Home / اسلام / سیرت و شخصیت رسول الله (ص) / غوره پيشوا او انساني بيلګه

غوره پيشوا او انساني بيلګه

د اسلام سپيڅلي دين د بشريت د لارښوونې او توجيه لپاره ډيرې لارې او وسائل په کار اچولي، ترڅو د بشريت اراده او توجهات سمې لارې ته برابر کړي، کوم چه د هغوی دنيوي او اخروي سعادت په کې نغښتی دی. يو له دغه وسائلو څخه د ښه مقتدا، ښه پيشوا او ښې عملي نمونې په وړاندې کولو باندې ټينګار دی، کوم چه د خلکو همتونه د پيروۍ او متابعت لپاره هڅوي. د همدې مقصد په خاطر او له همدي امله، الله پاک خپل پيغمبران د بشريت د هدايت لپاره د دوی له مينځ څخه را استولي دي، تر څو پيغمبر د هغه هداياتو عملي ترجمه واوسيږي کوم چې د الله له طرفه ورته وحې کيږي او پيغمبران خلکو ته د هغې په رسولو باندې مکلف دي، شعيب عليه السلام خپل قوم ته فرمايي:
(وَمَا أُرِيدُ أَنْ أُخَالِفَكُمْ إِلَى مَا أَنْهَاكُمْ عَنْهُ إِنْ أُرِيدُ إِلَّا الْإِصْلَاحَ مَا اسْتَطَعْتُ)
ترجمه: زه هغه کار نه کوم، کوم چه تاسي له هغې نه منع کوم زه تر خپله وسه پورې يوازې ستاسې اصلاح کول غواړم.
دا خبره خو قرآنکريم د شعيب عليه السلام په هکله کړې ده، خو حقيقت دا دی چه ټول پيغمبران د خپل رسالت عملي نمونې وې، او هغه څه يې چه ويل، هغه يي په خپل عملي ژوندانه کې عملي کول، تر څو د دوی دا عملي التزام د نورو ډيرو دلايلو تر خوا د دوی پر صدق او ريښتينولۍ باندې دلالت وکړي، او له بلې خوا خلک په عملي ډول سره خپلې پيروۍ او متابعت ته وهڅوي، او د هغوی ذهني قناعت داسې برابر کړي چه د اسلامي ارزښتونو عملي کول ورته په ژوندانه کې ممکن شي، او د هوا او هوس کنترولول او صيقل کول هم ورته په عملي ژوندانه کي ممکن شي.
الله پاک په دي اړه چې د انسانانو لپاره پيغمبر بايد د انسانانو له منځه وي، داسي فرمايي:
(وَقَالُوا لَوْلَا أُنْزِلَ عَلَيْهِ مَلَكٌ وَلَوْ أَنْزَلْنَا مَلَكًا لَقُضِيَ الْأَمْرُ ثُمَّ لَا يُنْظَرُونَ وَلَوْ جَعَلْنَاهُ مَلَكًا لَجَعَلْنَاهُ رَجُلًا وَلَلَبَسْنَا عَلَيْهِمْ مَا يَلْبِسُونَ)
ترجمه: (دي کافرانو ويل چه ولې دا قرآن د پريښتې په واسطه نازل نه شو، نو که چيري موږ پريښته استولې وای، نو کار به ختم شوی وو (عقاب به نازل شوی وو) او دوی ته به انتظار نه ويستل کيده، او که موږ پيغمبر پريښته ګرځولې وای نو موږ به د هغه نه نارينه جوړ کړی وای او هغه څه به مو وراغوستي وو کوم چې دوی يې اغوندي). دا ټول د دې په خاطر چه که پيغمبر د بشر له جملې څخه نه وای نو د رسالت منکرينو به ويل چه دا رسالت او د دې رسالت د ارشاداتو عملي کول د بشريت د هدايت لپاره مناسب نه دي، او نه هم په بشري ټولنه کې د هغې د عملي کولو امکانات شته، ځکه چه هغه دملايکې په واسطه رارسول شوی دی، او د هغې عملي نمونه د بشر په مينځ کې نشته.
دا دعوه خو به منکرينو هم کوله خو د دوی تر خوا به هغه خلکو هم کوله کوم چه اسلام د يوې عقيدې په حيث مني اما هغه د ژوندانه د منهج او تګلاري په توګه نه مني او ترې انکار کوي، او يا هم اسلام د اخلاقي، عبادتي او عقيدوي مسائلو يوه مجموعه بولي اما د ژوندانه دټولو ډګرونو (سياسي، اقتصادي، اجتماعي، عدلي) د چارو دتنظيمولو توان پکي نه ويني، نوهغوي به هم د خپلو شبهاتو دترويج لپاره دلايل درلودل.
نو کله چه پيغمبران د انسانانو له مينځ څخه راوليږل شول، تر څو دا شبهات رد کړي، او داسي خلک چه د نورو غوندې غرائز او خواهشات لري، د نورو غوندې خوراک او څښاک کوي او همداسي کور او بازار کې ګرځي، تر څو د هغو ارزښتونو او احکامو عملي نمونه وي کوم چې په هغوی باندې د الله له طرفه نازل شوي، او د دې تر خوا او په دې مطلب باندې د تاکيد لپاره قرآنکريم په صريحو الفاظو هم د هغه په بشريت باندې تصريح وکړه، تر څو داسې څوک پيدا نه شي چه د هغه(صلي الله عليه وسلم) په ذات کې زياتوالی، مبالغه او غلو وکړي، او هغه(صلي الله عليه وسلم) د بشريت له ډلې نه وباسي،او د هغه صلي الله عليه وسلم د عملي نمونې موجوديت د خلکو دمتابعت د راجلبولو د عنصر په توګه تضعيف کړي، دا په داسي حال کي چه د بشر په جامه کي د هغه صلي الله عليه وسلم عملي نمونه وړاندې کول يو شرعي مقصد او هدف دي، الله پاک فرمايي:
(قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ يُوحَى إِلَيَّ) ترجمه: (ته ووايه چه زه ستاسي په څير بشر يم او ماته وحې کيږي)، په دې آيت کې څو مطالب څرګند دي: يو دا چې رسول الله صلی الله عليه وسلم خلکو ته دا ښيي چه زه ستاسي په شان بشر يم ټول هغه بشري خواهشات او رغبات په ما کې شته چه تاسې يې لرې، خو ماته دالله له طرفه وحې کيږي، چه هغه تاسي ته په پوره امانتدارۍ سره ورسوم او په هغې کي هيڅ ډول تغيير او تبديل نه راولم، او د هغي تر خوا به د دې وحې عملي نمونه اوسيږم، او تاسې ته به د دې دين دتطبيق او عملي کولو واقعي ټريننګ او تدريب درکوم، او بيا د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم د ژوند په آخر کې د هغه صريح امر وو چې ويې فرمايل: (لَا تُطْرُونِي كَمَا أَطْرَتْ النَّصَارَى ابْنَ مَرْيَمَ فَإِنَّمَا أَنَا عَبْدُهُ فَقُولُوا عَبْدُ اللَّهِ وَرَسُولُهُ) زما په هکله داسې مبالغه او زيات والی او غلو مه کوې کومه چې نصاراوو د مريم د زوي په هکله وکړه، زه د الله بنده يم، او تاسې ووايې چه هغه هم د الله بنده او د الله پيغمبر دی.
رسول الله صلي الله عليه وسلم پر همدې اساس د قرآنکريم عملي نمونه وه لکه چې عائشه رضي الله عنها وايي (کان قرآنا يمشي علی الارض) هغه قرآن وو چه په ځمکه يي حرکت کاوه. نو له دې کبله بايد مسلمانان دپيغمبر صلي الله عليه وسلم پيروي او متابعت وکړي او د هغه کردار او سيرت ته داسې بڼه وروانه غوندي چه په مسلمانانو کې د هغه د پيروۍ انګيزه او همت ضعيف کړي، د رسول الله صلی الله عليه وسلم په بشريت باندی په تاکيد سره تصريح شوې تر څو د رسول الله صلی الله عليه وسلم ژوند د مسلمانانو لپاره د قدوې