Home / اسلام / قرآن و حدیث / د” الغاشية” سورت تفسير

د” الغاشية” سورت تفسير

بسم الله الرحمن الرحيم

هَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ الْغَاشِيَةِ (۱) وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ خَاشِعَةٌ (۲) عَامِلَةٌ نَاصِبَةٌ (۳) تَصْلَى نَارًا حَامِيَةً (۴) تُسْقَى مِنْ عَيْنٍ آنِيَةٍ (۵) لَيْسَ لَهُمْ طَعَامٌ إِلَّا مِنْ ضَرِيعٍ (۶) لَا يُسْمِنُ وَلَا يُغْنِي مِنْ جُوعٍ (۷) وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَاعِمَةٌ

 (۸) لِسَعْيِهَا رَاضِيَةٌ (۹) فِي جَنَّةٍ عَالِيَةٍ (۱۰) وَنَمَارِقُ مَصْفُوفَةٌ (۱۵) وَزَرَابِيُّ مَبْثُوثَةٌ (۱۶) أَفَلَا يَنْظُرُونَ إِلَى الْإِبِلِ كَيْفَ خُلِقَتْ (۱۷) وَإِلَى السَّمَاءِ كَيْفَ رُفِعَتْ (۱۸) وَإِلَى الْجِبَالِ كَيْفَ نُصِبَتْ (۱۹) وَإِلَى الْأَرْضِ كَيْفَ سُطِحَتْ (۲۰) فَذَكِّرْ إِنَّمَا أَنْتَ مُذَكِّرٌ (۲۱) لَسْتَ عَلَيْهِمْ بِمُصَيْطِرٍ (۲۲) إِلَّا مَنْ تَوَلَّى وَكَفَرَ (۲۳) فَيُعَذِّبُهُ اللَّهُ الْعَذَابَ الْأَكْبَرَ (۲۴) إِنَّ إِلَيْنَا إِيَابَهُمْ (۲۵) ثُمَّ إِنَّ عَلَيْنَا حِسَابَهُمْ (۲۶)

پېليزه:

 دالغاشية مبارك سورت دمکي سورتونو له جملې څخه دي دموجوده قرآني ترتيب په اعتبارسره اته اتيايم او په نزول کې اته شپېتم سورت دي ، په شپږويشتو اياتونوباندې مشتمل دی او د الذاريات له سورت څخه وروسته رانازل شوی دی.

د سورت نوم (الغاشيه) له همدې لومړني ايت څخه اخيستل شوی دی

 د نزول زمانه:

دا سورت د نبوت په لومړني دور کې رانازل شوی دی او دا هغه زمانه وه چې محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم عام دعوت پيل کړی ؤ او د مکې خلکوبه په عمومي توګه ورته غوږ نيوه اوغور به يې پرې کاوه.

 

مناسبت او مضمون:

 

دا سورت د مؤمنانو اوکافرانو اوصاف او د جنت او دزوخ احوال په لږ شانته تفصيل سره بيانوي کوم چې په سورت الاعلی کې په اجمالي توګه بيان شوي دي هلته راغلي دي :

سَيَذَّكَّرُ مَنْ يَخْشى وَيَتَجَنَّبُهَا الْأَشْقَى، الَّذِي يَصْلَى النَّارَ الْكُبْرى تردې پورې چې: وَالْآخِرَةُ خَيْرٌ وَأَبْقى . او تفصيل يې په دې اياتونوکې شوی دی: چې فرمايي: عامِلَةٌ ناصِبَةٌ، تَصْلى ناراً حامِيَةً تراخره پورې

 

ددې سورت موضوعات په دې توګه دي:

 

۱- :دقيامت د ورځې د سختيو، کړاوونو او ستونزو بيان.

۲- : دمؤمنانو د سعادت او د کافرانو د شقاوت او بدمرغۍ بيان.

۳-: دجنتيانو غوره اوصاف او ښکلي حالتونه بيانول

۴- : د دوزخيانو د بدوحالتونو څرګندول

۵- :د الله تعالی د وحدانيت، قدرت،حکمت او د علم اثبات او په دې اړه د دلايلو بيان.

۶- :په پای کې الله تعالی خلکو ته د دې يادونه کوي چې تاسې دقيامت په ورځ الله تعالی ته د حساب کتاب لپاره ورګرځيدونکي ياست.

 

لغوي مفردات:

 

۱- الْغاشِيَةِ پټونکي: چې د قيامت د ورځې نوم دی

۲- خاشِعَةٌ :: خوار او ذليل

۳- عامِلَةٌ ناصِبَةٌ داسې عمل به په دنياکې ترسره کړي چې ورباندې ستومانه شي او دقيامت په ورځ ورته هيڅ ګټه ونه رسوي

۴- تَصْلى ناراً حامِيَةً ګرم کړل شوي اورته به داخل شي

۵-. عَيْنٍ آنِيَةٍ .ډيره ګرمه چينه.

۵- ضَرِيعٍ:يوډول اغزي ناک بوټی دی چې خورا زيات تريخ دی لکه کورغ يازقوم.

۶- لا يُسْمِنُ وَلا يُغْنِي مِنْ جُوعٍ چې نه چاغول کوي اونه لوږه دفع کوي

۷- { وجوه يومئذ ناعمة } :ځېنې مخونه به په دغه ورځ ښکلي،تراوتازه وي .

۸-{ لسعيها راضية } هغه ښه عملونه چې په دنياکې يې ترسره کړي ،د هغو د ثوابونو له کبله به ورڅخه په اخرت کې راضي اوخوښ وي .

۹- لاغية : له لغوې څخه اخيستل شوی دی اولغوه عبث اوباطلې خبرې ته ويل کيږي .

۱۰-{ أكواب } :دکوب جمع ده هغوګلاسونوته ويل کيږي چې لاستي ونه لري او د چينې پرغاړه د اوبوڅښلولپاره کېښودل شوي وي.

۱۱-{ نمارق } :نمارق د نمرقة جمع ده تکيو او د ناستې چوکيوته ويل کيږي.

۱۲- مصفوفة: يوه تکيه له بلې سره قطارکېښودلوته وايي

۱۳-{ زرابي مبثوثة } شمله لرونکي کوچني فرشونه چې د ناستې لپاره غوړول شوي وي

 

ژباړه:

 

د الله په نوم چې ډير مهربان او زيات رحم لرونكى دى

۱- ايا تاته د هغه خوريدونكي افت خبر رسيدلى دى ؟

۲- چې ځينې مخونه به په هغه ورځ ويريدونکي اوخوار وي

۳- سخت زيار ايستونكي ستړي كيدونكي به وي

۴- سخت ګرم اورته به ننوتونکي وي

۵- د خوټېدلې چينې اوبه به هغوته د څښلو لپاره وركول کيږي.

۶- نه به وي دوی ته خواړه پرته له اغزي لرونکې ترخې ونې څخه.

۷-چې نه به پرې چاغيږي اونه به يې لوږه پرې ايسته كيږي

۸- ځېنې مخونه به په هغه ورځ کې ښايسته تراوتازه وي

۹- په خپلو كړنو به خوشاله وي .

۱۰ په لوړ اوشانداره جنت کې به وي

۱۱- هيڅ چټي خبره به هلته نه اوري

۱۲- په هغه كې به جاري بهېدونكې چينه وي

۱۳- په هغه كې به لوړ لوړ د ناستې تختونه وي

۱۴- ډکې پيالې به ايښودل شوې وي

۱۵- په دغه جنت کې به څنګ په څنګ پريړ بالښتونه ايښودل شوي وي.

۱۶- او ښکلي فرشونه به غوړيدلي وي ( داخلك يى نه منى )

۱۷- نو ايا دوی اوښانوته نه ګوري چې څنګه پيدا كړى شوي دي ؟

۱۸- اوايا اسمان ته نه ګوري چې څنګه اوچت كړای شوى دى

۱۹- او ايا دوی غرونو ته نه ګوري چې څنګه درول شوي دي ؟

۲۰-او ايا دوی ځمکې ته نه ګوري چې څنګه غوړول شوې ده ؟

۲۱- نوته يې پوهه کړه او نصيحت ورته وکړه ، ته يوازې نصيحت كوونكی يې

۲۲- هيڅکله ته پر هغوی په زوره مسلط کړل شوی نه يې چې په زوريې مسلمان کړې.

۲۳- البته كه څوك مخ واړوى او انكار وكړي

۲۴- نو الله به هغه ته درنده سزا وركړي

۲۵- د دې خلكو بېرته راګرځېدل همدا زمونږ لوري ته دي

٢٦- بيا د هغو حساب همدا زمونږ كار دی.

 

د قيامت سختۍ اود دوزخيانو احوال:

 

له الغاشية څخه مرادقيامت دی چې پر ټولومخلوقاتوباندې چاپېريږي او د هغه اغېزه به په ګردو مخلوقاتو باندې چاپيره وی ، دلته ترې مراد هغه افت دی چې پر ټوله نړۍ به خپريږي.

په دې ځای کې بايد داخبره په ياد ولرو چې دلته په مجموعي توګه داخرت د ټولو احوالو يادونه کيږي چې د عالم له دړې وړې کېدو څخه نېولې دټولو انسانانو د بيا راپورته کيدو اود الله تعالی د عدالت له مخې دمکافات اومجازات د ترلاسه کولو ټول پړاوونه پکې راځي.

د (وجوه) له لفظ څخه دلته مراد اشخاص دي،ځکه چې د انسان په وجود کې خورا ښکاره برخه اوجزء دهغه مخ دی چې په هغه سره دانسان شخصيت ښه پېژندل کيږي اوپه انسان چې کوم حالتونه اوکيفيتونه تيريږي هغه ټول د ده له مخ څخه څرګنديږي،نوځکه دلته دانسان د شخصيت پرځای مخونه راغلي دي.

په اخرت کې به تکليف ايستونکي انسانان ستړي اوستومانه کيږي اوځينې مفسرين وايې چې له (عاملة ناصبة) څخه مراد د دنياحالت دی څومره خلک چې په دنياکې دي هغوی به خورا زيات زيار باسې تر دې چې ستړي اوستومانه به شي خو دا چې دا زيارونه دالله تعالی لپاره نه دي نوځکه به د قيامت په ورځ بې ګټې اوعبث ځي،دلته به په دنياکې هم تکليفونه ګالي اوهلته به په اخرت کې هم په تکليفونوباندې اخته کيږي.

(تصلی نارا حامية،تسقی من عين انية)

کله چې د دوزخ ګرمي د دوی په زړونوکې سخته ګرمي رامنځ ته کړي دوی به بې اختياره نارې اوسورې جوړې کړي چې تږي يو تږي يو،دوی به ګمان کوي چې په اوبوباندې به د دوی تنده ماته شي،په دغه مهال به دوی ته ديوې ايشېدلې اوګرمې چينې اوبه ورکول کيږي چې د هغو له څښلو سره سم به د دوی شونډې اومخونه وريتيږي اوله نسونوڅخه به يې کلمې توييږي او بيابه ژر بېرته سره جوړيږي اوپه دې ډول به دتل لپاره په عذاب باندې اخته وي.

(ليس لهم طعام الا من ضريع)

ضريع په دوزخ کې يوه اغزي داره ونه ده چې په تريخوالي له شبرق او يا له کورغوڅخه زياته ترخه ده اوپه ګرموالي کې د دوزخ له اورڅخه ګرمه ده،کله چې دوزخيان په دوزخ کې له لوږې وارخطا شي نو داسې نارې سورې جوړې کړي چې وږې يو وږي يو نو همدا ضريع به دوی ته ورکول کيږي.

په قرانکريم کې په ځينوځايونوکې راغلي دي چې دوزخيانوته به دخوراک لپاره زقوم ورکول کيږي اوپه ځيني ځايونوکې راغلي دي چې دوې ته به غسلين (د دوزخيانو وينې اوزوې) ورکول کيږی اودلته ويل شوي دي چې دوی ته به ضريع ورکول کيږي په حقيقت کې په دې ويناګانوکې څه اختلاف اوضديت نشته دی، ځکه چې د دې مقصد دا کيدی شي چې په دوزخ کې به ډيرې درجې وي چې په هغوکې به دبېلابېلو ګناهونو والا اچول کيږي اوهغوی ته به بېلابيل عذابونه ورکول کيږی.

 

د مخلصو مسلمانانو احوال:

 

ځينې انسانان به په دغې ورځ کې تازه اوښايسته وي يعني خوښ به وي چې د دوی کوښښونه او زيارونه پرځای شول او د خپلو تکليفونو او زيارونوګټه يې په ښه توګه ترلاسه کړه

په جنت کې به هيڅوک هم چټي اوبېکاره خبرې نه اوري او د ذلت او اهانت هيڅ يوه نښه به هلته نه موندل کيږي

( فيها عين جاريه)

په جنت کې به يوه عجيبه چينه وي اوځينې نورمفسرين وايي چې له دې څخه مراد جنس اوبه دي، معنا دا چې په جنت کې به اوبه ډيرې وي.

په جنت کې به دناستې ځايونه لوړ لوړ وي او د اوبودڅښلولپاره به ډکې پيالې موجودې وي چې کله دوی وغواړي پرته له ډيله اوتکليفه به يې نوش کوي.

په دغه جنت کې به څنګ په څنګ بالښتونه کېښودل شوي يعني په ډير نزاکت اوپه ښه ترتيب سره به غوړول شوي وي،کله به پر يوه تکيه لګوي اوکله پربل باندې

اوپه جنت کې به د جنتياتو لپاره ښکلي فرشونه غوړيدلي وي نو په هر مهال او په هرځای کې چې جنتيان وغواړي هلته به د ارام کولو اودتګ اوراتګ تکليف نه وي

حاصل داچې مؤمنان به له خپلو کړيوکارونو سره چې په دنياکې يې ترسره کړي وو راوستل شي او د خپلو کړنو د نتايجوپه ليدلوسره به خوشحاله شي اوهغوی ته به دا ډاډګېرنه ورکړل شي چې که په دنياکې يې د ايمان اوپرهېزګارۍ د ژوند په غوره کولو سره خپلې نفسي غوښتنې قربان کړي دي ،دفرايضو په سرته رسولو کې يې چې کوم کړاونه زغملي دي ،د الهي حکمونوپه عملي کولو کې يې چې کومې ستونځې ګاللي ،له ګناهونو څخه دځان ساتنې په هلوځلوکې يې چې کوم تاوانونه ګاللي دي اوله ګټواوخوندونوڅخه يې ځانونه بې برخې کړي داټول په حقيقت کې خوراګټور تجارت ووچې په بدل کې ورته پورتنی حالت نصيب شو.

لدې وروسته په هغه ژوندانه خبرې شوي چې له مرګه وروسته راځي.

 

د الله تعالی د قدرت نښې:

 

(افلاينظرون الی الابل کيف خلقت)

که دا خلک د اخرت د دې خبرو په اوريدو سره وايې چې داټول کارونه څنګه کيدای شي، دغه مړي به څرنګه راژوندي کيږي؟ د قيامت دغه سترې پيښې به څرنګه رامنځ ته کيږي؟ او داسې نور. نو ايا دوی په خپل شا او خواکې کې نه ګوري چې اوښ څنګه جوړ کړل شوی دی چې د نورو حيواناتوپه نسبت دهغه شکل اوځانګړتياوې خورا عجيبې اوغريبې دي او دې ته فکرنه کوي چې دا اسمان څنګه اوچت کړل شوی دی ؟دا غرونه څنګه خښ کړل شوي دي او دې ځمکې ته نه ګوري چې څنګه غوړول شوې ده؟که داټول شيان پېداشوي دي او دوی يې په سترګو ګوري،نوقيامت ولې نشي راتلای؟هلته بله دنيا ولې نشي جويدلای؟اوجنت او دوزخ ولې نشي موجوديدلای ؟دتعجب خبره ده چې کافران دالله په قدرت اوحکيمانه انتظاماتوباندې نه پوهيږي ؟دا خو ديوه ناپوهه اوبې فکره انسان کار دی چې په غړيدلو سترګو چې څه موجود شيان ګوري د هغوپه هکله خو دا فکر کوي چې دا خوحقيقت دی او امکان لري ،ځکه چې هست شوي دي اوکوم شيان چې د ده له سترګوپناه دي نو د هغوپه اړه پرېکړه کوي چې هغه له سره نشي کيدلای اوله امکان څخه وتلی کار دی.

 

د پيغمبر دنده:

 

(فذکر انما انت مذکر)

کله چې دا خلک په دې واضحو دلايلوکې فکر نه کوي نوته هم د دوی په هکله زيات فکر مه کوه،ځکه چې ته يواځې د پندورکولو لپاره ورليږل شوی يې که دوی سره له دې معقولودلايلو خبره نه مني نو نه دې مني تاته داکارنه دی سپارل شوی چې په منکرانوباندې يې په زورسره ومنې،ستاکار يواځې دا دی چې خلکو ته د صحيحو کارونو اوبدو چارو ترمنځ توپير وکړې اوپه خطا لار د روانېدو له انجام څخه يې خبرکړې ،ته يواځې خپله وظيفه سرته ورسوه.

او هغه کسان چې د الله تعالی له طاعت څخه مخ اړوي او د هغه له اياتونوڅخه انکارکوي هغه د اخرت په لوی عذاب او د الله تعالی له سختې سزا څخه ځان نشي ژغورلای په يقيني توګه هغوی يوه ورځ ځمونږ په لور راتلونکي دي اومونږ به له هغوې څخه ديوې يوې ذرې حساب اخلو.

 

ليکنه: مولوی امين الله ازره وال

نظرات

مطالب مرتبط

قرآن عظیم الشان به شکل امروزی چگونه جمع آورى شد؟

سؤال طوري كه ميدانيد قرآن پاك به حضرت محمد صلى الله عليه وسلم به شكل …