د الله په لار کې د جهاد فضيلت (حديث)

عَنْ أَبِيْ هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُوْلُ اللهِ صلى الله عَليْهِ وَسَلَّمَ “انْتَدَبَ اللهُ عَزَّ وَجَلَّ لِمَنْ خَرَجَ فِي سَبِيْلِهِ، (لا يَخْرُجُ إِلا جِهَاداً فِي سَبِيْلِي وَ إِيْمَاناً بِي وَ تَصْدِيْقاً بِرُسُلِي، فَهُوَ عَليَّ ضَامِنٌ أَنْ أَدْخِلَهُ الْجَنَّةَ؛ أَو أَرْجِعَهُ إِلى مَسْكَنِهِ الّذِي خَرَجَ مِنْهُ نَائلاً مَا نَالَ مِنْ أَجْرٍ أو غَنِيْمَةٍ).

 والَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ؛ مَا مِنْ كَلْمٍ يُكْلَمُ فِي سَبِيْلِ اللهِ إِِلا جَاءَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ كَهَيْئَتِهِ يَوْمَ كُلِمَ، لَوْنُهُ لَونُ دَمٍ، وَ رِيحُهُ رِيْحُ مِسْكٍ؛ والَّذِي نَفْسُ مُحَمَّد بَيَدِِه لَولا أَنْ أشُقَّ عَلَى الْمُسْلِمِيْنَ؛ مَا قَعدْتُ خِلافَ سَرِيَّةٍ تَغْزُوا فِي سَبِيْلِ اللهِ أَبْدأ, وَلَكِنْ لا أَجَدُ سَعةً فأَحْمِلهُمْ ولا يَجِدُونَ سَعَةٌ فَيَتْبِعُوني، وَلاَ تَطِيْبُ أَنْفُسُهُمْ أنْ يَقَعَدُوا بَعْدِي؛ وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ؛ لَوَدِدْتُ أَنِّي أَغْزُو فِي سَبِيلِ اللهِ فَأُقْتَلُ، ثُمَّ أَغزُو فَأَقْتَلُ، ثُمَّ أغْزُو فَأُقْتَلُ”.(رواه الشيخان)

ابوهريره رضي الله عنه وايي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي چې الله تعالى هغه کس خپلې بښنې ته رابلي (بښنه ورته کوي) چې د هغه په لاره کې د جهاد لپاره ووځې (الله پاک وايي) دى ونه باسي د کور خپل نه بل هېڅ شي مګر زما په لاره کې جهاد کول او په ماد ايمان لرلو له امله او زما په رسولانو باور لرل يې جهاد ته وباسي نو ددې مجاهد زه ضامن يم چې يا به يې جنت ته دننه کړم شهيد به شي او يا به يې له ډيرو اجرونو او ثوابونو او غنيمتونو سره خپل کورته راستون کړم) بيا رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل چې زما دى په هغه ذات قسم وي چې زما نفس د هغه په واک کې دى کوم مجاهد به الله تعالى په لاره كې ټپى نشى مګر داچې د قيامت په ورځ به د الله تعالى په وړاندې په داسې توګه ودرول شي چې ته به وايې چې نن ټپى شويدي د وينى رنګ به يې د وينو په شان وي او بوي به يې د مښکو او عنبرو په شان وي زما دى په هغه ذات قسم وي چې زما نفس د هغه په واک کې دى چې كه په مسلمانانو سختي نه راتلی نوزه به له هيڅ ډلې څخه وروسته نه وای پاتې شوی چې هغوی دالله په لاره کې جهاد کوي ،اوزه دا وس هم نه لرم چې دوی په سبرليو له ځان سره پورته کړم اونه دوی دومره وس لري چې زما پېروي وکړي اونه يې داخوښه ده چې له ماڅخه وروسته پاتې شي، بيا رسول الله وويل زما دې په هغه ذات قسم وي چې زما نفس د هغه په واک کې دې زما دا خوښېږي چې زه د الله په لاره کې غزا وکړم او شهيد شم بيا ژوندى شم بيا غزا وکړم او بيا شهيد شم بيا ژوندى شم بيا جهاد وکړم او بيا شهيد شم.

نظرات

مطالب مرتبط

قرآن عظیم الشان به شکل امروزی چگونه جمع آورى شد؟

سؤال طوري كه ميدانيد قرآن پاك به حضرت محمد صلى الله عليه وسلم به شكل …

Discover more from سیاح‌آنلاین

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading