هغه درسونه چې له روژې څخه مو بايد اخيستي وي

مه پريږده چې هغه ورځ دې چې ته روژه يي دهغي ورځي سره چې ته پکې روژه نه يي يوشان وي. په دي معنی چې داسې نه ده په کارچې ديوچاکړه وړه، رفتاراو انګيرنه په روژه اوبوزه کې يوشان وي. دروژي په مبارکه مياشت داډيره مهمه ده چې مونږيوڅوشيبي ددي مياشتي دښوونواوحکمتونوپه زده کولو کې تيرکړو.

 له بده مرغه ډيری دمسلمانووروڼونه دروژي په مياشت کې هم هغسي وي څنګه چې دروژي نه مخکې وي.

لکه دمحمد صلی الله عليه وسلم يوصحابي فرمايي: مه پريږده چې هغه ورځ دې چې ته روژه يي دهغي ورځي سره چې ته پکې روژه نه يي يوشان وي. په دي معنی چې داسې نه ده په کارچې ديوچاکړه وړه، رفتاراو انګيرنه په روژه اوبوزه کې يوشان وي يعني روژه په روژه تي باندي هيڅ کومه اغېيزه نوي کړي. نولدي کبله مونږته په کارده چه په ځينوددي لاندي لوستونوباندي فکروکړو.

لومړی لوست: تقوا حاصلول
الله جل جلاله روژه دتقوا اوپرهيزګارۍ دلاسته راوړلولپاره فرض کړي ده لکه چې الله جل جلاله فرمايي: ای مومنانو! پرتاسې روژه فرض کړل شوي ده لکه څنګه چې له تاسې نه په وړاندې خلکوهم فرض شوې وه ترڅوتاسې پرهيزګاران شئ. سورت البقره: (۱۸۳). تقوااوپرهيزګاري په دي ځای کې دبنده، دالله دقهراوددوزخ داور ترمنځ ديوديوال اوسپر جوړول دي. نومونږبايددروژي ماتولوپه وخت کې له خپله ځانه وپوښتوچې آيادنن ورځي روژي په مونږکې دالله نه ويره زياته کړي ده اوکه نه؟ آيامونږددي په وسيله هغه څه لاسته راوړي دي چې مونږپري ددوزخ داورنه بچ کېږو؟

دويم لوست: الله جل جلاله ته نژديوالی حاصلول
دروژي په مبارکې مياشت کې الله جل جلاله ته نژديوالی د شپې اوورځي دقران کريم په تلاوت اوپه هغه کې په فکرکولو، دالله تعالی جل جلاله په يادولو، دتراويحو لمونځونوپه اداکولو،دديني علم دزده کړې په حلقوکې په کښيناستلواوهغه چاته چې توان يي ولري عمري ته په تللوسره حاصلېږي. همدارنګه هغه چاته چې توان يي ولري دروژي دمياشتي په وروستيو لسوشپوکې په اعتکاف کولو، دټولودنيوي کارونوپه پريښودلواوپه مسجدکې دالله جل جلاله په يادولوسره هم دالله جل جلاله تقرب اونژديوالی حاصلېږي. کله چې څوک په ګناه اخته کېږي دالله جل جلاله نه دلريوالي احساس کوي اوښايي داورته ستونزمن ښکاري چې دقران کريم تلاوت وکړي اوجومات ته ولاړشي. برعکس څوک چې د الله جل جلاله منونکی او فرمان وړونکی بنده وي هغه الله جل جلاله ته دنژديوالي احساس کوي اولا زيات عبادت کوي ځکه چې هغه دخپلوګناهونوپه سبب د الله جل جلاله په وړاندې شرمنده نه وي.

دريېم لوست: صبراو ټينګه اراده لاسته راوړل
الله جل جلاله په قران کې داوياځلونه زيات دصبراوحوصلې يادونه کړيده اودشپيتوځلونه يي زيات په خپل کتاب کې په هغي باندې امرکړی دی. نوکله چې څوک روژه ونيسي، خوراک اوڅښاک بندکړي، اوخپلي ازدواجي جنسي اړيکې هم پرېږدي نوڅرګنده ده چې صبراوزغم زده کوي.
داامت داسې نارينه اوښځوته اړتيالري چې هغوی دکلک اوټينګ هوډ خاوندان وي د الله جل جلاله په کتاب اودرسول الله صلی الله عليه وسلم په سنتو باندې ټنګ ودريږي اودالله جل جلاله ددښمنانوپه وړاندي دوه زړي اومتزلزله نشي.برعکس مونږتشواحساساتې خلکوته، چې شعارونه اوچيغي وهي، خوکله چې وخت يي راشي چې په يو څه باندې ودريږي نونشي ودريدی، اړتيانلرو.

