اسلامی اقتصاد او د پیسو اقتصادی سیاستونه

اقتصادی سیاستونه Economic Policies

د یو هیواد اقتصادی سیاستونه د مختلفو سیاستونو مجموعه ته وویل کیږی چې د پیسو سیاست(Monetary Policy)، مالی سیاست(Fiscal Policy) ، د عاید سیاست(Inome Policy) ، د سوداګرئ سیاست(Trdae Policy) ، د اسعارو سیاست(Currency Policy) باندی مشتمل کیږی.

دغه هر یو سیاست یا پالیسی ځانګړې موخی لری تر څو ټولنه خپلو اقتصادی موخي یعنې اقتصادی وده(Economic Growth) ، اقتصادی انکشاف او پرختیا(Economic Development) ، او ټولنیز رفاه او بهبود(Social Welfare) ته ورسیږي. د پیسو سیاست د مالی سیاستونو موخو سره سمون او هماهنګي نلری ځکه خو تضادونه او توپیرونه د اقتصادی موخو کې رامنځته کیږی چې اقتصادی موخو ته رسیدل ستونزمند کوی. د دغه برهان په اساس ټول اقتصادی سیاستونه باید هم جهت او سازګاره وی ترڅو د هیواد اقتصادی آرمانونه ترلاسه شي.

د پيسو سیاست څه ته وایی؟ What is Monetary Policy
د پیسو سیاست د مرکزی بانک(Central Bank) د تد ابیرو هغه مجموعې ته وایی چې د پیسو حجم(Volume of Money) یا نغدی والی(Liquidity) کې تغییر(Changes) د اقتصادی اوضاع تثبیت(Stabilization) لپاره راولي.

دغه اقتصادی سیاستونه د مرکزی بانک لخوا پلی کیږی چې افغانستان کې زمونږ مرکزی بانک د افغانستان بانک(De Afghanistan Bank) نومیږی. د پیسو او مالی سیاستونو ته په عمومی توګه د تقاضا د مدیریت سیاستونه(Demand Management Policies) وویل کیږی دا ځکه چې دغه سیاستونه د تقاضا کنټرول(Control) او مدیریت څخه بحث کوی. یا په بل عبارت د پیسو سیاست هغه سیاست ته وویل کیږی چې سیاسی ابزارو(Insturments) کې توپیر د پيسو عرضه(Money Supply) د فشار لاندی راستولو لپاره کارول کیږی چې موخه یې اقتصاد بحران(Economic Depression)، د پیسو پړسوپ(Inflation) او اقتصادی توپیرونو(Economic Fluctuations) سره مقابله ده ترڅو دوامداره اقتصادی انکشاف(Continuous Economic Development) او با ثباته او موثره اقتصادی وده(Stable and Efficient Economic Growth) ترلاسه شی. دغه تعریف په دی معنا ده چې کله د انفلیسیون منځته رازی مرکزی بانک د پیسو حجم لږوي. کله چې د پیسو حجم لږ شي د ربا نرخ(Rate of Interest) لوړیږی او خلک نشی کولاي بانکي قرضې(Bank Loans) په سادګئ سره تر لاسه کړی. ځکه کله چې د بانکي ربا نرخ اوچت شي د بانکی قرضې لپاره د خلکو تقاضا غورځیږی. همدغه راز کله چې اقتصادی بحران(Depression) منځته رازی مرکزی بانک د نورو سیاستونه سره سره د پیسو حجم زیاتوی چې پایله یې د اقتصادی بحران نه خلاصون دئ.

د پیسو سیاست په هکله داسی هم ویلۍ شو چې ګوندې د پیسو سیاست له هغه مالي فعالیتونو څخه عبارت ده کوم چې د یو هیواد د مرکزي بانک لخوا اداره او کنټرول کیږي لکه د پیسو برابرول(Issuing Money) ، د پیسو موجودول(Valuation of Money) ، د اسعارو د تبا دلې نرخ یا ارزښت ټا کل(Fixing Currency Rate)، د پیسو ګټه(Money Suplus) او داسې نور اړونده دندې شوې ترڅو مرکزي بانک وکولای شي چه اقتصادي پرمختګ وکړي، د اسعارو د تبادلې نرخ ثابت وساتي، خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، د توکو نرخونه ثابت یا ځای پر ځای وساتي او مروجې پیسې د یو هیواد په ثابته توګه وکاروي. د پیسو سیاست ډېرې موخې لري خورا مهمې دوه یې دا دي: لومړئ اصلي موخه د پیسو د سیاست داده چې مرکزي بانک هره ورځ باید څومره افغانۍ خپل مالي بازار ته وړاندې کړي ترڅو د خپلو مشتریانو غوښتنې پوره کړي. دوهم اصلي مقصد د پیسو د سیاست داده چې په یو هیواد کې د هر ډول توکو نرخ ثابت وساتي تر څو د لوړو نرخونو مخه ونیول شي او خلک له اقتصادي او مالي ستونزو نه وژغورل شی.

د پيسو د سیاست ډولونه Types of Monetary Policy
مرکزی بانکونه او د پیسو مقامات او سازمانونه د اقتصادی موخو ترلاسه کولو لپاره د پیسو د دوه ډولو سیاستونو څخه کار اخلی:

۱٫ د پيسو انقباضی سیاست(Contractionary Policies)
هغه سیاست ته وویل کیږی چې مرکزی بانکونو د پیسو د حجم د کمښت له لارې چې عمومآ د پیسو بنسټ یا فزاینده ضریبونه محدود ځخه عبارت ده، کوښښ کوی ترڅو د اقتصاد کلی تقاضا(Aggregate Demand) لږه کړی.

۲٫ د پیسو انبساطی یا پراختیایی سیاست(ExpansionaryPolicies )
عبارت له هغه سیاست نه ده چې مرکزی بانک د پیسو حجم زیاتوی او د ربا نرخ ټیټوی ترڅو عمومی اقتصادی تقاضا ډیره کړی او پرختیا ومومی.

د پیسو د سیاست موخي Objectives of Monetary Policy

۱٫ د اقتصادی ودی تسریع Boosting Economic Growth
اقتصادی وده معمولآ د نا خالص تولید(Gross Domestic Product) زیاتوالی باندی تعبیر کیږی. البته ډیری وخت ولس هم په دغه تعریف کې شامل کیږی او په پایلې کې د یو هیواد د ودی ملاک د هغه هیواد د سرانه عاید سره(Per Capita Income) تړل کیږی. نو کله چې د یو هیواد سرانه عاید کې زیاتوالئ څرګندیږی دغه فیصدی تغییر ته مونږ اقتصادی وده(Economic Growht) وایو چې د ملی اقتصاد(Macreconomics) یوه اساسی موخه ده.

۲٫ د بشپړ کار زمینه برابرول Creation of Full Employment
د اقتصاد دوهم هدف د کار زمینه برابول ده. زمونږ منظور د بشپړ کار(Full Employment) څخه د بیکارئ مخه نیول(Eradication of Unemployment) او د تولید ټولو عواملو(Factors of Production) ته خصوصآ فعال او غوښتونکي بشری منابعو(Manpower) ته د کار برابرونه ده.

۳٫ د عمومی نرخونو د سطح تثبیت Stabilization of General Price Level
د پیسو د سیاست دریمه موخه دا ده چې په هیواد کې د نرخونو عمومی سطح ثبات پیدا کړی. په هغه شرایطو کې چې نرخونو باندی د پیسو پړسوپ او نور فاکټورونه اغیزې اچوي د یو مالی انقباضی سیاست څخه په استفاده د انفلیسیون کنټرول کیدای شی.

۴٫ د لګښت بیلانس تعادل Balancing of Balance of Payment
د هیواد په لګښت بیلانس(Balance of Payment) کې تعادل خلق کول هم د پیسو د سیاست یوه اساسی موخه ګنل کیږی. د تعادل نه منظور د صادراتو(Exports) او وارداتو(Imports) برابری او ورسره دی اسعارو د نرخ تثبیت ده.

د پیسو د سیاست ستراتیژیMonetary Policy Strategy
مرکزی بانکو د اقتصادی موخو تر لاسه کولو لپاره د قانون لخوا محول شوی دي او باید په خپلواکه(Independent) توګه د اقتصادی وضعیت سره سمې پریکړی وکړی. مرکزی بانک د خپلو دندو د اجرا لپاره نه یوازی استقلالیت ده اړتیالری بلکې یوی موثری ستراتیژی(Efficient Strategy) ته هم ضرورت لری ترڅو د دغه چوکاټ(Framework) په منځ کې مرکزی بانک انفلیسیون په صحی او مناسبه توګه کنټرول کړئ شی. د پیسو ستراتیژی د پیسو بازار(Monetary Market) او د محصولاتو بازار(Product Market) کې د بریالیتوب لپاره باید لاندی ځانګړتیاوی ولري.

۱٫ مثمریت یا ګټورتوب Effectiveness
هغه وخت موږ وویلئ شو چې د پيسو ستراتیژی موثره ده کله چې دغه ستراتیژی په بیلابیلو شرایطو کې یو روښانه پیام بازار ته وړاندی کړی چې د هیواد د پیسو مقامات یعنی مرکزی بانک د اقتصاد په هکله څه لومړیتوبونو(Priorities) څخه پیروی کوی.

۲٫ روڼوالی Transparency
د پیسو ستراتیژی باید هرومرو شفافیت او روڼوالی(Transparency) ولری، ځکه چې د دغه لارې نه یوه واضح ، ټینګه او مستحکمه اړیکه مرکزی بانک او نورو عوامو په ځانګړی توګه خصوصي څانګو سره ایجاد کیږی چې د مرکزی بانک دریځونه ښکاره کوی.

۳٫ دوام Continuity
د پیسو ستراتیژی نه یوازی د لنډې موده(Short-term) لپاره بلکې منځنئ(Mid-term) او طویلې مودې(Long-term) لپاره هم تداوم او تسلسل ولری توڅو اقتصادی فعالیتونه پری ډاډ او ویسا(Trust) و کړی.

د مرکزی بانک د پیسو سیاست ابزارونه
Monetary Instruments of Central Bank
معمولآ په ټولو هیوادونو کې د پیسو سیاست د اجرا دنده د مرکزی بانکونو په عهده وی. د دی لپاره مرکزی بانکونه د اقتصادی اهدافو ترلاسه کولو لپاره ابزارونو(Measures) ته اړتیا لری. د پیسو سیاست ابزارونه په دوه ډول یعنی کمی(Quantitative) او کیفی(Qualitative) باندی ویشل کیږی. کمی ابزارونه هغو ابزارونو ته وویل کیږی چې کولئ شی د پیسو حجم ته تغییر ورکړی لکه د قانوني سپما نسبت، د تنزیل دوباره نرخ، د آزاد بازار عملیات او د بانکونو د مالی نسبتونو تغییر ( نغدی او سرمایه) په دغو ابزارونو کې شامل دي.

بل خوا بیا کیفی ابزارونه هغو ابزارونو ته وویل کیږی چې مرکزی بانک د دغو نه په استفاده د پیسو د مصرف په څرنګوالی باندی اغیزی اچوي. لکه د لومړیتوبونو تعیین، د ارجحیتونو او اعتباری چتونه په ټولو اقتصادی څانګو کې، اخلاقی خوځښتونه، د قسطی او رهنی قرضونو د شرایطو ټاکنه، د ترجیحی نرخونو وجود، د قرضونو جیره بندی، او د اعتباری چتونو تعیین د کیفی ابزارونو ځني مثالونه دی.

عملی توضیح Practical Illustration
اسلامی اقتصاد او د پیسو سیاست

د IS منحنی د بازار د تعادل او LM منحنی د پیسو د بازار تعادل څرګندونه کوی. په پایله کې د پیسو د سیاست اجرا یوازی پر LM منحنی باندی اغیزی اچوی او د LM منحنی د ځای په څای کیدو سبب ګرزی. د پیسو زیاتوالی سره او د پیسو د عرضې ډیرښت سره (د پیسو پرختیایی سیاست) د LM منحنی راسته(ښی) او لاندی او د پیسو د حجم کمښت سره (د پیسو انقباضی سیاست) د LM منحنی پورته او چپ(ګس) لاسته انتقال کیږی. په لاندی انځور کې د پیسو پرختیایی سیاست اغیزې ښودل شوی دي. د دغه سیاست د پلی کیدو په اثر( د LM پهLM’ ) د تعادل ټکئ د Oe څخه ۱e ته منتقل کیږی چې د داسی حقیقت ښکاروندوئ ده چې د پیسو د انسباطی سیاست پلی کیدو سره د ربا نرخ ټیټیږی او درآمد/عاید زیاتیدو سره تعادل زیاتوالئ پیدا کوی.

لومړئ انځور: د پیسو سیاست

د هغه ځای نه چې د پيسو سیاست د تقاضا خوا ته سیاست ګنل کیږی، د دغه پلی کول هم یوازی د کلی تقاضا په منحنی باندی اغیزې منځته راوړی او په عمومی یا کلی عرضې باندی هیځ ډول تاثیر نلری. د پیسو پرختیایی سیاست پلی کول د کلی تقاضا(AD) منحتی ته راسته او لاندی خوا انتقال ورکوی.د پیسو انقباضی سیاست اجرا کول د کلی تقاضا منحنی (AD) راسته او لاندی خوا ته انتقالوی. همغسی چې لاندی انځور کې ښودل شوی ده د پیسو پرختیایی سیاست پلی کوونه د کلی تقاضا منحنی (AD) په راسته خوا انتقال کولو سبب ګرزی. د دغه انتقال په نتیجې کې (AD به AD’) د تعادل ټکئ د Oe څخه ۱e منتقل کیږی او د نرخونو سطح ۱pته او کلی تقاضا (ملی عاید) ۱y ته زیاتیږی.

دوهم انځور: د پیسو سیاست

د پيسو سیاست د کردار او اغیزو په هکه مختلف اقتصادی نظریات
Economic Thoughts about Role and Effects of Monetary Policy
د پيسو سیاست نقش(Role) او د دغه سیاست په اقتصاد باندې اغیزو(Effects) په اړه مختلفې اقتصادی مفکورې وجود لری. دغه نظریات د کینزیانو، پولیون، کلاسیکانو، نوی کینزیان او نوی کلاسیکانو په قالب کې مطالعه کیږی.

د کلاسیکانو نظر The Classical Thoery
د کلاسیکانو په اند د پیسو سیاست په حقیقی متغیراتو باندی اغیزې نلری او د دغه اجرا یوازی قیمت/نرخ ته تغییر ورکوی. په دغه اساس د عوایدو په توزیع(Distribution of Income) او د ټولنیز رفاه ، بهبود او هوساینې(Social Welfare) باندی هیځ اغیزې نلری.

د کینزیانو نظر The Keynessian Theory
د دی په مقابل کې کینزیان په دی باندی معتقده دی چې که د ځانګړي قیمت په مقابل کې د پیسو نومی حجم(Nominal Volume) ډیر شی دغه کار به د واقعی عرضې(Real Supply) د زیاتوالی سبب وګرزی ؛ چې په پایلې کې د تعادلی ربا نرخ به لاندی راشی او د دغه په تعقیب کې پانګه(Investment) اچونه او تولید په ډیر شی. په دغه ترتیب کار(Employment) او عاید به د تاثیر لاندی راشی چې دغه امر د رفاه او بهبود لپاره ګټور ده.

د پولیون نظر The Plian Theory
د پولیون افراطی موضوع دا بیانوی چې د موجودو سیاستونو څخه د پيسو سیاست کولئ شی په کلی تقاضا(Agreegate Demand) کې تغییر راولي او په دغه ترتیب تولید او قیمت د خپل تاثیر لاندی راولي.

د نوی کلاسیکانو نظر The Modern Classical Thoery
نوی کلاسیکان د عقلایی تمو(Rational Expecations) او د اجوری یا مزد(Wages) کې د نرمی(Flexibility) څخه خبرې کوی. دوی وایی که د پیسو سیاست د اټکلولو(Forecasting) اړ وی نو دغه سیاستونه به خنثی(Neutral) وی. اما که دغه سیاستونه د اټلکولو اړ او قابل نه وی نو په دی صورت کې په تولید او د ټولنې په هوساینې باندی تاثیر لرونکي دی.

د نوی کینزیانو نظر The Modern Keynessian Theory
نوی کینزیان د اجوری/مزد په اړه د بشپړ نرمی(Full Flexibility) نشتوالی باندی اعتقاد لری او استدلال کوی چې اقتصادی سیاستونه کولئ شی چې د اقتصاد حقیقی متغیراتو(Real Economics Variables) مثلأ په تولید(Production) باندی تاثیر وکړی.
اسلامی اقتصاد Islamic Economics
د اسلامی اقتصاد له دیده، ولس د اقتصاد برخه ده او د هغوی عکس نشی کیدای چې هرومرو صادق وی. په نیو کلاسیک(Neo-Classical) اقتصاد کې ټولنې ته د افرادو مجموعې په توګه کتل کیږی او خلک په دغه اقتصاد کې ډیر مهمه ځای لری. خلکو باندی تمرکز(Huma Orientation) او فردی خپلواکي(Personal Independence) هغه مفاهیم دی چې دغه مکتب(Economic School) ورباندی تاکید کوی. ولې په اسلامی اقتصاد کې خلک د اقتصاد برخه او د ټولنې برخه ګنل کیږی. د مثال په توګه که د فرد او ټولنې منافع(Interests) په ټولنې کې یو بل سره مقابل راشی هغه وخت د ټولنې نفع ارجحیت لری. په دی باید پوه شو چې اسلامی اقتصاد د آزاد بازار (Free Market ) اقتصاد ده. الله عزوجل انسانانو ته راز راز منابع ورکړی دی او هغوی یې د مبادله مقام کې یوځای کړی دی و یوازی بازار ده چې انسان د دغه تبادلی تحقق لپاره کاروی. د اسلامی اقتصاد هستو لخوا، کورنئ چې اسلامی تعلیم یافته هغه انسانی سرمایه ده چې د دغه کار لپاره کارول کیږی. په اسلامی اقتصاد کې د حکومت دنده هم کاملآ ستراتیژیک او تعیین کوونکي وی.

د پیسو سیاست او اسلامی اقتصاد
Monetary Policy and Islamic Economics
په دی هکله څو ټکي مهمه دی ، لومړئ دا چې د ربا نرخ او د هغه میکانیزم نشی کولئ چې د بانکی عملیاتو په قانون(Law of Banking Operation) کې د ربا نه جلا موقعیت ولری. دوهم دا چې، د ربا او احتکار(Speculations) په اړه چې د اقتصادی بحران(Economic Depression) او انفلیسیون(Inflation) اساسی علل دی، په دغه پورتني غیر اسلامی اقتصادی تحلیل کې شتون نلری. که دغه دوه ناوړې عناصر د اقتصاد نه حذف شی نو اقتصادی بحران او انفلیسیون به له منځه لاړ شی. دریم دا چې، بانک او د بانک عملیاتی په اسلامی بانکوالی کی له یو بله جلا نه دی. تامین شوی مالی تسهیلات د بانک لخوا دننیز(Internal) دی او د دغه حجم اقتصادی توان سره اړه لری. د پیسو بازار زایده بازار دی چې پر ربا، احتکار او د پیسو په کنز باندی استوار ده چې دغه ټول په اسلام کې تحریم شوی دی. بانک هم په دغه سیستم کې داخل دئ او اقتصادی توپیرونو(Economic Fluctuations) کې د جذب کوونکي په توګه لکه اقتصادی ضربات غوندی عمل کوی.

هغه مسله چې د پیسو په سیاست که معمولآ غوغا پورته کوی دا ده چې آیا مرکزی بانک(Cental Bank) کولئ چې په انبساطی اعمالو سرو د ټولنې د پیسو د ارزښت(Value) ټیټوالی سبب وګړزی او خلکو ته ضرر ورپه برخه کړی؟ په ډاګه ویلئ شو چې دغه سیاست په لویه کچه جایز نه ده. د دغه موضوع علت ټولنیز عدالت(Social Justice) سره اړه لری او ټولنیز عدالت د اسلامی بانکوالي بنسټ(Basis) ګنل کیږی. له بلې خوا د اسلامی عقایدو اساس پر مشارکت ولاړ دی او پانګه اوچونه نشی کیدای چې ثابته وی.

په افغانستان کې لا تر اوسه پورې د اسلامی بانکوالی قانون نه دی چمتو شوئ ولې عجیبه دا ده چې اسلامی بانکوالی شتون لری ! چې دغه مسلې د خلکو اذهان مغشوشه(Confuse) کړی دی چې د قانون نه بغیر خصوص بانکونه (Commerical Banks) په کوم اساس باندی اسلامی بانکوالی پیل کړې او خدمات وړاندی کوی؟ آیا دغه بانکوالی په اسلامی اصولو(Principles) باندی ولاړه ده؟ آیا داسی کومه کمیټه(Comittee) هم شتون لری چې د دغو بانکو فعالیتونه څیړي او د ضرورت په وخت دغه بانکونه مجازات کوی؟ آیا د اسلامی بانکوالی لپاره افغانستان کې بشری منابع شته؟ آیا مرکزی بانک سره د دغو اسلامی بانکونو اړیکې په ربا باندی ولاړی نه دی؟ ځکه چې د افغانستان بانک قانون په ربا ولاړ دی نو څنګه مونږ ویلئ شو چې اسلامی بانکوالې په افغانستان کې جایزه او د اعتباراو ډاډ وړ ده؟ په دی باندی باید هم مونږ حیران نشو چې په افغاستان کې اسلامی بانکوالې ښه پر مختګ نه دی کړئ او دغه څو کالو نه چې په افغانستان کې ځني بانکونو د اسلامی بانکوالی خدمات وړاندی کوی بی خونده غوندی وده لری او داسی ښکاری چې اسلامی بانکوالی به په افغانستان کې ناکامه شی! له بلې خوا نن په نړئ کې حتا لویدیځ اقتصاد پوهان(Western Economists) اسلامی بانکوالی پيشنهاد کوی ځکه چې دغو ورستیو کې اسلامی بانکوالی وشوه کړی د ربوی(Interest-Based) یا پخوانی بانکوالی (Conventional Banking) په پرتله ښه وده او پایلې ولری. ولې آیا د افغانستان خلک اسلامی بانکوالی نه خوښوی یا کوم بل علت ده؟ زما په اند افغانان په نړئ تر ټولو په اسلام کلک ولاړ خلک دی نو دا کیدای نشی چې اسلامی بانکوالی غوره نه کړی. زه دا فکر کوم چې د اسلامی بانکوالئ کم رنګي په افغانستان کې د پورتنیو معایبو(Limitations) له کبله ده چې د افغانسنتان په اقتصادی سیستم کې شتون لری. که په افغانستان کې د اسلامی بانکوالئ قانون جوړ شی او واقعآ په اسلامی اصولو باندی ولاړ وی او تش په نوم اسلامی بانکوالی نه وی نو اسلامی بانکوالی به وشی کړای چې افغانستان کې هم ښه وده او انکشاف ولری او هم د افغانستان ملی اقتصاد باندی ښی اغیزې واچوی مثلأ د اسلامی اقتصاد او بانکوالی له لارې کولای شو چې هغه ټول خلک چې په بانکوالی ویسا نلری او د بانکی خدمتونو څخه ګته نا اخلی د افغانستان مالی سیستم کې ګډ او شریک کړو چې دغه کار به د پیسو جریان (Circulation of Money) په افغانستان کې ګړندئ کړی، خلک به اقتصادی او مالی سیستم کې کډ شی،د افغانستان داخلی او بهرنی تجارت به انکشاف وکړی، ملی اقتصاد ته به چټکه وده ورپه برخه کړی او د اجتماعی عدالت او احسان(Al Fadle Wal Ihsan) اصول به ټولنې کې پلی شی.

دا د ذکر وړ ده چې کله د بانکوالی قانون چمتو کیږی ، د بانک د عمومی ټولنې څخه باید تایید او د تصویب(Approval) لپاره د دولت هیت ته ولیږل شی چې په افغانستان کې ولسی جرګه د دغه کار مسولیت(Responsibility) په غاړه لری. که چیرې افغانستان هم وغواړی چې اسلامی بانکوالی پیل کړی نو لومړی باید د د افغانستان بانک قانون د اسلامی بانکدارئ اساساتو سره برابری کړی. د مرکزی بانک د بانکی عملیاتو قانون باید هغه ټول اقتصادی سیاسی ابزارونه وړاندی کړی چې ربا پکې شامله نوی ځکه که مرکزی بانک د ربا پر بنسټ بانکوالی وکړی نو بیا اسلامی اقتصاد او بانکوالی د پښتنې لاندی رازی.او دوهم دا چې، د اسلامی بانکوالی قانون جوړ کړل شی او دغه قانون یوازی د نورو هیوادونو څخه اقتباس پر بنسټ جوړ نشی ځکه چې دغه تیره لسیزې(Decade) په افغانستان که دا په ډاګه کړ چې کاپي(Copied) شوی قوانین زمونږ هیواد ته موثره نه دی بلکې د افغانستان اقتصادی، ټولنیز، سیاسی فاکټورونو او نړیوال معیارونو په نظر کې نیولو سره سم د افغانستان بانکی قوانین باید چمتو او تصویب شی او که داسی ونشی او خصوص بانکونه دغه بهیر ته دوام ورکړی دا به د اسلامی بانکوالی او د افغانستان راتلونکې اقتصاد ته لویه ضربه ورکړی.

لیکوال: استاد محمد ظریف امین یار
لندن

نظرات

مطالب مرتبط

لیبرا، ارز مجازی فیسبوک سال بعد وارد بازار می‌شود

فیسبوک روز سه‌شنبه از طرح خود برای رمزارز یا پول دیجتالیِ لیبرا پرده‌ برداشت. چند …

Discover more from سیاح‌آنلاین

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue Reading