کليسا؛ قرآن کريم محاکمه او وسوځاوه!

کله چې قرآن کريم په پرله پسې توګه له يوې سينې بلې ته انتقاليږي بيا نو د کاغذ پر مخ د تحريف، سوځونو، او پنا پيښې سپيڅلي قرآن ته د تحريف رُخ نه شي ورکولی… دا ددې کتاب اعجاز دی چې تر بل هر کتاب ډېر لوستونکي لري او تر بل هر کتاب ډېر حافظان…

هلته چې انجيل او نور پخواني اسماني کتابونه د بشر له افتونو بچ پاتې نه شول له هماغه پای وروسته د همدې بشر په زيار داسې پرله پسې تګلاره او عمل رامخې ته شو چې له مخې يې د ابد لپاره قرآن کريم د بشر له لاسوهنو وژغورل شو. کله چې قرآن کريم وايي (إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ)نو د ساتنې يو ډېر غټ مورد په کې د همدغه لفظي تحريف مخنيوی دی.

قرآن کريم يې محاکمه کړ!

۵۷ کلن تيري جونز چې نزدې شپږ مياشتې مخکې يې اعلان کړی وو چې د ۲۰۱۰ سپتمبر په ۱۱ مه به قرآنکريم سوځوي د اسلامي نړۍ له پراخه غبرګون وروسته يې خپل تصميم وځنډاوه. جونز تر دې پخوا د يوه هوټل مدير وه، هغه وروسته په المان کې د يوې کليسا رئیس وټاکل شو خو دا چې نوموړي څه ځانګړي نظريات درلودل او په مالي غبن کې هم ککړ وو نو له نوموړې کليسا وشړل شو. د نوموړې کليسا اوسنی رئيس اندرو شاور وايي چې جونز يو ګمراه کوونکی شخصيت لري او د خپلو پيروانو عقل تباه کوي.

کله چې د جونز لور ايما جونز د خپل پلار په دغه کړنه نظر ورکاوه نو شپيګل انلاين ته يې وويل چې نه پوهيږم پلار مې څه په سر کې لري خو دومره پوهيږم چې هغه ليونی شوی دی.

د جام جم انلاين سره سم جونز په ۲۰۰۸ کې د المان تر پريښودلو او امريکا ته له تللو مخکې دې نتيجې ته رسيدلی وو چې اسلام پر نړۍ د خپرېدو په حال کې دی او بايد د هغه د درولو په وړاندې يوه لياره پيدا شي.

بالاخره د ۲۰۱۱ مارچ په ۳۰ مه د يکشنبې په ورځ جونز د فلورېدا ايالت د پروتستانت فرقې په يوې کليسا کې د قاضيانو يوه اته کسيزه ډله جوړه او د خپل زعم له مخې يې قرآن کريم محاکمه کړ! دغه شیطان له مسلمانانو څخه د خپل کتاب د ننګې او دفاع غوښتنه هم کړې وه، دغې شيطاني محکمې پرېکړه وکړه چې قرآنکريم دې د يوه ساعت لپاره په نفتو کې ډوب کړای شي، او بيا دې وسوځول شي. همداسې وشول، د کليسا په منځ کې يې په يو فلزي لوښی کې قرانکريم کيښود او بيا د جونز مرستيال (وين سپ) د جونز په نظارت کې اور ورته کړ. قرآن کريم د ۱۰ دقيقو لپاره وسوځول شو او انځورونه ترې واخيستل شول. او تيري جونز وويل چې دا داسې تجربه ده چې يوازې يو ځل په ژوند کې پيښه کوي.

دا لومړی ځل نه دی!

مونږ ډېر اوږده تاريخ ته نه ورګرځو، مونږ د سړې جګړې تر پای وروسته د پيل په اړه غږيږو… هغه پيل چې اسلام يې ځانته دښمن کړ، د همدغه دښمنې نظريې په رڼا کې تګلارې جوړې شوې او د اسلامي نړۍ د نيواک توجيهګانې رامنځته شوې. کله چې صليبي مړې نړۍ کې مذهبي جنون د ننني ټکر ليوني حد ته رسيږي هغه نو تر شا همدغسې شعوري دښمن، چاپيريال او قوي صليبي پوتتنشيل لري. دا کوم تصادف هم نه دی او کوم سطحي تعامل هم نه.