څلورم لوست: احسان يا نيکو کارونوته هڅه کول اوله رياءنه ځان ژغورل
احسان د الله جل جلاله داسې عبادت کولوته وايي چې ګواکې ته يی ګوري سره لدي چې څوک الله جل جلاله نه شې ليدلی خو هغه ټول ګوري. حسن البصري رضی الله عنه فرمايی: قسم په خدای جل جلاله چې په دې تيروشلوکلونوکې مې نه کومه خبره کړې، نه مې کوم شی په لاس کې اخيستی اونه مې دکوم شې داخيستلوډډه کړې، نه مې کوم قدم مخکې ياوروسته اخيستی مګرداچې له ځانه سره مې دافکرکړی وي چې آيا الله جل جلاله داکار خوښوي اوکه نه؟ آياالله جل جلاله له دي کار نه راضې کېږي که نه؟ نوځکه څوک چې روژه نيسي هغه ته په کاردي چې دغه ډول دځان ليدنې خاصيت ځان کې پيداکړي اودرياء نه ځان وساتي. ځکه چې الله جل جلاله په يوقدسي حديث کې فرمايي: روژه زما لپاره ده اوزه يي بدله ورکوم.(رواه البخاري) الله جل جلاله روژه دنوروعبادتونونه بيلوي (( روژه زما لپاره ده)) ځکه چې بې له الله جل جلاله نه بل څوک نه پوهيږې چې ته روژه يي اوکه نه. دمثال په ډول کله چې څوک لمونځ کوي يا خيرات ورکوي اوياطواف کوي نورخلک يي ګوري اوامکان لري چې دغه کاردخلکودشاباسئ لپاره وي. سفيان التوري به شپه اوورځ ژړل اوخلکوبه ترې پوښتل چې ته ولې ژاړې آيادالله جل جلاله له ويرې نه ژاړې؟ هغه به ويل نه. آياددوزخ داورله ويرې نه ژاړې؟ هغه به ويل نه. بلکه زه له دې کبله ژاړم چې زه کلونه کيږي چې دالله جل جلاله عبادت کوم اوخلکوته ديني ښوونه کوم خوزه پدې ډاډمن نه يم چې زمامقصد خالص دالله جل جلاله له پاره دی اوکه نه.

پنځم لوست: دکړو وړو سمول خصوصاً دهغوکوم چې رښتيا اوصداقت پورې اړه لري
محمدصلی الله عليه وسلم فرمايي: څوک چې غلطې اودرواغ په وينا اوعمل کې پرې نږدي نوالله جل جلاله دي ته ضرورت نه لري چې څوک دې خپل خوراک څښاک بند کړي.(البخاري) ددي حديث نه مونږدازده کوو چې مونږبايد خپل اعمال سپيڅلي کړو. په بل ځاې کې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: زه ددي له پاره راليږل شوی يم ترڅونيک اعمال مکمل کړم.(امام مالک). نومونږته په کار دي ترڅوځانونه وګورو چې آيا مونږد رسول الله صلی الله عليه وسلم دسنتوپيروي کوو اوکه نه؟ دمثال ډول آيا مونږهغوخلکوباندې چې مونږ يي پيژنواوهغوباندې چې نه يی پيژنوسلام اچوواوکه نه؟ آيا مونږ داسلام تګلوری يوازې اويوازيې درښتيا په ويلوسره تعقيبوواوکه نه؟ آيا مونږ رښتيني اوپاک زړي يو؟ آيا مونږ دالله جل جلاله په مخلوق زړه سواندي يواوکه نه؟

شپږم لوست: دځان په اصلاح باور لرل
حضرت محمد صلی الله عليه وسلم فرمايي: هر بني آدم په ګناه اخته کېږي خودګناهکارانونه غوره هغه څوک دی چې الله جل جلاله ته توبه وباسي. (ابن ماجه). الله جل جلاله مونږ ته ډيرې موقعي برابروي ترڅومونږ توبه وباسواودهغه دبښني غوښتنه وکړو. نوکه يوڅوک ګناهګاروي هغه دالله جل جلاله فرمان وړونکی اومطيع بنده جوړيدی شي.

