د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت او اخلاق

دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم ژوندته که مونږ وګورومختلف پړاونه يى درلودل لکه مدنى اومکى ژوند،هجرت،غزوات نبوى رسالت، سيرت اواخلاق يى. غواړم چې ستاسوپه درانه حضورکې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دسيرت اواخلاقوپه هکله په يوڅولنډوجملوکې معلومات  وړاندى کړم.
الله  جل جلاله په قران کريم کې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دډيرواوچتواخلاقودرلودلوله کبله آيت نازل کړيدى فرمايلى دى “وانک لعلى خلق عظيم”بيشکه ته داوچتو اخلاقوڅښتن يى”اوهمدارنګه حديث شريف کې هم راغلى چې نبى کريم  صلی الله علیه وسلم فرمايى “انمابعثت لاتمم مکارم الاخلاق”بيشکه زه ددى لپاره راليږل شوى يم چې ښه اخلاق تکميل کړم.
د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ژوندته که مونږ له هرى زاوي څخه وګوروډيرعجيبه واقعات لري که ژوندمبارک يى له اصحابواوصحابياتوسره، بى بيانوسره، ميلمنوسره، ماشومانوسره،  خپلوانواودوستانوسره ،دوينځواوخادمانوسره خوپه ټوله کې نبوى سيرت اواخلاقوته اشاره کوو،دحضرت انس (رض)څخه روايت دى چې مالس کاله دنبى کريم  صلی الله علیه وسلم خدمت وکړه ماته يى داسى ندى ويلى چې داکاردى ولى وکړاويادى ولى ونه کړ،هرکله که يوچابه ورته لاس ورکړه ترهغه به يى نه پريښوده څوچې به هغه شخص خپله نه وه پريښى  همدارنګه هيڅکله يى دخپل هم ناستى په لورخپى نه دى غزولى، دمجلس په وخت کې به چې کله هم راغى هرځاى به چې خالى وه کيناسته به دمجلس په وخت کې به يى هرچاته پوره وخت ورکوه اوهرچابه داسى انګيرله چې دى له ماسره ډيره مينه لري،که يوچا به سروروړاندى کړ ترهغه به يى مخ ورڅخه نه ګرځوه څوچې به شخص خپله سرنه ولرى کړي،ديوچاخبره به يى نه قطع کوله که چېري کومه خبره به خوښه نه وه نوبيابه يى ورڅخه مخ ګرځوه اويابه له مجلس څخه پاڅيده،عايشه صديقه(رض)فرمايى چې هيچاترپيغمبر صلی الله علیه وسلم ښه اخلاق نه درلوده داسى ندى شوى چې ملګرى ورته غږکړي وى اودى نه ويلى چې هرخدمت ته تياريم،همدارنګه  سعدبن هشام رحمه الله وايي: له حضرت عائشې رضى الله عنها  نه مې پوښتنه وكړه چې دپيغمبرصلى الله عليه وسلم  اخلاق څنګه وو؟  راته يې وويل: اياته قران كريم نه دى لوستلى ؟ ماورته وويل: لولم يې،ويل: همدا قران كريم دپيغمبرصلى الله عليه وسلم  اخلاق دي
زيدبن بابنوس رحمه الله وايي: له حضرت عائشې رضى الله عنها نه مې دپيغمبرصلى الله عليه وسلم  داخلاقوپه هكله پوښتنه وكړه؛ نو راته يې وويل: دسورت مؤمنون لومړني لس اياتونه ولوله، همدا دپيغمبرصلى الله عليه وسلم  اخلاق وو>
نبى کريم صلی الله علیه وسلم به له خپلوملګرودحال اواحوال څخه ځان خبراوه اودخپلوملګروسره به يى ډيره مينه کوله اوکه يوکس به ورڅخه سوال وکړه نونااميده کاوه به يى نه اوهميشه به يى ورته دزغم،صبراوحوصلى ورکولوخبري کولي. حضرت انس رضى الله عنه  وايي: پيغمبرصلى الله عليه وسلم  ترهرچازيات مهربان و، په خداى قسم! كه به دسخت ژمي په سهار به هم كومې وينځى ياغلام ياكوم ماشوم اوبه ورته راوړې ( چې پيغمبرصلى الله عليه وسلم  يې وكاروي اوبيايې دبركت لپاره هغوى بيرته ځا ن سره يوسي) پيغمبرصلى الله عليه وسلم  به انكارنه كاوه  اومخ اولاسونه به يې پرې ووينځل اوحتى دوينځواوخادمانوسره به يى هم ډيرښه چلندکاوه عايشه صديقه(رض)فرمايى چې کله هم پيغمبر صلی الله علیه وسلم خپل لاس په خپلى بى بى،خادم اوياکومى وينځى باندى ندى اوچت کړي اوفرمايى چې ماکله هم رسول الله صلی الله علیه وسلم ندى ليدلى چې دخپل ځان لپاره يى ديوچاڅخه دظلم بدل اخيستې وي اوکه په کوم ځاى کې به د الله  جل جلاله امرترپښولاندى کيده زيات به خپه کيده اوکه ددووکارونواختياربه ورکړشوهغه کاربه ئى انتخابوچې کوم کاربه ډيراسانه وه خوپدى شرط چې ناروابه نه وه،نبى کريم صلی الله علیه وسلم ښکلى،مهربان،نرم مزاج والابهادر وه ډيرزړه وروحضرت على (رض)فرمايى چې کله به مونږ دجنګ په جريان کې سترګى سري شوي دنبى  صلی الله علیه وسلم خواته اوشاته به موځان پټاوه اوهمدارنګه يوشپه په مدينه منوره کې دويرى اوډارچيغه شوه ټول خلک وويريدل يوتعداد دغږ په لورروان شواويوتعداددکورنوڅخه اوتل ګوري چې نبى کريم  صلی الله علیه وسلم دويرى اوډارله ځايه دابوطلحه په لغړاس سپوردى اوتوره يى په غاړه کې ځوړندده اوغږبه يى کاوه چې وه نه ډارشې.
دنبى کريم  صلی الله علیه وسلم کورته به چې کله څوک راغى درناوي به ورته کاوه څادربه يى ورته هواره وه اوخپل بالښت به يى ورته کيښوده که دکيناستلوڅخه به انکاروکړه ده مبارک به ورته ټينګارکاوه، له خپلوخپلوانوسره به يى دوستى ټينګوله،يوه ورځ يوه ښځه راغله پيغمبر صلی الله علیه وسلم په ورين تندى ستړى مه شى ورکړه اودحال احوال څخه يى پوښتنه وکړه کله چې ووتله نبى کريم  صلی الله علیه وسلم وويل چې خديجه (رض)ژوندى وه دازمونږ کره راتله يقيناً چې وفادارى اوژمنى ترسره کول دايمان نښه ده،همدارنګه دنجاشى پاچا لخواجرګه يزه ډله راغله پيغمبر صلی الله علیه وسلم دهغوي خدمت ته په خپله مټي راونغاړلي ملګروورته وويل چې ستاسوپه ځاى مونږ خدمت کوو،پيغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وويل چې دوي زمونږ دملګروعزت اودرناوي کړي دي دامى خوښه ده چې بدله يى ورپوره کړم.
دملګروخندا هم دده په خواکې له مسکا نه تجاوز نه کاوه، اودده دعزت درناوى تابعداري لپاره وه.
مجلس يې دعقلي  کړنلارې، ښېګڼو او دامانتونو مجلس و،له اندازې لوړى خبرې پکې هم نه کيده، دچاپت به پکې نه لوټيده،کله چې به غږېده دمجلس ټول افراد به داسې سرونه ټيټ کړل اوداسې به چبپ شول، لکه چې مرغان پرې ناست وي.
دتګ په وخت کې به يې پوره قدمونه اوچتول، دتګ نه يې داسې معلومېده چې نه ستومانه دى اونه لټ.ابو حاله ويلي دي: په څلورو شيانو کې به رسول الله صلی الله علیه وسلم  چپ وو: بردبارى ( حلم ) دځان ژغورنې او احتياط په وخت کې، دکارونو دسمون لپاره، دسوچ اوانديښنې لپاره حضرت بي بي عاېشه رضي الله عنها ويلي دي : دالله پېغمبر صلی الله علیه وسلم داسې غږېده چې اورېدونکي به دشوي خبرې دکليماتو په شمېر کې نه غلطېده.
پاکې اوخوشبويى ډېره خوښوله اوډېره به يې استعمالوله.
دډيرى لوى حوصلى خاوندوه په خپل عمريى له هيچاڅخه قصاص نه دى اخيستى اوهميشه به يى درګذرکاوه يووارى يوکس ورته راغى اوڅه يى ترى وغوښته رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وويل چې اوس خوراسره نشته پوروړي دى شوم که څه لاس ته راغلل دربه يى کړم حضرت عمر(رض)ورته وويل په هغه کار الله  جل جلاله نه يى مکلف کړي چې توان يى نه لري،داخبره په پيغمبر(ض)ښه ونه لګيدله
په داسې حال کې چې بې شمېره دنيا ورته راتلله، اوپرله پسې فتحې يې ترلاسه کولې خوددنيا يې مخ واړوه اوپه داسې حال کې وفات شوچې دخپلې کورنۍ داړتياوو دپوره کولو لپاره يې زغره ديهودي سره ګرو اوعايشه (رض)عنهادچراغ لپاره تيل له کوم ګاونډى څخه واخيستل.
عزتمندومسلمانانووروڼودادنبى کريم  صلی الله علیه وسلم داخلاقو اوکردارپه هکله يوڅولنډى کلمى اوجملى وي په رښتياچې زمونږ نبى کريم  صلی الله علیه وسلم يوسپيڅلى اوريښتونى شخص وه په ډيره کمه موده کې يى پرونى دوشمنان دنن ورځى ترټولوخواږه دوستان وګرځول اونړي ته يى دسولى اوامن پيغام هغه مهال راوړ چيرته چې  يوانسان دبل انسان دوينوتږى وه اوهمدارنګه يى دسولى اوامن غږپه نړى کې په داسى حال کې پورته کړه چيرته چې بشريت نورله ژوندنه ستومانه شوى وه همدغه دانسانيت لوى محسن دمعنويت نه خالى جسدکې نوى ساه پوه کوله هغه يى په نوى خوځښت راوړه،هماغه مهال ډيروزياتوخلکودنبى کريم صلی الله علیه وسلم داخلاقوڅخه د اغيزمن کيدو له امله ايمان راوړى وه اودهغه پيغمبرى يى منلى وه
دتاريخ په اوږدوکې داسى ډيرخلک تيرشوى چې دنبى کريم  صلی الله علیه وسلم پيغمبري نه منى خودهغه دسترتوب،سپيڅلتيااوهراړخيزشخصيت ته په درنښت  قايل دى اوپه زړه پورى خبرى يى کړيدى دنړى هروګړى دهغه دشان په پاکى اوسپيڅلتياګواهى ورکوي.
دهندوانوسترسياسى مشراولارښودمهاتماګاندي واى چې “ماغوښتل چې تل دهغه بهترين انسان په اړه وپوهيږم هغه چې دميلونونوانسانانوپه زړونوواکمن دى کله مى چې دهغه دژوندليک دوهم ټوک بنداوه نوپدى مى افسوس کاوه چې ما ددغه سترشخصيت په هکله پوره معلومات نه درلودل”
اوهمدارنګه ليکى “( چې توره نه بلکې اخلاقى لوړتيا)زه په دى خبره له حده زيات ډاډه شوم چې دژوندانه په هغه ورځوکې يواځى توره نه وه  چې داسلام لپاره يى ځاى ګټلى وو
داددحضرت محمد صلی الله علیه وسلم دژوندساده توب اوپه ځان بشپړډاډوه دخپل هدف په اړه ژمنتوب،دملګروسره وفادارى،دهغه زړورتيا،دډارنه موجوديت اوپه خپل کاراوهدف کې بشپړاطاعت اومننه وه.
هوهمدغه شيان وه اونه توره چې هرڅه به يى دهغه مخ ته راوړل اوپرټولوستونزواوخنډونويى هغه ته برى ورباښه”هوهمدغه ستراوعظيم انسان چې دانسانيت اواخلاقوټول بريدونه پرى ختم شوى وه الله  جل جلاله دلالهانده بشردلارښونى اوهدايت لپاره دوروستى پيغمبر په توګه غوره کړي وه.
که غواړى چې دکايناتوستررب راڅخه راضى وى اوددنيا دژوندنيکمرغى اوداخرت تلپاتى خوښى موپه برخه شى نوراځى ددغه عظيم اوسترانسان پيروى دخپل ژوندتګ لاره وګرځو اودانسانيت دسوکالى هغه پيغام چې ده نړى ته راوړى دى دټولوانسانانوغوږونوته ورسوو
وماعليناالى البلاغ
خوازک عبيد – جلال اباد

نظرات

مطالب مرتبط

یتیمی که مسیر تاریخ را متحول ساخت

درست زمانی که بشریت در چنگ اژدهای ظلم ، استبداد، کفر و جهالت دست و …

Discover more from سیاح‌آنلاین

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading