ټاکل شوې د ۱۳۹۴ کال کانکور آزموینې پایلې په نږدې ورځو کې اعلان شي

لوړو زده کړو وزیرې پوهنوال دوکتور فریدې مومند د ویډیو کنفرانس په ترڅ کې چې د مرکز او ولایاتو پوهنتونونو له مسؤلینو سره یې درلوده، کانکور آزموینو د پایلو اعلان لپاره یې د نیول شویو تدابیرو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه د روان کال کانکور آزموینې ټولې تخنیکي چارې د بشپړیدو په حال کې دي او ډیر ژره به یې پایلې اعلان شي.

لوړو زده کړو وزیرې په دغه ویډیو کنفرانس کې، د سږ کال کانکور آزموینې د پروسې په ترسره کولو کې د هېواد د پوهنتونونو له مسؤلینو او اړوندو ادارو له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ وویل، د روان کال کانکور آزموینه چې د نورو کلونو په پرتله په متفاوت او شفاف ډول ترسره شوې، د لوړو زده کړو وزارت یوه ستره لاسته راوړنه بلل کیږي.

نوموړې د پوهنتونونو له مسؤلینو وغوښتل چې د نویو محصلانو د ورپیژندلو لپاره لازم چمتووالي ونیسي او په خپل وخت سره د یادو محصلانو تدریسي چارې بشپړې کړي.

په کنفرانس کې همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو مرستیال پوهاند دوکتور بري صدیقي د پوهنتونونو رئیسانو ته لارښوونه وکړه چې د آزموینې د پایلو له اعلان څخه وروسته د بریالي شویو محصلانو د نوم لیکنې پروسې چټکتیا ته پاملرنه وکړي، څو د محصلانو درسي بهیر له ځنډ سره مخ نه شي.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال پوهاند محمد عثمان بابري په پوهنتونونو کې د استادانو او محصلانو پر خاضرۍ، د کریکولمونو پر پلي کولو او اداري چارو پر سمون ټنګار وکړ.

په یاد ویډیو کنفرانس کې د پوهنتونو رئیسانو خپلې شته ستونزې د لوړو زده کړو وزیرې سره شریکې، چې د حل په موخه یې د نوموړې له خوا، د لوړو زده کړو وزارت اړوندو څانګو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وشوې.

نظرات

مطالب مرتبط

پلان برگزاری دور اول امتحان کانکور سال ۱۳۹۹

شماره ولایت محل بایومتریک تاریخ بایومتریک محل امتحان تاریخ امتحان ۱ کندهار دانشگاه کندهار ۲۵ …

Discover more from سیاح‌آنلاین

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading