د رښتيا او درواغو اغيزه (حدیث)

عن عبد الله بن مسعود (رضي الله عنه)، عن النَّبيّ (صلى الله عليه وسلم)، قَالَ: (إنَّ الصِّدقَ يَهْدِي إِلَى البرِّ، وإنَّ البر يَهدِي إِلَى الجَنَّةِ، وإنَّ الرَّجُلَ لَيَصدُقُ حَتَّى يُكْتَبَ عِنْدَ اللهِ صِدِّيقاً، وَإِنَّ الكَذِبَ يَهْدِي إِلَى الفُجُورِ، وَإِنَّ الفُجُورَ يَهدِي إِلَى النَّارِ، وَإِنَّ الرَّجُلَ لَيَكْذِبُ حَتَّى يُكتَبَ عِنْدَ الله كَذَّاباً).

 د حديث تخريج

دا حديث امام بخاري (رحمه الله) په خپل صحيح، كتاب الأدب، باب قوله تعالی: وكونوا مع الصادقين كې نقل کړی دي.

 د صحابي لنډه پيژندنه عبد الله بن مسعود بن غافل يې نوم، ابو عبد الرحمن يې کنيه ده، د هذيل د قبيلې سره يې تړاو درلود، نو ځکه ورته الهذلي ويل کيږي، د ده مور ام عبد نوميده، او له دې امله به ورته ابن ام عبد هم ويل کيده، دی د لومړنيو مسلمانانو څخه دی، د عمر فاروق (رضي الله عنه) څخه يې هم مخکې اسلام قبول کړی دی.

 

د اسلام سبب يې دا وو چې نوموړي به چيلۍ څرولې، يوه ورځ رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د ده څنګ ته تيريده، د ده په اجازه يې يوه وچه چيلۍ راونيوله ، هغه يې ولوشله چي شيدې په کې راپيدا شوې، د دغه منظر په ليدلو عبد الله اغيزمن شو او ايمان يې راوړ.

نوموړی به هر وخت د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) سره ګرځيده، د هغه مسواک، څپلۍ او د اوبو کوزه به ورسره وه، ده حبشې ته هم هجرت کړی وو، نبي کريم (صلى الله عليه وسلم) ورته د جنت زيری ورکړی وو، د نوموړي ډير فضيلتونه په حديثو کې ذکر شوي دي، ډير لوی عالم او په قرآن کريم پوهيدونکی صحابي وو، ډير حديثونه ترې هم نقل شوي دي، نوموړی د هجرت په ۳۲ کال په مدينه کې وفات شو، عثمان بن عفان (رضي الله عنه) پرې جنازه وکړه، او په بقيع کې خاورو ته وسپارل شو (رضي الله عنه).

 

د مفرداتو معنی

۱

– الصِّدقَ: رښتيا، ۲- يَهْدِي: لارښوونه کوي، ۳- البرِّ: نيکي، ۴- الرَّجُلَ: سړی، ۵- الكَذِبَ: درواغ، ۶- الفُجُورِ: ګناه، ناوړه کار، ۷- النَّارِ: اور.

 

د حديث ژباړه

 

عبد الله بن مسعود (رضي الله عنه) د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) وينا نقل کوي چې: «رښتيا نيکۍ ته لارښوونه کوي، او نيکي د جنت لاره ښيي، يو سړی به رښتيا وايي تر دې چې د الله په وړاندې به هغه رښتيا ويونکی وليکل شي، او درواغ د ګناه طرف ته لارښوونه کوي، او ګناه د اور لاره ښيي، يو سړی به درواغ وايي، تر دې چې د الله په وړاندې به درواغجن وليکل شي».

 

د حديث تشريح

 

رښتيا هغه اخلاقي ځانګړتيا ده چې په دنيا کې پرې د انسان ټول کړه وړه تلل کيږي، هم دا رښتيا ده چې انسان ته د نورو انسانانو په منځ کې اعتماد او باور وربخښي، هم دا رښتيا ده چي انسان د ګناهونو څخه ساتي، هم دا رښتيا ده چې د انسان د مخ رڼا زياتوي، او د بدمخۍ، بې باورۍ، بې اعتمادۍ او په ټولنه کې يې د شرم او حيا د له لاسه ورکولو څخه ساتي.

رښتيا انسان د ګناهونو څخه ساتي او د نيکيو لاره ورښيې، او درواغ انسان په ګناهونو زړور کوي، ځکه چې د خپلو ګناهونو د پټولو لپاره به له درواغو څخه ګټه پورته کوي.

هم دغه لامل دی چې الله تعالي د ايمان خاوندانو ته له تقوی څخه وروسته د رښتينو خلکو د ملګرتيا حکم کوي او ورته وايي چې: ﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ ﴾ [ التوبة : ۱۱۹ ]، ژباړه: «ای د ايمان خاوندانو له الله څخه ويره وکړئ او د رښتينو خلکو سره ملګري شئ»، د دې آيت څخه معلوميږي، چې يو انسان به هلته د تقوی څښتن کيږي، کله چې هغه د رښتينو خلکو ملګرتوب غوره کړي، د هغوي سره په يوه لار روان شي، د ژوند په ټولو شيبو کې د هغوی سره مل وي، او د رښتينو خلکو څخه هغه خلک هدف دي، چې هغوی د حق طرف ته دعوت او بلنه ورکوي، ځکه چې د ټولو څخه ستره رښتيا حق دی، او لوی درواغ باطل او د باطل ملګرتوب دی.

کوم خلک چې د رښتينو خلکو ملګرتوب کوي، هغه په خپله هم د دغه عالي صفت څښتن کيږي، او کوم خلک چې د درواغجنو او ناوړه خلکو په مجلس کې کښيني پاڅي، د هغوی سره ملګرتوب کوي، نو هرو مرو له هغوی څخه اغيزمن کيږي، او په هغه اخلاقي مرض اخته کيږي، په کوم چې هغوی اخته وي، ځکه چې ملګرتوب هرو مرو اغيزه لري، او يو ملګری د بل څخه اغيزمن کيږي.

که يو څوک دا فکر کوي چې که زه په شخصي ژوند کې د ايمان او تقوی څښتن يم، نو د ناوړه او درواغجنو خلکو ملګرتوب، د هغوی سره ناسته پاسته، د هغوی سره اړيکې جوړول، د هغوی افکار تائيدول به، زما تقوی ته کوم زيان وانه ړوي، نو دا هغه خيال دی چې قرآن کريم يې په دې آيت کې رد کړی دی.

په دغه ډول رښتيا هغه څه دي چې انسان ته فکري، او ذهني آرام او اطمينان وربخښي، او درواغ د هغه په زړه کې خفګان او نا آرامي پيدا کوي، کيدای شي کله د رښتيا ويلو له امله انسان ته د يو لوی زيان د رسيدلو ويره وي، او د درواغو له امله هغه ته د يوې لويې دنيوي ګټې هيله وي، خو په دواړو کې به توپير دا وي چې د رښتيا ويلو له امله به د زيان سره د هغه ذهن او نفس مطمئن وي، د هر ډول ذهني فشار څخه به خلاص وي، او په اوچتو سترګو به د خلکو سره مخ کيږي، خو بل طرف ته که د درواغو له امله يوه دنيوي ګټه لاس ته راوړي نو د ذهني فشار سره به مخ وي، نفس به يې مطمئن نه وي، او هم به د خلکو په مخ کې ټيټ سترګی وي.

 

ځکه خو د اسلام ستر لارښود محمد (صلى الله عليه وسلم) ويلي دي: ( دَعْ مَا يَرِيبُكَ إِلَى مَا لاَ يَرِيبُكَ ؛ فإنَّ الصِّدقَ طُمَأنِينَةٌ ، وَالكَذِبَ رِيبَةٌ), ژباړه: «کوم شي چې تا په شک کې اچوي هغه پريږده، او هغه څه واخله چې تا په شک کې نه اچوي، ځکه چې رښتيا د اطمينان، او درواغ د شک وسيله ده».

