یوسف علیه السلام په زندان کی

کله چې د یوسف سره د عزیز د ښځې کیسې په ټول ښار کې تیت شوې، عزیز او کورنۍ یې دا فکر وکړ چې له دې سپکاوي تر هغې نشي خلاصیدی ترڅو چې یوسف یې په زندان کې بندي کړی نه وي، په دې سره به د خلکو ناوړه خبرې بندې شي، سره د دې چې دوی ټولو ته د یوسف ریښتینولي، پاکي او عفت ډیره ښه څرګند وو.

 زندان ته د ننوتو پر وخت د یوسف حالت د خوشحالۍ او خفګان تر منځ وو، له یوې خوا خوشحاله او له بلې خوا خفه وو، د خفګان وجه یې داوه چې زندان ته په ظلم او زیاتي سره اچول کیږي، او ورسره به د ریښتینې کیسې نه ناخبره خلک داسې انګیري چې ګواکي یوسف ناوړه عمل ترسره کړی نو ځکه زنداني کیږي، د خوشحالۍ علت یې دا وو چې د خپل بادار عزیز له کوره وځي، د مکر فتنې او ګناه نه لرې کیږي، خو زندان د هغه لپاره د خیر او برکت پیلامه وه لکه چې وایي: (رب محنة ضمنها منحة)، ستونزې کله انسان په ډالیو لمانځي، کله چې یوسف زندان ته بیول کیده په همدې وخت کې د پاچا دوه خدمتګاران هم زنداني شول، یو یې د میخانې او شرابو مشر (ساقي) وو او بل یې هم د آشپزانو مشر (خباز) وو، هغوی دواړه د پاچا د مرګ په توطیه زندان ته راوړل شوي وو، نا ببره د پاچا دواړه زنداني خدمتګاران په زندان کې خوبونه ویني او یوسف ته یې وايي ترڅو ورته تعبیر یې کړي لمړۍ کس د خپل لیدلي خوب حالت داسې بیانوي: ما په خوب کې ولیدل چې انګور نیښتیزم او شراب ترې جوړوم، دوهم کس وايي: ما ولیدل چې په خپل سر باندې په داسې حال کې ډوډۍ لیږدوم چې مرغان پرې لګیا دي او خوراک ترې کوي.

