د بې ګټې کار څخه ځان وژغورﺉ (حديث)

عن أبي هريرة (رضي الله عنه)، قَالَ: قَالَ رَسُول الله صلى الله عليه وسلم: (( مِنْ حُسْنِ إسْلامِ المَرْءِ تَرْكُهُ مَا لا يَعْنِيهِ )).

د حديث تخريج:

دا حديث امام ترمذي (رحمه الله) په خپل سنن، کتاب الزهد، باب: «من حسن اسلام المرء، د حديث نمره ده: ۲۳۱۷

 دحديث مفردات:

حُسْنِ: ښه والی، غوره والی، بهتر ، المَرْءِ: سړې، دلته ترې هدف انسان دی، نارينه وي که ښځينه. تَرْكُهُ: ترک پريښودلو ته وايي، پريښودل د ده دي. يَعْنِيهِ: له اعتناء څخه اخيستل شوی دی، اهميت، ګټې او فائدې ته وايي.

 د حديث ژباړه:

ابو هريرة (رضي الله عنه) وايي چې: رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي: «ديو انسان د اسلام غوره والې او بهتري په دې کې ده چې بې اهميته، (بې ګټې او بې فائدې) شی پريږدي».

 د حديث تشريح:

اسلام په دنيا او آخرت کې انسان ته د ګټې د رسولو دين دی، اسلام غواړي چې انسان ته هر اړخيزه ګټه ورسوي، داسې ګټه چې هم ورڅخه په دنيا کې فائده واخلي او هم ترې د اخرت په نه ختميدونکي ژوند کې.

هم دغه لامل دی چې اسلام خپل پيروان د ټولو هغو کارونو څخه منع کوي، کوم چې په دنيا او اخرت کې هغه ته تاوان او زيان رسوي، او د هغوکارونو امر ورته کوي کوم چې ده ته ګټه رسوي.

 ډير ځله يو انسان خپل ژوند په بېهوده او بې هدفه کارونو کې مصرفوي، داسې کار سر ته رسوي چې نه يې په دنيا کې څه فايده په لاس ورځي او نه يې په اخرت کې څه ثمره ليدلای شي، بلکه د وخت د ضائع کيدو لامل کيږي، چې د وخت بې ځايه تيرول هم، د انسان لپاره ستر زيان دی، ځکه چې په دنيا کې د ښه کار د تر سره کولو مخه نيسي.

دغه ډول کارونه اسلام په ټوله کې ښه نه ګڼې، يا خو يې له سره حرام کړي دي، او يا داسې دي چې که په ښکاره حرام نه دي نو لدې کبله چې د انسان د وخت د بې ځايه تيريدلو لامل کيږي او د يو انسان د ژوند د اساسي هدف مخه نيسي نو هغه هم ناروا بلل کيږي.د مثال په ډول ځينې د ساعت تيرولو داسې لوبې، ټوکې ټکالې چې د وخت د ضائع کولو پرته نور هيڅ ګټه نه لري، نه جسم ته ګټه رسوي او نه ذهن او روح ته.

 له دې برسيره داسې خبرې اترې، يا په داسې مسائلو کې بحث کول چې د عملي ژوند سره تړاؤ نه لري، هم د «ما لا يعني» يا بې هدفه او بې ګټې کارونو په لړۍ کې شميرل کيږي، ځينې خلک د داسې مسائلو په اړه پوښتنې کوي، يا پرې خپل مجلسونه ګرموي چې نه په دنيا کې انسان ته ګټه رسوي او نه په اخرت کې او نه يې د عملی ژوند سره څه سرو کار وي، دغه ډول بحث مباحثه هم شرعا ناروا ده ځکه چې دغه کار د انسان قېمتي وخت ضايع کوي.

دا حديث د يو مسلمان لپاره ستر درس دې چې هغه بايد، ځان په باهدفه کارونو او خبرو کې مشغول کړي، په ځانګړې توګه، اسلام ته بلونکي او د حق د لارې لارويان بايد په داسې کارونو او خبرو کې ځان مشغول نه کړي چې اصلي هدف ترې پاتې شي او بلې خوا ته روان شي.

 د حق د لارې دښمنان او انسان شکله شيطانان د تل لپاره کوشش کوي چې حق ته بلونکي د خپل اصلي هدف نه په يوه او بله پلمه واړوي، کله هغوي په يو کار کې مشغولوي او کله په بل کار کې، کله يوه خبره ورمخې ته کړي او کله بله، کله پرې يو تور ولګوي او کله پرې بل، تر څو هغوي د خپل ځان څخه په دفاع کې مشغول او اصلي او اساسي کار ترې پاتې کړي، دعوتګران بايد دغه کارونو او خبرو ته ځير شي چې نه ښايي ، په بې هدفه کارونو او خبرو، خپل اصلي هدف هير او په بې ګټې کارونو کې مشغول شي، الله تعالې دې مونږ له هر ډول بې ځايه کارونو او خبرو څخه په امان کړي،

آمين.

و صلى الله عليه وسلم

ر حمت الله زاهد

نظرها

Loading...

مطالب مرتبط

از مناظر رستاخیز (روز قیامت)

قرآن کریم در اماکن مختلف بویژه در سوره های مکی با اسلوب وبیان منحصر بخود، …