Home / اسلام / قصه های پیامبران / د شعیب علیه السلام کیسه

د شعیب علیه السلام کیسه

شعیب علیه السلام یو له څلورګونو عربي پیغمبرانو څخه ګڼل کیږي چې هغوی: هود، صالح، شعیب او محمد صلی الله علیه وسلم دي، شعیب علیه السلام د نبیانو په خطیب سره هم نومول شوی، ځکه هغه د فصاحت او بلاغت له اړخه ډیر پیاوړی وو، خپل قوم ته یې په ښه توګه بلنه ورکړې ترڅو په خدایي رسالت ایمان راوړي.

 د شعیب علیه السلام قوم د مدین اوسیدونکي وو او مدین د شام په مربوطاتو کې په حاصلخیزه ځمکه پروت یو کلی دی چې حجاز ته څیرمه د لوط بحیرې ته نیږدې موقعیت لري، دا خلک عرب دي چې مدین بن ابراهیم خلیل ته یې نسبت کیږي.
د مدین اوسیدونکو د تجارت دنده پر مخ بیوله همدا وجه وه چې د مدین ښار ته به تجارتي کاروانونه تلل را تلل.

 د مدین د خلکو ګمراهي

د مدین خلکو په الله جل جلاله باندې ایمان نه درلود، پرته له الله یې نور باطل خدایان ځانته غوره کړي وو، دا خلک ډیر بد معامله وو، کله به یې چې توکي خرڅول نو وزن به یې کمولو، دوی ته الله جل جلاله خپل رسول شعیب علیه السلام راولیږه چې د یوه خدای عبادت ته یې را وبلل، او له دې ناوړه کړنو یې منع کړل، په عدل او مساوات یې امر ورته وکړ، د ظلم د بدو پایلو څخه یې وویرول، شعیب خپل قوم ته څرګنده کړه چې لږ مال حلال چې تاسې ته الله درکړی دی تر ډیر حرام مال څخه غوره دی، هغه زیاته کړه چې دا زما له وسه نه ده پوره چې تاسې له ناوړه کړنو وساتم بلکې زه یوازې یو نصیحت کوونکی او لارښود یم نور نو که ما ریښتینۍ ګڼۍ نو زما متابعت وکړئ.
) وَإِلَىٰ مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا ۚ قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُ ۖ وَلَا تَنقُصُوا الْمِكْيَالَ وَالْمِيزَانَ ۚ إِنِّي أَرَاكُم بِخَيْرٍ وَإِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ مُّحِيطٍ، وَيَا قَوْمِ أَوْفُوا الْمِكْيَالَ وَالْمِيزَانَ بِالْقِسْطِ ۖ وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ أَشْيَاءَهُمْ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ، بَقِيَّتُ اللَّهِ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ۚ وَمَا أَنَا عَلَيْكُم بِحَفِيظٍ) هود ۸۴ – ۸۶.
او (لیږلی وو موږ کلي د) مدین ته ورور د دوی شعیب، وویل (شعیب خپل قوم ته) اې قومه زما! عبادت وکړئ یوازې د الله نشته تاسې لره هیڅ (په حق) معبود پرته له الله، او مه کموئ پیمانه او تله، بیشکه چې زه وینم تاسې په ښه اقتصاد کې (خوشحاله ماړه) او بیشکه زه ویریږم پرتاسې (په سبب د دې خیانت) له عذابه د ورځې چاپیریدونکې، او اې قومه زما! پوره ورکوئ پیمانه (او سمه تلئ) تله په انصاف سره، او مه کموئ خلکو ته توکي د دوی او مه لټوئ په ځمکه کې (خرابي) حال داچې فساد کوونکي (وران کاران یئ)، الله درکړی رزق ډیر غوره دی تاسې ته (ترهغه څه چې تاسې یې په فساد او درغلۍ را ټولوئ) که یئ تاسې مؤمنان (باور کوونکي په خبره زما) او نه یم زه ساتونکی ستاسو (مګر یوازې نصیحت کوونکی او لارښود یم).
(وَإِلَىٰ مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا ۗ قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُ ۖ قَدْ جَاءَتْكُم بَيِّنَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ ۖ فَأَوْفُوا الْكَيْلَ وَالْمِيزَانَ وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ أَشْيَاءَهُمْ وَلَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ بَعْدَ إِصْلَاحِهَا ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ) اعراف ۸۵.
او(لیږلۍ وو موږ) مدین ته ورور د دوی شعیب، وویل (شعیب خپل اهل ته) اې قومه زما! عبادت کوئ د الله نشته تاسې ته هیڅ معبود پرته له الله، بیشکه راغلۍ دی تاسې ته دلیل ښکاره له لوري د رب ستاسې، نو پوره کوئ تاسې پیمانه او تله، او مه کموئ خلکو ته توکي د دوی او مه کوئ په ځمکه کې فساد وروسته له اصلاح د دې (ځمکې)، دغه اصلاح ستاسې لپاره غوره ده که چیرې یئ تاسې مؤمنان.
د مدین د خلکو له لویو ګمراهیو یوه دا وه چې د لارې په سر به کیناستل او د هغه خلکو څارنه به یې کوله چې شعیب علیه السلام ته به راتلل، د هغوی مخنیوۍ به یې کولو د خدای له لارې به یې کږول، د شعیب علیه السلام په رسالت به یې عیبونه نیول، مؤمنان به یې ګواښل، شعیب علیه السلام د دوی دا کړنې نه خوښولې، هغه به دوی ته پر دوی د خدای لوی لوی نعمتونه وریادول، ورته ویل به یې چې ستاسې عدد کم وو الله جل جلاله در زیات کړ، تاسې بې وزله او فقیران وی غنیان یې کړئ، هغوی ته به یې د تیرو قومونو حالت بیانولو کوم چې د وران کارۍ او فساد په پایله کې هلاک شوي وو، ترڅو کیدای شي له هغوی عبرت واخلي او له وران کارۍ لاس په سر شي.
بیا یې خپله رایه ورته څرګنده کړه او ورته ویې ویل: تاسې تقسیم شوي یۍ په دوو برخو، ځینې له تاسو په الله ایمان راوړی او زما دعوت یې قبول کړی، او ځینې ستاسې کافران دي او زما له دعوت څخه یې مخ ګرځولۍ، زه به الله ته رجوع وکړم ترڅو هغه زموږ ترمنځ فیصله وکړي او هغه تر ټولو حاکمانو غوره حاکم دی.
(وَلَا تَقْعُدُوا بِكُلِّ صِرَاطٍ تُوعِدُونَ وَتَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ مَنْ آمَنَ بِهِ وَتَبْغُونَهَا عِوَجًا ۚ وَاذْكُرُوا إِذْ كُنتُمْ قَلِيلًا فَكَثَّرَكُمْ ۖ وَانظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِينَ، وَإِن كَانَ طَائِفَةٌ مِّنكُمْ آمَنُوا بِالَّذِي أُرْسِلْتُ بِهِ وَطَائِفَةٌ لَّمْ يُؤْمِنُوا فَاصْبِرُوا حَتَّىٰ يَحْكُمَ اللَّهُ بَيْنَنَا ۚ وَهُوَ خَيْرُ الْحَاكِمِينَ) اعراف ۸۶، ۸۷.
او مه کینئ تاسې په لارو، حال داچې ویروئ او منع کوئ تاسې له لارې د الله هغه څوک چې په الله یې ایمان راوړی، او لټوئ تاسې دې (لارې) ته عیبونه، او یاد کړئ هغه وخت چې وئ تاسې کم (په سړیو او مالونو کې) نو ډیر کړئ الله، او وګورئ چې څرنګه شو عاقبت د فساد کوونکو (پخوا له تاسې)، که چیرې یوې طایفې ستاسې ایمان راوړۍ پر هغه څه چې زه پرې استول شوی یم، او بلې طایفې (ستاسې) ایمان نه دی راوړی، نو صبر وکړئ تاسې (اې مؤمنې ډلې) تر هغه وخته چې فیصله وکړي الله تر منځ زموږ او هغه الله تر ټولو حاکمانو غوره حاکم دی.

د شعیب د قوم ریشخند وهل

د شعیب علیه السلام قوم د هغه په خبرو ریشخند ووهلو او خندا یې پرې وکړه، په تمسخر سره یې ورته وویل: آیا ستا لمانځه ستا په نفس دومره دروند اثر پرې ایښۍ، تردې چې موږ ته بلنه راکوي ترڅو د خپلو پلرونو په لاره ولاړ نشو او د بوتانو عبادت و نکړو، رانه غواړې ترڅو په خپلو مالونو کې څنګه مو چې خوښه ده تصرف ونکړو، دا رنګه خبرې ستا له لوري څنګه را ښکاري! حال داچې ته زموږ په وړاندې با وقاره او نیک خویه سړی یې؟!
شعیب علیه السلام په ځواب کې ورته وايي: اې قومه زما! ماته خبر راکړئ، که چیرې زه په ښکاره دلیل او د خپل رب له لوري په واضح یقین سره روان وم، هغه په خپل لوی احسان سره ماته رزق او روزي راکړې وي، نو آیا د دې ټولو سره سره بیا هم مناسبه ده چې زه د هغه سره خیانت وکړم د هغه د امرونو او ممانعتونو مخالفت وکړم؟ زه په خپل نصیحت او وعظ سره اصلاح او سمون غواړم څومره مې چې توان وي، زه د حق په رسولو کې هیڅکله نشم بریالۍ کیدای مګر د الله په مرسته او تایید سره، نو زه یوازې په همغه رب تعالی ټینګ باور لرم، یوازې همغه ته په هر څه کې رجوع کوم.
شعیب زیاتوي: اې قومه! ګورئ چې دغه زما او ستاسې خپل منځي اختلاف مو د عناد سره مخ نکړي، په خپل کفر اصرار ونکړئ، چې یو ناڅاپه د هغه دردناک برخلیک سره مخ نشئ کوم چې د نوح قوم ورسره مخ شوی وو، کوم چې د هود او صالح قومونه پرې هلاک شول، د لوط قوم خو ستاسو نه لرې نه دی، وګورئ څنګه هلاک شو، نو عبرت واخلئ ترڅو تاسې هم د داسې هلاکت سره مخ نشئ، د الله جل جلاله څخه د خپلو ګناهونو مغفرت او بښنه وغواړئ، هغه ته په خپلو ټولو ګناهو پیښمانه شئ، هغه ته رجوع وکړئ، بیشکه زما رب د لوی رحمت او مغفرت څښتن دی، خپلو توبه کوونکو بندګانو ته مغفرت او بښنه کوي.
(قَالُوا يَا شُعَيْبُ أَصَلَاتُكَ تَأْمُرُكَ أَن نَّتْرُكَ مَا يَعْبُدُ آبَاؤُنَا أَوْ أَن نَّفْعَلَ فِي أَمْوَالِنَا مَا نَشَاءُ ۖ إِنَّكَ لَأَنتَ الْحَلِيمُ الرَّشِيدُ، قَالَ يَا قَوْمِ أَرَأَيْتُمْ إِن كُنتُ عَلَىٰ بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّي وَرَزَقَنِي مِنْهُ رِزْقًا حَسَنًا ۚ وَمَا أُرِيدُ أَنْ أُخَالِفَكُمْ إِلَىٰ مَا أَنْهَاكُمْ عَنْهُ ۚ إِنْ أُرِيدُ إِلَّا الْإِصْلَاحَ مَا اسْتَطَعْتُ ۚ وَمَا تَوْفِيقِي إِلَّا بِاللَّهِ ۚ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ، وَيَا قَوْمِ لَا يَجْرِمَنَّكُمْ شِقَاقِي أَن يُصِيبَكُم مِّثْلُ مَا أَصَابَ قَوْمَ نُوحٍ أَوْ قَوْمَ هُودٍ أَوْ قَوْمَ صَالِحٍ ۚ وَمَا قَوْمُ لُوطٍ مِّنكُم بِبَعِيدٍ، وَاسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ ۚ إِنَّ رَبِّي رَحِيمٌ وَدُودٌ) هود ۸۷، ۹۰.
وویل قوم د ده اې شعیبه! آیا دغه ستا ډیر لمونځ تاته د دې امر کوي چې پریږدو موږ هغه بوتان کوم چې پلرونو زموږ د هغوی عبادت کولو، یا (امر کوي تاته چې پریږدو مونږ) دا چې وکړو موږ په خپلو مالونو کې هغه تصرف چې غواړو یې (د ډیرو اخیستلو او لږ ورکولو) بیشکه ته باوقاره او نیک خویه یې، وویل شعیب اې قومه زما آیا وینئ تاسې (خبر راکړئ) که یم زه په په دلیل (ښکاره) له لوریه د رب خپل، او راکړی یې وي له درباره خپله رزق او روزي ښایسته، (نو دا ښایې ماته چې مخالفت وکړم له احکامو د الله؟) اراده نلرم د دې چې مخالفت وکړم له تاسې سره (او را تګ وکړم په) هغه کار چې تاسې ترې منع کوم، اراده نلرم زه مګر (ستاسې) د اصلاح څو مې چې توان کیږي، نه دی بریالیتوب زما (په رسولو د حق کې تاسې ته) مګر (په مرسته او کمک د) الله، خاص په همدغه الله توکل کړی دی ما، او خاص د همده په لوري رجوع کوم، اې قومه زما! (ګورئ چې) هیڅکله کش نکړي تاسې زما سره مخالفت تردې چې ورسیږي تاسې ته په شان د هغه (عذاب) چې رسیدلی وو قوم د نوح ته، یا قوم د هود ته یا قوم د صالح ته، او نه ده (تیره شوې زمانه د لوط د قوم) ستاسې نه لرې، او مغفرت وغواړئ له رب خپل څخه، بیا رجوع وکړئ د هغه په لوري، بیشکه رب زما ډیر مهربانه د محبت څښتن دی.
د شعیب تهدیدول او ګواښل
د شعیب علیه السلام همدا تګلاره وه په خپل دعوت کې، خو د قوم مشرانو په تهدیدولو او ګواښلو ورته وویل: مونږ به ضرور تا د خپلو مؤمنو ملګرو سره زموږ له کلي وباسو، هرومرو به مو شړو، موږ به له خپل دغه هوډ تیر نشو، مګر هغه وخت چې تاسې زموږ دین ته را وګرځۍ کوم چې ترک کړی مو دی.
شعیب علیه السلام ځواب ورکوي او ورته وايي: آیا موږ به ستاسې دین ته درګرځو حال دا چې موږ له هغه او پکې شته فساد څخه کرکه لرو؟ دا به هیڅکله هم ونشي، ځکه که چیرې موږ بیرته ستاسې دین ته درشو نو په دې صورت کې به موږ په الله جل جلاله دروغ تړلي وي، په هغه څه کې به مو دروغ ویلي وي چې موږ ته یې امر کړی، ستاسو دا آرمان به هیڅکله هم پوره نشي وروسته له دې چې الله جل جلاله نیغې او مستقیمې لارې ته برابر کړي یو، موږ ته نه ښایي چې ستاسې دین ته په خپله خوښه دروګرځو مګر که الله جل جلاله د درګرځیدو اراده کړې وي، او دا هیڅکله هم امکان نلري ځکه زموږ رب پر موږ باندې ښه عالم دی، هغه هیڅکله هم باطل ته په ورګرځیدو نه راضي کیږي، نو د هغه سبحانه و تعالی علم په هرڅه چاپير دی، موږ د هغه پاکي بیانوو او له هغه څخه غوښتنه کوو ترڅو زموږ او ستاسې ترمنځ خپله د عدل فیصله وکړي او بیشکه هغه تر ټولو حاکمانو ډیر عادل ذات دی.
(قَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا مِن قَوْمِهِ لَنُخْرِجَنَّكَ يَا شُعَيْبُ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَكَ مِن قَرْيَتِنَا أَوْ لَتَعُودُنَّ فِي مِلَّتِنَا ۚ قَالَ أَوَلَوْ كُنَّا كَارِهِينَ، قَدِ افْتَرَيْنَا عَلَى اللَّهِ كَذِبًا إِنْ عُدْنَا فِي مِلَّتِكُم بَعْدَ إِذْ نَجَّانَا اللَّهُ مِنْهَا ۚ وَمَا يَكُونُ لَنَا أَن نَّعُودَ فِيهَا إِلَّا أَن يَشَاءَ اللَّهُ رَبُّنَا ۚ وَسِعَ رَبُّنَا كُلَّ شَيْءٍ عِلْمًا ۚ عَلَى اللَّهِ تَوَكَّلْنَا ۚ رَبَّنَا افْتَحْ بَيْنَنَا وَبَيْنَ قَوْمِنَا بِالْحَقِّ وَأَنتَ خَيْرُ الْفَاتِحِين)اعراف ۸۸، ۸۹. وویل هغو مشرانو چې کبر یې کړی وو (د ایمان را وړلو څخه) له قومه د ده (شعیب) ضرور تا وباسو (اې شعیبه!) او هغه کسان چې ایمان یې راوړی دی له تاسره له دې کلي زموږ، یا به تاسې ضرور زموږ دین ته راګرځۍ، نو وویل (شعیب) آیا (ستاسې دین ته به درګرځو) اګر که موږ کرکه کوونکي یو (د هغه) بیشکه موږ به تړلي وي دروغ پر الله که در وګرځو ستاسو دین ته وروسته تر هغې چې نجات راکړ موږ ته الله له هغه نه، او نه ښایي موږ ته دا چې بیرته وګرځو هغه دین ته مګر کله چې اراده وکړي الله چې رب زموږ دی، احاطه کړې ده الله په هرشي له جهته د علمه، پر الله توکل کړی دی موږ، اې ربه زموږ فیصله وکړه زموږ او زموږ د قوم تر منځ په حقه سره او هم دا ته غوره فیصله کوونکی یې.
قوم یو ځل بیا شعیب تهدیدوي او ورته وايي چې په تیږو به دې وولو، تر اوسه موږ ستا د کورنۍ خیال ساته نو ځکه مو څه درته نه ویل، ته خو څه عزت او قوت هم نلرې ترڅو ستا د وژلو مخنیوی وکړي، موږ چې تراوسه څه کوو هغه زموږ ستا د کورنۍ سره ښه معامله څرګندیږي، شعیب په ځواب کې ورته وايي: آیا زما کورنۍ تاسې ته تر الله جل جلاله ډیره نیږدې او غوره ده، زما د کورنۍ خیال ساتۍ خو د د خپل پیدا کوونکي غوښتنې تر شا غورځوﺉ؟ بیشکه زما رب په هرڅه ښه عالم دی او د هر انسان په کړي عمل پوره جزاء ورکوي.
(قَالُوا يَا شُعَيْبُ مَا نَفْقَهُ كَثِيرًا مِّمَّا تَقُولُ وَإِنَّا لَنَرَاكَ فِينَا ضَعِيفًا ۖ وَلَوْلَا رَهْطُكَ لَرَجَمْنَاكَ ۖ وَمَا أَنتَ عَلَيْنَا بِعَزِيزٍ، قَالَ يَا قَوْمِ أَرَهْطِي أَعَزُّ عَلَيْكُم مِّنَ اللَّهِ وَاتَّخَذْتُمُوهُ وَرَاءَكُمْ ظِهْرِيًّا ۖ إِنَّ رَبِّي بِمَا تَعْمَلُونَ مُحِيطٌ) هود ۹۱، ۹۲.
وویل قوم اې شعیبه! نه پوهیږو ستا په ډیرو هغو خبرو چې ته یې وایې، موږ تا په موږ کې کمزورۍ وینو، که چیرې ستا کورنۍ (خپل او خپلوان) نه وای (کوم چې زموږ سره په کفر کې شریکان دي) موږ به ته په تیږو ویشتلی وی، او نه یې ته زموږ په وړاندې قدرمن، وویل (شعیب) اې قومه زما! آیا زما خپلوان ډیر مخور دي پر تاسې له الله، او ګرځولي مو دي دغه (د الله امرونه) وروسته ترشا غورځول شوي، (هیڅ پروا یې نه کوئ) بیشکه رب زما په (ټولو) هغو کارونو چې کوی یې ښه احاطه لري.

د مدین د اوسیدونکو هلاکت
د الله جل جلاله حکم د مدین د اوسیدونکو د سرغړونې په جزاء کې را نازل شو، هغوی یې ټول هلاک کړل، الله جل جلاله خپل نبي شعیب او پرده باندې ایمان راوړونکي کسان له دې سخت عذاب څخه وژغورل، هغوی یې په خپل رحمت سره له دې دردوونکې پیښې وساتل، څوک چې کافر شوي وو ټول د یوه سره هلاک شول، دا هلاکت د یوې بوږنوونکې آسماني چیغې سره را ښکاره شو چې د دې لویې چیغې سره سم د ځمکې قوي زلزله هم پیښه شوه کافر قوم یې ټول په خپلو زنګنو پراته په ځمکه پرې ایستل او هلاک شول، د دوی خبره همدلته پای ته ورسیده وروسته له دغه سخت عذاب څخه د دوی هیڅ آثار پاتې نشول هغه ځای داسې څرګندیده لکه هیڅوک هم چې هلته نه وي اوسیدلي.
د مدین اوسیدونکي همداسې هلاک شول او د خدای د رحمت څخه لرې شول لکه مخکې تر دوی چې ثمودیان هلاک شوي او د خدای د رحمت څخه لرې شوي وو.
(وَلَمَّا جَاءَ أَمْرُنَا نَجَّيْنَا شُعَيْبًا وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ بِرَحْمَةٍ مِّنَّا وَأَخَذَتِ الَّذِينَ ظَلَمُوا الصَّيْحَةُ فَأَصْبَحُوا فِي دِيَارِهِمْ جَاثِمِينَ، كَأَن لَّمْ يَغْنَوْا فِيهَا ۗ أَلَا بُعْدًا لِّمَدْيَنَ كَمَا بَعِدَتْ ثَمُودُ) هود ۹۴، ۹۵.
او کله چې راغۍ امر (د عذاب) زموږ نو وژغورل موږ (له دغه عذابه) شعیب او هغه کسان چې ایمان یې راوړی وو له ده سره په رحمت خپل، او ونیول هغه کسان چې ظلم یې کړی وو لویې چیغې نو وګرځیدل دوی په خپلو کورونو کې مړه وچ کلک پراته په زنګنونو خپلو، (داسې له منځه تللي وو) لکه چې نه وي اوسیدلي په دغو کورونو کې (پخوا له دې نه) واورئ! لرې والی دی (له رحمته) قوم د مدین ته لکه چې لرې او هلاک شول ثمودیان (چې هغوی هم په چیغه له منځه تللي او هلاک شوي وو).
شعیب علیه السلام چې کله د خپل قوم برخلیک او هلاکت ولیدل نو ترې ولاړ، په داسې حال کې چې خپل مسؤولیت یې ادا کړی وو ویل یې:ما تاسې ته پوره تبلیغ وکړ ستاسو د رب رسالت او غوښتنه مې درته ورسوله که چیرې مو عمل پرې کړی وی نو دا به ستاسو د نیکمرغۍ سبب وو، ما ستاسو په لارښوونه کې ډیر زیاتوالی او مبالغه وکړه، خو تاسې بیا هم په خپله ګمراهۍ او ضلالت کې پاتې شوی، نو زه څنګه ستاسې په حال خفه شم او ستاسو لپاره زړه بد کړم په داسې حال کې چې تاسو زما د لارښوونې وعظ او تبلیغ سره سره بیا هم په خپل کفر همیشه والی ښودو او په ګناه مو اصرار کولو؟!.
(فَتَوَلَّىٰ عَنْهُمْ وَقَالَ يَا قَوْمِ لَقَدْ أَبْلَغْتُكُمْ رِسَالَاتِ رَبِّي وَنَصَحْتُ لَكُمْ ۖ فَكَيْفَ آسَىٰ عَلَىٰ قَوْمٍ كَافِرِينَ) اعراف ۹۳.
نو مخ وګرځاوه شعیب له دوی څخه او ویې ویل: اې قومه زما! بیشکه ما رسولي دي تاسې ته پیغامونه د رب خپل او نصیحت مې درته کړی، نو څرنګه به زه خفه شم په (هلاکت د هغه) قوم (چې) کافران وو.

 

اصحاب ایکة
وروسته له دې چې الله جل جلاله د مدین اوسیدونکي هلاک کړل او شعیب او ورسره مؤمنو ملګرو ته یې نجات ورکړ، شعیب یې واستولو د ایکة څښتنانو (اصحاب ایکة) ته، ایکة د مدین سره نیږدې هغه ځمکه وه چې هلته ډیرې زیاتې ونې شنې وي، بهیدونکې اوبه یې درلودې، په دې ځمکه کې یو ټولی د خلکو وو چې مدین ته د ګناه کولو په موخه را روان وو، شعیب علیه السلام ورته وویل: زه د رب العالمین له لوریه تاسې ته ستاسې د هدایت او لارښوونې لپاره استول شوی یم، او زه د هغه د رسالت ساتونکۍ یم ترڅو تاسې ته یې په بنسټیزه توګه ورسوم، نو د الله د سخت عذاب څخه وویریږئ او زما اطاعت وکړئ په هغه څه کې چې د الله د غوښتنو متابعت پکې پروت وي، زه ستاسو نه ستاسو په لارښوونه څه اجوره نه غواړم، زما اجر او ثواب په رب العالمین دی همغه به زما د کوښښونو اجرونه راکوي.
د شعیب د نصیحت په اوږدو کې دا هم وویل: خلکو ته چې پیمانه ورکوئ نو پوره یې ورکوئ، که چیرې توکي په تله ورتلئ نو په پوره توګه یې وتلئ، د خلکو د حقوقو څخه څه مه کموئ، په ځمکه کې د فساد ډیر ټینګار مه کوئ، د خدای جل جلاله له عذابه وویریږئ، د هغه خدای له عذابه چې تاسې او ستاسې نه مخکې ځواکمن قومونه یې پیدا کړي.
د شعیب علیه السلام وعظ او تبلیغ د هغوی په نفسونو هیڅ اغیز ونکړ هغه ته یې په ځواب کې وویل: ته هم یو له هغو څخه یې چې سحر ورباندې شوی، پيل دې کړی دا رنګه خبرې کوې، ته هم زموږ غوندې یو بشر یې نو څنګه ته تر موږ غوره کیدای شې چې رسالت درباندې نازلیږي؟ موږ تا په هغه څه کې درواغجن ګڼو چې ته ورته بلنه کوې ته ریښتیا نه وایې، که چیرې ته ریښتیا وایې نو له الله وغواړه چې له آسمانه پر موږ عذاب نازل کړي.
شعیب په ځواب کې ورته وویل: زما رب ستاسو په ټولو ګناهونو ښه خبر دی، پوره علم لري، هغه پوهیږي چې تاسې د عذاب وړتیا لرئ، هغه به عذاب در باندې نازل کړي خو په خپل ټاکلي وخت کې.
کافر قوم همداسې د شعیب علیه السلام د خبرو په دروغ ګڼلو استمرار وکړ، نو الله جل جلاله عذاب پرې راکوز کړ، الله جل جلاله د ډیرې تیزې ګرمۍ سره مخ کړل، نفسونه یې له دې تیزې ګرمۍ تنګ راغلل نو ځکه د باندې وچې ته را ووتلل ترڅو کیدای شي په دښته کې یې ستړیا دمه شي، الله جل جلاله وریځې پرې راوستې، په لیدو یې دوی ډیر خوشحاله شول، د وریځې لاندې کیناستل ترڅو له سیوري یې ګټه واخلي، په همدې وخت کې په اورینو تیږو سره وویشتل شول او ټول هلاک شول، او دا ډیره ویروونکې او دردوونکې ورځ وه.
(كَذَّبَ أَصْحَابُ الْأَيْكَةِ الْمُرْسَلِينَ، إِذْ قَالَ لَهُمْ شُعَيْبٌ أَلَا تَتَّقُونَ، إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ، فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ، وَمَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ ۖ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ الْعَالَمِينَ، أَوْفُوا الْكَيْلَ وَلَا تَكُونُوا مِنَ الْمُخْسِرِينَ ، وَزِنُوا بِالْقِسْطَاسِ الْمُسْتَقِيمِ، وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ أَشْيَاءَهُمْ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ، وَاتَّقُوا الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالْجِبِلَّةَ الْأَوَّلِينَ، قَالُوا إِنَّمَا أَنتَ مِنَ الْمُسَحَّرِينَ، وَمَا أَنتَ إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا وَإِن نَّظُنُّكَ لَمِنَ الْكَاذِبِينَ، فَأَسْقِطْ عَلَيْنَا كِسَفًا مِّنَ السَّمَاءِ إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ، قَالَ رَبِّي أَعْلَمُ بِمَا تَعْمَلُونَ، فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَهُمْ عَذَابُ يَوْمِ الظُّلَّةِ ۚ إِنَّهُ كَانَ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ، إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً ۖ وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ، وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ) شعراء ۱۷۶، ۱۹۱.
دروغ ګڼلي وو څښتنانو د ونو رسولان، کله چې وویل دوی ته شعیب آیا نه وریږئ (له دردناک عذابه د الله)، بیشکه زه یم تاسې ته رسول امانتګر، وویریږئ له الله او اطاعت وکړئ زما، زه نه غواړم ستاسو نه په دغه تبلیغ هیڅ اجر نه دی اجر زما مګر په رب د عالمیانو، پوره ورکوئ پیمانه، او مه کیږئ له کمو کوونکو ځینې (د پیمانې) او تلئ په تله برابرې سره، مه کموئ خلکو ته څیزونه د دوی، او مه ګرځئ په ځمکه کې فساد کوونکي، او وویریږئ له هغه (الله) چې پیدا کړي یې یئ تاسې او ستاسې نه مخکې خلک، وویل(څښتنانو د ونو) بیشکه ته له سحر کړل شوو ځینې یې، او نه یې ته مګر یو بشر په شان زموږ بیشکه موږ ګمان کوو پرتا چې ته له جملې د دروغجنو څخه یې (په خپلو دغو خبرو کې)، نو راوغورځوه یوه ټوټه له آسمانه که یې ته له ریښتیا ویونکو څخه، وویل (شعیب) رب زما ښه عالم دی په (ټولو) هغو کارونو چې تاسې یې کوئ، پس دروغ وګڼلو دوی (څښتنانو د ونو) هغه (شعیب) نو ونیول دوی عذاب د ورځې د سیوري، بیشکه چې دغه (عذاب) وو عذاب د ورځې ډیرې لویې، بیشکه چې په دغه (عذاب د څښتنانو د ونو) کې شته لوی دلیل (د قدرت او عبرت) او نه وو ډیری د دوی مؤمنان، او بیشکه رب ستا همدی دی ډیر ځواکمن او رحم کوونکی.

________________________________________________

۱: بینة: د بینې څخه مراد د لته معجزة ده، له شعیب علیه السلام څخه معجزة څرګنده شوې وه چې د ده د رسالت ریښتینولي پرې ثابتیدله، خو قرآن یې ماهیت او نوعیت نه دی بیان کړی.
۲: لا یجرمنکم: درته ونه رسوي
۳: شقاقي: دښمني زما سره
۴:ایکة: ګڼې ونې
۵: مخسرین: کم کوونکي د پیمانې
۵۶: جبلة: ټولی د خلکو
۷: کسفا: ټوټه

——————————————————————————–
لیکنه: دوکتور عفیف طباره
ژباړه:خلیل الرحمن حنیف

نظرات

مطالب مرتبط

د موسی عليه السلام او د هغه قوم ترمنځ یې شخړه

د موسی معجزې او د ساحرانو ایماند موسی او فرعون ترمنځ د موسی د خدایي …