د ۲۰۱۵ كال د لېسانس، ماسټرۍ او دوكتورا په سويه د تركيې تحصيلي بورسونه

برای مطالعه این مطلب به زبان فارسی اینجا را کلیک کنید.

د ۲۰۱۵ كال د لېسانس، ماسټرۍ او دوكتورا په سويه د تركيې د تحصيلي بورسونو لپاره د نوم ليكنې آنلاين بهير پيل شوه. ټاكل شوې ده چې د نوم ليكنې بهير به د مارچ د مياشتې تر ۳۱ نېټې پورې يعنې لږ تر لږه يوه مياشت دوام وكړي.

د تركيې د بورسونو لپاره د نوم ليكنې شرايط

 ۱- د لېسانس د پروګرامونو لپاره د نوم ليكونكو د زېږېدو نېټه بايد د ۰۱-۰۱-۱۹۹۴ ښكته نه وي. يعنى د نوم ليكنې پرمهال د نوماند عمر بايد تر ۲۱ كلونو پورته نه وي. سربېره پر دې د لېسې د دورې د درې كلنو نمرو اوسط يې لږ تر لږه تر ۷۵ سلنې لوړ وي.

۲- د ماسټرۍ د پروګرامونو لپاره د نوم ليكونكي د زېږېدو نېټه بايد ۰۱-۰۱-۱۹۸۵ ښكته نه وي. يعنى د نوم ليكنې پرمهال د نوماند عمر بايد تر ۳۰ كلونو پورته نه وي. سربېره پر دې د لېسانس د دورې ډيپلوم بايد هم ولري.

۳ – د دوكتورا د پروګرامونو لپاره د نوم ليكونكي د زېږېدو نېټه بايد ۰۱-۰۱-۱۹۸۰ ښكته نه وي. يعنى د نوم ليكنې پرمهال د نوماند عمر بايد تر ۳۵ كلونو پورته نه وي. سربېره پر دې د ماسټرۍ د دورې ډيپلوم بايد هم ولري.

۴- داسې روغتيايي ستونزې و نه لري چې د نوماند د تحصيل مخنيوى وكړي.

د تركيې د تحصيلي بورسونو رسمي اكاډيميكه ژبه تركي ده. په تركيه كې هغه پوهنتونونه چې رسمي ژبه يې انګليسي يا بله ژبه وي د پورتينو اسنادو سربېره د TOEFL يا IELTS په څېر د نړيوالو آزموينو نمرې هم غواړي. پدې اړه جزييات د اړوند پوهنتون د وېبپاڼې نه ترلاسه كولاى شئ.

هغو نوماندو ته لومړيتوب وركول كيږي چې د افغانستان په كانكور كې يې ګډون كړى وي او نسبتاً لومړې نمرې يې اخيستې وي.

نوم ليكنه يواځې د انټرنېټ له لارې ترسره كيږي.

كه څه هم تر اوسه پورې د نوم ليكنې اصلي بهير نه دى پيل شوى خو په تركيه كې د بورسونو د ادارې د چارواكو په وينا د نوم ليكنې بهير به په راتلونكې اونۍ كې پيل شي.

د يادولو وړ ده چې د تركيې د بورسونو په اړه به د تركيې غږ راډيو د هر اړخيزو معلوماتو د خپرولو لړۍ پيل كړي. د بورسونو د دقيقې نېټې د اعلان په صورت كې به مينه والو ته خبر وركړل شي.

هغه كسان چې غواړي د تركيې په بورسونو كې ګډون وكړي سر له همدا اوسه دې خپل اسناد پوره او سكن كړي او د نوم ليكنې نېټې ته دې انتظار وباسي.

د تركيې د تحصيلي بورسونو امكانات

د تركيې د تحصيلي بورسونو ټول امكانات وړيا دي. ددې ترڅنګ لاندې خدمات هم په وړيا توګه وړاندې كيږي.