د سړې جګړې تر پای ته رسيدو وروسته د اسلام په اړه لاندې موردونه ډېر د پام وړ دي:

۱- لويديز د تمدني تفاهم پر ځای د تمدني ټکر نظريه رامنځته کړه، هغو ددغې نظريې د توجيه او علمي کونې لپاره يو شمير فلسفي پوهان وګمارل او په دې ډول لويديز د علمي بنسټيزه کولو له ليارې د ډيالوګ له مرحلې د ټکر پر بريد ورتير شو.

۲- لويديز په خپل منځ کې د پخوا په پرتله ډېر نزدې شو، مشترک ټکي يې وموندل، او د اتحاد په خوا لاړل. حتی د وارسا تړون وارثه روسيه هم ناټو ته دومره ورنزدې شوه چې پر افغانستان د بريد په ټول مهال کې يې هم ورسره په خپله مرسته وکړه او هم يې د خپل نفوذ لاندې هيوادونه مرستې ته تشويق کړل.

۳- لويديز چې کله هم پر خپل پړسيدلي تمدن ناز کړی نو په خپلو ټولنو کې يې د ګڼ فرهنګيتوب، مذهبي ازادۍ او زغم پر توکو حساب کړی خو د قرآن سوځونو دغو پيښو د لويديز د زغم يو ريښتينی انعکاس رامخې ته کړ.

لويديز نه يوازې په اسلامي هيوادونو بلکه په خپلو هيوادونو کې هم له اسلامي بنسټونو او ارزښتونو سره جنګ پيل کړی. کله چې هغوی مسلمانې ميرمنې بې سترې کوي او د حجاب پر ضد قوانين جوړوي، کله چې مروه الشربيني د همدغه حجاب د قرباني په توګه د اروپا د نه زغم کيسې بربنډوي… کله چې په لويديز کې د مسلمانانو له مسجدونو منارې ړنګيږي… کله چې پر اسلام او قرآن د نيوکو شيطاني کرکټرونه په لويديز کې مصئونيت اخلي… کله چې پاپ پر اسلام نيوکې کوي او وايي چې اسلام پر زور او تشدد خپور شوی… کله چې په ۲۰۰۴ کې د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم کاريکاتورونو ګرده اسلامي نړۍ وخوځوله خو لويديز د اسلام د پيغمبر په وړاندې دا ټوله ننداره د کاريکاتورېست حق ګاڼه… او بالاخره کله چې د امريکا په فلورېدا کې عيسويان قرآن کريم لومړی محاکمه کوي او بيا يې سوځوي دا نو کومې سطحي پيښې نه دي، دا په يوه پراخه صليبي نړۍ نيوونکي تناظر کې تر سره کيږي.

اوس نو زغم څه ته وايي؟ ددې ټولو په مقابل کې په اسلامي خاورو کې د ذمي غير مسلمو اوسيدونکو عبادتځايونه په پوره مصئونيت سره شتون لري، نه يې چا دنګې منارې ړنګې کړې، او نه يې چا د هويت بيرغونه راښکته کړل… نه خو چا د انجيل کومه تحريف شوي نسخه وسوځوله او نه يې د عيسی عليه السلام کوم کارتون ددې په خاطر جوړ نه کړ چې په دې کړنې سره به بيا نو زمونږ او د عيسويانو تر منځ توپير په څه کې وي؟ بيا خو به مونږ همغسې کافران يو لکه هغوی چې په انجيل کې محمد صلی الله عليه وسلم د رسالت د زيري په پټولو کافران شوي. دا زغم يوازې په اسلام کې دی، اسلام خو مونږ ته د مينې او محبت يو داسې درس راکوي چې له مخې يې ټول هغه حق پيغمبران چې اهل کتاب ورته عقيده لري تر هغو يې مونږ ډېر عزت کوو او تر هغو يې ډېر مونږ ځانونو ته نزدې بولو. هلته چې قرآن کريم مونږ ته فرمايي (إِنَّ أَوْلَى النَّاسِ بِإِبْرَاهِيمَ لَلَّذِينَ اتَّبَعُوهُ وَهَذَا النَّبِيُّ وَالَّذِينَ آمَنُوا)

ژباړه: ابراهيم عليه السلام ته ډېر نزدې خلک همغه دي چې د ابراهيم مننه يې کړې او هم دا پيغمبر او مسلمانان.

هلته چې قرانکريم له اهل کتابو سره د ټکر پر ځای د يوه اصولي ډيالوګ خبره کوي او وايي: (قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْا إِلَى كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلاَّ نَعْبُدَ إِلاَّ اللَّهَ وَلا نُشْرِكَ بِهِ شَيْئاً وَلا يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضاً أَرْبَاباً مِنْ دُونِ اللَّهِ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقُولُوا اشْهَدُوا بِأَنَّا مُسْلِمُونَ)

ژباړه: ورته ووايه چې ای اهل کتابو! راځئ له مونږ سره هغه خبره ومنئ چې زمونږ او ستاسو تر منځ یو برابر ده، او هغه دا چې پرته له يو الله څخه به بل د هيچا عبادت نه کوو، له هغه سره به شريک نه نيسو او نه به ځينې زمونږ ځينې نور پرته له الله څخه باداران نيسي نو که بيا يې هم مخ واړولو نو ورته ووايئ چې شاهدان اوسئ چې مونږ مسلمانان يو.

د الله تعالی تر دې سپيڅلې وينا وروسته نو اوس پوښتنه دا ده چې ټکر مسلمانان کوي او که کفار؟

هو! کله چې کفار د اسلام په وړاندې خنډونه پيښوي او د اسلامي دعوت مخه نيسي نو بيا خو د اسلام موقف ډېر واضح دی چې( وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلَّهِ)

ژباړه: تر هغو له دغه کافرانو سره وجنګيږئ چې فتنه او فساد له مينځه ولاړ او يوازې د يو الله دين واکمن شي.

مسلمانان بايد څه وکړي؟

د تيري جونز دغه ناوړه عمل په داسې حال کې وشو چې منځنی ختيز د تاريخ له ډېر نازک پړاوه تيريږي. هلته ولسي پاڅونونه په خپل طبيعيت او اوج کې دي، د خلکو احساسات د نظام اړولو لپاره بيخي بوخت دي. د قرآن کريم د سوځولو پيښه ډېره درنه وه او يوه شديد غبرګون ته يې اړتيا درلوده، خو له يوې خوا امت د يوه واحد سياسي نظام په تشه کې شپې تيروي، او له بله پلوه حاکم نظامونه لاسپوڅې دي په دې اړه کوم پرېکنده موقف نيولای نه شي او اسلامي نړۍ له خپلو باغي نظامونو سره په کشمکش کې بده اخته ده.

د قران سوځونې دغه او دېته ورته نورې پيښې دوه ډوله غبرګونونو ته اړتيا لري:

لومړی بيړني غبرګونونه:

د بيلګې په توګه پراخه ولسي لاريونونه، د اسلامي نړۍ دولتي غبرګونونه، د اسلامي کنفرانس موقف، او دېته ورته نور… په دغسې کړنو سره به له يوې خوا د اسلامي نړۍ ديني احساسات او عواطف لويديز ته څرګند او هغوی ته به ددغسې اسلام ضد موقفونو په اړه اخطاريه او ټکان ورکړي له بلې خوا به دغسې وسيلې د مسلمانو ولسونو په بيدارۍ کې ځانګړی ځای ولري. ويدې پرګنۍ به ټکان وخوري او په دې ډول به هم خپل دښمن وپيژني او هم د خپل دين په اړه د سمې پوهې په لټه کې شي.

دلته يوه خبره ډېره مهمه ده او هغه دا چې د مسلمانو ولسونو ودانۍ، بنسټونه او هر راز ملي شتمنۍ بايد د لاريونونو د ضرر ښکار نه شي. د مصر د ازادۍ له ميدانه د بي بي سي د فارسي خپرونې د راپور ورکوونکي هغه خاطره مې لا هم په زړه ده چې ويل يې: (ددې ځای يوه پيښه به زما د ژوند خاطره وي او هغه دا چې يوه محجبه ميرمن راغله او لاريون کوونکو ځوانانو ته بيخې نزدې شوه هغې چيغې وهلې چې ژوندې دې وي حسني مبارک… خو معترضو لسګونو زره ځوانانو يوازې خپل شعارونه بدرګه کړل او نوموړې ميرمنې ته يې هيڅ ونه ويل… نوموړي خبريال وويل چې ما دغسې زغم د نړۍ په هيڅ ګوټ حتی لويديز کې هم نه وو کتلی…) له بده مرغه په نورو اسلامي ملتونو کې د دغسې زغم او ملي شتمنيو د نه متضرر کولو تشه ډېره ده، هر چيرته چې لاريونونه ووځي نو په خپلو شتمنيو او بنسټونو راغورځي اواور ورته کوي، موټرې سوځوي او تيږي وروي… له بلې خوا د اسلامي نړۍ ډېری پوليسي ارګانونه د تشدد تر ټولو بدنامې ادارې دي، هغوی هره پلا په خپل ولس د ټوپکو ميلې کوزوي او په بې ساري توګه پرې ډزې کوي. په سوريه کې د موجود ولسمشر بشار الاسد د پلار حافظ الاسد د واکمنۍ پر مهال په ۱۹۸۲ کې د اخوان المسلمون د لاريونونو په ترڅ کې دولت د طيارو او ټانکونو په واسطه د ۳۰ زرو نيولې تر ۴۰ زره بې ګناه مسلمانان په شهادت ورسول… له دغسې بې زغمه تاريخه که د نن پيښو ته راشو نو نن هم د ليبيا، افغانستان، او نورو هيوادونو پوليسي کړنې يوازې پر تشدد ولاړې دي.

نو ځکه ددې اړتيا ده چې دواړه لوري هم ولس او هم دولت بايد دمظاهرو او له مظاهرو سره د غبرګون مهذبې ليارې زده او خپلې کړي. زمونږ په هيواد ګران افغانستان کې د دې نوعې يوه ډېره ښه بيلګه همدا د قرآن سوځونې په وړاندې د جمعيت اصلاح لاريون وو چې د قرآن کريم په ننګه راپورته شوي وو، د امريکايانو د وتلو غوښتنې يې کولې او د لاريون هر غړي له ځان سره يو پيغام لرونکی بينر درلود… هغوی واضحه غوښتنې درلودې او د خپل هيواد شتمنيو او بنسټونو ته يې هيڅ راز ضرر ونه رساوه.

دويم اوږود مهاله او پرله پسې عمل:

په دې کې لاندې کارونه بايد تر سره شي:

د قرآن کريم د نشر غټې پروژې په پام کې ونيول شي. د قرآن پوهنې لنډمهالې دورې عامې شي. د قرآن کريم د تفسير دورې ډېرې شي. په فردي لحاظ د قرآنکريم مطالعه ډېره شي، په کورونو کې د قرآن کريم درسونه تقديم شي، د ښوونځيو او پوهنتونونو په درسي نصاب کې د قرآن کريم درسونه شامل شي، د پوهنځيو په مسجدونو کې محصلينو ته د هغوی په ژبه د قرآني درسونو پرله پسې لړۍ پيل شي لکه په ننګرهار کې يې چې شيخ القرآن مولانا عبدالصبور صاحب او مولانا مير عباس ګوهري صاحب پر مخ وړي، او عام ولس ته په مساجدو کې د قرآن کريم درسونه وړاندې شي دا ټولې ددې اوږدې پروسې يو څه برخې دي. په دې اړه يوه بله ډېر مهمه پروسه په سيمه او نړۍ کې د شته اسلامي جريانونو په ځانګړي توګه هغه اسلامي حرکتونه چې د اسلام لپاره شامله او کامله برنامه، د نسلونو د تربيې عمل او د تمدني تغير پروسې سره مرسته ده، داسې چې خلک يې پر محور راټول شي او په دې ډول په هيواد او نړۍ کې د يوه عظيم اسلامي تحول لپاره د پرګنو انقلاب ته زمينه مساعده شي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ډاکټر وحيدالله مصلحکله چې قرآن کريم په پرله پسې توګه له يوې سينې بلې ته انتقاليږي بيا نو د کاغذ پر مخ د تحريف، سوځونو، او پنا پيښې سپيڅلي قرآن ته د تحريف رُخ نه شي ورکولی… دا ددې کتاب اعجاز دی چې تر بل هر کتاب ډېر لوستونکي لري او تر بل هر کتاب ډېر حافظان…

ډاکټر وحيدالله مصلح

نظرات

مطالب مرتبط

قرآن عظیم الشان به شکل امروزی چگونه جمع آورى شد؟

سؤال طوري كه ميدانيد قرآن پاك به حضرت محمد صلى الله عليه وسلم به شكل …

Discover more from سیاح‌آنلاین

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading