمنې راوستلې ترڅو هغه ته تی ورکړي، خو هغه ټولو ته ځواب ورکړ د هیچا تی یې هم ونه رودلو، په همدې وخت کې یې خور را مخیته شوه او د یوې بلې تي ورکوونکې ښځې وړاندیز یې ورته وکړ ترڅو ماشوم ته شیدې ورکړي، د فرعون کورنۍ ورسره ومنله او دا یې واستوله ترڅو هغه تی ورکوونکې ښځه را حاضره کړي، دا ولاړه او خپله مور یې ورته راوستله، موسی خپلې مور ته ورنیږدې شو او د هغې له تي یې شیدې وخوړې، په دې توګه د موسی مور باوري شوه او سترګې یې یخې شوې چې د خدای کړې ژمنه حق ده ځکه چې زوی یې بیرته همدې ته را وګرځولو.

)وَأَوْحَيْنَا إِلَىٰ أُمِّ مُوسَىٰ أَنْ أَرْضِعِيهِ ۖ فَإِذَا خِفْتِ عَلَيْهِ فَأَلْقِيهِ فِي الْيَمِّ وَلَا تَخَافِي وَلَا تَحْزَنِي ۖ إِنَّا رَادُّوهُ إِلَيْكِ وَجَاعِلُوهُ مِنَ الْمُرْسَلِينَ[iv]، فَالْتَقَطَهُ آلُ فِرْعَوْنَ لِيَكُونَ لَهُمْ عَدُوًّا وَحَزَنًا ۗ إِنَّ فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَجُنُودَهُمَا كَانُوا خَاطِئِينَ، وَقَالَتِ امْرَأَتُ فِرْعَوْنَ قُرَّتُ عَيْنٍ لِّي وَلَكَ ۖ لَا تَقْتُلُوهُ عَسَىٰ أَن يَنفَعَنَا أَوْ نَتَّخِذَهُ وَلَدًا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ، وَأَصْبَحَ فُؤَادُ أُمِّ مُوسَىٰ فَارِغًا ۖ إِن كَادَتْ لَتُبْدِي بِهِ لَوْلَا أَن رَّبَطْنَا عَلَىٰ قَلْبِهَا لِتَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ، وَقَالَتْ لِأُخْتِهِ قُصِّيهِ ۖ فَبَصُرَتْ بِهِ عَن جُنُبٍ[v] وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ، وَحَرَّمْنَا عَلَيْهِ الْمَرَاضِعَ مِن قَبْلُ فَقَالَتْ هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَىٰ أَهْلِ بَيْتٍ يَكْفُلُونَهُ لَكُمْ وَهُمْ لَهُ نَاصِحُونَ، فَرَدَدْنَاهُ إِلَىٰ أُمِّهِ كَيْ تَقَرَّ عَيْنُهَا وَلَا تَحْزَنَ وَلِتَعْلَمَ أَنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ) قصص ۷، ۱۲.

(او وحی وکړه موږ مور د موسی ته چې تی ورکوه ته هغه (موسی) ته که چیرې وویریدې ته (د خپل زوی په مرګ) نو وغورځوه هغه په سیند کې، او مه ویریږه او مه خفه کیږه، بیشکه چې موږ بیرته را وستونکي یو د هغه (موسی) تاته او ګرځوونکي یو د هغه له رسولانو ځینې، پس وموند (موسی) کورنۍ د فرعون ترڅو شي هغوی (فرعونیانو) ته دوښمن او(سبب د) غم بیشکه چې فرعون او هامان (وزیر یې) او لښکرې د دوی دواړو وو له خطا کارانو، او وویل ښځې د فرعون (فرعون ته چې دا ماشوم) یخوالی د سترګو دی ما او تاته، مه وژنئ دا (ماشوم) ښایي چې ګټه به راورسوي موږ ته او یا به یې ونیسو په زوی ګلوۍ، حال دا چې دوی نه پوهیدل (په سبب د هلاکت خپل)، او سبا ته وګرځید زړه د مور د موسی خالي له صبره (ډاریده چې زوی یې له منځه ولاړ نشي) نیږدې وو چې اظهار وکړي پردې (چې موسی مې زوی دی) که چیرې نه وی کلک کړی موږ زړه د دې ترڅو شي دا له باور کوونکیو (په ژمنه د الله)، او وویل (مور د موسی) خور د هغه (موسی) ته چې ځه برابره د ورور سره دې (او خبر یې راوړه چې اوبه یې چیرته وړي) پس کتل به یې هغه (موسی) ته له لرې حال دا چې هغوی (فرعونیان) نه پوهیدل، او منع کړي وو موږ په هغه (موسی تی رودل د) تي ورکوونکیو مخکې (تردې چې بیرته خپلې مورته واپس شي) نو وویل (خور د موسی) آیا خبر کړم تاسي په اهل د داسې کور چې وساتي دا(ماشوم) تاسې ته او دوی به ده ته له خیر غوښتونکو څخه وي، پس بیرته راووست مونز هغه (مور خپلې ته) ترڅو سترګې یې پرې یخې شي او غمجنه نشي او چې پوه شي چې وعده د الله حقه ده خو ډیری د دوی نه پوهیږي).

څرګنده ده چې د موسی مور موسی وروسته له دې چې له ځانه یې بیل کړ او د رضاع وخت یې تیر شو د فرعون کور ته راوړي، د فرعون شاهي کورنۍ د هغه پالنه کوي، خو کله چې د ځوانۍ جوش ته نیږدې کیږي الله جل جلاله هغه ته علم او حکمت په برخه کوي، کوم چې په همداسې جزاء سره الله نیکانو ته جزاء ورکوي، الله جل جلاله وايي:(وَلَمَّا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَاسْتَوَىٰ آتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا ۚ وَكَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ) قصص ۱۴.

او کله چې ورسید (موسی) زور (او قوت د ځوانۍ) ته او برابر شو، نو ورکړ موږ ده ته حکمت او علم او همداسې جزاء ورکوو موږ نیکي کوونکیو ته.

موسی د یوه اسرائیلي ننګه تړي

موسی د فرعون په کور کې را ځوان شو، هغه د قوي جسم څښتن وو، ډیر ځواکمن وو، له دې نه ویریده چې د فرعون په کور کې هستوګن دی، پوهیده چې د هغه مظلوم اسرائیلي قوم څخه یو دی چې تل د فرعون تر ظلم لاندې سختې شپې او ورځې تیروي، هغه د اسرائیلیانو مرستندوی وو د فرعون د ظلم مخنیوی به یې کولو.

یوه ورځ موسی پرته له دې چې څوک پرې خبر شي د فرعون له ماڼۍ را بهر شو او نا څاپه ښار ته د ننه شو، که ګوري چې دوه کسه یو د بل سره په شخړه لګیا دي، یو یې قومي اسرائیلي دی او بل فرعوني، اسرائیلي له موسی څخه مرسته وغوښته، موسی هم سم د واره د خپل قومي ننګه وتړله، د هغه دوښمن یې یو سوک وواهه بس همغه سوک یې د مرګ سبب شو، موسی په خپل کړي دې کار سره ډیر پیښمانه شو او دا کار یې د شیطان له کړنو وګڼلو، د خپل رب څخه یې د کړې کار بښنه وغوښته هغه ته په زاریو شو او توبه یې وایسته، ترې ویې غوښتل چې د مجرمینو مرستندوی مې مه ګرځوه، رب تعالی هم بښنه ورته وکړه او د هغه توبه یې په خپل پراخه دربار کې منظوره کړه.

(وَدَخَلَ الْمَدِينَةَ عَلَىٰ حِينِ غَفْلَةٍ مِّنْ أَهْلِهَا فَوَجَدَ فِيهَا رَجُلَيْنِ يَقْتَتِلَانِ هَٰذَا مِن شِيعَتِهِ وَهَٰذَا مِنْ عَدُوِّهِ ۖ فَاسْتَغَاثَهُ الَّذِي مِن شِيعَتِهِ عَلَى الَّذِي مِنْ عَدُوِّهِ فَوَكَزَهُ مُوسَىٰ فَقَضَىٰ عَلَيْهِ[vi] قَالَ هَٰذَا مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ ۖ إِنَّهُ عَدُوٌّ مُّضِلٌّ مُّبِينٌ، قَالَ رَبِّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي فَاغْفِرْ لِي فَغَفَرَ لَهُ ۚ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ، قَالَ رَبِّ بِمَا أَنْعَمْتَ عَلَيَّ فَلَنْ أَكُونَ ظَهِيرًا[vii] لِّلْمُجْرِمِينَ) قصص ۱۵، ۱۷.

او د ننه شو موسی ښار (د مصر) ته په وخت د غفلت د اهل د ښار کې، پس ویې لیدل په دغه ښار کې دوه سړي چې جګړه یې سره کوله، دا یو (اسرائیلي) دی له قومیانو د هغه (موسی) او هغه (بل) له دوښمنانو د هغه، نو مرسته وغوښته (له موسی)هغه کس چې له قومیانو څخه یې وو په هغه کس چې له دوښمنانو یې دی، نو په سوک وواهه موسی هغه (فرعوني) پس فیصله وکړ ه(الله) په هغه (فرعوني او مړ یې کړ د سوک سره سم) وویل موسی دغه کار له عمله د شیطان دی، بیشکه چې دغه شیطان دوښمن، ګمراه کوونکی دی ښکاره، وویل(موسی) اې ربه زما بیشکه زه چې یم ظلم مې کړی دی په نفس خپل (په وژلو د دغه فرعوني) پس بښنه وکړه ماته (د دغه ګناه) نو مغفرت وکړ (الله) هغه ته، بیشکه چې هغه ښه مغفرت کوونکی او ډیر مهربانه دی، وویل(موسی) اې ربه زما په هغه فضل او احسان ستا چې پرما د پیرزو کړی (وساته ما) ترڅو نشم زه مرستندوی د ګنهکارانو.

موسی پیژندل کیږي او له ځایه تښتي

سبا ورځ موسی بیا ښار ته راغۍ خو دا ځلې راتګ یې په ویره کې وو ځکه ډاریده چې له تیرې وژنې یې څوک خبر نشي، که ګوري چې همغه پرونۍ اسرائیلی کوم چې په ننګه یې موسی فرعونۍ وژلی وو یو ځل بیا د یو بل فرعوني سره په جګړه لګیا دی، اسرائیلي چې کله موسی ولیده نو سم د واره یې مرسته ترې وغوښته، خو دا ځلې موسی ورته په قهر شو ځکه وپوهیده چې دا اسرائیلی تل د جګړې پلوي دی همدا وو چې په دې کار سره یې وګواښلو، موسی هڅه وکړه چې د دواړو جګړه مارانو (اسرائیلي او فرعوني) ترمنځ سوله وکړي او د جنجال غوټه یې ورته پرانیزي، اسرائیلي خو هسې هم د موسی پرونۍ ګزار لیدلی وو چې فرعوني تباره کس یې د یوه وار سره د خاورو خوراک ګرځولی وو نو ځکه له موسی څخه وډار شو او داسې ګمان یې وکړ چې ګواکي موسی د همده د وژلو پلمه لټوي نو ځکه یې ورته وویل (أَتُرِيدُ أَن تَقْتُلَنِي كَمَا قَتَلْتَ نَفْسًا بِالْأَمْسِ) اې موسی! آیا ته غواړې چې ما هم ووژنې لکه څرنګه دې چې پرون یو کس ووژلو، فرعوني سړي چې دا ښکاره اقرار واورید نو سم د واره یې خپل قوم د پیښې په څرنګوالي را خبر کړ، دا په داسې حال کې چې تر دې دمه د تیرې ورځې د وژل شوي کس وژونکی نا څرګند وو، د فرعون قومیانو چې کله دا خبره واوریده نو د موسی د نیولو په هڅه را ووتل، په همدې وخت کې د موسی له ملګرو څخه یو د فرعون د قوم له پریکړې خبر شو نو د ښار له وروستۍ برخې په بیړه موسی ته راغۍ او د فرعونیانو له پلانه یې خبر کړ او نصیحت یې ورته وکړ چې ځان وژغوره له مصر څخه کوم بل داسې ځای ته ولاړ شه چې د دوی لاسونه درته ونه رسیږي، موسی هم د خپل ملګري نصیحت په غور سره واوریده، نو په پټه او په منډه منډه د پیښې له ځایه وتښتیده، خپل رب تعالی ته یې دعا کوله ترڅو د ظالم قوم څخه یې وژغوري.

دا آیتونه تلاوت کړئ:(فَأَصْبَحَ فِي الْمَدِينَةِ خَائِفًا يَتَرَقَّبُ فَإِذَا الَّذِي اسْتَنصَرَهُ بِالْأَمْسِ يَسْتَصْرِخُهُ [viii]ۚ قَالَ لَهُ مُوسَىٰ إِنَّكَ لَغَوِيٌّ مُّبِينٌ، فَلَمَّا أَنْ أَرَادَ أَن يَبْطِشَ بِالَّذِي هُوَ عَدُوٌّ لَّهُمَا قَالَ يَا مُوسَىٰ أَتُرِيدُ أَن تَقْتُلَنِي كَمَا قَتَلْتَ نَفْسًا بِالْأَمْسِ ۖ إِن تُرِيدُ إِلَّا أَن تَكُونَ جَبَّارًا فِي الْأَرْضِ وَمَا تُرِيدُ أَن تَكُونَ مِنَ الْمُصْلِحِينَ، وَجَاءَ رَجُلٌ مِّنْ أَقْصَى الْمَدِينَةِ يَسْعَىٰ قَالَ يَا مُوسَىٰ إِنَّ الْمَلَأَ يَأْتَمِرُونَ بِكَ لِيَقْتُلُوكَ فَاخْرُجْ إِنِّي لَكَ مِنَ النَّاصِحِينَ، فَخَرَجَ مِنْهَا خَائِفًا يَتَرَقَّبُ ۖ قَالَ رَبِّ نَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ) قصص ۱۸، ۲۱.

سبا بیا (موسی پاڅیده او روان شو) په ښار کې، حال دا چې ویریدونکی وو (په ځان خپل او) لټوله یې (لاره د نجات)، ناڅاپه هغه (اسرائیلی) چې مرسته یې غوښتې وه له ده (موسی) څخه پرون اوس بیا نارې وهي ده ته (او مرسته ترې غواړي ځکه د بل فرعوني سره په جګړه کیوتلۍ دی) وویل موسی هغه (اسرائیلي) ته چې بیشکه ته بې لارې یې ښکاره (تل جګړې کوې پرون دې هغه فرعونی را باندې مړ کړ او اوس د بیا د مرستې چیغې پیل کړې) پس کله چې اراده وکړه (موسی) ترڅو ونیسي هغه (فرعوني) چې وو دښمن د دوی دواړو (د موسی او د هغه بل اسرائیلي، سره د دې چې موسی خپل قومي اسرائیلي ته په غصه شوی هم وو نو) وویل (هغه اسرائیلي چې موسی غوښتل له دښمن څخه یې وژغوري) اې موسی! آیا غواړې چې ووژنې ما، لکه چې و دې وژلو پرون یو کس، نه غواړې هیڅ څیز مګر دا چې شې په ځمکه کې زورواکی، او نه غواړې چې شي له نیکانو، او راغۍ یو کس د ښار له پایه په داسې حال کې چې منډې یې را وهلې، ویې ویل اې موسی! بیشکه چې مشران مشورې کوي ستا په هکله ترڅو ودې وژني، نو ووځه (له مصر څخه) بیشکه زه یم تاته له نصیحت کوونکو څخه، پس ووت موسی له دغه ښار څخه په داسې حال کې چې ویریدونکی وو کتل به یې (هر لوري ته چې څوک یې په لټه پسې را نشي) وویل (موسی) اې ربه زما نجات راکړې ماته له قومه د ظالمانو (چې فرعون او قومیان یې دي).

موسی په مدین کې

موسی له مصر څخه په سختۍ سره د مدین خاورې ته را بهر شو، غوښتل یې په مدین کې خپله تنده ماته کړي، اوبو ته نیږدې ورغۍ که ګوري چې په اوبو باندې د خلکو ډیره زیاته ګڼه ګوڼه روانه ده، په زور او زوږ سره اوبه ترلاسه کوي، هر یو د خپل مټ په زور د اوبو ډنډ ته ځان رسوي، یو د بل نه مخکې کیږي، خو د خلکو د دې کش او ګیر سره یې دوه پیغلې بیا داسې ولیدې چې ولاړې دي او خپل څاروي اوبو ته نه پریږدي، موسی ډیر په حیرانتیا سره هغوی ته ځیره شو، ور وړاندې شو او پوښتنه یې ترې وکړه، هغوی دواړو په ځواب کې ورته وویل: موږ راغلې یو ترڅو خپل څاروي اوبه کړو، خو د خلکو د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله نشو کولی چې اوبو ته یې ورسو، نو ځکه ترهغې ورته ګورو ترڅو چې ټول شپانه له دې ځایه ولاړ شي، دا ځواب ښیي چې په ښځینه کې څومره زیاته حیاء پرته ده چې تل د حیاء اوکمزورۍ له امله د ګڼې ګوڼې او ازدحام په ځایونو کې شاته شاته پاتې کیږي، ځکه په داسې ځایونو کې ښځې او نارینه سره ګډ لاندې باندې کیږي، دواړه نجونې د خپلې خبرې په تړاو زیاتوي او وایي:( وَأَبُونَا شَيْخٌ كَبِيرٌ) زموږ پلار د پاخه عمر سړی دی د کار وړتیا نلري ترڅو څاروي اوبو ته راولي له همدې امله موږ راغلې یو، داسې څرګندیږي لکه په دې خبرې سره چې غواړي د موسی په زړه کې د مهربانۍ او شفقت بڅري را ژوندي کړي.

موسی هم د غیرت او میړانې له مخې د دوی دواړو څارويو ته اوبه راوړې، هیڅوک هم ونه توانیدل چې مخنیوی یې وکړي، ځکه ټولو ولیدل چې د ځواکمن مټ څښتن دی مخنیوی یې ناشونی دی، بیا یې وروسته له دې یوه سیوري ته مخه کړه ترڅو د ستړیا دمه شي، په داسې حال کې چې د خپل رب شکر کوونکی وو ویل به یې اې ربه زما! زه د هر هغه څه چې ته یې را باندې پیرزو کوي محتاج او فقیر یم.

تر لږ ځنډ وروسته د هغه دواړو نجونو څخه یوه په ډیره حیا او عفت سره موسی ته راغله او ورته ویې ویل: پلار مې دې غواړي ترڅو ستا د هغه مرستې بدله درکړي کوم چې زموږ سره دې د اوبو په ترلاسه کولو کې کړې ده، اوس د موسی څخه څه هیله کیږي؟ آیا دا بلنه به ونه مني په داسې حال کې چې فقیر او محتاجه هم دی؟ موسی باید ورسره ولاړ شي او سپین ږیري ته ځان ور ورسوي، چې همداسې یې وکړل، ټول پرې را ټول شول زیات ورته خوشحاله شول، سپین ږیری هم ډیر ترې خوښ شو او د ظالم قوم څخه د خلاصون او نجات اطمینان یې ورکړ.

الله جل جلاله وايي:(وَلَمَّا تَوَجَّهَ تِلْقَاءَ مَدْيَنَ[ix] قَالَ عَسَىٰ رَبِّي أَن يَهْدِيَنِي سَوَاءَ السَّبِيلِ[x]، وَلَمَّا وَرَدَ مَاءَ مَدْيَنَ وَجَدَ عَلَيْهِ أُمَّةً مِّنَ النَّاسِ يَسْقُونَ وَوَجَدَ مِن دُونِهِمُ امْرَأَتَيْنِ تَذُودَانِ ۖ قَالَ مَا خَطْبُكُمَا ۖ قَالَتَا لَا نَسْقِي حَتَّىٰ يُصْدِرَ الرِّعَاءُ ۖ وَأَبُونَا شَيْخٌ كَبِيرٌ، فَسَقَىٰ[xi] لَهُمَا ثُمَّ تَوَلَّىٰ إِلَى الظِّلِّ فَقَالَ رَبِّ إِنِّي لِمَا أَنزَلْتَ إِلَيَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِيرٌ، فَجَاءَتْهُ إِحْدَاهُمَا تَمْشِي عَلَى اسْتِحْيَاءٍ[xii] قَالَتْ إِنَّ أَبِي يَدْعُوكَ لِيَجْزِيَكَ أَجْرَ مَا سَقَيْتَ لَنَا ۚ فَلَمَّا جَاءَهُ وَقَصَّ عَلَيْهِ الْقَصَصَ قَالَ لَا تَخَفْ ۖ نَجَوْتَ مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ) قصص ۲۲، ۲۵.

او کله یې چې مخه کړه په لوري د مدین ویې ویل هیله کیږي له رب زما څخه چې وښیي ماته سیده لاره، او کله چې ورسید اوبو د مدین ته نو ویې موندله په هغه (کوهي) یوه ډله د خلکو چې اوبه یې ورکولې (خپلو څارویو ته) او ویې لیدلې را بیرته تر دوی دوه ښځې حال دا چې منع کوي خپله رمه (له اوبو څخه) نو وویل (موسی دغو دواړو ښځو ته) څه خبره ده (چې خپله رمه له اوبو څخه منع کوئ) وویل هغوی (دواړه میرمنو) اوبه نه ورکوو موږ (خپلو مالونو ته) ترڅو چې لاړ شي (له اوبو څخه نور) شپانه، او پلار زموږ بوډا دی چې د کار وسه یې نه کیږي، نو اوبه کړه (موسی رمه) د دوی دواړو بیا یې شا وګرځوله (ښځو ته او وخوځید د) سیوري (په لوري)، نو ویې ویل اې ربه زما بیشکه زه هر هغه څه ته چې پرما یې پیرزو کړې محتاج یم، پس راغله هغه (موسی) ته یوه له هغو دواړو (ښځو) چې روانه وه په حیاء سره نو ویې ویل (موسی) ته بیشکه پلار زما د غواړي لپاره د دې چې درکړي تاته اجوره د اوبو کولو ستا (رمې) زموږ ته، پس کله چې راغۍ (موسی) هغه (سپین ږیري سړي) ته او بیان یې کړه په هغه باندې کیسه خپله نو وویل (هغه سپین ږیري سړي موسی ته) مه ویریږه! نجات دې موندلی له قومه د ظالمانو.

د موسی واده

موسی یو تکړه ځوان وو، د هوښیارۍ نښانې له ورايه پکې څرګندې وې، همدا وو چې په سپین ږیري بوډا او دواړو لوڼو یې اغیز پریښود، نو ځکه یې یوې لور خپل پلار ته وویل: اې پلاره په مزدورۍ یې ونیسه ترڅو زموږ څاروي وڅروي، د دې کار لپاره پوره وړتیا لري تکړه او امانت کاره دی، لکه بوډا چې د خپلې لور په مراد رسیدلی وي نو ځکه یې په بیړه د خپلو لورانو د خوښې سره سم دریځ غوره کړه، له موسی څخه یې دا غوښتنه وکړه چې د خدمت په موخه پوره آته کاله د ده څاروي وڅروي د دې په بدله کې به ورته خپله یوه لور په نکاح ورکوي، که چیرې یې په دې آتو کلونو دوه نور هم ور زیات کړل نو دا به د ده نیکي او احسان وي، موسی هم د سپین ږیري غوښتنه ومنله او هغه داسې چې د ده به خوښه وي چې کومه موده پوره کوي آته کاله که لس کاله، په همدې سره د دواړو هوکړه وشوه.

الله جل جلاله وايي: )قَالَتْ إِحْدَاهُمَا يَا أَبَتِ اسْتَأْجِرْهُ ۖ إِنَّ خَيْرَ مَنِ اسْتَأْجَرْتَ الْقَوِيُّ الْأَمِينُ، قَالَ إِنِّي أُرِيدُ أَنْ أُنكِحَكَ[xiii] إِحْدَى ابْنَتَيَّ هَاتَيْنِ عَلَىٰ أَن تَأْجُرَنِي[xiv] ثَمَانِيَ حِجَجٍ[xv] ۖ فَإِنْ أَتْمَمْتَ عَشْرًا فَمِنْ عِندِكَ ۖ وَمَا أُرِيدُ أَنْ أَشُقَّ عَلَيْكَ ۚ سَتَجِدُنِي إِن شَاءَ اللَّهُ مِنَ الصَّالِحِينَ، قَالَ ذَٰلِكَ بَيْنِي وَبَيْنَكَ ۖ أَيَّمَا الْأَجَلَيْنِ قَضَيْتُ فَلَا عُدْوَانَ عَلَيَّ ۖ وَاللَّهُ عَلَىٰ مَا نَقُولُ وَكِيلٌ) قصص ۲۶، ۲۸.

وویل له دواړو (خوندو څخه) یوې: اې پلاره زما! مزدور ونیسه دی (د پاره د څرولو د څارویو زموږ) بیشکه چې غوره د هر هغه چا چې مزدور یې نیسې هغه څوک دی چې پیاوړی او امانت کار وي، وویل (پلار د دوی موسی ته) بیشکه زه غواړم چې په نکاح درکړم یوه له دغو لوڼو خپلو په دې چې مزدوري وکړي ته زما آته کاله، که چیرې دې پوره کړل لس کاله نو هغه به ستا له لوریه (زما سره نیکي وي) نه غواړم چې تا په سختۍ کې واچوم، زر ده چې ومومې ما انشاء الله له نیکانو څخه، وویل (موسی) چې همدا(قرارداد شو) په منځ زما او ستا کې، هره یوه موده له دې دواړو نیټو مې چې پوره کړه پس نه به وي زیادت پرما او الله په هغه څه چې وایو یې وکیل او شاهد دی.

[i] : فرعون د مصر د پخوانیو پاچایانو لقب دی هر پاچا ته یې فرعون ویل کیږي.
[ii] : یستحیون نسائهم: پریښودلې به یې ښځې د دوی لپاره د خدمت خپل.

[iii] : د موسی د کلیمې د اشتقاق په هکله راغلي: چې هغه یو اسم مرکب دی له دوو کلیمو څخه چې یوه د (مو) کلیمه او بله د (شا) کلیمه ده، مو: د مصر په پخوانۍ ژبه اوبو ته ویل کیږي او شا: د ونې په معنا دی، موسی د دې لپاره په دې نامه سره نومول شوی ځکه هغه د اوبو او ونې ترمنځ موندل شوی وو وروسته له دې چې مور یې په سند لاهو کړ، ځینو ویلي چې موسی مصري کلیمه ده (مس) چې معنا یې ده ماشوم.

[iv] : روایت کړی دی اصمعي چې هغه د یوې وینځې خبرې واوریدې نو ورته ویې ویل: خاره شي څومره فصیحه ژبه لرې، هغې په ځواب کې ورته وویل: آیا وروسته د قرآن له دې آیت څخه نور فصاحت پیدا کیږي چې وايي (و أوحینا الی ام موسی …الی… وجاعلوه من المرسلین) په همدې یوه آیت کې دوه امرونه او دوې نهیې او دوه خبره شامل دي چې خبرونه یې دوه زیري هم له ځانه سره لري.

[v] : عن جنب: له لرې.

[vi] :فوکزه موسی فقضا علیه: په سوک وواهه موسی او فیصله یې پرې تیره کړه، ځینو مستشرقینو په دې هکله ځینې شبهې را برسیره کړې او ویلي یې دي چې موسی د ګناه مرتکب شوی ځکه چې یو کس یې وژلی، دا په داسې حال کې چې اسلام د نبیانو د عصمت او له ګناهونو د پاکوالي خبره کوي، د دې خبرې په رد کې وايو: قرآن په ښکاره وايي چې موسی د دې لپاره هغه کس ووهلو ترڅو د ظلم څخه یې لرې کړي او اسرائیلی ترې خلاص کړي، او (وکز) په لغت کې په سوک سره وهل دي، موسی په سوک سره ووهلو او د قتل کولو اراده یې نه درلوده ځکه معمولا په سوک څوک نه وژل کیږي، او د دې سره سره موږ پوهیږو چې دا پیښه هغه وخت تیره شوې چې موسی په پیغمبری نه وو مبعوث شوی.

[vii] : ظهیرا: مرستندوی

[viii] :یستصرخه: مرسته غواړي.

[ix] : مدین د خلیج عقبې په آخري شمال کې پروت یو هیواد دی.

[x] : عسی ربي ان یهدیني سواء السبیل: هیله لرم له الله نه چې د نیغې او سالمې لارې د موندلو توفیق راکړي.

[xi] : په دې آیت کې ایجاز دی، او ایجاز هغه ته ویل کیږي چې الفاظ په ډیره مختصره توګه بیان شي ترڅو کلام وجیز او بلیغ څرګند شي، او هغه داسې چې متکلم کله کیسه بیانوي نو په داسې کمو ټکو سره یې بیانوي چې د کیسې په هکله هیڅ هم نه ترې پاتې کیږي، په داسې حال کې چې کوم بل څوک همدا کیسه په دې بلاغت سره نشی بیانولی ځکه ترې اوږدیږي الفاظ یې ډیریږي، په دې آیت کې هم همداسې ایجاز راغلی، وايي: وجد علیه امة من الناس یسقون، یو ټولی د خلکو یې ولیدل چې اوبه څښي، یعنې خپلو څارویو او حیواناتو ته اوبه ورکوي، او له (تذودان) څخه مراد دا دی چې دواړو نجونو له اوبو څخه خپل څاروي منع کول، او (فسقی لهما) څخه مراد دادی چې د دوی څارویو ته یې اوبه ورکړې.

[xii] : تمشي علی استحیاء: روانه وه په حیاء سره، څومره خوږ کلام دی، آوریدل یې څومره آسانه دي، دا هغه ښکلا ده چې د نجونو ښکلا پرې وده کوي، دا ښکلا، د حیاء ښکلا ده، قرآن دا ټکي د دې لپاره راوړي ترڅو په یادولو یې هغه نجونې وستایي چې د دې ښکلی صفت څخه برخمنې وي.

[xiii] : انکحک: په نکاح درکړم.

[xiv] : تأجرني: چې زما مزدوري وکړي.

[xv] : حجج: کلونه.

——————————————————————————–
ليكنه: دوكتور عفيف طباره

ژباړه: خليل الرحمن حنيف

نظرات

مطالب مرتبط

د موسی عليه السلام او د هغه قوم ترمنځ یې شخړه

د موسی معجزې او د ساحرانو ایماند موسی او فرعون ترمنځ د موسی د خدایي …