۱- محصلينو ته مياشتنى معاش

د لېسانس د پروګرامونو لپاره هره مياشت لږ تر لږه ۶۰۰ تركي لېرې وركول كيږي چې شاوخوا ۲۹۰ ډالره كيږي.
د ماسټرۍ د پروګرام لپاره هره مياشت لږ تر لږه ۸۵۰ تركي لېرې وركول كيږي چې شاوخوا ۴۰۰ ډالره كيږي.
د ماسټرۍ د پروګرام لپاره هره مياشت لږ تر لږه ۱۲۰۰ تركي لېرې وركول كيږي چې شاوخوا ۵۵۰ ډالره كيږي.
د علمي څېړنو د پروګرام لپاره هره مياشت لږ تر لږه ۲۰۰۰ تركي لېرې وركول كيږي چې شاوخوا ۹۰۰ ډالره كيږي.

۲- استوګنه

په تركيه كې بورس لرونكي بهرني زده كوونكي په دولتي ليليو كې په وړيا توګه استوګنه كولاى شي. ددې ترڅنګ بهرني زده كوونكي كولاى شي چې په خپل مصرف كورونه هم ونيسي.

۳ – د پوهنتونونو فيس

د تركيې د تحصيلي بورسونو ګټونكي د پوهنتونونو د فيسونو نه معاف دي.

۴ – وړيا روغتيايي خدمات

د تركيې د تحصيلي بورسونو ګټونكي كولاى شي چې د تركيې په هر روغتون كې په وړيا توګه د خپل ځان هر ډول درملنه وكړي. ګټونكي د وړيا روغتيايي بيمې مستحق كيږي.

۵ – د تركي ژبې زده كړه

د تركيې د تحصيلي بورسونو ګټونكو ته په لومړي كال د تركي ژبې وړيا زده كړې وركول كيږي. دا زده كړې يو تحصيلي كال “ ۹ مياشتې“ دوام كوي. پدې موده كې د بورس د ټولو اسانتياو نه برخمن كيدى شي.

۶ – د تګ – راتګ او ترانسپورټ لګښتونه

د تركيې د تحصيلي بورسونو ګټونكو ته د تګ راتګ لپاره د الوتكې ټكټ وركول كيږي. د يادولو وړ ده چې دا ټكټ، تركيې ته د لومړي ځل لپاره د راتګ او د زده كړو په پاى كې هېواد ته د بېرته د ستنېدو پر مهال وركول كيږي. د زده كړو پرمهال په رخصتيو كې هېواد ته د تګ راتګ لپاره د الوتكې ټكټ نه وركول كيږي.

۷ – ښاري ترانسپورټ

د تركيې په بېلابېلو ښارونو كې د اړوندو ښارواليو لخوا د ښاري ترانسپورټ په برخه كې زده كوونكو ته تخفيف وركول كيږي. ددې تخفيف نه بهرني زده كوونكي هم ګټه پورته كولاى شي. حتى په ځينو ښارونو كې د بهرنيو زده كوونكو لپاره ښاري ترانسپورټ وړيا دى.

د تركيې تحصيلي بوسونو ته د برياليتوب پروسه

د تركيې تحصيلي بورسونو ته د نوماندو زده كوونكو د برياليتوب پروسه دوه مهم پړاوونه لري.

۱ – د نوم ليكنې د شرايطو د پر ځاى كولو او د نوماند د اسنادو د ارزوونې پړاو
۲ – د مصاحبې ( انټرويو) د ترسره كولو پړاو

۱ – د نوم ليكنې د شرايطو د پر ځاى كولو او د نوماند د اسنادو د ارزوونې پړاو

د تركيې د تحصيلي بورسونو لپاره د نوم ليكنې پروسه د انټرنېټ له لارې په آنلاين ډول ترسره كيږي. د نوماندو زده كوونكو د ارزوونې ټوله پروسه په تركيه كې د يوې خپلواكې ادارې لخوا عملي كيږي.

د يادولو وړ ده چې بورسونو ته د برياليتوب په موخه په افغانستان كې هېڅ ډول آزموينه نه اخيستل كيږي. بورسونو ته د ټاكل كېدو اصلي شرط، د لېسانس د پروګرام لپاره د لېسې د درې كلنو نمرو اوسط، د ماسټرۍ د پروګرام لپاره د لېسانس ډيپلوم او ترانسكرېپټ او د دكتورا د پروګرام لپاره د ماسټرۍ ډپيلوم او ترانسكرېپټ دى.

ددې ترڅنګ د اسنادو د ارزوونې پرمهال د هغو نوماندو د ټاكل كېدو چانس ډېر دى چې د كانكور په آزموينه كې ګډون كړى وي او نسبتاً لومړې نمرې يې اخيستې وي. دا لاندې اسناد كه څه هم جبري نه دي خو د نوماند په ټاكل كېدو په بهير كې مرسته كوي.

– د كانكور د آزمونې نمرې
– د معتبرو كورسونو نه د فراغت ډپيلومونه
– د TOEFL او IELTS په څېر د نړيوالو آزموينو نمرې
– په ښوونيز او اكاډيميك ډګر كې هغه اسناد چې له مخې يې د نوماند د برياليتوب او هلو ځلو چارې څرګندې شي.
– د لېسانس د پروګرام لپاره بايد د لېسې د درې كلنو نمرو اوسط لږ تر لږه تر ۷۰ سلنې پورته وي.
– د ماسټرۍ او دوكتورا د پروګرامونو لپاره بايد د لېسانس د دورې د ترانسكرېپټ د نمرو اوسط لږ تر لږه تر ۷۵ سلنې پورته وي.
– د طب د پوهنځي لپاره د نوماندو د لېسې د درې كلونو نمرو اوسط لږ تر لږه تر ۹۰ سلنې پورته وي.

۲ – د مصاحبې ( انټرويو) د ترسره كولو پړاو

د تركيې د تحصيلي بورسونو لپاره د انټرنېټ له لارې د نوماندو آنلاين مراجعت په انقره كې د يوې خپلواكې ادارې د مسلكي ټيم لخوا ارزول كيږي. ددې ارزونې په پايله كې هغه نوماند چې د آنلاين مراجعت فورم يې په دقيق ډول ډك كړى وي او ټول اسناد يې آپلوډ كړي وي ددې ټيم لخوا په كابل كې د تركيې سفارت ته د مصاحبې ( انټر ويو) لپاره را غوښتل كيږي. د مصاحبې لپاره ټاكل شوو نوماندانو ته د نوموړو د برېښناليك له لارې خبر وركول كيږي.

د مصاحبې يا انټرويو پرمهال د تركيې د بورسونو د خپلواكې ادارې مسلكي غړي د يو ژباړونكي په واسطه د نوماندو سره خبرې اترې كوي. ددې خبرو اترو په پايه كې د تركيې د تحصيلي بورسونو نهايي ګټونكي اعلانيږي او د يوې مياشتې په موده كې تركيې ته د زده كړې لپاره راغوښتل كيږي. د بورسونو لپاره د آنلاين نوم ليكنې نه پېل د نهايي ګټونكو د نومونو د اعلان پورې اړوند بهير په اوسط ډول شاوخوا څلور مياشتې وخت نيسي.

برای جزئیات بیشتر به صفحه فیس بوک زیر مراجعه کنید.

https://www.facebook.com/SayahOnline

 

برای ثبت نام به وبسایت زیر مراجعه کنید!

www.sayahonline.com/turkish-scholarships-application-form.html


Applications for Türkiye Scholarships undergraduate, master and PhD programmes will start in February 2015

Deadline will be announced later on our website. Application term usually last approximately 30 days.

www.turkiyeburslari.gov.tr

https://twitter.com/TurkiyeBurslari

https://www.facebook.com/turkiyeburslari

Türkiye Scholarships Team.


Türkiye Bursları ۲۰۱۵ Başvuruları Başlıyor.

Türkiye Bursları Lisans ve Lisansüstü başvuruları Şubat 2015’te başlayacaktır.

Son başvuru tarihi daha sonra açıklanacaktır. Başvuruların yaklaşık 1 ay sürmesi planlanmaktadır.

www.turkiyeburslari.gov.tr

https://twitter.com/TurkiyeBurslari

https://www.facebook.com/turkiyeburslari

نظرات

مطالب مرتبط

۱۵ نکته و راهکار عملی برای اخذ ویزای تحصیلی کانادا

ویزای تحصیلی کانادا معمولا به پنج دلیل اصلی توسط افسران اداره مهاجرت کانادا رد یا …

Discover more from سیاح‌آنلاین

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading