Home / اسلام / قصه های پیامبران / د موسی او هارون عليهم السلام رسالت

د موسی او هارون عليهم السلام رسالت

موسی علیه السلام همغه پریکړه شوي کلونه د سپین ږیري په خدمت کې تیر کړل، بیا یې د خپل اهل سره یوځای د جنوب په لوري مخه کړه تردې چې طور سیناء ته ورسید، په سپیڅلې مبارکه شپه الله جل جلاله د دې اراده وکړه چې موسی په خپل سپیڅلي کلام،

 کرامت او نبوت سره ځانګړی کړي، موسی لاره غلطه کړه نه پوهیده چې چیرته روان دی، په همدې وخت کې یې له لرې د اور وړانګې په نظر ورغلې خپل اهل ته یې وویل: تاسې په خپل ځای کینئ، هلته لرې اور دی چې زه یې وینم ور بشم او د اور لمبه به ترې راوړم ترڅو ځانته رڼا پرې جوړه کړو یابه کومه سکروټه راوړم ترڅو ځانونه پرې تاوده کړو، او ورسره به د اور له څښتنانو د لارې پوښتنه هم وکړم، کله چې موسی اور ته د نیږدې کیدو په حال کې وو نا څاپه یې خدایي غږ ترغوږ شو چې ورته وايي: زه ستا رب یم، خپلې پڼې (پایزار) دې د ادب او تواضع له مخې وباسه! ته د (طوی) په سپیڅلي او پاک ځای کې یې. موسی همدلته د خپل رب خبرې واوریدې نفس یې پرې آرام او روح یې پرې هوسا شو چې ورته ویل یې: اې موسی! ما، ته د نبوت لپاره غوره کړی یې، نو هغه څه چې تاته وحی کیږي وایې وره ، او زه چې یم همدا زه یوازنۍ د عبادت وړ خدای یم، نشته پرته له ما هیڅ بل خدای، نو یوازې زما عبادت کوه او همدا ما په عبادت سره ځانکړی کړه، پوه شه! چې ورځ د قیامت پرته له شکه راتلونکې ده، هلته به ټول نفسونه په خپلو کړیو عملونو سره محاسبه کیږي، نو پام چې کافران دې د هغې ورځې له یاده او په اړه یې له نیکو عملونو څخه غافله نکړي، چې همدا به ستا د هلاکت سبب وګرځي.

وروسته له دې الله جل جلاله هغه ته ځینې معجزې ور وښودې یوه له هغو څخه د موسی لکڼه (عصا) وه کله به یې چې په ځمکه وغورځوله نو په ریښتینې توګه به یو مار ترې جوړ شو چې لنډ او اوږد به کیده حرکت به یې کولو، د کتونکو په زړونو کې به یې ویره اچوله. بله معجزه د موسی علیه السلام مبارک لاس وو چې کله به یې تخرګ ته یووړ نو په را ایستو به سپین ځلیده ښکلی سپینوالی به یې پیدا کړ، ښایسته به څرګندیده، بیا یې رب ورته وویل: دا دواړې معجزې درسره واخله او فرعون ته ورشه، د درکړل شوي رسالت تبلیغ ورته وکړه، ځکه هغه په سرکښۍ کې له خپله حده تجاوز کړی.

دا چې د فرعون سره مخامخ کیدل پوره شجاعت او ځواک ته اړتیا لري نو ځکه موسی خپل رب ته سوال کوي ترڅو سینه یې پراخه کړي، د سختیو په مقابل کې تحمل او زغم ورکړي، او دا لوی کار ورته آسانه کړي، د فصاحت او بلاغت په ښه بیان کې ورسره مرسته وکړي، الله جل جلاله یې غوښتنې ټولې پوره کړې.

د موسی د رسالت د پیل په هکله دا آیتونه تلاوت کړئ:

(وَهَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ مُوسَىٰ) او آیا راغلې ده تاته کیسه د موسی (إِذْ رَأَىٰ نَارًا فَقَالَ لِأَهْلِهِ امْكُثُوا إِنِّي آنَسْتُ نَارًا لَّعَلِّي آتِيكُم مِّنْهَا بِقَبَسٍ أَوْ أَجِدُ عَلَى النَّارِ هُدًى) کله یې چې ولید اور نو ویې ویل خپل اهل ته واوسئ (تاسې همدلته) بیشکه ما ولید اور کیدای شي چې راوړم تاسې ته یوه لمبه، یا ومومم په اور باندې لاره موندونکې (فَلَمَّا أَتَاهَا نُودِيَ يَا مُوسَىٰ) نو کله چې راغۍ، هغه (اور ته) نو غږ پرې وشو چې اې موسی! (إِنِّي أَنَا رَبُّكَ فَاخْلَعْ نَعْلَيْكَ ۖ إِنَّكَ بِالْوَادِ الْمُقَدَّسِ طُوًى) بیشکه زه ستا رب یم نو باسه دواړه پڼې خپلې، بیشکه ته چې یې په کنده پاکه د طوی کې یې (وَأَنَا اخْتَرْتُكَ فَاسْتَمِعْ لِمَا يُوحَىٰ) او ما غوره کړی یې (په رسالت) نو غوږ کیږده هغه څه ته چې وحی درته کیږي (إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدْنِي وَأَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي) بیشکه زه چې یم همدا زه الله یم، نشته لایق د عبادت بل هیڅوک مګر هم دا زه یم نو عبادت کوه زما او سم اداء کوه لمونځ لپاره د یاد زما (إِنَّ السَّاعَةَ[i] آتِيَةٌ أَكَادُ أُخْفِيهَا[ii] لِتُجْزَىٰ كُلُّ نَفْسٍ بِمَا تَسْعَىٰ) بیشکه قیامت راتلونکی دی زه اراده لرم چې پټ کړم دغه (وخت د راتلو د قیامت) لپاره د دې چې جزا ورکړل شي هر نفس ته په هغو عملونو چې ترسره کوي یې (فَلَا يَصُدَّنَّكَ عَنْهَا مَن لَّا يُؤْمِنُ بِهَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ فَتَرْدَىٰ) نو ګوره چې غافلګیره دې نکړي له (یاده د قیامت او ادا کولو د لمانځه څخه) هغه څوک چې نه لري ایمان په هغې او زغلي په خپلو هوسونو پسې (که چیرې دې منع کړي) نو ته به شي له هلاک شوو ځینې (وَمَا تِلْكَ بِيَمِينِكَ يَا مُوسَىٰ) او دا څه دي په ښي لاس ستا کې اې موسی (قَالَ هِيَ عَصَايَ أَتَوَكَّأُ عَلَيْهَا وَأَهُشُّ بِهَا عَلَىٰ غَنَمِي وَلِيَ فِيهَا مَآرِبُ أُخْرَىٰ) وویل (موسی) دا همسا ده زما چې تکیه پرې کوم او هم (څنډم) په دې سره (پاڼې د ونو ترڅو تویې شي) په میږو زما (چې ویې خوري) او شته دي ماته په دې همسا کې ضرورتونه نور هم (قَالَ أَلْقِهَا يَا مُوسَىٰ) وفرمایل (الله) وغورځوه دغه (همسا) اې موسی (فَأَلْقَاهَا فَإِذَا هِيَ حَيَّةٌ تَسْعَىٰ) نو ویې غورځوله پس نا څاپه (وګرځیده) دا مار چې منډې یې وهلې (قَالَ خُذْهَا وَلَا تَخَفْ ۖ سَنُعِيدُهَا سِيرَتَهَا الْأُولَىٰ) وفرمایل (الله موسی ته) را ونیسه او مه ویریږه! وبه ګرځوو موږ دغه (همسا) په خپله لمړنۍ څیره (وَاضْمُمْ يَدَكَ إِلَىٰ جَنَاحِكَ تَخْرُجْ بَيْضَاءَ مِنْ غَيْرِ سُوءٍ آيَةً أُخْرَى)او پیوسته کړه (ښی) لاس خپل تخرګ خپل ته حال دا چې را وبه وځي تک سپین بې له عیبه (دا ستا) بله معجزه (لِنُرِيَكَ مِنْ آيَاتِنَا الْكُبْرَى) ترڅو وښیو تاته زموږ له لویو نښانو (اذْهَبْ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَىٰ) لاړ شه فرعون ته(سره له دغو معجزو) بیشکه هغه باغي شوی دی(قَالَ رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِي) وویل موسی اې ربه زما پراخه کړه سینه زما(وَيَسِّرْ لِي أَمْرِي) او آسانه کړه ماته دغه مهم کار زما(وَاحْلُلْ عُقْدَةً مِّن لِّسَانِي) او پرانیزه غوټه له ژبې زما (يَفْقَهُوا قَوْلِي) ترڅو وپوهیږي خلک په خبرې زما(وَاجْعَل لِّي وَزِيرًا[iii] مِّنْ أَهْلِي،هَارُونَ أَخِي) او وګرځوه مرستندوی له اهله زما، هارون (چې دی) ورور زما(اشْدُدْ بِهِ أَزْرِي[iv]،وَأَشْرِكْهُ فِي أَمْرِي) قوي کړه په ده سره ملا زما، او شریک کړه هغه (هارون زما سره) په دې کار زما کې (كَيْ نُسَبِّحَكَ كَثِيرًا، وَنَذْكُرَكَ كَثِيرًا) ترڅو چې تسبیح ووایو ستا ډیره، او یاد کړو تا په ذکر او ثنا ډیر (إِنَّكَ كُنتَ بِنَا بَصِيرًا) بیشکه ته چې یې په کړنو زموږ ښه خبر او لیدونکی یې (قَالَ قَدْ أُوتِيتَ سُؤْلَكَ يَا مُوسَىٰ) وفرمایل الله بیشکه درکړی شوې تاته غوښتنې ستا اې موسی. طه ۹، ۳۶.

د خدای امر موسی ته چې فرعون ته ورشي

الله جل جلاله موسی د خپل رسالت لپاره سمبال کړ، د هغه سؤالونه یې قبول کړل، هارون یې ورسره په پیغمبری مبعوث کړ او امر یې ورته وکړ چې فرعون ته ورشي په داسې حال کې چې په ښکاره نښانو اوغوره معجزو سره سمبال دي، د سستۍ او ټنبلۍ څخه یې منع کړل، ورته یې وویل چې د الله په یاد کې به کموالی نه کوئ د رسالت په تبلیغ کې به پوره هڅه کوئ، همدارنګه یې امر ورته وکړ چې په خپله فرعون ته ورشئ ځکه همغه له حده تجاوز کړی، د کار د ښه پرمختګ په موخه یې وصیت ورته وکړ چې په خپلو خبرو کې له نرمۍ کار واخلئ، ځکه کیدای شي ستاسي نرمي د هغه د طغیان د نرمۍ سبب شي او ستاسې خبرې یې زړه ته ولویږي او په دې توګه له الله وویریږي، موسی او هارون وویل: موږ د فرعون د ظلم او زور څخه ویریږو، هغه ډیر سخت سړی دی، کیدای شي د رسالت د تبلیغ پروخت یې غوصه زور واخلي او پر موږ د ظلم لاس اوچت کړي، الله جل جلاله ورته وویل: تاسې مه ویریږی، داسې مه انګیرﺉ چې څه به درته ورسیږي، ځکه زه ستاسو سره یم، آورم او وینم، زه به تاسې د هغه له تجاوز څخه وساتم، بیا یې امر ورته وکړ چې فرعون ته ووایئ: موږ د الله له لوریه رسولان رالیږل شوي یو کوم چې ته هم یو د هغه له بنده ګانو څخه یې، ته خدای نه یې لکه څنګه چې فکر کوې، نه ښایي تاته چې بني اسرائیل بندیان کړي او آزادي یې ترې واخلې، هغوی پریږده آزاد یې کړه ترڅو آزادي ولري چیرته یې چې خوښه وي هلته ولاړ شي، ته د دوی د تعذیب او ښکنجې حق نه لرې، دوی په سختو کړیدونکو کارونو مه ګماره، موږ تاته خپل دعوت رسوو او په همدې مکلف شوي یو، او ښکاره ده چې نیکمرغي او سعادت د هغه چا په برخه دی چې حق ته غاړه ږدي او په الله ایمان راوړي.

