هغه کړاوونه چې فرعونیان پرې مبتلا شول
د موسی علیه السلام نیک نصیحت فرعون او د هغه قوم ته کومه ګټه ونه رسوله، لا نور هم په خپل زور او زیاتي کې اوچت لاړل، د مؤمنانو په ځورولو کې یې ډیر زیاتی پیل کړ، چې د مخنیوي لپاره یې موسی علیه السلام خپل رب ته دعا وکړه او دا یې ترې وغوښتل:
اې ربه زما تا فرعون او د هغه د قوم اشرافو ته د دنیا ښکلا ورکړې، د هغوی په لوري دې ډیر مالونه ور مات کړي، ویاړلې جامې، لوړې ماڼۍ، باغونه او په خلکو برلاسي دي ور په برخه کړې، خو دوی دغه نعمتونه په کبر او کفر سره بدرګه کوي، خلک له ایمان راوړلو منع کوي، نو اې خدایه ته د دوی مالونه کم کړې، د دوی زړونه لا نور هم په کبر او عناد ټینګ وساتې، دوی ایمان راولو ته زړه نه ښه کوي ترهغې چې دردوونکی عذاب یې لیدلی نه وي.
دا د موسی دعا وه چې ورور یې هارون ورپسې آمین کوله، نو الله جل جلاله دوی دواړو ته وویل: بیشکه ستاسو دعا قبوله شوه، د حق په نیغه لار لاړ شۍ، او د هغه خلکو د کږې لارې مخ وګرځوﺉ چې د حق په ریښتینولۍ نه پوهیږي.
(وَقَالَ مُوسَىٰ رَبَّنَا إِنَّكَ آتَيْتَ فِرْعَوْنَ وَمَلَأَهُ زِينَةً وَأَمْوَالًا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا رَبَّنَا لِيُضِلُّوا عَن سَبِيلِكَ ۖ رَبَّنَا اطْمِسْ عَلَىٰ أَمْوَالِهِمْ وَاشْدُدْ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ فَلَا يُؤْمِنُوا حَتَّىٰ يَرَوُا الْعَذَابَ الْأَلِيمَ، قَالَ قَدْ أُجِيبَت دَّعْوَتُكُمَا فَاسْتَقِيمَا وَلَا تَتَّبِعَانِّ سَبِيلَ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ) یونس ۸۸، ۸۹.
او وویل موسی (په زاریو سره خپل رب ته) اې ربه زمونږ بیشکه تا ورکړی دي فرعون او سردارانو د ده ته زینت (ښکلا) او مالونه د دنیا په ژوند کې، اې ربه زمونږ (ورکړي د دي دوی ته دغه مالونه) ترڅو ګمراه شي دوی له لارې حقې ستا څخه، نو اې ربه زموږ هلاکت راوله په مالونو د دوی او سختي راوله په زړونو د دوی، دوی ایمان نه راوړي ترهغې چې دردوونکی عذاب یې نه وي لیدلی.
الله جل جلاله د موسی علیه السلام دعا منظوره کړه، فرعون او قوم یې په وچکالۍ، قحطۍ او د میوو دانو په کموالي سره مجازات کړل ترڅو په خپل ضعف او کمزورۍ و پوهیږي، د فرعون خدایي او پاچایي د الله جل جلاله د زور او قوت په وړاندې ورته څرګند شي، له دې نه به دوی پند واخلي او د موسی دعوت به ومني، خو د هغوی طبیعت نصیحت منل نشوی زغملی، له خپل کړیدلي حالت څخه یې هیڅ پند وا نه خیستلو، کله به چې پراخي پرې راغله نو ویل به یې موږ د دې وړتیا لرو ځکه موږ خو تر نورو خلکو لوړ یو زموږ امتیاز ډیر دی، او کله به چې په قحطۍ کې را ګیر شول نو دا به یې د موسی او د هغه د ملګرو برخه بلله او په هغوی به یې بدفالي نیوله، دا غافل قوم پردې نه پوهیده چې دا خیر او شر پراخي او تنګلاسي چې دوی ورسره لاس او ګریوان دي دا د الله جل جلاله له لوري اندازه کیږي، د بل چا له وسه نه ده پوره چې پرته د الله له ارادې دې آن خپل ځان ته خیر ولټوي نور خلک خو پرځای پریږده.
(وَلَقَدْ أَخَذْنَا آلَ فِرْعَوْنَ بِالسِّنِينَ وَنَقْصٍ مِّنَ الثَّمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ، فَإِذَا جَاءَتْهُمُ الْحَسَنَةُ قَالُوا لَنَا هَٰذِهِ ۖ وَإِن تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ يَطَّيَّرُوا بِمُوسَىٰ وَمَن مَّعَهُ ۗ أَلَا إِنَّمَا طَائِرُهُمْ عِندَ اللَّهِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ) الاعراف ۱۳۰، ۱۳۱.
بیشکه موږ نیولی وو قوم د فرعون د قحطۍ په کالونو او د میوو په کمۍ سره، لپاره د دې چې پند واخلي دوی، نو کله به چې دوی ته پراخي راغله نو ویل به یې موږ لره ده همدا (پراخي) او که وبه رسیده دوی ته قحطي نو بدفالي به یې نیوله په موسی او د هغه په ملګرو، واورﺉ چې سبب د بدفالۍ د دوی د الله سره دی خو د دوی ډیری نه پوهیږي.
د فرعون او د هغه د قوم طبیعت په بدۍ او بدمرغۍ کې ایشیده، د موسی د رسالت ښکاره دلایل یې هیڅکله هم نشوی منلی، په خپل ضلالت کې نور پسې لاهو شول، الله جل جلاله رنګارنګ نور کړاوونه پرې نازل کړل، طوفان یې پرې راوستلو ترڅو فصلونه او شنه ځایونه یې له ځانه سره یوسي، ملخان یې پرې مسلط کړل ترڅو پاتې فصلونه د هغوی خوراک شي، سپږۍ یې پکې پیدا کړې، چې دا یو نوع حشره ده چې میوې فاسدوي، انسان او حیوان دواړو ته پوره تاوان رسوي، چنګښان یې پکې زیات کړل، په هرځای کې خواره واره لیدل کیدل، چې دا خپله ژوند له ګواښ سره مخ کولی شي او د محیط پاکوالي ته زیان رسوي، همدا شان الله جل جلاله په یو داسې رنځ سره مبتلا کړل چې تل به یې له پوزو او خولو څخه وینې روانې وې په دې سره د دوی اوبه میکروبي شوې او جسمونه یې ضعیف شول، هره ستونزه او عذاب به چې پرې راغۍ نو موسی ته به یې ویل که چېرې الله زموږ څخه دا ستونزه او عذاب پورته کړي نو موږ به ستا په رب ایمان راوړو او بني اسراییل به ستا سره ولیږو، خو کله به چې تر یوې نیټې پورې عذاب ترې لرې شو سم د واره به یې کړي وعده ماته کړه، الله جل جلاله د دوی په هکله وايي:
(وَقَالُوا مَهْمَا تَأْتِنَا بِهِ مِنْ آيَةٍ لِّتَسْحَرَنَا بِهَا فَمَا نَحْنُ لَكَ بِمُؤْمِنِينَ، فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمُ الطُّوفَانَ وَالْجَرَادَ وَالْقُمَّلَ وَالضَّفَادِعَ وَالدَّمَ آيَاتٍ مُّفَصَّلَاتٍ فَاسْتَكْبَرُوا وَكَانُوا قَوْمًا مُّجْرِمِينَ، وَلَمَّا وَقَعَ عَلَيْهِمُ الرِّجْزُ قَالُوا يَا مُوسَى ادْعُ لَنَا رَبَّكَ بِمَا عَهِدَ عِندَكَ ۖ لَئِن كَشَفْتَ عَنَّا الرِّجْزَ لَنُؤْمِنَنَّ لَكَ وَلَنُرْسِلَنَّ مَعَكَ بَنِي إِسْرَائِيلَ، فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُمُ الرِّجْزَ إِلَىٰ أَجَلٍ هُم بَالِغُوهُ إِذَا هُمْ يَنكُثُونَ) الاعراف ۱۳۲، ۱۳۵.
او وویل دوی (موسی ته) هرڅه چې راوړې له دلیل (او معجزې ځینې موږ ته) ترڅو په هغه سره پرموږ جادو وکړې، نه یو موږ ایمان راوړونکي پرتا باندې، نو ولیږل موږ پردوی باندې طوفان، ملخان، سپږې، چنګښې او وینې، دلایل ښکاره بیل بیل، نو تکبر وکړ دوی او وو دوی قوم ګنهکاران، او کله به چې عذاب پرې نازل شو ویل به دوی (فرعونیانو) اې موسی دعا وکړه زموږ لپاره د رب خپل څخه په هغه څه چې وعده یې کړه وه له تا سره، که چېرې لرې کړ تا له موږ څخه دغه عذاب نو خامخا ایمان به راوړو پرتا او وبه لیږو له تا سره بني اسراییل (ترڅو بیرته یې خپل وطن ته بوزې)، نو کله چې به لرې کړ موږ له دوی څخه دغه عذاب تر یوه وخته، نا څاپه به دوی خپله وعده ماتوله.
د بني اسراییلو وتل او د فرعون او د هغه د لښکر هلاکېدل
خدایي حکم موسی ته را ورسید ترڅو له مصر څخه بهر شي، نو د خپل قوم (بني اسراییلو) سره یې یو ځای د شپې مهال په پټه مصر د فلسطین په موخه پریښود.
فرعون له دې پیښې خبر شو سم د واره یې خپل ملګري په کلیو او بانډو کې خواره کړل ترڅو خلک په زور د لوی لښکر لپاره تیار کړي او د بني اسراییلو په وړاندې خنډ شي ترڅو فلسطین ته ونه رسیږي ، فرعون نه غوښتل چې په خلکو کې ویره خوره کړي نو ځکه یې په مصر کې اعلان وکړ چې دا تښتیدونکې یوه وړه ډلګۍ ده چې له شر څخه یې له سره ډاریږي نه، بلکې دوی په دې تیښتې سره یوازې زموږ قهر او غوصه را پارولي، موږ یې د دې لپاره وخشمولو ترڅو مالونه یې ترې واخلو ښځې یې وینځې ونیسو، موږ خو مخکې هم د دوی کړه وړه تل پوره څارل.
فرعون د خپل لښکر سره یو ځای د موسی او بني اسراییلو په څار پسې را بهر شو، ترشا یې ټول خوندونه او مزې پریښودې، باغونه خزانې، سپین او سره، مقام او احترام، لوړې ماڼۍ، خو دا ډیر نعمتونه یې د یو څه وخت لپاره نه بلکې د تل لپاره له لاسه ووتل، دوی به هیڅکله هم خپل د خوند ټاټوبي ته را ونه ګرځي، خو بني اسراییلو بیا ورته نعمتونه په فلسطین کې په میراث یوړل.
بني اسراییل د سرې بحیرې ساحل ته ورسیدل چې د سویس په خلیج کې پرته ده، د لمر ختو سره سم د فرعون لښکر را ګیر کړل، په خپل هلاک ټول باوري شول، ډار او ویره یې په نفسونو را خوره شوه، موسی ته یې وویل: د فرعون لښکر را ورسید موږ هم دومره بې توانه یو څه به کوو؟ د ډانګ او پړانګ ترمنځ ونیښتو، مخیته مو لوی بحر پروت دی موسی ورته وویل: مه ډاریږﺉ زما رب زما سره دی نیږدې ده چې د نجات لاره راته جوته کړي، په همدې وخت کې الله جل جلاله موسی ته وحی وکړه ترڅو په خپله امسا سره بحر ووهي، همداسې یې وکړل، ګوري چې بحر سره جلا شو، دولس وچې لارې وګرځیده، چې د بني اسراییلو اسباط هم دوولس وو، تر منځ یې اوبه لکه د لوړ غره په شان اوچتې ودریدې، بني اسراییل په پرانستو لارو په بحر کې روان شول، په همدې وخت کې فرعون تر بحره را ورسید، هغه لارې یې ترسترګو شوې چې بني اسراییل پرې ولاړل، د لښکر سره یو ځای په بحري لارو کې ورپسې شو، اوبو پرې را نسکورې شوې فرعون یې د لښکر سره یوځای تر خپله تله ورسولو او ټول یې په خپله ګیډې کې ډوب کړل، موسی او ورسره بني اسراییل یې په نجات تر بحر بل خوا تیر کړل.
قرآن د فرعون هلاک په ډیرو آیتونو کې توصیف کړی، چې ټول د زیاتو پندونو او عبرتونو څخه ډک دي، د بیان او فصاحت غښتلي اسالیب پکې له ورایه ښکاري، کله دا د هلاک انځور په لنډو آیتو کې خو د کلکو او غښتلیو معنا ګانو سره څرګند شوی چې په چټکۍ سره یې فکر را نغاړي، خو کله بیا د ژور فکر او ډیر تأمل لپاره اوږدو آیتونو دا د عبرتونو کیسه را اخیستې ترڅو هر اړخیزې معناګانې یې ترلاسه شي.
ځینې آیتونه په نچوړ او خلاصه سره پرته له اوږدې شرحې تا له پیښې څخه خبروي، خو د یو بل نه په توپیر سره یې نوعیت او بیان توپیر مومي، چې موسیقي زړه راښکون پکې له ورایه څرګندیږي او د شعر سره ورته والی پیدا کوي او دا خو ښکاره ده چې شعر نه دی، دا آیتونه تلاوت کړﺉ:
(وَأَوْحَيْنَا إِلَىٰ مُوسَىٰ أَنْ أَسْرِ بِعِبَادِي إِنَّكُم مُّتَّبَعُونَ، فَأَرْسَلَ فِرْعَوْنُ فِي الْمَدَائِنِ حَاشِرِينَ، إِنَّ هَٰؤُلَاءِ لَشِرْذِمَةٌ قَلِيلُونَ، وَإِنَّهُمْ لَنَا لَغَائِظُونَ، وَإِنَّا لَجَمِيعٌ حَاذِرُونَ، فَأَخْرَجْنَاهُم مِّن جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ، وَكُنُوزٍ وَمَقَامٍ كَرِيمٍ ، كَذَٰلِكَ وَأَوْرَثْنَاهَا بَنِي إِسْرَائِيلَ، فَأَتْبَعُوهُم مُّشْرِقِينَ، فَلَمَّا تَرَاءَى الْجَمْعَانِ قَالَ أَصْحَابُ مُوسَىٰ إِنَّا لَمُدْرَكُونَ، قَالَ كَلَّا ۖ إِنَّ مَعِيَ رَبِّي سَيَهْدِينِ، فَأَوْحَيْنَا إِلَىٰ مُوسَىٰ أَنِ اضْرِب بِّعَصَاكَ الْبَحْرَ ۖ فَانفَلَقَ فَكَانَ كُلُّ فِرْقٍ كَالطَّوْدِ الْعَظِيمِ ، وَأَزْلَفْنَا ثَمَّ الْآخَرِينَ ، وَأَنجَيْنَا مُوسَىٰ وَمَن مَّعَهُ أَجْمَعِينَ، ثُمَّ أَغْرَقْنَا الْآخَرِينَ، إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً ۖ وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ) الشعراء ۵۲، ۶۷.
او وحی وکړه موږ موسی ته داسې چې د شپې مهال ولیږدوه زما بندګان (بني اسراییل) پرته له شکه چې تاسې څارونکي یۍ (فرعون او د هغه لښکر به در پسې شي)، نو خواره کړل فرعون (خپل ملګري) په ښارونو کې را ټولوونکي (د لښکر ترڅو بني اسراییل تعقیب کړي)(وویل فرعون) بیشکه دغه (تښتیدونکې) یوه ډله ده ډیره وړه، او بیشکه دوی زموږ قهر را پارولی دی (موږ یې خسته کړي یو)، او بیشکه موږ ټول په خطره کې یو، پس ومو ایستل (فرعونیان) له (خپلو) باغونو او چینو، او (لرې مو کړل) له خزانو او ښو ځایو، همداسې؛ مو په میراث ورکړل دغه (یاد شوي شیان) بنی اسراییلو ته (په فلسطین کې)، ورپسې شول (فرعونیان او ورته ورسیدل) په لمرختو کې، کله یې چې سره ولیدل دواړو لښکرو نو وویل ملګرو د موسی بیشکه موږ موندل شوي یو(محاصره یو د فرعونیانو له خوا)، وویل (موسی) داسې نه ده، بیشکه زما سره رب زما دی زر ده چې وښیي ماته (لاره د نجات)، نو وحی وکړه موږ موسی ته چې ووهه په خپله امسا سره بحر؛ پس سره جلا شو (بحر دولس ټوټې) نو شوه هره ټوټه (د اوبو) لکه اوچت لوړ غر، او بیا مو را نیږدې کړل دغه ځای ته هغه نور (فرعونیان)، او نجات ورکړ موږ موسی او ټولو هغو کسانو ته چې له ده سره وو، بیا مو غرق کړل هغه نور (فرعونیان)، بیشکه په په دې (ډوبیدا کې) لوی دلیل دی (د پند او زموږ د قدرت) او نه وو ډیری د دوی مؤمنان.
بل ځای قرآن د فرعون د قوم دردوونکی حالت انځوروي او را ښیي چې څنګه فرعون د نعمتونو څخه تر هلاکه ورسید.
(فَأَسْرِ بِعِبَادِي لَيْلًا إِنَّكُم مُّتَّبَعُونَ، وَاتْرُكِ الْبَحْرَ رَهْوًا ۖ إِنَّهُمْ جُندٌ مُّغْرَقُونَ، كَمْ تَرَكُوا مِن جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ، وَزُرُوعٍ وَمَقَامٍ كَرِيمٍ، وَنَعْمَةٍ كَانُوا فِيهَا فَاكِهِينَ ، كَذَٰلِكَ ۖ وَأَوْرَثْنَاهَا قَوْمًا آخَرِينَ، فَمَا بَكَتْ عَلَيْهِمُ السَّمَاءُ وَالْأَرْضُ وَمَا كَانُوا مُنظَرِينَ ، وَلَقَدْ نَجَّيْنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ مِنَ الْعَذَابِ الْمُهِينِ، مِن فِرْعَوْنَ ۚ إِنَّهُ كَانَ عَالِيًا مِّنَ الْمُسْرِفِينَ) الدخان ۲۳، ۳۱.
پس بوځه زما بنده ګان د شپې مهال بیشکه په تاسې پسې شته دي (فرعونیان)، او پریږده بحر ولاړ، بیشکه دوی لښکر دی ډوبیدونکی، څومره ډیر پریښودل دوی له باغونو او چینو، او له فصلونو او هستوګنځایونو ښکلیو، او له نعمتونو کوم چې دوی پکې وو هوسا خوشحاله، همداسې (موږ دروغجن هلاکوو) او په میراث مو ورکړل (دغه شیان) قوم بل ته (چې بني اسراییل دي)، پس ونه ژړل په (هلاک) د دوی آسمانونو او ځمکې، او نه وو داسې چې مهلت ورکړل شوی وي، او بیشکه چې نجات مو ورکړ بني اسراییلو ته له سپکوونکي عذابه، له فرعون ځینې بیشکه چې هغه وو سرکښه متکبر له مسرفینو څخه.
همدا شان قرآن کریم د بني اسراییلو په برخه شوې ښکلې پایلې راته بیانوي کوم چې د دوی د زغم او صبر په نتیجه کې ورته په برخه شوې وې.
(وَأَوْرَثْنَا الْقَوْمَ الَّذِينَ كَانُوا يُسْتَضْعَفُونَ مَشَارِقَ الْأَرْضِ وَمَغَارِبَهَا الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا ۖ وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ الْحُسْنَىٰ عَلَىٰ بَنِي إِسْرَائِيلَ بِمَا صَبَرُوا ۖ وَدَمَّرْنَا مَا كَانَ يَصْنَعُ فِرْعَوْنُ وَقَوْمُهُ وَمَا كَانُوا يَعْرِشُونَ ) الاعراف ۱۳۷
او وارث وګرځولو موږ هغه قوم چې کمزوری ګڼل کیده (بني اسراییل) د ختیځ لوري او لودیځ لوري ځمکو کوم چې برکت اچولی ووموږ په هغو کې، او پوره شوه نیکه وعده د رب ستا پر بني اسراییلو په سبب د صبر کولو د دوی، او له منځه یوړې موږ هغه (کلکې ودانۍ) چې فرعون او د هغه قوم به جوړولې او وو دوی چې لوړولې به یې.
همدارنګه قرآن موږ ته د فرعون د ډوبیدو حالت بیانوي او دا چې ړنګ جسد یې لا تر اوسه پاتې دی:
(وَجَاوَزْنَا بِبَنِي إِسْرَائِيلَ الْبَحْرَ فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ وَجُنُودُهُ بَغْيًا وَعَدْوًا ۖ حَتَّىٰ إِذَا أَدْرَكَهُ الْغَرَقُ قَالَ آمَنتُ أَنَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا الَّذِي آمَنَتْ بِهِ بَنُو إِسْرَائِيلَ وَأَنَا مِنَ الْمُسْلِمِينَ، آلْآنَ وَقَدْ عَصَيْتَ قَبْلُ وَكُنتَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ، فَالْيَوْمَ نُنَجِّيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ آيَةً ۚ وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ عَنْ آيَاتِنَا لَغَافِلُونَ) یونس ۹۰، ۹۲.
او تیر کړل موږ بني اسراییل له بحر څخه په داسې حال کې چې ورپسې ورسیده فرعون او د هغه لښکر په ظلم او دښمنۍ سره، تردې چې ډوبیدل ورته ښکاره شول نو وویل (فرعون) ایمان راوړ ما په دې چې نشته هیڅ لایق د عبادت مګر یوازې هغه ذات دی چې ایمان راوړی دی پر هغه بني اسراییلو او زه له مسلمانانو ځینې یم، (وویل الله د فرعون په ځواب کې) آیا اوس (دې ایمان ته غاړه کیښوده) په داسې حال کې چې نافرماني دې کوله پخوا او وې ته له فساد کوونکو ځینې، نن ورځ به نجات درکړو تاته (یوازې) په جسد ستا (له بحر څخه به یې را وباسو) ترڅو چې شې ته دلیل عبرت لپاره د هغو کسانو چې ستا نه وروسته دي، او بیشکه چې ډیری خلک زموږ له دلایلو څخه غافلان دي.
په دې قول د متعال خدای کې یو څه فکر وکړه چې وايي (فَالْيَوْمَ نُنَجِّيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ آيَةً) ، نن ورځ به نجات درکړو تا ته اې فرعونه یوازې ستا په جسد سره ترڅو چې شې ته دلیل عبرت لپاره د هغو کسانو چې ستا نه وروسته دي، پرته له شکه چې دا آیت د قرآن یوه علمي معجزه ده، دا په ښکاره یو ریښتینۍ دلیل دی او شاهدي ورکوي چې قرآن الهي وحی ده او محمد صلی الله علیه وسلم ریښتینۍ نبي دی.
په آیت کې دېته اشاره ده چې د فرعون جسد به پاتې کېږي ترڅو تر ده وروسته خلک یې وګوري او له ځانو سره ووایي چې دا د هغه کس جسد دی کوم چې ځان یې خدای پیژندلی وو، او بیا له دې څخه پند واخلي.
غواړو په دې هکله یوه څیړنه وکړو: په تورات کې راغلي چې د مصر فرعون کوم چې په بني اسراییلو یې ظلم کولو، هغوی یې په دوو ښارونو کې استخدام کړي وو (فیتوم او رعمسیس) چې په وروستیو کیندنو کې د دغه دواړو ښارونو آثار څرګند شوي، کوم چې دوهم رعمسیس ودان کړي وو.
تردې وروسته تورات وایي چې (د مصر پاچا مړ شو) او دا هغه وخت وو چې موسی مدین ته وتښتیده او تردې دمه د خپل رب له لوري په رسالت سره هم نه وو مبعوث شوی.
منفتاح د دوهم رعمسیس زوی وروسته د خپل پلار له مرګه د چارو واګې په لاس کې واخیسته، نو له دې څخه څرګندیږي چې همدا منفتاح د دوهم رعمسیس زوی هغه فرعون دی چې الله جل جلاله موسی ورته رالیږلی وو ترڅو بني اسراییل له مصر څخه ترې وباسي او همدا فرعون دی چې موسی یې تر بحر پورې تعقیب کړ او وروسته له دې چې موسی له خپل ملګرو سره له بحره تیر شو فرعون له خپل لښکر سره یو ځای په بحر کې ډوب شول او جسد یې لا تراوسه پاتې دی چې قرآن هم همدې ته اشاره کوي او د قرآن دا بیان په۱۹۰۰کال کې وروسته له دیارلسو پړیو څخه ریښتینۍ ثابت شو، ځکه چې د فرعون جسد په اقصر کې د (دوهم امنحتب) د قبر په کیندنو کې را برسیره شو چې اوس هم د مصر په موزیم کې موجود دی، د یادولو وړ ده چې د فرعون د قبر له آثارو داسې ښکاره شوي چې دا قبر د پاچاهانو د قبرونو په څیر نه وو کوم چې په ځانګړې توګه جوړیږي، بلکې غیر مرتب ځای وو چې له همدې څخه جوتیږي چې فرعون په ناڅاپې توګه له مرګ سره مخ شوی نو ځکه ورته ځانګړی قبر نه دی سمبال شوی.
د فرعونیانو برخلیک په آخرت کې
دا په دنیا کې د فرعونیانو عاقبت وو چې په سمندر لاهو شول، قرآن د دوی د آخرت بد برخلیک هم بیان کړی او د هغه عذابونو یادونه یې کړې چې د دوی لپاره تیار شوي، ځکه په دې کې د مؤمنانو لپاره لوی وعظ او پند پروت دی.
الله جل جلاله وايي: (وَحَاقَ بِآلِ فِرْعَوْنَ سُوءُ الْعَذَابِ، النَّارُ يُعْرَضُونَ عَلَيْهَا غُدُوًّا وَعَشِيًّا ۖ وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ أَدْخِلُوا آلَ فِرْعَوْنَ أَشَدَّ الْعَذَابِ) غافر ۴۵، ۴۶.
او را چاپیر شو په آل د فرعون بد عذاب، اور ورته وړاندې کیږي هر سبا او بیګا، او په هغه ورځ چې قایم شي قیامت (نو وبه ویل شي) ننباسۍ آل د فرعون سخترین عذاب ته.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ–
ليكنه: دوكتور عبدالفتاح عفيف طباره
ژباړه: خليل الرحمن حنيف