د اصلاح بنست د شعيب عليه السلام په دعوت كی

د شعیب علیه السلام په کیسه کې قرآن موږ ته د اصلاح او سمون لارې په ګوته کوي، یوه سمونګر او مصلح ته ډیر اړین بريښي چې په دا رنګه لارو تګ وکړي، ترڅو بلنه او دعوت یې ځای ونیسي خبرې یې تاثیر پیدا کړي او په پایله کې ټولنه د سمون په لوري وخوځوي، الله جل جلاله د شعیب له خبرو حکایت کوي او وایي:

  (وَمَا أُرِيدُ أَنْ أُخَالِفَكُمْ إِلَىٰ مَا أَنْهَاكُمْ عَنْهُ ۚ إِنْ أُرِيدُ إِلَّا الْإِصْلَاحَ مَا اسْتَطَعْتُ ۚ وَمَا تَوْفِيقِي إِلَّا بِاللَّهِ ۚ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ)

اراده نلرم د دې چې مخالفت وکړم له تاسې سره (او را تګ وکړم په) هغه کار چې تاسې ترې منع کوم، اراده نلرم زه مګر (ستاسې) د اصلاح څو مې چې توان کیږي، نه دی بریالیتوب زما (په رسولو د حق کې تاسې ته) مګر(په مرسته او کمک د) الله، خاص په همدغه الله توکل کړی دی ما، او خاص د همده په لوري رجوع کوم.
له دې خبرې سره لږ تم کیږو چې وايي:

(وَمَا أُرِيدُ أَنْ أُخَالِفَكُمْ إِلَىٰ مَا أَنْهَاكُمْ عَنْهُ)

شعیب علیه السلام خپل قوم ته په خپل دې قول کې ټینګار کوي او ورته وایي چې زه هغه کړنې نه ترسره کوم، حال دا چې تاسې ترې منع کوم، دا یو لوی درس دی د سمونګر لپاره، د هر پیاوړي دعوتګر لپاره دا اړینه ده چې د خپلو ټولو ګړنو پوره خیال وساتي، د هرې خبرې چې کوي یې ځای وپيژني، د هرې کړنې په اړه پوره سوچ وکړي، د دعوتګر عمل په خلکو کې تر خبرو ډیر اثر لري، خلک عمل ویني، د داعي ښایسته خطبې ځای نشي نیولی، له حکمت څخه ډکې خبرې یې په ټولنه کې بدلون نشي را وستلی، عقل ماتوونکي وعظونه او نصیحتونه یې تل بې ګټې دي مګر هغه وخت چې تر ټولو مخکې په خپله د خپلې وینا سر سم عمل وکړي، د ټولو اسلامي غوښتنو پوره ساتنه وکړي، دا خبره د یوه ریښتیني دعوتګر او سمونګر لپاره ډیره مهمه ده، قول او عمل یې باید سره ورته وي، د همدې لپاره الله جل جلاله په هغه خلکو ملامتي ویلي چې نورو ته د نیکۍ امر کوي خو خپل ځانونه له یاده باسي، خبرې ښې کوي خو عمل یې بل شان دی الله جل جلاله وايي:

(أَتَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنسَوْنَ أَنفُسَكُمْ)

آیا امر کوئ خلکو ته په نیکۍ او له یاده باسئ خپل ځانونه.
د آیت دوهم بند ته لږ ځیر کیږو چې شعیب علیه السلام وايي:

(إِنْ أُرِيدُ إِلَّا الْإِصْلَاحَ مَا اسْتَطَعْتُ)

وګوره چې شعیب د اصلاح هیله لري او همدا یې یوازنۍ هیله ده، د الله لپاره د ټولنې سمون غواړي په دې اړه هیڅ مادي او دنیوي هدف نلري، د تاریخ په اوږدو کې همدا د ټولو نبیانو هیلې او هدفونه وو، په همدې سره بریالیتوب ترلاسه کیږي، او همدا لار د یوه ریښتیني دعوتګر تګلاره ده چې پایلې یې کیدونکي بریاوې دي، داعي باید یوازې د خپل رب لپاره ګام پورته کړي ترڅو هڅې یې بریالۍ شي او زړه یې تسکین ومومي.
اصلاح باید یوازنۍ هیله وي، په اصلاح کې د نفس او هوس غوښتنې باید شاملې نه وي، له دنیوي او مادي غرضونو څخه پاکې وي، چې دا رنګه اصلاح ته په پای کې بریالیتوب او کامیابي لیکل شوې، ځکه همدا د حق لاره ده، او حق تل بریالۍ دی، شخصي او نفسي غوښتنې اخر خپل ځان را برسیره کوي، څښتن یې رسوا کیږي، سپکیږي او له زیانکارانو څخه شمیرل کیږي.
حق به څنګه نه کامیابیږي حال دا چې د نړۍ له پیداکوونکي سرچینه اخلي همغه یې واکدار او سمبالوونکی دی، دعوتګر باید همغه ته رجوع وکړي په هره غوښتنه کې یوازې په همغه تکیه ولري چې د آیت په پای کې همدې ټکي ته اشاره شوې
(وَمَا تَوْفِيقِي إِلَّا بِاللَّهِ ۚ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ)

نه ده تکیه ګاه زما مګر په الله، په همغه مې توکل کړی او همغه ته رجوع کوم.

نظرات

مطالب مرتبط

د موسی عليه السلام او د هغه قوم ترمنځ یې شخړه

د موسی معجزې او د ساحرانو ایماند موسی او فرعون ترمنځ د موسی د خدایي …

Discover more from سیاح‌آنلاین

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading