د ذات السلاسل جګړه په اره معلومات

حضرت عمرو بن عاص رضي الله عنه د رسول الله صلى الله عليه وسلم په خدمت کې حاضر شو او ویې فرمایل: یا رسول الله صلى الله عليه وسلم! آيا تا زه غوښتۍ وم؟ د همدی جلیل القدر صحابی رضي الله عنه د اسلام قبلولو یوازې څلور میاشتی تیری شوې وې. حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ورته وفرمایل: ولاړ شه خپله وسله او جامی دې راوړه او بیا بیرته ماته راشه.

حضرت عمرو رضي الله عنه کورته ولاړ او دسفر لپاره یی تیاری ونیو او بیرته را غی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم اودس کاوه، یو څو شیبی یی په پاملرنه سره دخپل صحابی مخ ته وکتل، او بیا یی سر ښکته کړ او ورته ویی ویل زه غواړم چه تا دیوه لښکر د امیر په توګه ولیږم، او ددی سره یی ورته زیری ورکړ او ورته یی وویل: ته به په دغه جګړه کی کامیابیږی، غنیمت به هم تر لاسه کوی، حضرت عمرو بن عاص خپل سر درسول الله صلى الله عليه وسلم امر ته ټیټ کړ او ویی ویل ما خو دمال لپاره اسلام ندی منلی، ما خو یوازی داسلام لپاره اسلام منلۍ. ما یوازی ددی لپاره اسلام منلۍ چه ما ته درسول الله صلى الله عليه وسلم ملګریتوب را په پرخه شې، رسول صلى الله عليه وسلم وویل چه حلال مال که دصالح بنده سره وی نو هغه تر ټولو غوره مال دۍ،

د حضرت عمرو بن عاص رضي الله عنه په سرپرستی کی دغه دری سوه کسیز د سرښندونکو صحابه وو لشکر چه دکومی جګړی لپاره روان شو هغی جګړې ته ذات السلاسل یعنی دزنځیرونه څښتنه جګړه وایی، ددغه لښکر کوچیدل د موتې دغزا څخه داسلامی فوځ د راستنیدو یو څو ورځی وروسته وو، دموتې په غزا کې دمسلمانو دری زره کسیز لښکر د یو لک لښکر سره مخامخ شو، د حضرت زید بن ثابت، حضرت جعفر بن ابی طالب او حضرت عبد الله بن رواحه رضی الله تعالی عنهم غوندې دعظمت خاوند قایدین یو په بل پسې په شهادت رسیدلې وو، بیا حضرت خالد بن ولید دلښکر مشری په لاس کی ونیوله او په ډیره سرښندنه سره یی پاته لښکر په سلامتی سره را ستون کړ، ددغه لښکر دراستنیدو یو څو ورځی وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم ته اطلاع راغله چه دموتې په غزا کی بنو قضاعه درومیانو ملتیا کړې او دحالت څخه په ګټه پورته کولو سره په مدینه باندې دحمله کولو لپاره تا بیا نیسې، ددغه ګواښ دسر ځپلو لپاره محمد صلی الله صلی الله علیه وسلم دحضرت عمرو بن عاص په مشری کی یاد شوی لښکر ولیږه.

حضرت عمرو بن عاص دحضرت خالد بن ولید رضی الله تعالی عنهما سره یو ځای په اتم هجری کی مسلمان شوۍ وو، او په پوهه، زیرکتیا، ذهانت او فطانت کی په ټوله عربو کې یو ځانګړې مرتبه درلوده، داسلام منلو څلور میاشتیې وروسته یعنی اتم دجمادی الثانې (څلورمې خور) اسلامې لښکر وکوچید، تر اوسه لا په لاره کې وو چه دوۍ ته اطلاع راغله چه ددښمن شمیر ډیر دۍ، سر لښکر رسول الله صلی الله علیه وسلم ته داضافې کمک لپاره استازۍ ولیږه، رسول الله صلی الله دعبیده بن جراح رضي الله عنه په مشرې کې دوه سوه کسیز د مجاهدینو اضافې لښکر د مرستې لپاره ولیږه په دغه نوې فوځ کې د حضرت ابوبکر صدیق او حضرت عمر فاروق په څیر ډیر د لوړی مرتبې خاوند صحابه کرامو هم ګډون درلود، کله چه نوۍ لښکر راغۍ نو دا پوښتنه را منځ ته شوه چه اوس به داسلامې فوځ مشر څوک وې، یوه رایه دا را مخ ته شوه چه هر لښکر دې دخپل امیر په مشرې کې پاته شې، او هره ډله دې یو له بلې سره مرسته وکړې، حضرت عمرو رضي الله عنه تعالی عنه وویل چه رسول الله صلی الله د فوځ مشرتوب ماته سپارلۍ او تاسې زمونږ دمرستې لپاره راغلې یاست، تاسې هم باید په دا نور فوځ کې ور ګډ شۍ، نږدې وه چه اسلامې لشکر په دوو برخو ویشل شوۍ واۍ، حضرت ابو عبیده ابن جراح ( چاته چه دامت دامین لقب ورکړل شوۍ وو) رامخ ته شو او ویی ویل عمرو، تاته معلوم ده کله چه زه رسول الله صلی الله علیه وسلم رخصتولم ماته یی څه ویلې وو؟ هغه راته ویلې چه کله ته دخپل ملګرې سره یو ځاۍ شې نو تاسې دواړه دیوه بل خبره ومنۍ، نو اوس که ته زما دخبرې سره موافق نه یی زه درسول الله صلې الله علیه وسلم داطاعت له کبله ستا اطاعت کوم، دا یی وویل او مشرتوب یی عمرو بن عاص ته وسپاره.

اوس د پنځه سوه سرښندونکو دغه لښکر دورځی شپی مساپه وهله او په مخ روان وو، د حضرت عمرو بن عاص دا هڅه وه چه دښمن ته ددوۍ دراتګ خبر ونه رسیږې، نو له همدې امله یی زیاتره دشپې سفر کاوه، او دورځې به یی زیاتره په یوه ځاې کې پړاو اچاوه، دشمال لور ته دشپې په سفر کولو سره به ډیره یخنې وه، صحابه کرامو دا رایه ورکړه چه دیخنې د اثرکمولو لپاره دې داور بلولو اجازه راکړل شې، امیر داور بلولو اجازه ورنکړه، کله چه یخنې نوره هم زیاته شوه نو صحابه وو حضرت عمررض ته د اور بلولو لپاره وویل. هغه ابوبکر صدیق ته وویل چه ته عمرو بن عاص ته د اور بلولواجازې ورکولو لپاره ووایه، هغه ولاړ او دلښکر له امیر سره یی خبره وکړه، حضرت عمرو بن عاص ورته وویل چه داسې معلومیږې چه ملګرو په دې باره کې په وارو وارو غوښتنه کړې وې، هغه دا وارې په ډیره سختې سره ددوی غوښتنه رد کړه او ویی ویل: که ددوۍ څخه یو چا هم اور بل کړ هغه به په هغه بل کړې اور کې پخپله واچوم ( لا یوقد احد منهم نارا الاقذفنه فیها) حضرت عمر چه دغه ځواب واورید نو خوابدۍ شو، مګر حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه په زغم سره وویل: عمره ! حضرت محمد صلی الله علیه وسلم مونږ ته امر کړۍ چه مونږ به دیو بل خبره منو، په خپلو منځو کی به اختلافات نه پیدا کوو. عمره! کیداۍ شې رسول الله صلی الله علیه وسلم له دی کبله حضرت عمرو بن عاص زمونږ امیر مقرر کړۍ وې چه هغه دجګړې او حربې فنونو ډیر ماهر وې، رضی الله عنهم اجمعین خداۍ له دوی ټولو نه راضې دی.

کاروان په مخ روان وو، چیرته به چه ورسید نو دوی ته به دا اطلاع ورسیده چه دبنو قضاعه خلک دلته وو مګر دمدینی منورې څخه درسول الله صلی الله علیه وسلم دلښکر دکوچیدو په خبر سره ددې ځایه څخه وتښتیدل، کله چه تر ډیرې مسافی وړاندې اسلامی لښکر پسې ورغۍ دبنو قضاعه د لښکر پاتی برخې ته ورورسید، کله چه دواړه لښکره سره مخامخ شول د ټینګ عزم، دصف وحدت، دسمعی او طاعت، دشهادت دجذبې او درسول الله صلی الله علیه وسلم ددولت ددفاع له احساساتو څخه ډک اسلامې فوځ په وړاندې ډیر زر دکفارو لښکرپه شا وتمبید، دځینو صحابه وو دا رایه وه چه ددښمن لښکر باید تعقیب شې، لیکن امیر بیا په ډیره جدې توګه دوی منع کړل، داسلام لښکر څو ورځې هملته پړاو وکړ، په مخالفینو باندی داسلامې ریاست رعب کیناست، دشام تر پولو پورې داسلامې ریاست سرحدونه محفوظ شول او اسلامې لښکر کامیاب او فاتح بیرته راستون شو. په مسلمانانو کې هر لور ته دخوښۍ او اطمنان څپې خورې شوې.

په یوه مناسبه موقع کې دصحابه کرامو څخه ځینو درسول الله صلی الله علیه وسلم په حضور کې دخپل امیر عمرو بن عاص په باره کې څرګندونې وکړې اودغه لاندې څلور ټکې یی یاد کړل:

– په ډیرو سختو یخو شپو کې یې هم مونږ ته داور بلولو اجازه رانکړه.
– دحضرت ابوعبیده دلښکر را رسیدو وروسته یی هم په خپل امیر پاته کیدو ټینګار کاوه.
– ددښمن له ماتې وروسته یی دمات شوې لښکر تعقیبولو اجازه رانکړه.
– هغه یو سهار داوبو په موجودیت کې تیمم وکړ او امامت یی وکړ، پداسې حال کې چه دۍ دجنابت په حالت کې وو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم عمرو بن عاص راوغوښت او دغه څلور سره پوښتنې یی ورته مطرح کړې، ده ورته وفرمایل: یا رسول الله صلی الله علیک وسلم د دښمن شمیر زیات وو مونږ ددښمن له څاره او دجاسوسانو څخه په پټه سفر کاوه. ځکه ماته دا ویره وه چه که چیرې زه داور بلولو اجازه ورکړم نو دښمن ته به زمونږ اصلې تعداد معلوم شې.

ددوهمې پوښتنې یی هماغه ځواب ورکړ کوم چه یی په سفر کې صحابه کرامو رضي الله عنه ته ورکړۍ وو، هغه داسې چه یارسول الله صلی الله علیک وسلم تا زه امیر ټاکلۍ اولیږلۍ وم دغه ملګرې دمرستې لپاره راغلې وو.

او ددریمې پوښتنې ځواب دادۍ چه ما دوۍ ځکه ددښمن له تعقیبولو څخه منع کړل چه ما ته دا ویره وه چه مبادا داسې نه چه دښمن مونږ ته کمین نیولۍ وې او خداۍ مکړه چه زمونږ فتح په ماتې بدله نشې.
رسول الله صلی الله علیه وسلم دعمرو بن عاص د دښمن له څاره دمحفوظ پاته کیدو، دمسلمانانو په صفوفو کې دیو والې او نظم بر قرار ساتلو او دخپلو ملګرو دحفاظت له پاره ترسره شوې اقدامات صحیح وبلل.

دڅلرمې پوښتنې په باره کې ورڅخه وپوښتل: یا عمرو اصلیت باصحابک وانت جنب؟ ای عمرو آیا تا خپلو ملګرو ته پداسې حالت کې جماعت ورکړ چه ته جنب وې؟ ده په ځواب کې ورته وویل: ای رسول ص! اوبه ډیرې سړې وې ما د الله تعالی دا حکم ولید چه ویلې یی دې: ولا تقتلو انفسکم ان الله کان بکم رحیما (النسآء ۴: ۲۹) خپل ځانونه په هلاکت کی مه اچوۍ، الله تعالی پر تاسې رحم کوونکۍ دی، رسول الله صلى الله عليه وسلم په موسکا شو اوهیڅ تبصره یی پدې خبره ونکړه.

دغه ټولی پیښې داحادیثو او سیرت په مختلفو کتابونو کې په تفصیل سره موجودې دې. دمختلفو روایاتو اسناد او صحت هم مختلف دی. ددې په اساس مختلفه فقهی بحثونه او مناقشې هم را منځ ته کیدای شې. دځینو جملو دصحت او سند په باره کې هم پوښتنې کیدای شې، لیکن مونږ باید دا حقیقت په ‌ذهن کې تازه وساتو چه زمونږ اصلې مسولیت ددغه واقعاتو څخه دلاس ته راغلو درسو څخه پند او عبرت اخستل او په هغوی عمل کول دی. راځی اوس په همدې نیت سره دځنیو برخو مطالعه کوو.

0. دمسولیتونو تعین همیشه د مرتبې، یا په یو اسلامې حزب کې دتیر کړې وخت او سابقی په بنا نه ټاکل کیږې، د حضرت عمرو بن عاص یوازې څلور میاشتې داسلام دنعمت څخه دګټې اخستلو وتلې وې( یعنی مسلمان شوی وو). رسول الله صلى الله عليه وسلم دده دجنګې استعداد، دهغې سیمې سره دده بلدیت او دده هوښیارتیا او زراکت ته په کتلو سره له شلو شلو کلونو څخه راهیسی په اسلامی ټولنه کې د مشرانو په توګه موجود کبار صحابه کرام دده په قیادت کې ولیږل، حضرت عمرو بن عاص او حضرت خالد بن ولید رضی الله تعالی عنهما چه کله داسلام منلو لپاره تشریف راوړ نو حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دوی ولیدل او ویی فرمایل: رمثکم مکة بفلذات کیدها مکی نن څپله دزړه ټوټې ستاسی خواته غورزولې، دهمدغو دوو کسانو څخه اسلامی تحریک ډیر تاوانونه هم وګالل، نن چه کله دوۍ دنبوت دنور اسیران دمدینې خواته را کش کړل شول نو د نبوت غیږ د ډیر زیات رحمت له کبله دمحبت په لمن کې ونیول. ددوی دعزت او احترام په خاطر یی لوی لوی صحابه حضرت ابوبکر، حضرت عمر او دامت امین عبیده بن جراح رضی الله تعالی عنهم دده تر مشرتوب لاندې ولیږل، که چیری اسلامې تحریک نوې راتلونکو کسانو ته ښه راغلاست نه ویلاۍ، دهغوۍ د زړونو لاسته راوړلو او تکریم بندوبست یی نه واۍ کړی نو کیدای شوای هیڅکله دومره قوې، منظم او کامیاب نه واۍ. د اسلام قبلولو څو میاشتی او د ذات السلاسل جګړې دوې میاشتی وروسته یعنی د روژی په میاشت اتم هجری دمکی تاریخی فتح واقع کیدله او حضرت خالد بن الولید رضي الله عنه دڅلورو مختلفو لورو څخه مکی ته داخلیدونکو اسلامی لښکرو څخه دیوه لښکر مشری کوله، یعنی داسلام قبلولو تقریبا شپږ میاشتی وروسته. تر دی دمخه دموتی په غزا کی د دریو قایدینو له شهادته وروسته اسلامی لښکر دده په مشری کی صحابه کرام رضي الله عنه دمرګ له کومې څخه په ایستلو سره، داسلام دقبلولو تقریبا دری میاشتی وروسته یی، سیف الله یعنی دخدای دتورې لقب تر لاسه کړی وو.
0. اسلام ته دنوی راغلی ملګری په دوی باندی دامیر په حیث ټاکلو سره ددغو لوړو شخصیتونو څخه دیوه لخوا هم لږ شانته تردد، ملاحظه، یا نا رضایتی او نا خوښی هیڅ یوه اشاره هم نشوه څرګنده، دغه حقیقت مونږ ته دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم لخوا د ټاکل شوی آخری لښکر، داسامه بن زید رضي الله عنه په باره کی هم ښکاریږی.
0. کله هم چه دمرستی غوښتنه وشوه نو حضرت محمد صلى الله عليه وسلم سمدستی لوړ رتبه شخصیتونه ورولیږل، خپل ملګری یی دغسی پرینښودل.
0. کله چه د دوو کسانو څخه دیوه کس دمشرټاکلو مرحله راورسیده نو حضرت عمرو بن عاص رضي الله عنه خپل دلایل وړاندی کړل نو حضرت عبیده بن جراح رضي الله عنه سمدستی په خپله ورمخته شو اوپخپله مشرکیدلو څخه لاس اخستلو اعلان یی وکړ پداسی حال کی چه ده ته د رسالت له درباره څخه دامت دامین لقب ورکړل شوی وو، رسول الله صلی الله علیه وسلم نه تنهایوازی ځوانان او نوی مسلمانیدونکی دعملی قیادت د تجرباتو او تربیت څخه تیرول بلکه په څپله غټ صحابه کرام یی هم دیو روښانه نمونې په توګه وړاندی کړل تر څو دهغوی له نظم ودسپلین، غوږ نیولو او غاړه ایښولو له روح څخه نوې ملګری هم ګټه پورته کړې.
1. دیوه بل اروا خیال ساتلو عملی نمونه هم را څرګنده شوه، عمر فاروق رضي الله عنه ته دعمرو بن عاص دپریکنده انداز معلوم وو او دخپل عادت او مزاج په باره کی ورته تر دی زیات علم وو، حضرت عمر داور بلولو داجازې لپاره نرم مزاجه اود ستر شخصیت خاوند صدیق اکبر رضي الله عنه ته دا غوښتنه ولیږله، ددې په خاطر چه داسی نه چه خدای مکړه کوم تاو تریخوالۍ رامنځته نشې.
2. کله چه امام تیمم کړی وو او پنځه سوه په اوداسه دعظمت خاوند صحابه کرامو پده پسی اقتدا کړې وه، دا پوښتنه هم مطرح وه چه دغسل په ځای تییم کیدای شی کنه؟ او دا پوښتنه هم مطرح وه چه ټوله په اوداسه دې امام دغسل په ځاۍ تیمم کړۍ دی نو آیا دمقتدیانو لمونځ به صحیح هم وی که نه، لیکن هیڅ چا دغه فقهی مسله داختلاف باعث ونه ګرزوله، هیڅ چا ونه ویل چه لمونځ را ګرزوو او جلا جماعت کوو، ټولو په جماعت او په کامل ډاډ سره لمونځ ادا کړ. درسول صلى الله عليه وسلم په مخکې چه دا مسله وړاندې شوه نو ده هم په موسکا او چوپتیا باندی بسنه وکړه، فقهی علماوو ددی پیښې څخه دواړه نتایج لاسته راوړې. یوې ډلې موسکا او چوپتیا جواز او تاکید ګڼلی، درسول الله صلى الله عليه وسلم موسکا هم د شریعت دمسایلو فیصله کوې، رسول صلى الله عليه وسلم هیڅ چا ته دده دلمونځ د نه صحیح کیدو او بیرته را ګرزولو امر ندۍ کړۍ، ولې خو بیا بلې ډلې درسول الله صلى الله عليه وسلم دغه خبره چه آیا ته جنب وی او د خپلو ملګرو جماعت دې وکړ؟ یعنی په تییم سره یی جنابت ختم نشو، لیکن داولې ډلې علماو دا رایه ده چه رسول الله صلی الله علیه وسلم خو یوازې دهغه صحابه وو پوښتنې تکرار کړې، پخپله خو یی په موسکا او چوپتیا سره د حضرت عمرو رضي الله عنه د موقف ملاتړ وکړ. په دغه حواله سره هم دا څرګندیږې چه تر ټولو اساسې امر دادۍ چه دغه رنګه فقهی اختلافات او رایی نه صحابه کرامو داختلاف او جلا والې سبب وګرزاوه او نه یی هم دغه مباحثی او مجادلی اساس وګرزاوه.
3. که څه هم حضرت عمرو رضي الله عنه ته رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپله زیرۍ ورکړۍ وو چه ته به فاتح راستنیږې لیکن قاید دلشکر یوازې د رسول صلى الله عليه وسلم په زیرې اکتفا ونکړه بلکه خپل کوشش او تدبیر یی هم وکاراوه، هر هغه حکمت او کوشش یی غوره کړ کوم چه دجګړې ګټلو لپاره ضرورې وو. په قیادت او نظم دسپلین کې یی هیڅ چا ته شک پرینښودیوازی یوه لښکر او یوازې یوه امام، یوه مشر تر مشرې لاندې یو ځاۍ او متحد وساتل. ددښمن له څاره څخه دځان ساتلو پخاطر یی دشپی سفر، داور نه بلول، او ددښمن دکمین څخه دمحتاط اوسیدوپخاطر یی دوۍ دماتې با وجود یی تعقیب نکړل، دغه ټوله کارونه دکوشش او عمل ښکارندوی دې، که یوازې په زیرو اکتفا کوونکۍ قیادت واۍ نو بیا شاید دغه زیرۍ هیڅکله حاصل شوۍ نه واۍ.
4. رسول الله صلی الله علیه وسلم چه کله د دښمن له عزایمو او اسلامې ریاست ته په مخکې پرتو ګواښونو څخه خبرشو نو هغه صلى الله عليه وسلم جګړه ددښمن خاورې ته انتقال کړه. او په خپله ور مخکې شو او دفتنې سر کوټنه یې وکوله. هیڅکله داسې نده پیښه شوې چه دنورو جګړه دې محمد صلى الله عليه وسلم خپلې خاورې ته را انتقال کړې وې او دجګړې اور دې بل کړۍ او دښمنانو ته دې په هغه دتیل پاشلو موقع مساعده کړې وې.
5. په دغه سفر سره او دلویو صحابه وو په قیادت کولو سره عمرو بن عاص رضي الله عنه په زړه کې دا تصور پیدا شو چه شاید د رسول الله په وړاندې دده مقام او مرتبه تر ټولو لوړه ده، پخپله روایت کوې چه زه رسول الله صلی الله علیه وسلم د ذات السلاسل جګړې ته تلونکې لښکر دمشر په حیث ولیږلم.په کوم لښکر کې چه حضرت ابوبکر او عمر رضي الله عنه هم وو. زما په تصور کې دا خبره راغله چه رسول الله صلی الله علیه وسلم زه دابوبکر او عمر رضی الله عنهما امیر دغسې بې څه نه یم ټاکلۍ درسول الله صلۍ الله علیه وسلم په زړه کې زما قدر ومنزلت تر دوۍ دواړو به زیات وې ځکه یی دغه پریکړه کړې، زه راغلم او پوښتنه مې وکړه اې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته تر ټولو زیاته مینه له چا سره لرې؟ ده یو ناڅاپه وویل چه دعایشې رضی الله تعالی عنها سره ما ورته وویل یا رسول الله صلى الله عليه وسلم زه ستا څخه ستا د کورنو په باره کې پوښتنه نه کوم. ده راته وویل چه دعایشې د پلار ابوبکر سره. ما ورته وویل چه دهغه څخه وروسته د چا سره ده وفرمایل دعمر سره بیا ما ورته وفرمایل وروسته له عمره د چا سره ده صلى الله عليه وسلم دیوه یوه صحابی نومونه را ته ښودو ما پدې خاطر نورې پوښتنې ځنې ونه کړې چه داسې نه زما نوم تر ټولو پای ته رانشې.
دغه پیښه هم داسلامې تحریک دهر عضوې لپاره د خصوصې اهمیت درلودونکۍ دۍ چه ده ته سپارل شوۍ مسولیت د الله تعالې او رسول صلى الله عليه وسلم په وړاندې دده دقدر ومنزلت تعینونکۍ ندۍ. نبوې مدرسی دنوې راغلې متعلم د زړه ګټلو پخاطر، دده د قاطع، محتاط او حکیمانه طبیعت ته په کتو سره ددې مسولیت لپاره یی دۍ وړ وګڼل او هغه درسول صلى الله عليه وسلم دغه باور په بشپړه توګه سرته ورساوه. مګر دمقام او مرتبی تعین او رسول صلى الله عليه وسلم ته دنزدیکت حصول دمسولیتونو په تعین سره نه څرګندیږې.
۱۲. درسول اکرم صلى الله عليه وسلم او صحابه کرامو زوندون دمسلسل کوشش څخه عبارت وو. تر اوسه دموتې دغزا دوې اونۍ لا نه وې وتلې چه د ذات السلاسل د لویې جګړې لپاره یی لښکر ولیږه. ددغې جګړې دوې میاشتې لانه وې تیرې شوې چه دمکې دفتحې لپاره لویه جګړه پیل شوه. په روزه کې مکه فتح شوه او تقریبا درې اونۍ وروسته دکوچنې اختر په پنځم اتم هجرې کې دحنین لپاره درسول صلى الله عليه وسلم لښکر روانیدو. دیوه لور څخه هم دغه غږ چا پورته نه کړ چه دیوې جګړې څخه لا په قرار شوې نه یو چه بلې ته لیږل کیږو ټولو په یوه غږ لبیک ورته وایو او کامیاب راستنیدل.

ليكنه: عبدالغفار عزیز
ژباړه: محمداکرم شیلګری

نظرها

Loading...

مطالب مرتبط

یتیمی که مسیر تاریخ را متحول ساخت

درست زمانی که بشریت در چنگ اژدهای ظلم ، استبداد، کفر و جهالت دست و …