Home / اسلام / قرآن و حدیث / په ايمان باندې استقامت

په ايمان باندې استقامت

عن أبي عمرو سفيان بن عبد الله (رضي الله عنه) ، قَالَ : قُلْتُ: يَا رَسُول الله ، قُلْ لي في الإسْلامِ قَولاً لاَ أسْأَلُ عَنْهُ أَحَداً غَيْرَكَ، قَالَ:(( قُلْ : آمَنْتُ بِاللهِ ، ثُمَّ استَقِمْ )) رواه مسلم .

د حديث تخريج: 

 دا حديث امام مسلم په خپل صحيح، كتاب الإيمان، باب جامع أوصاف الإسلام کې نقل کړی دی.

د راوي لنډه پيژندنه:

د حديث راوي سفيان بن عبد الله بن أبي ربيعة دی د طائف اوسيدونکی او د ثقيف د قبيلی سره يې تړاؤ درلود، نوموړی صحابي د عمر (رضي الله عنه) لخوا د طائف والي ټاکل شوی وو، داسې ښکاري چې نوموړي به د مکې له فتحې وروسته ايمان راوړی وي، د ژوند د حالاتو په هکله يې د تاريخ په کتابونو کې نور څه نه دي ليکل شوي.

 د حديث ژباړه:

ابو عمرو سفيان د عبد الله زوی (رضي الله عنه) وايي چې: ما رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ته وويل: «ما ته د اسلام په اړه يوه داسې خبره وکړه چې ستا پرته د هغې په اړه له بل چا څخه پوښتنه ونکړم، هغه راته وويل: چې ووايه: ما په الله ايمان راوړی دی، او بيا په دې خبرې کلک ودريږه».

 

د حديث تشريح:

ايمان په الله تعالی باندې پوره باور،يقين او تصديق ته وايي، او د ايمان معنی دا ده چې انسان په دې باور او يقين ولري چې دا موجودات پرته له کوم پيدا کوونکي څخه منځ ته نه دي راغلي، دا موجودات هرو مرو يو پيدا کوونکی لري، او بيا دغه پيدا کوونکی يو دی، هيڅ شريک او سيال نه لري، هغه د داسې ځانګړتياؤ او صفاتو خاوند دی چې په هيڅ ډول د موجوداتو سره يوشانته والی نه لري، هم دغه پيدا کوونکی د دې ټولو موجوداتو مالک، واکمن او اختيارمند دی، او هيڅ شی د هغه د واک او اختيار څخه بهر نه دی، ټول شيان د هغه د ارادې او غوښتنې پيرو دي، هغوی د ده له اوامرو سرغړونه نه شي کولی، هم دا په الله تعالی باندې د ايمان معنی ده.

په پورته معنی باندې ايمان څه غوښتنې لري او تر څو چې دغه غوښتنې پوره شوي نه وي نو د هغې پرته په الله باندې ايمان هيڅ معنی نه لري، او هغه غوښتنه دا ده چې کله يو انسان په پورته معنی باندې ايمان راوړي نو له هغې وروسته بايد ټولو هغو غوښتنو ته تسليم شي، کومې غوښتنې چې ورنه د دغو صفاتو څښتن کوي، د هغې د ټولو احکامو پيروي وکړي، او د ټولو هغو شيانو څخه ځان وژغوري له کومو څخه چې يې هغه منعه کوي، په ټولو هغو شيانو ايمان ولري په کومو چې ورته دغه ذات د ايمان لرلو حکم کوی، د هغه په پيغمبرانو ايمان، د هغه په راليږل شوو کتابونو ايمان، د قيامت په ورځ ايمان او په داسې نورو هغو شيانو ايمان چې انسان يې په خپل عقل معلومولی نه شي، او هغه د انسان د عقل له ساحې څخه بهر وی.

هم دغه مطلب دی چې نبي کريم (صلی الله عليه وسلم) ورته د دغه صحابی په پوښتنه کې جواب ورکوي، سفيان (رضی الله عنه) چې کومه پوښتنه کړې د هغې هدف هيڅکله هم دا نه دی چې هغه دې د اسلام د احکامو د عملی کولو څخه تيښته کوله، بلکې هغه د اسلام ديو داسې هر اړخيز مفهوم په هکله پوښتنه کوله چې د نبي (عليه السلام) د جواب وروسته د بل چا څخه د پوښتنې اړتيا پاتې نه شي، نو ځکه خو ورته وايي چې: «ما ته د اسلام په اړه يوه داسې خبره وکړه چې ستا پرته د هغې په اړه له بل چا څخه پوښتنه ونکړم»، ٍٍٍيعنې د اسلام يو داسې تعريف راته وکړه چې هر اړخيز وي، او بيا د بل چا څخه راته د پوښتنې اړتيا پاتې نه شي چې اسلام څه ته وايي او دا کار اسلام دی که نه دی، او يا دا شی به له اسلام څخه وي که نه به وي؟ او داسې نور.

د دغه سوال په جواب کې ورته نبي کريم (صلی الله عليه وسلم) ډيره لنډه خو د لويې معنی لرونکی خبره وکړه، او هغه دا چې ووايه: « ما په الله ايمان راوړی دی، او بيا په دې خبرې کلک ودريږه»، د دې خبرې هدف چې: «ما په الله ايمان راوړی دی» اقرار او تصديق دی، ځکه چې پرته له تصديق او باور څخه اقرار هيڅ فايده نه لري، او په دغه اقرار او تصديق د کلک ودريدو «استقامت» معنی د دې خبرې غوښتنې پوره کول دي، لکه چې مخکې وويل شول، نو په دې وړه فقره کې په ټول اسلام باندې عمل کول داخل دی، ځکه چې اسلام عبارت دی له تصديق، اقرار او عمل څخه، او دغه درې واړه ارکان په دې لڼده فقره کې شته، او د نبي کريم (صلی الله عليه وسلم) د جواب هدف هيڅکله هم دا نه دی چې يواځې د ايمان اقرار بس دی او عمل ته هيڅ اړتيا نشته، که د نبي (عليه السلام) هدف دا وی نو د (ثم استقم) بيا هيڅ معنی نه جوړيږي، او بله دا چې صحابي د اسلام په هکله پوښتنه کړې وه، او نبي (عليه السلام) ورله په ايمان باندې د اقرار کولو جواب ورکوي، نو معلوميږي چې په الله ايمان، د هغې اقرار او د هغې غوښتنې پوره کول پوره اسلام دی، او څوک چې په الله باندې د ايمان د اقرار وروسته د هغې غوښتنې نه پوره کوي نو په حقيقت کې هغه اسلام نه دی منلی.

هم دې مطلب ته الله تعالی په يو آيت کې اشاره کوي او وايي چې:

(إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَيْهِمْ الْمَلَائِكَةُ أَلَّا تَخَافُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتِي كُنْتُمْ تُوعَدُونَ) ]فصلت:۳۰[.

«په تحقيق سره هغه خلک چې وايي زمونږ رب الله دی، او بيا په دې خبره کلک ودريږي، نو په هغوي به فرشتې نازلې شي، چې ويره او غم مه کوئ، او په هغه جنتونو خوشحاله شئ، چې تاسو سره وعده شوې وه».

نو په دې آيت کې هم هغه خبره شويده کومه چې نبی کريم (صلی الله عليه وسلم) دسفيان (رضي الله عنه) په جواب کې وکړه، نو معلوميږي چې استقامت په دين باندې عمل کولو ته وايي، په الله باندې د ايمان د غوښتنو پوره کولو ته وايي، او پرته د الله په حکمونو باندې دعمل کولو، او بې د ايمان د غوښتنو د پوره کولو په ايمان باندې کلک ودريدل هيڅ معنی نه لري.

د دې حديث څخه د اسلام په هکله د پوهې د حاصلولو په اړه د صحابه کرامو ليوالتيا معلوميږي، چې هغوي څومره ديته ليواله وو چې د اسلام په اړه پوهه لاسته راوړي، او دپوهې هدف خپل معلومات ډيرول نه بلکه په هغې عمل کولو وو، چې د اسلام اصلي معنی او مفهوم وپيژني او بيا په هغې باندې پرته له کمي زياتي عمل وکړي.

بل طرف ته دا حديث د نبي کريم (صلی الله عليه وسلم) د جواب ورکولو او د خپلو صحابه کرامو د پوهولو د طريقې ډير ښه ښکارندوي دی، چې په څه ډول به هغه مبارک په ډيره اسانه توګه خپل صحابه پوهول، او خپل هدف به يې ورته په داسې اسانو بلکه هر اړخيزو ټکو روښانه کوو چې يو طرف ته په يې په اوريدو نه ستړي کيدل او به طرف ته به يې عمل کولو ته تشويقول.

نو لدې امله د حق لارويانو او د اسلام دعوتګرانو ته هم اړينه ده چې د حق په بلنه او د خلکود پوښتنو په ځوابولو کې له دغه نبوي تګلارې څخه ګټه پورته کړي، اسلام خلکو ته اسان معرفي کړي، په اسلام باندې يې عمل کولو ته داسې وهڅوي چې هغوي په خپله خوښه عمل ته تشويق شي، د خلکو د پوښتنو په ځوابولو کې د فلسفو، اوږدو بحثونو او مذهبی نظرياتو د وړاندې کولو څخه ډډه وکړي او په لڼدو، ساده خو هر اړخيزو ټکو هغوي ته قناعت ورکونکی جواب ورکړي، لوي الله دی مونږ د کلک ايمان خاوندان کړي او په ايمان دې راته د استقامت او کلک ودريدو توفيق راکړي، آمين.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دکتور رحمت الله زاهد

نظرات

مطالب مرتبط

قرآن عظیم الشان به شکل امروزی چگونه جمع آورى شد؟

سؤال طوري كه ميدانيد قرآن پاك به حضرت محمد صلى الله عليه وسلم به شكل …