د دې حديث څخه په ښکاره معلوميږي چې رښتيا د انسان په زړه کې خوښي او په نفس کې اطمينان او آرام پيدا کوي، او درواغ د انسان په زړه کې شک پيدا کوي، او د نفسي فشار سره يې مخ کوي.

كه مونږ په دنيا کې هغو خلکو ته وګورو چې د هغوی د ژوند ډيره برخه په رښتيا ويلو کې تيريږي، په درس تدريس، او د اسلام په دعوت او بلنه کې تيږيږي، د حق په ملګرتوب او د حقپالو په مجلسونو کې تيريږي، نو هغوی د اقتصادي او مالې کمزورۍ سره هم ډير لږ د ذهني فشار سره مخ کيږي، خو هغه خلک چې د خپل ټولنيږ موقعيت له امله يا د تجارت او سوداګرۍ د راکړې ورکړې له امله درواغ وايي نو د هغوي د ذهني فشار، او د ژوند د ناآرامۍ او بې اطمينانۍ کچه ډيره لوړه وي، سره له دې چې هغوی به اقتصادي او مالي ستونزې نه لري.

ځکه خو نبي کريم (صلى الله عليه وسلم) په ځانګړې توګه سوداګرو ته په خپله سوداګرۍ کې د رښتيا ويلو اهميت داسې بيانوي: (البَيِّعَانِ بالخِيَار مَا لَمْ يَتَفَرَّقَا ، فَإنْ صَدَقا وَبيَّنَا بُوركَ لَهُمَا في بيعِهمَا، وإنْ كَتَمَا وَكَذَبَا مُحِقَتْ بركَةُ بَيعِهِما ).

ژباړه: «پيرودونکی او پلورونکی دواړه تر هغې چې سره جلا شوي نه وي ( د سودا د مجلس تر پايه) واک لري( چې په خپله سودا کې تجديد نظر وکړي) ، که دواړو رښتيا وويل او هر څه يې ښکاره کړل، نو د هغوی په سودا کې به برکت واچول شي، او که کوم عيب يې پټ کړ او درواغ يې وويل نو د سودا برکت به يې له مينځه لاړ شي».

خرڅونکی بايد د خپل مال په هکله اخيستونکي ته پوره معلومات ورکړي، که عيب او نقصان په کې وي، هغه دې ورته ووايي، تر څو هغه پرې پوهه شي، نو يا به يې واخلي يا به يې پريږدي، په دې صورت کې به الله تعالي د خرڅونکي په ګټه کې برکت واچوي او هغه به ورته د نورې نفعې لامل وګرځوي، او اخستونکی هم بايد د خپلو روپو په اړه پوره معلومات ورکړي، هسې نه چې د هغه د مال په مقابل کې کوټه روپۍ ورکړي.

دا ټول هغه نصحيتونه دي چې اسلام يې خپلو پيروانو ته کوي، او د هر قسم اخلاقي مفاسدو څخه يې ساتې، ځکه چې په دې سره د دوی ټولنه پياوړې کيږي، او د اخلاقي مفاسدو له امله د دوی ټولنه له منځه ځې، او په ټولنيزو اخلاقو کې رښتيا هغه صفت دی چې د ټولنې ډيرې ستونزي پرې له منځه تللی شي، او درواغ د هغو ټولنيزو مفاسدو څخه دی چې ډيرې ستونزې ترې پيدا کيدای شي، که د يوې مسلمانې ټولنې غړي په ځان کې د رښتياويلو صفت پيدا کړي، نو د دوي تر مينځ به ډيرې شخړې له منځه لاړې شي، تر دې چې محاکمو ته به د تللو اړتيا هم نه پيدا کيږي، او هم به د ګناهونو کچه ډيره راټيټه شي.

الله تعالي دې زمونږ د ټولنې غړو ته په رښتياوو د خپل ژوند د سمبالولو توفيق ورکړي، او مونږ ټول دې د هر راز درواغو څخه وژغوري. آمين.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دکتور رحمت الله زاهد

نظرها

Loading...

مطالب مرتبط

از مناظر رستاخیز (روز قیامت)

قرآن کریم در اماکن مختلف بویژه در سوره های مکی با اسلوب وبیان منحصر بخود، …