حيثيت ولري چه مسلمانان د ژوندانه په ټولو خواوو کي د هغه پيروي وکړي. او څوک داسې ونه وايي چې هغه عملي نمونه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وړاندې کړه زموږ په وس او توان کې د هغه عملي کول نشته، موږ د هغه په کړنلارې باندې فخر کوو، نعت او درود ورباندې وايو، خو د هغه د متابعت توانمندي نه لرو، دا رنګه تعبير چه د بعضو مسلمانانو سلوک ګرځيدلی، د شريعت د روح او مقصد خلاف دی، او د رسول الله صلی الله عليه وسلم ژوند د يوې خوځنده او همت پاروونکي عملي نمونې (قدوې) نه بيرون باسي. او دپيغمبر صلی الله عليه وسلم د سيرت دا ډول لوست د اسلامي ويښتابه د لوست سره فرق او توپير لري، او الله پاک دا فرمايلي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغه چا لپاره پيشوا دی چې د اسلام په منهج باندې سم او درست ايمان لري، الله پاک فرمايي:
(لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآَخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا) ترجمه: په يقين سره چه تاسې ته رسول الله صلی الله عليه وسلم ښه پيشوا دی، هغه چاته چې الله پاک ته اميد لري او د آخرت ورځې ته او الله پاک ډير يادوي.
د همدې ډول کم همتي او غلط سلوک درلودلو په خاطر رسول الله صلی الله عليه وسلم د ژوندانه په مختلفو اړخونو کې مسلمانان د خپل عملي ژوندانه متابعت ته هڅولي د عباداتو په اړه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:
(صلوا کما رايتموني اصلي):
داسي لمونځ وکړې څرنګه چه ما وينې. (خ‍ذوا عني مناسککم): له ما څخه خپل مناسک زده کړې، او د ژوندانه د اسلوب په هکله له انس رضي الله عنه نه روايت دی. فرمايي چې درې نفره د رسول الله صلی الله بيبيانو ته راغلل او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د عبادت پوښتنه يې ورنه وکړه، او کله چې هغوی ته د دې بيان وشو، نو دوی هغه دځان لپاره کم وبلل، او ويې ويل چه موږ چيرې او رسول الله صلی الله عليه وسلم چيرې؟ هغه ته خو الله پاک مخکيني او راتلونکې ټولې ګناهګانې بښلي دي، نو يوه يې وويل چې زه به ټوله شپه لمونځ کوم او بل وويل چې زه به ټول عمر روژه نيسم، او بل وويل چې زه به ښځو ته نه لنډيږم او واده به نه کوم، او کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم راغی، نو ورته ويې ويل چې دا تاسې داسې خبرې کړي دي، زما دې په الله تعالی قسم وي چې زه له تاسې نه ډير د الله پاک څخه ډاريږم او تاسې نه ډيره تقوا لرم، اما زه ځينې ورځې روژه نيسم او ځينې ورځې بيا روژه خورم، د شپې لمونځ هم کوم او ويده کيږم هم، او ښځو سره نکاح هم کوم، او څوک چې زما له سنت نه مخ وګرځوي نو هغه له ما څخه نه دی.
___________________________________________
قافله مياشتنۍ مجله، د ۱۳۸۹ كال جوزا مياشت

نظرات

مطالب مرتبط

یتیمی که مسیر تاریخ را متحول ساخت

درست زمانی که بشریت در چنگ اژدهای ظلم ، استبداد، کفر و جهالت دست و …