)اذْهَبْ أَنتَ وَأَخُوكَ بِآيَاتِي وَلَا تَنِيَا فِي ذِكْرِي،اذْهَبَا إِلَىٰ فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَىٰ، فَقُولَا لَهُ قَوْلًا لَّيِّنًا لَّعَلَّهُ يَتَذَكَّرُ أَوْ يَخْشَىٰ،|قَالَا رَبَّنَا إِنَّنَا نَخَافُ أَن يَفْرُطَ عَلَيْنَا أَوْ أَن يَطْغَىٰ، قَالَ لَا تَخَافَا ۖ إِنَّنِي مَعَكُمَا أَسْمَعُ وَأَرَىٰ، فَأْتِيَاهُ فَقُولَا إِنَّا رَسُولَا رَبِّكَ فَأَرْسِلْ مَعَنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ وَلَا تُعَذِّبْهُمْ ۖ قَدْ جِئْنَاكَ بِآيَةٍ مِّن رَّبِّكَ ۖ وَالسَّلَامُ عَلَىٰ مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَىٰ) طه۴۲، ۴۷.لاړه شه ته (اې موسی) او ورور دې په معجزو زما، او سستي مه کوئ په یاد زما کې (زما ذکر کوئ)، لاړ شئ (تاسې دواړه) فرعون ته بیشکه چې دی باغي شوی دی (له لارې وتی تجاوز یې کړی)، نو ورسره خبرې وکړئ په نرمۍ سره کیدای شي چې عبرت واخلي او و ویریږي (له الله)، وویل دوی دواړو: اې ربه زموږ بیشکه موږ ویریږو چې تلوار به وکړي په (کړولو زموږ) کې یا به لا پسې نور طغیان وکړي، وفرمایل (الله) مه ویریږئ تاسې دواړه بیشکه زه له تاسې سره یم آورم او وینم، نو ورشئ دواړه هغه (فرعون) ته او ورته ووایئ چې بیشکه موږ یو رسولان د رب ستا نو ولیږه (اې فرعونه) له موږ سره بني اسرائیل (اولاده د یعقوب) او مه تعذیبوه دوی، بیشکه موږ راغلي یو تاته د معجزې سره له لوریه د رب ستا، او هوسایي ده (له عذابه) په هغه چا چې متابعت وکړي د نیغې لارې.

موسی او هارون د خپل رب رسالت بیانوي

موسی او هارون د خپل رب امر په سر سترګو ومانه، دواړه فرعون ته ورغلل، الهي رسالت یې ورته بیان کړ، نیغې لارې ته یې لارښوونه ورته وکړه، یو له هغو نه چې موسی فرعون ته وویل دا وو چې هیڅکله به د خدای په وړاندې خبره نه کوم مګر داسې چې ریښتینولي او حقانیت به لري، پرته له حقه به په بل څه زما ژبه ونه خوځي، فرعون ته یې وویل چې زه د الله له لوري حق رسول یم، ماته یې معجزې راکړې ترڅو زما رسالت پرې ثابت شي، له فرعون نه یې غوښتنه وکړه چې بني اسرائیلو ته د تلو اجازه ورکړي ترڅو له ده سره فلسطین ته ولاړ شي. په دې هکله الله جل جلاله وايي (وَقَالَ مُوسَىٰ يَا فِرْعَوْنُ إِنِّي رَسُولٌ مِّن رَّبِّ الْعَالَمِينَ،حَقِيقٌ[v] عَلَىٰ أَن لَّا أَقُولَ عَلَى اللَّهِ إِلَّا الْحَقَّ ۚ قَدْ جِئْتُكُم بِبَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ فَأَرْسِلْ مَعِيَ بَنِي إِسْرَائِيلَ) اعراف ۱۰۴، ۱۰۵.او وویل موسی اې فرعونه! بیشکه زه رسول یم له (لوریه) د رب د عالمیانو، ښایي ماته چې (هیڅ) خبره ونکړم د الله په وړاندې مګر ریښتیا، بیشکه ما راوړې ده تاسې ته ستاسې د رب له لوریه معجزه ښکاره، نو ولیږه (اې فرعونه) له ما سره بني اسرائيل (فلسطین ته).

فرعون د موسی د خبرو په آوریدو هک پک حیران شو، نو پیل یې وکړ خپل پخواني احسانونه یې ورته را برسیره کړل، ورته ویې ویل چې ته خو اې موسی زما په کور کې روزل شوی یې، او په دې سره لازمي دا وه چې زما سره ورته کړنلاره وټاکې زما سره وفا وکړې، نه دا چې دا رنګه خبرې راته راوړې چې زما د قهر او غوصې لامل وګرځي، بیا یې وریاده کړه چې تا خو زما له قومه یو کس هم وژلی، څوک چې د قتل لویه ګناه وکړي هغه خو د خپل رب د رحمت څخه لرې کیږي، نه ښایي چې په داسې حال کې د خپل رب د رسالت دعوا وکړي، موسی ور غبرګه کړه چې ما ستا د قومي د وژلو قصد نه درلود، ما په سوک ووهلو زه نه پوهیدم چې زما د سوک وار به د هغه د مرګ سبب شي، ورزیاته یې کړه: زه وډار شوم چې تاسې د همغه نا غوښتي قتل په بدل کې جزاء را نکړئ نو ځکه له مصر څخه تیښتې ته اړ شوم، وروسته له هغه ماته زما رب تعالی علم او حکمت را په برخه کړل، زه یې د نبوت لپاره وټاکلم، او دا چې ته ماته زما د پالنې په اړه خپل احسان را یادوې په دې اړه زه باید ووایم چې تا پر ما داسې کوم لوی احسان کړی؟ آیا زما د ماشومتوب پالنه ته پرما احسان ګڼې په داسې حال کې چې تا ټول بني اسرائیل دې خپل غلامان نیولي؟ سمه ده تا به زما سره احسان او نیکي کړې وي خو یاده دې وي چې تا زما له قوم سره ډیر ظلمونه کړي، هغوی ستا له لاسه ډیر کړاونه لیدلي د هغوی دې ډیر لوی سپکاوی کړی، زه د هغوی په درد دردیږم، د هغوی په حال کړیږم.

الله جل جلاله وايي (قَالَ أَلَمْ نُرَبِّكَ فِينَا وَلِيدًا وَلَبِثْتَ فِينَا مِنْ عُمُرِكَ سِنِينَ، وَفَعَلْتَ فَعْلَتَكَ الَّتِي فَعَلْتَ وَأَنتَ مِنَ الْكَافِرِينَ، قَالَ فَعَلْتُهَا إِذًا وَأَنَا مِنَ الضَّالِّينَ، فَفَرَرْتُ مِنكُمْ لَمَّا خِفْتُكُمْ فَوَهَبَ لِي رَبِّي حُكْمًا وَجَعَلَنِي مِنَ الْمُرْسَلِينَ، وَتِلْكَ نِعْمَةٌ تَمُنُّهَا عَلَيَّ أَنْ عَبَّدتَّ بَنِي إِسْرَائِيلَ) شعراء ۱۸، ۲۲.

وویل (فرعون موسی ته) آیا ستا روزنه مو نه وه کړې (په کورونو) خپلو کې هغه وخت چې ماشوم وې، او تیر دې کړل له خپل عمر څو کاله له موږ سره، او ودې کړ خپل کار کوم چې ودې کړ (زما قومي دې وواژه) حال دا چې ته (اې موسی) له ناشکرانو څخه یې، وویل (موسی فرعون ته) کړی مې دی دغه کار په هغه وخت کې حال دا چې وم (هغه مهال) له نا پوهانو ځینې، نو وتښتیدم له تاسې څخه کله چې وویریدم له تاسې، بیا پیرزو کړ ماته رب زما علم او ویې ګرځولم له رسولانو، او (آیا) هغه روزنه یو نعمت دی چې احسان یې کوې پر ما باندې؟ (حال دا چې) غلامان دې ګرځولي (ټول) بني اسرائیل.

د موسی او فرعون ترمنځ د الله په ربوبیت مرکه

فرعون د موسی علیه السلام د رسالت په هکله حیران پاتې وو، د الله د ربوبیت اړوند یې پوښتنه ترې وکړه او ورته ویې ویل (ما رب العالمین) نو ووایه د عالمیانو رب څوک دی اې موسی!، فرعونیانو ته موسی په ځواب کې وايي د آسمانونو او ځمکې رب او د هغه څه رب چې د آسمانونو او ځمکې ترمنځ موجود دي، که چیرې تاسې د الله قدرت په کې لیدلی شئ، فرعون خپلو چاپیر ملګرو ته مخ اړوي او په تعجب سره ورته وايي آیا تاسې د ده خبرې نه آورئ؟ موسی خپلې خبرې پسې اوږدوي او وایي ستاسو رب او ستاسو د لمړنیو پلرونو رب د عالمیانو رب دی، یعنې مخکې له دې چې فرعون را څرګند شي رب د عالمیانو موجود وو، فرعون د دې خبرې په ځواب کې وايي چې موسی لیونۍ شوی ځکه د نه منونکو څیزونو څخه خبرې کوي، موسی خپله خبره لا پسې غځوي او وايي د ختیځ او لودیځ رب او د هغه څه رب چې د ختیځ او لودیځ ترمنځ موجود دي، د دې ټولو رب یوازې او یوازې الله دی که چیرې ستاسو ماغزه کار کوي.

(قَالَ فِرْعَوْنُ وَمَا رَبُّ الْعَالَمِينَ، قَالَ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا ۖ إِن كُنتُم مُّوقِنِينَ، قَالَ لِمَنْ حَوْلَهُ أَلَا تَسْتَمِعُونَ، قَالَ رَبُّكُمْ وَرَبُّ آبَائِكُمُ الْأَوَّلِينَ، قَالَ إِنَّ رَسُولَكُمُ الَّذِي أُرْسِلَ إِلَيْكُمْ لَمَجْنُونٌ، قَالَ رَبُّ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَمَا بَيْنَهُمَا ۖ إِن كُنتُمْ تَعْقِلُونَ) شعراء ۲۳، ۲۸.

وویل فرعون (موسی ته) او څه څیز دی رب د عالمیانو؟، وویل (موسی د فرعون په ځواب کې) چې رب د عالمیانو رب د آسمانونو او (رب) د ځمکې او (رب) د هغو ټولو شیانو دی چې په منځ د دې دواړو کې دي، که چیرې یئ تاسې یقین کوونکي، وویل(فرعون خپل) شاواخو(خلکو) ته آیا نه آوروئ تاسې (د موسی ځواب)، وویل (یو ځلې بیا موسی فرعونیانو ته چې رب د عالمیانو) رب د تاسې دی او رب د لمړنیو پلرونو ستاسې دی، وویل (فرعون) بیشکه رسول ستاسې کوم چې تاسې ته لیږل شوی لوینۍ دی، وویل (موسی چې رب د عالمیانو) رب د ختیځ او لودیځ دی (او رب) د ټولو هغو شیانو دی چې په منځ د دې کې موجود دي، که چیرې تاسې له عقله کار اخیستی شئ.

موسی او هارون چې کله د فرعون نه منونکی ځواب ولید نو هغه یې وډارولو او ورته ویې ویل چې موږ ته وحی شوې هغه څوک چې زموږ بلنه ونه مني نو د دردوونکي عذاب سره به مخ شي، په همدې وخت کې فرعون له دوی دواړو د ریښتیني رب په تړاو پوښتنه وکړه او ورته ویې ویل چې ستاسو رب څوک دی، دوی دواړو هغه پوهه کړ او ورته ویې ښودل چې رب زموږ هغه دی چې ټول شیان یې پیدا کړي، رب زموږ هغه دی چې ځینو مخلوقاتو ته یې ژوند ورکړی بیا یې د ژوند د ساتلو په موخه هغوی ته ځانګړي عادات دود او دستور ورښودلي، فرعون د خپلو خبرو لوری په بله خوا اړوي ترڅو د موسی توجه پرې بدله کړي یا دا چې ځیني غیبي امور ځانته روښانه کړي نو ځکه پوښتنه کوي چې د تیرو شویو قومونو او امتونو حال څه دی؟ موسی ورته وایي چې حال یې یوازې الله ته معلوم دی، د هغوی د حالاتو علم په لوح محفوظ لیکل شوی، الله جل جلاله په هیڅ شي کې نه تیروزي او نه یې هم څوک له یاده وزي، بیا موسی د الله د قدرتونو په تړاو ځینې دلایل فرعون ته مخکې ږدي کوم چې په لیدو یې هر د عقل څښتن د الله په موجودیت یقین ترلاسه کوي.
الله جل جلاله وايي (إِنَّا قَدْ أُوحِيَ إِلَيْنَا أَنَّ الْعَذَابَ عَلَىٰ مَن كَذَّبَ وَتَوَلَّىٰ، قَالَ فَمَن رَّبُّكُمَا يَا مُوسَىٰ، قَالَ رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَىٰ كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَىٰ، قَالَ فَمَا بَالُ الْقُرُونِ الْأُولَىٰ، قَالَ عِلْمُهَا عِندَ رَبِّي فِي كِتَابٍ ۖ لَّا يَضِلُّ رَبِّي وَلَا يَنسَى، الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ مَهْدًا وَسَلَكَ لَكُمْ فِيهَا سُبُلًا وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجْنَا بِهِ أَزْوَاجًا مِّن نَّبَاتٍ شَتَّىٰ، كُلُوا وَارْعَوْا أَنْعَامَكُمْ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّأُولِي النُّهَىٰ) طه ۴۸، ۵۴.

بیشکه موږ ته وحی کړی شوې ده چې بیشکه عذاب (نازلیدونکی دی) په هغه چا چې دروغ ګڼي (رسولان) او مخ ګرځوي (له اسلامه)، وویل (فرعون) پس څوک دی رب ستاسې اې موسی، وویل (موسی) رب زموږ هغه ذات دی چې ورکړې یې ده هرڅیز ته څیره خپله، بیا یې لارښوونه ورته کړې، وویل (فرعون) پس څه دی حال د پخوانیو خلکو، وویل (موسی) چې علم د هغوی په نزد د رب زما دی په کتاب (لوح محفوظ) کې (لیکلی) چې نه یې ورکوي رب زما او نه یې هیروي، هغه الله چې ګرځولې یې ده تاسې ته ځمکه غوړیدلې او ایستلې یې دي تاسې ته په هغې کې لارې، او نازلې کړې یې دي (له طرفه) د آسمانه اوبه، پس را باسو موږ په دې (اوبو) سره هرقسم واښه رنګ رنګ، وخورئ له (هغې) تاسې او وڅروئ په (هغو) کې څاروي خپل، بیشکه په دې کې نښانې دي لپاره د خاوندانو د عقل.

فرعون د داسې ماڼۍ د جوړولو امر کوي ترڅو آسمان ته پرې پورته شي

موسی فرعون ته د مشرانو په غونډه کې ډیر ټینګار وکړ ترڅو د هغه په دعوت ایمان راوړي، دا چې دې خبرې د مشرانو ترمنځ د فرعون شخصیت سپک څرګند کړ همدا وو چې خپل وزیر هامان ته یې امر وکړ ترڅو داسې آسماني ماڼۍ ورغوي چې په ترڅ کې یې د موسی خدای وګوري، موږ دا فکر نه کوو چې فرعون دې داسې کم عقله انسان وي چې په دې د هم نه پوهیږي چې آسمان ته ختل ناشوني دي، خو دا خبره یې ځکه کړې ترڅو د خپل قوم فکرونه مشکوک کړي او د الله د قدرت په هکله هغوی ته شکونه را برسیره کړي، مفسرین راوړي چې هامان همداسې لوړه ماڼۍ جوړه کړه فرعون ور وختلو او یو غیشۍ یې د آسمان په لوري وار کړ که ګوري غیشۍ بیرته په وینو رنګ[vi] را کوز شو نو خپلو ملګرو ته یې وویل: بیشکه ما د موسی خدای ووژلو. الله جل جلاله وايي (وَقَالَ فِرْعَوْنُ يَا هَامَانُ ابْنِ لِي صَرْحًا لَّعَلِّي أَبْلُغُ الْأَسْبَابَ، أَسْبَابَ السَّمَاوَاتِ[vii] فَأَطَّلِعَ إِلَىٰ إِلَٰهِ مُوسَىٰ وَإِنِّي لَأَظُنُّهُ كَاذِبًا ۚ وَكَذَٰلِكَ زُيِّنَ لِفِرْعَوْنَ سُوءُ عَمَلِهِ وَصُدَّ عَنِ السَّبِيلِ ۚ وَمَا كَيْدُ فِرْعَوْنَ إِلَّا فِي تَبَابٍ[viii]) غافر ۳۶، ۳۷.او وویل فرعون اې هامانه! جوړه کړه ماته یوه ماڼئ ډیره لوړه اوچته ښایي ورسیږم (په دې ماڼۍ سره) لارو ته (د ختلو آسمانونو ته)، لارو د آسمانونو ته ترڅو وګورم الله د موسی ته، بیشکه زه ګمان کوم پر هغه (موسی) د دروغجن، او همداسې ښایسته کړی شوې وه فرعون ته بدي د عمل د ده، او منع کړی شوی وو هغه له سمې لارې، او نه وو دغه مکر د فرعون مګر په زیان کارۍ او هلاکت کې.

[i] :الساعة: د قیامت ورځ.

[ii] :اکاد اخفیها: نه غواړم چې ښکاره یې کړم.

[iii] : وزیرا: مرستندوی.

[iv] : اشدد به ازري: ملا مې پرې ځواکمنه کړي.

[v] : حقیق: لایق او وړ.

[vi] : فرعون غیشۍ د خلکو نه پټ په وینو رنګ کړی وو.

[vii] : اسباب السموات: دروازې د آسمانونو او لارې د ورتللو.

[viii] : تباب: هلاکت او زیان.

نظرات

مطالب مرتبط

د موسی عليه السلام او د هغه قوم ترمنځ یې شخړه

د موسی معجزې او د ساحرانو ایماند موسی او فرعون ترمنځ د موسی د خدایي …