اووم لوست: ډير سخاوت اوورکړه کول
دحضرت ابن عباس رضی الله عنه نه راويت دی چې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په ټولوخلکوکې ډيرسخي اودورکړې څښتن وومګردروژي په مبارکه مياشت کې به يي لا ډيره سخاکوله ځکه چې جبريل عليه السلام به دروژي په هرماښام کې دروژي تر پايه پورې هغه را ته.(رواه البخاري). همدارنګه حضرت محمد صلی الله عليه وسلم فرمايي: څوک چې يوروژه تي ته دروژي ماتولوله پاره ډوډۍ ورکړي نودې ته به همغومره ثواب اواجرحاصل شي لکه څومره چې هغه روژه تي ته حاصلېږي پرته لدي چې دروژه تي په ثواب کې کوم کموالی راشي.( رواه الترمذي)

اتم لوست: د مسلمانانو د يووالي احساس کول
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: څوک چې له مانه وروسته اوسېږي هغوی به ډيربدلونونه اوتغييرات وويني. نوپدي وخت کې زمااوزماداصحابوپه سنتومنګولې ولګوئ او روژه ونيسئ.( رواه ابوداؤد). پدي مياشت کې مونږداتحاداويووالي احساس کووځکه مونږټول يوځای روژه نيسو، يوځای روژه ماتوو، يوځای دالله جل جلاله عبادت کوواومونږټول يوځای داختر لمونځ اداکوو. ځکه نومونږاحساس کوو چې دمسلمانانويوځايوالی اواتحادممکن دی. دادمسلمانانوله پاره ممکنه ده چې يوبدن شي اوداهغه وخت ممکنه ده چې ټول مسلمانان خاص دالله جل جلاله اودهغه درسول صلی الله عليه وسلم اطاعت او فرمان وړونکې شي.

نهم لوست: انتطام او دسپلين زده کول
حضرت محمد صلی الله عليه وسلم مونږانتظام اوټينګتيا ته رابولي داسې ټينګتياکوم چې توپيراوتبعيض نه مني اونه دهغه حدودواوپولونه تيريږي چې الله جل جلاله ورته ټاکلي. هيڅوک نشي کولی چې روژه مخکې له غروبه ماته کړي ځکه دادالله جل جلاله له خوادقبول وړنه ده.نو مسلمانانو ته پکارده چې په خپل ژوند کې همداسې ټينګ اومنظم واوسي اوخپل ژونددهغه ستراومهم پيغام په چوکاټ کې برابر کړي کوم چې دوی ته دالله جل جلاله له لورې رالېږل شوی دی.

لسم لوست: ځوانان دالله جل جلاله عبادت ته رابلل
دمدينې منوري دخلکودا دود وو چې دعاشورا دورځې روژه به يي په خپلوماشومانوهم نيوله. نوکله به چې ماشومانودولږې ياتندې له کبله ژړل نوهغوی به ورته دلوبوسامان په لاس کې ورکاوه ترڅوپام يي بل خواوګرځې اوروژه دخپلووالدينوسره يوځای ماته کړي. (رواه البخاري).
نوځکه واړه بايدجومات ته يوړل شي ترڅودخپلووالدينوسره يوځای لمونځ وکړي اوپه راتلونکي کې دالله جل جلاله دعبادت کولوعادت واخلي. ځکه که څوک خپل اولادونه په ماشوموالې کې په روژه نيولو عادت نه کړي، نودوی ته به په ځوانۍ کې داډيره ستونزمنه وي چې يوه مياشت روژه ونيسي. همدالامل دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: چې په اووه کلنۍ کې خپلواولادونوته دلمانځه په اداکولوامروکړئ،که لمونځ يي نه کاوه نو په لس کلنۍ کې وهل ورکړئ.(الحکيم)

يوولسم لوست: دروغتيا پالل

روژه نيول ډيري طبي ګټي لري اومونږته دالارښوونه کوي چې دخپلي روغتياساتنه وکړواوخپل بدن قوي کړو. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي چې يوقوي مومن ديوضعيف مومن نه الله جل جلاله په وړاندې ډيرغوره اوګران دی. (رواه صحيح المسلم)

اوس چې د رمضان وروستۍ شپې دي او د اختر په درشل کې يو، تاسې ځان د دغو درسونو په زده کولو کې څنګه ارزوئ، کامياب که خداى مه کړه ناکام؟

ډاکټر سيد افتخار سادات جلال اباد مېشتی ليکوال او د اصلاح انلاين همکار دی.

________________________________________

ليکنه: علي التميمي
ژباړه: ډاکتر سيد افتخار سادات

نظرات

مطالب مرتبط

در رمضان برای حفظ سلامت وجود چه باید کرد؟

رمضان امسال در نیم کرۀ شمالی در طولانی‎ترین روزهای سال و گرمترین روزهای تابستان تصادف …

Discover more from سیاح‌آنلاین

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading