Home / اسلام / ماه مبارک رمضان / د شوال فضايل او بركات

د شوال فضايل او بركات

الله متعال په كايناتو كې ځينې مخلوقات پر نورو افضل او غوره ګرځولي دي, دغه راز يې ځينې ځايونه پر نورو غوره كړي دي چې په هغو كې عبادت تر نورو ځايونو ډېر ثواب لري ددې ترڅنګ يې ځينې وختونه او فرصتونه هم تر نورو غوره كړي دي چې په هغو كې عبادت تر نورو ډېر ثواب او اجر لري, په همدې اساس د روژې مياشت د ټولو مياشتو په نسبت غوره مياشت ده او عبادت پكې تر نورو ټولو مياشتو ډېر غوره والى او ثواب لري.

او په حقيقت كې دا دايمانياتو او معنوياتو د تقويې او د نفسونو د تزكيې يو بهترين فرصت او ښه موسم دى نو څومره چې يو موْمن ددې موسم او فرصت نه ښه استفاده كوي په هماغه اندازه د هغه ايمانيات او معنويات پياوړي او نفس يې تزكيه كيږي.
او په همدې اندازه بيا هغه ته د زړه اطمينان په برخه كيږي.
د روژې مياشت په حقيقت كې د معنوياتو د تقويې لپاره يو ستر او اساسي كورس دى چې د كال په دوران كې د موْمن لپاره يو ځل دازمينه په لاس ورځي نو ځكه خو كله چې موْمن ددې عظيم فرصت نه استفاده وكړي نو په خوښي كې يې بيا په اّخر كې يو ستر جشن لمانځي چې مونږ ورته اختر وايو.
د روژې په ختميدو سره د نړۍ ټول مسلمانان اختر د خپلو خاصو مراسمو او خوشحاليو سره لمانځي او ټول مسلمان يو بل ته په دې مباركه ورځ مباركي وركوي.
په حقيقت كې دا د مسلمانانو د نړيوال جشن ورځ ده په دې ورځ په خصوصي ډول د الله متعال حمد او ثنا وايي, تكبير او تهليل يې كوي او د الله جل جلاله په وړاندې د شكر سجدې پر ځاى كوي, پاكې جامې اغوندي خوشبويي او عطرونه استعمالوي او په يو ځاى كې سره راغونډيږي.
د اسلام تر مخه خلكو د جاهليت پر مهال په مدينه كې هركال دوه ورځې جشن لمانځلو رسول الله صلى الله عليه وسلم مسلمانانوته وفرمايل چې تاسې ته الله جل جلاله ددې دوه ورځو مقابل كې دوه نورې غورې ورځې دركړې چې يو كوچنى اختر ( عيدالفطر) او بل لوى اختر ( عيد الاضحى) دى.
ددې نه مونږ ته دا راڅرګنديږي چې د يو با هدفه او بارسالته امت او قوم جشن او خوښي هم بايد با هدفه وي ځكه چې د اسلامي جشن هدف هيڅكله هم دا نه وي چې اسلامي امت دې هم د نورو قومونو په شان يوازې د خوښۍ د جذبې تسكين وكړي.

د شوال فضايل او بركات
او كه صرف هدف همدا وو نو بيا د جشن لپاره د دوه نورو ورځو د بدلولو ضرورت نه وو.

د اخترونو فلسفه:
مسلمانان دواړه اخترونه د يو هدف لپاره لمانځي او هر يو خپله ځانګړې فلسفه لري كوچنى اختر ( عيد الفطر) چې د فضايلو او بركاتو مياشت رمضان المبارك په اخر كې وي ددې فلسفه داده چې د مباركې روژې د عظيم عبادت نه يو مسلمان فارغ شي او د هغې دا اداگ كولو په مقابل كې د شكر په ډول د خوښۍ او خوشحالۍ اظهار ته ضرورت لري په دې ډول چې مونږ ته الله جل جلاله په خپل فضل او كرم د روژې مباركې دا ستر فرصت او دا مباركې شيبې په نصيب كړې او بيايې د عبادت زمينه راته پكې نصيب كړه نو ځكه خو بايد د هغو په بدل كې د الله جل جلاله شكر ادا كړو.

اختر ورځې ته په يو بل عبارت د مباركي ورځ هم او د تعزيت ورځ هم ويل شوې ده د مباركې ورځ د هغه چا لپاره چې د روژې مباركه مياشت يې په عباداتو, لمونځونو او تلاوتونو تيره كړې وي او تعزيت ورځ د هغه چا لپاره ده چې ددې مباركې مياشتې نه يې هيڅ فيض او بركت نه وي تر لاسه كړى او د الله جل جلاله عبادات يې نه وي كړي او د اجر نه يې محروم پاتې شوى وي.
د اختر د اهميت په باب د يو اوږد حديث شريف په يوه برخه كې راځي چې كله مسلمانان عيد ګاه طرف ته روان شي نو الله جل جلاله خپلو ملايكو نه پوښتنه كوي چې تاسې وواياست چې هغه مزدور ته بايد څه وركړل شي چې د خپل بادار كار پوره او په ښه توګه تر سره كړي؟
ملائكې په جواب كې ووايي چې اې زمونږ معبوده! اې زمونږ باداره! داسې مزدور ته بايد پوره پوره مزدوري وركړل شي, په دې سره به الله جل جلايه وفرمايي: ملائكو! تاسې ټول په دې باندې شاهد واوسئ چې زما هغو بندګانو چې د رمضان مياشت كې يې روژې نيولې او تراويح كړې زه ورنه خوښ او راضي شوم او بښنه مې ورته وكړه بيا الله جل جلاله خپلو بندګانو ته وايي چې زما دې په خپل جلال قسم وي چې د اختر په دې اجتماع كې چې څوك د خپلې دنيا او اّخرت د جوړولو لپاره څه غواړي زه يې وركوم. په ګناهونو او نيمګړتياوو به يې پردې اچوم او د مجرمانو په وړاندې به يې هيڅكله رسوا او ذليل نكړم ددې هرڅه نه په ډېر واضح ډول معلومه شوه چې مسلمانان چې د اختر په نوم كوم جشن لمانځي او د خوښي او خوشحالۍ كوم اظهار كوي دا سراسر عبادت دى او دې هر څه ته بايد د عبادت په سترګه وكتل شي او الله جل جلاله په خپلو بندګانو داسې رحم كړى چې جشن او د خوښۍ اظهار هم ورته عبادت ګرځولى خو دا په دې شرط چې په اسلامي طريقه ترسره شي نو د اخترونو څو ورځو ته هم په خپل ځاى ډېر اهميت وركول پكار دي.

د شوال بركات او فضايل:
د روژې مياشت د مومنانو د ايمانياتو او معنوياتو د تقويې په موخه يو اساسي كورس او ستر فرصت دى. خو ددې معنى هيڅكله هم دانه ده چې يو موْمن د رمضان د بركاتو, ثوابونو او اجرونو نه استفاده وكړي او بس بلكې كه يو موْمن غواړي چې په حقيقي ډول د كال پاتې يوولس مياشتې په ايماني حالت كې پاتې شي, معنويات يې لوړ, د نفس تزكيوي حالت يې بهتر وي او په دې وسيله د قلبي اطمينان له لارې د سعادت ژوند ورپه برخه شي نو ضروري او لازمه ده چې د رمضاني ستر كورس ترڅنګ د نفس د پاكولو او معنوياتو د تقويې ځينې كوچني كورسونه هم د كال په دوران كې واخلي لكه د شوال د مياشتې شپږ ورځنى ځانګړى كورس, د ذى الحجې كورس, د عاشورې كورس او داسې نور…
خو دلته غواړم د شوال په باب لوستونكو ته څه وړاندې كړم.
د حضرت ابو ايوب الانصاري په روايت د مسلم شريف حديث دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:
چاچې د روژې مباركې مياشتې روژه ونيوله او بيا ورپسې د شوال د مياشتې شپږ ورځې هم روژه شو نو لكه ټوله زمانه يې چې روژې نيولې وي.
بل حديث شريف كې ددې تفسير بيا داسې شوى دى الله جل جلاله يوې نيكي ته د لسو نيكيو ثواب وركوي نو درمضان يوې مياشت ته د لسو مياشتو او د شوال شپږو ورځو ته د ددوو مياشتو اجر وركوي.
نو كه چاته الله د روژې مياشت او بيا ورپسې د شوال شپږ ورځې هميشه د نيولو توفيق ور په برخه كړي ټول عمر به يې روژه حساب شي.
د شوال روژې يو ځانګړى اهميت لري يعنې سره لدې چې دا نفلي عبادت دى خو كه يو موْمن غواړي چې د خپل فرضي عباداتو اثر په خپل ژوند اود معنوياتو په تقويه كې ولري نو بايد څه نفلي عبادات هم ورسره ادا كړي.
او روژه په نورو عباداتو كې يو ځانګړى مقام لري ځكه چې انسان په دې سره خپل نفس د محرماتو نه منع كوي. نفس غواړي په خاصو وختونو كې خوراك او څښاك وكړي او په روژې سره ورباندې بنديز لګيږي دغه راز نفس غواړي نور ډېر څه وكړي خو روژه يې كنترولوي. نو ځكه ددې په وسيله يو ځانګړى معنويت لاس ته راځي.
زمونږ د ټولنې يوه ستره ستونزه داده چې عبادتونو ته پوره اهميت ته وركول كيږي, او اكثره خلك يې د يو عادت په حيث تر سره كوي.
او د عبادت په خوند خو انسان هلته پوهيږي چې هغه د خپلو ټولو, ادابو, او شرايطو او په پوره حضور سره تر سره كړي او يوازې په فرضي عباداتو اكتفاء ونشي بلكې د څه نفلي عباداتو اهتمام هم وكړي نو بيا به د هغه اثر په خپل ورځني ژوند كې هم احساس كړي.
لوى خداى ته دعا كوو چې الله جل جلاله دې مونږ ته د رمضان د فرضي روژو په څير د شوال د شپږو روژو نيولو توفيق هم راپه برخه كړي دا هم بايد ووايو چې د شوال شپږ روژې د شوال مياشت كې پرلپسې ونيول شي او كه بيلابيلې ورځې, نو دواړه صورتونه يې جواز لري پدې شرط چې د شوال په مياشت كې.
———————————————————————-
دوكتور صفت الله قانت

نظرات

مطالب مرتبط

هغه درسونه چې له روژې څخه مو بايد اخيستي وي

مه پريږده چې هغه ورځ دې چې ته روژه يي دهغي ورځي سره چې ته …