دوی دواړو د یوسف نه غوښتنه وکړه ترڅو خوبونه یې ورته تفسیر او تعبیر کړي، ځکه دوی ته څرګنده شوې وه چې یوسف د خوب د تعبیر علم لري او یوسف یې لیدلی وو چې د ډیرو ښو سلکو او غوره تقوا څښتن دی.
یوسف علیه السلام هغوی دواړو ته وویل چې په ریښتیا سره الله جل جلاله ده ته د خوب د تعبیر علم ورکړی، د دې نعمت ترڅنګ یې د غیبو علم هم ورته پیرزو کړی چې د الله جل جلاله له جانبه په وحی سره ورته جوتیږي، هغه د بیلګې په توګه کولی شي چې دوی دواړو ته د هغه خوارک څرنګوالی او نوعیت معلوم کړي چې دواړو ته به راوړل کیږي، الله جل جلاله په غیبي امورو سره ځانګړی کړی، ځکه هغه د الله جل جلاله سره هیڅ شریک نه نیسي الله جل جلاله ته په عبادت کې ډیر اخلاص کوي، ده د هغه قوم دین ته شا کړې چې د الله جل جلاله په وجود ایمان او باور نلري د آخرت په ورځ کافران دي.
لاندې آیتونه تلاوت کړئ:
(ثُمَّ بَدَا لَهُم مِّن بَعْدِ مَا رَأَوُا الْآيَاتِ لَيَسْجُنُنَّهُ حَتَّىٰ حِينٍ، وَدَخَلَ مَعَهُ السِّجْنَ فَتَيَانِ ۖ قَالَ أَحَدُهُمَا إِنِّي أَرَانِي أَعْصِرُ خَمْرًا ۖ وَقَالَ الْآخَرُ إِنِّي أَرَانِي أَحْمِلُ فَوْقَ رَأْسِي خُبْزًا تَأْكُلُ الطَّيْرُ مِنْهُ ۖ نَبِّئْنَا بِتَأْوِيلِهِ ۖ إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ، قَالَ لَا يَأْتِيكُمَا طَعَامٌ تُرْزَقَانِهِ إِلَّا نَبَّأْتُكُمَا بِتَأْوِيلِهِ قَبْلَ أَن يَأْتِيَكُمَا ۚ ذَٰلِكُمَا مِمَّا عَلَّمَنِي رَبِّي ۚ إِنِّي تَرَكْتُ مِلَّةَ قَوْمٍ لَّا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَهُم بِالْآخِرَةِ هُمْ كَافِرُونَ) یوسف ۳۷-۳۵.
بیا ښکاره شو دوی ته (عزیز او کورنۍ ته یې د یوسف د بندي کولو مصلحت) وروسته له هغې چې ویې لیدل دلایل ( د پاکۍ د یوسف، نو سره سلا شول) چې خامخا په زندان کې به واچوي دی (یوسف) تر یوه وخته (ترڅو د خکلو تیزې خبرې ور لنډې شي)، او ننوتل له ده سره په زندان کې دوه زلمیان، وویل یوه له دوی دواړو څخه بیشکه زه وینم په خوب کې چې را نیښتیزم انګور د شرابو په موخه، او بل وویل: بیشکه زه وینم خپل ځان (په خوب کې) حال دا چې بار کړې مې ده د پاسه د سر خپل ډوډۍ چې خوراک کوي مرغان له هغې، و پوهوه موږ په تعبیر (د خوبونو) بیشکه موږ وینو تا له نیکانو ځینې، وویل (یوسف) نه به راځي تاسې دواړو ته ډوډۍ مګر دا چې زه به خبر کړم تاسې دواړه له دې چې څه قسم طعام دی مخکې له راتلو (مخکې له دې چې ډوډۍ راشي زه به د هغې نوعیت تاسې ته څرګند کړم ځکه زه د وحی په وسیله د غیبو علم لرم نو تاسې هوسا اوسۍ زه به تاسې ته ریښتینۍ تعبیر وکړم) دا (تعبیر) چې زه یې کوم تاسې ته را ښوولی دی ماته رب زما، ما پریښۍ دین د هغه خلکو چې ایمان نه راوړي په (موجودیت) د الله، حال دا چې هغه خلک همدوی دي کافران په ورځ د آخرت.

یوسف د یوه خدای عبادت ته بلنه کوي:

زندانیانو یوسف علیه السلام ته په ډیره درنه سترګه کتل د هغه یې ډیر لوړ احترام ساتلو ځکه یوسف د دوی د خوبونو تعبیر بیانولو، د ځینو نورو غیبي پیښو یې هم خبرول، په همدې تړاو زندانیانو ته څرګنده شوه چې یوسف د ژور نسب څښتن دی، یوسف د زندان د دې چاپیریال نه په ګټې اخیستو هغوی د یوه خدای دین ته رابلل، هغوی ته یې وعظ او نصیحت کولو، د باطلو خدایانو بطلان یې په برهان او دلیل ورته ښکاره کولو.
یوسف پیل وکړ او ورته ویل یې: ما د ځان لپاره کوم نوی دین نه دی اختراع کړی، زه د خپلو پلرونو او نیکونو د دین متابعت کوم، چې هغوی ابراهیم، اسحاق او یعقوب دي، دا هغه کسان دي چې الله جل جلاله هغوی ته د سالمې عقیدې لارښوونه کړې، دا لارښوونه د یوه خدای عبادت دی، همدا هغه څه دي چې الله جل جلاله په خپل لوی فضل سره موږ پرې استولي یو، پر موږ او ټولو خلکو یې لوی احسان کړی موږ یې د دې لپاره را استولي یو ترڅو خلک ریښتیني او حق دین ته هدایت کړو، نیغه او سمه لار ورته وښیو، خو ډیری خلک دا لوی فضل او احسان په شکر او غاړه ایښودنې سره نه بدرګه کوي بلکه همداسې په خپل کفر او انکار لا پسې ټینګار کوي.
یوسف د خپلې وینا په اوږدو کې خپلو دواړو ملګرو ته زیاتوي: آیا دابه ښه وي چې انسان ډیرو خدایانو ته غاړه کیږدي که نه د یوه خدای عبادت وکړي کوم چې په ټولو موجوداتو لاس بری او غالب دی؟ پرته له الله چې تاسې د کومو څیزونو عبادت کوئ، هغه یوازې نومونه دي چې تاسې او ستاسې پلرونو د خپلو خیالونو او اوهامو په بنیاد ایښي دي، هیڅ حقیقت نلري، دا خیالونه په ریښتیا چې هیڅ موجودیت نلري، ستاسو لپاره د باطلو خدایانو اړوند هیڅ داسې کره دلیل او برهان نشته چې ستاسو زړونه پرې مطمین شي، ریښتینی پاچا کوم چې په ریښتیا د عبادت کولو وړتیا لري هغه پرته له یوه الله څخه بل څوک نشي کیدای، هغه امر کوي چې پرته له ده څخه د بل څیز عبادت ونکړو، همدا تر ټولو دینونو غوره او حق دین دی، کوم چې په دلایلو او براهینو ولاړ دی، خو ډیر خلک په دا رنګه دلایلو ځان نه پوهوي، دا ښکاره حقیقت نه پیژني.
پاک خدای وايي:
)وَاتَّبَعْتُ مِلَّةَ آبَائِي إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ ۚ مَا كَانَ لَنَا أَن نُّشْرِكَ بِاللَّهِ مِن شَيْءٍ ۚ ذَٰلِكَ مِن فَضْلِ اللَّهِ عَلَيْنَا وَعَلَى النَّاسِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَشْكُرُونَ، يَا صَاحِبَيِ السِّجْنِ أَأَرْبَابٌ مُّتَفَرِّقُونَ خَيْرٌ أَمِ اللَّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ، مَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِهِ إِلَّا أَسْمَاءً سَمَّيْتُمُوهَا أَنتُمْ وَآبَاؤُكُم مَّا أَنزَلَ اللَّهُ بِهَا مِن سُلْطَانٍ ۚ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ ۚ أَمَرَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ ۚ ذَٰلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ)یوسف ۴۰-۳۸.
(یوسف وویل:) متابعت کړی دی ما د دین د خپلو پلرونو ابراهیم او اسحاق او یعقوب نه ښايي موږ ته چې له الله سر شریک ونیسو د هیڅ کوم څیز، دا ( د الله یووالی په خدایۍ کې) د الله له جانبه یو لوی فضل دی پر موږ او نورو خلکو، خو ډیری خلک (د دې لوی احسان) شکر نه وباسي، اې د زندان دواړو ملګرو زما، آیا متفرق خدایان غوره دي که هغه (الله غوره دی) چې یو دی، ډیر قوي او غالب دی؟ تاسې عبادت نه کوئ پرته له الله مګر د څو نومونو چې ایښې دي تاسې او ستاسې پلرونو، نه دی نازل کړی الله په (عبادت د) هغوی هیڅ کوم دلیل او سند، نه ده (پاچايي د دنیا او آخرت) مګر د یوه الله، هغه امر کړی دی چې عبادت مه کوئ تاسې مګر د همده (الله)، همدا ریښتینی دین دی خو ډیری خلک نه پوهیږي.

یوسف د دوو ملګرو لیدلي خوبونه تعبیروي:

کله چې یوسف دواړو ملګرو ته خپله وینا پای ته ورسوله، ورسره پیوسته یې د هغوی د خوبونو په تعبیر پیل وکړ او ویې ویل: اوس نو یو ستاسې زیرۍ واورئ چې هغه ته یې اې د شرابو د ورکوونکو مشره (ساقي)، نو زړه دې خوشحاله کړه او سترګې دې یخې کړه ځکه زه درته یو زیرۍ درکوم هغه دا چې پاچا به تاته د هغه څه په بدله کې د مرګ سزا در نکړي کوم چې ستا لپاره یوه توطیه وه، د هغه تور څخه به تاته براءت درکړي، تا به له زندانه آزاد کړي او بیرته به خپله پخوانۍ دنده (سقاوي) درکړل شي لکه څرنګه چې مخکې وې.
او ته اې د پخلنځي او آشپزانو مشره، بښنه راته وکړه چې زه درته نیغ په نیغه ستا د لیدلي خوب تعبیر بیانوم، دا ځکه ترڅو په خپل برخلیک و پوهیږي، په تا باندې به پاچا د وژلو حکم وکړي، ته به په دار وځړول شي، مرغان به راشي او ستا له سر څخه به خوراک وکړي، دا ځکه چې ته به د پاچا د وژلو په توطیه کې ښکیل تورن وپیژندل شي، یوسف خپلې خبرې پسې وغځولې او زیاته یې کړه: همدا د الله جل جلاله پریکړه ده څنګه مې چې درته بیان کړه، زر ده چې دا پیښه تاسې په خپلو سترګو ووینۍ، زه د خپله ځانه د غیبو خبرې نه کوم څه چې وایم دا ټول د الله جل جلاله الهام دی چې ماته کیږي، او ستاسو د خوبونو تعبیر هم په همدې توګه تفسیر شوی.
د یوسف ریښتینولي د خوبونو په تعبیر کې څرګنده شوه، هر هغه څه چې ویلي یې وو، کټ مټ همغه وروسته له څو ورځو ترسره شول.
کله چې د شرابو د ورکوونکو (ساقیانو) مشر له زندانه د وتو په حال کې وو، او په دې تمه چې بیرته به د پاچا ساقي ګمارل کیږي، نو یوسف هیله ترې وکړه ترڅو د ده کیسه د پاچا په وړاندې ووايي، پر ده باندې ددغه ظلم زیاتې پيښې ورته څرګندې کړي، ترڅو کیدای شي د ده په تړاو د تحقیق امر صادر کړي، او د روښانه کیدو په صورت کې به براءت ترلاسه کړي له دې ناحق ظلم څخه به وزګار شي.
خو د ساقیانو مشر له ډیرې زیاتې خوښۍ او خوشحالۍ یوسف له یاده وایستلو، بیرته په خپله دنده وګمارل شو د پاچا په وړاندې یې د یوسف د کیسې او ورسره شوي ظلم زیاتي یاد ونکړه، ډیر خلک همداسې وي چې د خوښیو او خوشحالیو په راتګ سره خپل نیږدې ملګري له یاده باسي، د نسیان او یاد ایستلو په پایله کې یوسف همداسې په زندان کې څو نور کلونه هم پاتې شو ( چې دا کلونه تر دریو کم نه وو)، دا آیتونه تلاوت کړئ:
(يَا صَاحِبَيِ السِّجْنِ أَمَّا أَحَدُكُمَا فَيَسْقِي رَبَّهُ خَمْرًا ۖ وَأَمَّا الْآخَرُ فَيُصْلَبُ فَتَأْكُلُ الطَّيْرُ مِن رَّأْسِهِ ۚ قُضِيَ الْأَمْرُ الَّذِي فِيهِ تَسْتَفْتِيَانِ، وَقَالَ لِلَّذِي ظَنَّ أَنَّهُ نَاجٍ مِّنْهُمَا اذْكُرْنِي عِندَ رَبِّكَ فَأَنسَاهُ الشَّيْطَانُ ذِكْرَ رَبِّهِ فَلَبِثَ فِي السِّجْنِ بِضْعَ سِنِينَ)
اې د زندان دواړو ملګرو زما، نو یو له تاسې دواړو به ( چې د پاچا ساقي دی) خپل بادار ته شراب ور وڅښي (لکه د پخوا په شان به خپله دنده ونیسي) او دا بل (چې د پاچا خباز دی) نو په دار به و ځړول شي او خوري به مرغان (غوښې) د سر د ده، همداسې فیصله شوې ده دهغه څه چې تاسې دواړه یې پوښتنه کوئ، او وویل (یوسف) هغه یوه ته له دوی دواړو نه چې یقین یې درلود چې خلاصیدونکی دی (چې هغه ساقي وو) چې یاد کړه (مظلومیت زما) د خپل بادار په وړاندې، نو هیر کړل ترې شیطان یادول د یوسف بادار خپل ته، نو پاتې شو یوسف په زندان کې څو کاله (نور هم).

——————————————————————————–
ليكنه: دوكتور عفيف عبدالفتاح طباره
ژباړه: خلیل الرحمن حنیف

نظرات

مطالب مرتبط

د موسی عليه السلام او د هغه قوم ترمنځ یې شخړه

د موسی معجزې او د ساحرانو ایماند موسی او فرعون ترمنځ د موسی د خدایي …

Discover more from سیاح‌آنلاین

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading