Home / اسلام / قصه های پیامبران / د اسماعیل علیه السلام کیسه

د اسماعیل علیه السلام کیسه

ابراهیم علیه السلام یو څه موده په حران ښار کې پاتې شو، چې هلته یې د تره د لور سارې سره واده وکړ، خو په دې ښار کې یوازې لوط او یوڅو نورو کسانو د ده دعوت ته غاړه کيښوده، نورو یې دعوت ونه منلو، همدا لامل وو چې ابراهیم له دې ښاره تنګ راغۍ،

 او دهجرت عزم یې وکړ، قرآن کریم دې پیښې ته په اشارې وايي:(فَآمَنَ لَهُ لُوطٌ ۘ وَقَالَ إِنِّي مُهَاجِرٌ إِلَىٰ رَبِّي ۖ إِنَّهُ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ) عنکبوت ص ۲۶ .

نو ایمان راوړ (په ابراهیم ) لوط او وویل (ابراهیم) بیشکه زه هجرت کوونکی یم ( له خپل قوم ځینې) رب خپل ته، بیشکه هغه ښه غالب او د پوره حکمت څښتن دی.
د دې هجرت سبب هغه ټینګه دښمني وه چې ابراهیم او پلویانو یې د بوت پرستانو سره درلوده، هغوی د ابراهیم ایماني دعوت ونه منلو، نو ابراهیم ترې بیزاره شو او په هجرت کولو سره یې مخ ترې واړاوه.
الله جل جلاله په قرآن کې د ابراهیم دغه دریځ ستایلی او مؤمنان یې هڅولي ترڅو په هغه پسې اقتداء وکړي چې وايي: (قَدْ كَانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِي إِبْرَاهِيمَ وَالَّذِينَ مَعَهُ إِذْ قَالُوا لِقَوْمِهِمْ إِنَّا بُرَآءُ مِنكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةُ وَالْبَغْضَاءُ أَبَدًا حَتَّىٰ تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَحْدَهُ) الممتحنة ۴.
په ریښتینې توګه شته تاسې لره (اې مؤمنانو) نیکه لار په (کړنو) د ابراهیم کې او په ( کړنو) دهغه چاکې چې له ده سره وو (له مؤمنانو) کله چې وویل ( ابراهیم او اتباعو یې) قوم خپل ته، موږ ستاسو نه بیزاره یو، او بیزاره یو له هغه څیز ځینې چې عبادت یې کوئ تاسې پرته له الله، منکران شوي یو موږستاسې په (باطل دین) او ښکاره شوې ده زموږ او ستاسې ترمنځ تل ترتله دښمني او کینه، ترهغې چې ایمان راوړئ یواځې په الله باندې.
ابراهیم علیه السلام او ملګرو یې د شام په لوري مخه کړه، چې هغه وخت د کنعان ځمکه (أرض کنعان) ورته ویل کیده، هلته یې ډیر وخت تیر نکړ چې د شام په ځمکو ستونزمنه سختي را نازله شوه، لوږه ډیره زیاته شوه د شام ډیرو اوسیدونکو خپل ځانونه نورو ځایو ته و ایستل، ترڅو د ځان لپاره څه روزي ولټوي، او خپلو رمو ګلو ته واښه پیدا کړي، ابراهیم هم شام د مصر په موخه پریښود.

د اسماعیل علیه السلام نبوت

الله جل جلاله د اسماعیل په هکله وايي:
(وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ إِسْمَاعِيلَ ۚ إِنَّهُ كَانَ صَادِقَ الْوَعْدِ وَكَانَ رَسُولًا نَّبِيًّا) مریم ۵۴.
او یاد کړه(اې محمده! خپل امت ته) په کتاب(قرآن) کې (کیسه د) اسماعیل، بیشکه چې وو هغه ریښتینۍ په وعده کې او وو هغه را لیږل شوی نبي.
د اسماعیل علیه السلام دعوت د هغو عربي قبیلو ترمنځ وو چې خپله په هغو کې هستوګن وو.
د اسماعیل علیه السلام ژوند لیک او زیږیدنه د ځینو اغیزناکو پيښو سره تړاو لري چې په لاندې توګه پرې پیل کوو

 

ابراهیم ته الله اسماعیل پیرزو کوي:

ابراهیم له مصر نه فلسطین ته ولاړ چې ښځه یې ساره او دهغې وینځه (هاجر) هم ورسره مله وو، ابراهیم علیه السلام هیله درلوده ترڅو زوی یې پيدا شي، نو د همدې لپاره یې الله جل جلاله ته دعا وکړه ترڅو ورته نیکمرغه زوی په برخه کړي او ویې ویل:(رَبِّ هَبْ لِي مِنَ الصَّالِحِينَ) صافات ۱۰۰، اې ربه زما را پیرزو کړه ماته(زوی) له صالحانو ځینې.
داسې څرګندیږي لکه د ابراهیم علیه السلام میرمن ساره چې د ابراهیم په هیله پوه شوې وي، ځکه چې ورته وايي: رب زما زه له اولاده محرومه کړې یم، که ته زما له وینځې هاجر سره واده وکړې ښه به وي، کیدای شي الله جل جلاله درته زوی ترې په برخه کړي، ساره په سن پخه وه، د همدې وجې د اولاد هیله نه ترې کیده.
ابراهیم علیه السلام د هاجر سره واده وکړ او زوی یې ورته وزیږولو، چې سفر التکوین په دې هکله داسې وایي: د اسماعیل په اړه ستا قول ما واوریده، چې برکت به ورکوم، وده به ورکوم زیاتوم به یې ډیر ډیر، دولس مشران به زیږوي، او لوی امت به ترې جوړوم .
که تیر قول ته وګورو نو په ډاګه څرګندیږي چې دا د محمد صلی الله علیه وسلم په امت باندې یو بشارت دی، ځکه محمد صلی الله علیه وسلم او دحجاز عرب د اسماعیل له نسله دي، او دا ژمنه د اسماعیل علیه السلام په اولاده کې حقیقت ته نه ده رسیدلې مګر د محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه د امت په لاسونو.

ابراهیم له خپل زوی سره مکې ته هجرت کوي

کله چې ابرهیم ته الله جل جلاله له هاجر څخه زوی اسماعیل پیرزو کړ، هاجر د خپل زوی د زوکړې په پایله کې ډیره وویاړیده ځانته په غوره کې شوه، چې دغه غرور د سارې په نفس کې له یوې خوا ناهیلي او له بله پلوه غیرت را وپارولو، همدا وو چې له ابراهیمه یې وغوښتل ترڅو هاجر او ورسره زوی یې دواړه د دې له سترګو پناه کړي، ځکه اوس نو د سارې ژوند له هاجر سره داسې اندازې ته رسیدلی چې زغمل یې ورته ګران تمامیږي.
ابراهیم د سارې غوښتنه د خدای د ارادې په تمه ومنله، همدا وو چې وحیې پرې نازله شوه ترڅو هاجر او اسماعیل دواړه له ځان سره مکې ته بوزي، دا هغه وخت وو چې اسماعیل وړوکۍ ماشوم وو او دمور شیدې یې خوړلې.
ابراهیم ماشوم او د هغه مور له ځان سره ملګري کړل، د خدای د ارادې په لارښوونه وخوځیدل، اوږده مزلونه یې ووهل تردې چې الله جل جلاله ورته د پاتې کیدو داسې ځای وټاکه کوم چې هلته هیڅ وداني نه لیدل کیده او یو ډاګ وو، ټاکل شوې وه چې په همدغه ځای به بیت الله الحرام (کعبة) جوړیږي.
هاجر او ماشوم یې دواړه په داسې ځای کې هستوګن کړل چې، هلته د اوبو څرک نه لیدل کیده، بیا یې هملته پریښودل او ابراهیم ترې راوګرځیده، هاجر ورپسې شوه او ورته ویې ویل: چیرته ځې؟ موږ په دې ډاروونکي ډاک کې چاته پریږدې؟ څو څو ځله یې دا خبره ورته تکرار کړه، په نرمه او غمګینه لهجه یې ورته وویل خو ابراهیم پرته له دې چې څه ځواب ورکړي په خپله لار روان وو، هاجر یوځل بیا ورته وویل: آیا الله جل جلاله تاته په دې کار سره امر کړی دی؟ ابراهیم ورغبرګه کړه او ویې ویل: هوکې، هاجر په ځواب کې ورته وویل:بیا نو پریږده موږ همدلته ښه یو، الله جل جلاله به مو نه ضایع کوي، په دې خبرې سره هاجر بیرته خپل هغه ځای ته را وګرځیده کوم چې ابراهیم د پاتې کیدو لپاره ورته ټاکلۍ وو.
ابراهیم د خپلې اولادې څخه په شا راوګرځید خو زړه یې د خپلې میرمنې او ماشوم زوی سره پاتې شو، د هغوی په بیلتون سخت خپه وو، خو د الله جل جلاله ارادې د ده اراده را ولکه کړه، د خپل رب غوښتنې ته تسلیم شو، د هغه ثنا او صفت یې یاد کړل، او په دې ټکو یې د هغه لوړ حضور ته داسې دعا وویله:
(رَّبَّنَا إِنِّي أَسْكَنتُ مِن ذُرِّيَّتِي بِوَادٍ غَيْرِ ذِي زَرْعٍ عِندَ بَيْتِكَ الْمُحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُوا الصَّلَاةَ فَاجْعَلْ أَفْئِدَةً مِّنَ النَّاسِ تَهْوِي إِلَيْهِمْ وَارْزُقْهُم مِّنَ الثَّمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَشْكُرُونَ، رَبَّنَا إِنَّكَ تَعْلَمُ مَا نُخْفِي وَمَا نُعْلِنُ ۗ وَمَا يَخْفَىٰ عَلَى اللَّهِ مِن شَيْءٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ) ابراهیم ۳۷-۳۸.
(اې ربه زموږ! ما هستوګن کړل له خپلې اولادې ځینې په داسې ځای کې چې هیڅ کښت پکې نشته، ستا د لوړ شان کور په وړاندې، اې ربه زموږ! دا د دې لپاره ترڅو اداء کړي دوی لمونځ، نو وګرځوه زړونه د خلکو مینه کوونکي لیواله دوی ته، (ترڅو د زړه له کومي دوی ته را وزغلي)، دوی ته روزي ورکړه له هر قسمه میوو، کیدای شي دوی شکر وباسي، اې ربه زموږ! بیشکه تاته ښه څرګند دي هغه څه چې موږ يې پټوو او هغه څه چې موږ يې ښکاره کوو، او نه دي پټ د الله په وړاندې هیڅ څیز نه په ځمکه او نه په اسمانونو کې).
ابراهیم علیه السلام خپل رب ته وايي: اې ربه زموږ! ما خپله ځینې کورنۍ د مکې په دره کې هستوګنه کړه، کوم چې نه په کې کښت شته او نه هم وداني، زه به دلته ستا کور ودانوم، چې ته به یې د خلکو له ظلم زیاتي او سپکاوي څخه په امان ساتې.. اې ربه زموږ! ما خپله کورنۍ ځکه دلته هستوګنه کړه ترڅو ستا د کور په وړاندې لمونځ اداء کړي، یوازې ستا عبادت وکړي، نو اې ربه د ځینو خلکو زړونه ورته مایل کړه، په هغوی رحم وکړه، په دې وچ ډاګ کې میوې ورته پیرزو کړه ترڅو ستا د نعمتونو شکر اداء کړي.
ربه زموږ! ته زموږ په پټ او ښکاره کړنو ترټولو ښه پوهیږې، ته په هغه خفګان ډیر ښه عالم یې چې د خپل اهل په پریښودو زما په زړه کې پروت دی، ستا په وړاندې خو په ځمکه او آسمان کې هیڅ شی پټ نه دي اګر که ډیر واړه هم وي.

د زمزم د اوبو را خوټیدل

هاجر د خدای ارادې ته غاړه کیښوده په ډیر صبر او زغم سره یې د هغه امر اداء کړ، د مکې په ډاک کې پاتې شوه، ابراهیم علیه السلام ورته یو څه خوراکي توښه او د اوبو ذخیره پریښې وه، هاجر او ماشوم زوی یې د همغه توښې څخه خوراک او څښاک کولو، تردې چې ذخیره ختمه شوه، هاجر او زوی یې ډیر زیات تږي شول، هاجر خپل ماشوم زوی ته په غم غم کتل د هغه تنده ورته څرګندیده د هرې مور په شان یې زړه پرې خوږیده، دا غمګین او کړیدلی حالت یې ترډیره ونشوای زغملی، ولاړه شوه په منډو یې پیل وکړ غوښتل یې څه ترلاسه کړي.
لوړې غوندۍ ته پورته شوه چې (صفا) یې بلله، یوه خوا بل خوا یې وکتل ترڅو اوبه پیدا کړي، خو هیڅ یې هم ونه لیدل، ورکې اخیستي انسان غوندې په منډه منډه راکوزه شوه بلې لوړې غونډۍ ته پورته شوه،چې (مروة) یې ورته ویلې، ترڅو اوبه پیدا کړي خو بیا هم هیڅ نه وو، بیا صفا ته را وګرځیده چې بیا یې هم هیڅ ونه لیدل، د صفا او مروة ترمنځ منډې را منډې یې پوره اوه ځله ترسره کړې خو هیڅ یې هم ترلاسه نه کړل.
کله چې د وروستي ځل لپاره د مروة په غونډۍ وخته ناڅاپه یې غږ ترغوږ شو که ګوري د زمزم په ځای کې پرښته له پرښتو څخه ده چې په خپل وزر سره ځمکه را کني تردې چې اوبه را ښکاره شوې .
هاجر چې کله دا نه منونکۍ حالت ولیده ډیره زیاته خوشحاله شوه، منډې یې کړل ماشوم زوی ته یې اوبه ورکړې او خپله تنده یې هم پرې ماته کړه.
کله چې د مکې په ډاک کې اوبه پیدا شوې مرغان یې هم ځانته را جلب کړل پرې راکوزیدل به او اولتنې به یې پرې کولې، همدا وو چې کله د جرهم له قبیلې یو قوم اوبو ته نیږدې په لاره تیریده ویې لیدل چې مرغان ګرځي را ګرځي، په خپلو منځو کې یې له یوبله وپوښتل: دا مرغان خو په اوبو راغونډیږي آیا په دې ډاک کې اوبه شته؟ ټولو وویل: موږ خو دلته کله اوبه نه دي لیدلې، نوځکه یې له خپلو ملګرو یو ولیږه ترڅو د مرغانو له دې غونډځایه خبر راوړي، کله چې لیږل شوی کس را وګرځیده خپلو ملګرو ته یې د اوبو زیرۍ راووړ، ټول کاروان را وګرځیده او هاجر ته یې وویل: که ستا خوښه وي نو موږ به ستا ترڅنګ واړوو، ستا سره به مرسته هم کوو او د زمزم د اوبو واکداري به هم ستاوي، هاجر هم د دوی په لیدو خوشحاله شوه او د دوی سره یې د هستوګن کیدو خبره ومنله، همدا وو چې جرهمیان د هاجر ترڅنګ پاتې شول او خپلې مېنې یې جوړې کړې تردې چې اسماعیل ځوان شو او د جرهمۍ ښځې سره یې واده وکړ او د همدوی نه یې عربي ژبه هم زده کړه.

په اسماعیل باندې قرباني

لکه چې مخکې مو وویل ابراهیم علیه السلام خپل زوی د مکې په ډاګ کې پریښود، خو له یاده یې نه وو ایستلی تل یې په یاد وو وخت نا وخت به پرې ګرځیده پوښتنه به یې کوله.
یو ځلې ابراهیم همداسې د خپل زوی د پوښتنې لپاره مکې ته راغلۍ وو، په خوب کې یې ولیدل چې الله جل جلاله ورته د خپل زوی د ذبح کولو امر کوي، څرګنده ده چې د نبیانو خوب لیدنه د الله جل جلاله له لوري د وحی په معنا دي، همدا وو چې ابراهیم علیه السلام د الله جل جلاله د کړي امر د عملي کولو تکل وکړ، د خپل یوازني زوی ذبح کول یې ومنل، د زړبودۍ عمر او د یوه زوی موجودیت یې د تصمیم مخنیوۍ ونشوی کړی، قرآن وايي:
(وَقَالَ إِنِّي ذَاهِبٌ إِلَىٰ رَبِّي سَيَهْدِينِ، رَبِّ هَبْ لِي مِنَ الصَّالِحِينَ، فَبَشَّرْنَاهُ بِغُلَامٍ حَلِيمٍ، فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْيَ قَالَ يَا بُنَيَّ إِنِّي أَرَىٰ فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ فَانظُرْ مَاذَا تَرَىٰ ۚ قَالَ يَا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ ۖ سَتَجِدُنِي إِن شَاءَ اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِينَ، فَلَمَّا أَسْلَمَا وَتَلَّهُ لِلْجَبِينِ، وَنَادَيْنَاهُ أَن يَا إِبْرَاهِيمُ، قَدْ صَدَّقْتَ الرُّؤْيَا ۚ إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ، إِنَّ هَٰذَا لَهُوَ الْبَلَاءُ الْمُبِينُ، وَفَدَيْنَاهُ بِذِبْحٍ عَظِيمٍ، وَتَرَكْنَا عَلَيْهِ فِي الْآخِرِينَ، سَلَامٌ عَلَىٰ إِبْرَاهِيمَ، كَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ، إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِينَ، وَبَشَّرْنَاهُ بِإِسْحَاقَ نَبِيًّا مِّنَ الصَّالِحِينَ) الصافات ۱۱۲-۹۹.
وویل (ابراهیم) بیشکه زه تلونکی یم رب خپل ته ژر ده چې لارښوونه وکړي ماته، (زیاته یې کړه) اې ربه زما را پیرزو کړه ماته (زوی) له نیکانو، نو زیرۍ ورکړ موږ هغه ته د زغم لرونکي هلک، نو کله چې ورسید (اسماعیل) له خپل پلار سره د منډو وهلو حد ته وویل (ابراهیم هغه ته) اې زویه زما زه وینم په خوب کې چې تا ذبح کوم، نو وګوره چې ته څه وايې؟ وویل (اسماعیل) اې پلاره زما ترسره کړه هغه څه چې امر درته شوی زرده چې ومومې ما انشاء الله له زغم لرونکو ځینې، نو کله چې غاړه کیښوده (دواړو حکم د الله ته) او وایې چاوه (اسماعیل) په ټنډه ځمکې ته، او غږ مو ورته وکړ چې اې ابراهیمه! بېشکه تا ریښتیا کړ خوب (خپل)، موږ هم همداسې نیکه جزاء ورکوو نیکانو ته، بیشکه همدا ذبح کول وو(زموږ) له آزموینې ښکاره، او فدیه مو کړه دغه (اسماعیل) په قربانۍ لویې (جنتي پسه) سره، پریښوده موږ پر ابراهیم (نیک نامي او ښه یادونه) په ورستیو خلکو کې تر قیامته، همداسې جزاء ورکوو موږ نیکانو ته، بیشکه چې هغه وو له بنده ګانو مؤمنو زموږ، او زیرۍ ورکړ موږ هغه ته په اسحاق چې نبي وو له نیکانو.
په یادو شوو آیتونو کې له ابراهیم څخه یادونه شوې چې کله یې له خپل قوم څخه د هجرت هوډ وکړ له خپل رب ځینې یې د نیک صالح زوی غوښتنه وکړه، رب یې هم غوښتنه منظوره کړه او د نیک خویه ماشوم زیرۍ یې پرې وکړ، چې هغه اسماعیل د هغه لمړنۍ زوی وو.
کله چې اسماعیل علیه السلام لوی شو، د خپل پلار سره د کار کولو شو، د هغه په مخکې د منډو وهلو شو، ابراهیم په خوب کې ویني چې الله جل جلاله ورته د اسماعیل علیه السلام د ذبح کولو امر کوي، دا هغه وخت وو چې همدا اسماعیل د ابراهیم یوازنۍ زوی وو، ابراهیم خپل زوی اسماعیل د الله جل جلاله له کړي امر څخه خبروي او دا د دې لپاره ترڅو د هغه ایمان و آزمویي، ترڅو د هغه د قبولۍ په ترڅ کې خپل زړه ته تسکین ورکړي، د هغه ذبح کول ورته آسانه شي، ځکه په زور ذبح کول به ورته ډیر سخت تمام شي، اسماعیل په ځواب کې ورته وايي اې زما پلار جانه! هغه څه وکړه چې الله جل جلاله درته امر کړی، زر ده چې ته به مې له زغم لرونکو څخه ومومې، زه د الله جل جلاله مشیئت او ارادې ته غاړه ایښودونکی یم.
کله چې پلار او زوی دواړه خدايي پریکړې ته تسلیم شول او دواړو د خدای د ارادې د عملي کولو هوکړه وکړه، ابراهیم خپل زوی په ځمکه داسې پریستلو چې مخ یې ځمکې ته وو ترڅو له څټ څخه یې ذبح کړي او د ذبح پر وخت یې مخ ونه ویني، چاړه یې د هغه په غاړه را تیره کړه خو غاړه غوڅه نشوه، په همدې وخت کې الله جل جلاله غږ پرې وکړ اې ابراهیمه! د خپل زوی ذبح کول بس کړه زموږ د آزموینې غوښتنه ترسره شوه، د الله امر ته ستا غاړه ايښودل او طاعت مو ولیدل، همدا هغه لوی او ښکاره امتحان وو چې ستا ایمان مو پرې و آزمیو، پرته له شکه ته په دې امتحان کې بریالۍ او کامیاب شوې، نو دا پسه ونیسه او د خپل زوی په بدله کې یې فدیه کړه.
ذبیح څوک دی؟ قرآن په ښکاره توګه وايي چې ابراهیم ته د خپل زوی اسماعیل د ذبح کولو حکم وشو نو همغه اسماعیل ذبیح دی، ځکه قرآن لمړۍ د اسماعیل د ذبحې کولو کیسه بیانوي او بیا وروسته ابراهیم ته د بل زوی (اسحاق) زیرۍ ورکوي(وَبَشَّرْنَاهُ بِإِسْحَاقَ نَبِيًّا مِّنَ الصَّالِحِينَ) او موږ زیرۍ ورکړه ابراهیم ته په اسحاق، چې نبي وو له نیکانو.
نو په اسحاق علیه السلام د زیري ورکولو بیان وروسته د ذبح کولو له کیسې په ښکاره توګه دا په ګوته کوي چې اسحاق پرته له هغه ماشوم څخه بل ماشوم دی چې ابراهیم یې په ذبح کولو آزمویل شوی وو.
خو یهودان دعوه لري او وایي چې ذبیح اسحاق دی نه اسماعیل، سفر التکوین د ذبیح یادونه کوي او د هغه هویت بیانوي او وایي: ابراهیم ته خپل رب وویل ( خپل اسحاق یوازنۍ زوی دې چې ته ډیره مینه ورسره لرې را ونیسه او د موریة ځمکې ته یې ورسوه ) امام ابن کثیر د یهودانو دغه ادعا ردوي او وايي:
د اسحاق ټکۍ دلته نه منونکۍ دی…ځکه هغه د ابراهیم یوازنۍ زوی نه وو او نه هم تر ټولو لوی وو، بلکې ترهغه مشر اسماعیل وو، یهودانو د عربو سره د کینې له مخې اسحاق ته د ذبیح لقب ورکړی، ځکه اسماعیل د حجاز د عربو پلار دی کوم چې رسول الله هم له دوی ځینې دی، او اسحاق د یعقوب (اسرائیل) پلار وو چې یهودان همغه ته ځانونه منسوبوي، یهودانو غوښتل چې دا لوی شرف همدوی ته منسوب شي نو ځکه یې د خدای کلام تحریف او زیادت یې پکې وکړ .

ابراهیم او د اسماعیل میرمن

یوه ورځ له ورځو ابراهیم په مکه کې د اسماعیل کورته ورغۍ، خو هغه یې پیدا نکړ یوازې میرمن یې په کورکې وه، هغې نه پیژانده چې ابراهیم د دې د میړه پلار دی، ابراهیم د اسماعیل پوښتنه ترې وکړه، هغې ورته وویل چې هغه په ښکار پسې وتۍ، بیا یې پوښتنه ترې وکړه چې څه حالت مو دی، هغې وویل: موږ په ډیره سختۍ او تنګلاسۍ کې یو، او د خپل ژوند څخه یې ډیر شکایت وکړ، بیا ابراهیم ورته وویل: آیا میلمه منئ؟ آیا په کور کې د خوراک څښاک لپاره څه شته؟ هغې وویل: زما سره نه څوک په کور کې شته او نه هم کوم څیز د خوراک څښاک لپاره لرم.
ابراهیم د اسماعیل له میرمنې خوښ نه شو ځکه چې هغه په خدای ورکړې برخه راضي نه وه، د میړه له ژوند څخه نا خوښه وه شکایت یې وکړ، بل داچې بخل یې ترې ولیده ځکه د چا عزت یې نه منلو، نو ابراهیم ورته وویل: کله دې چې میړه راغۍ زما سلام پرې وایه او ورته ووایه چې د دروازې تی دیري دې بدله کړه.
وروسته له دې چې ابراهیم ولاړ اسماعیل کورته راغۍ، داسې یې و انګیرله چې د ده په نه موجودیت کې په کور کې څه تیر شوي، نو ځکه یې میرمنې ته وویل: آیا تاته څوک راغلي وو؟ هغې وویل: هوکې، یو سپین ږیری د دارنګه صفاتو څښتن سړی راغلی وو، ستا پوښتنه یې وکړه، ما هم د ریښتیني حال نه خبر کړ، اسماعیل ورته وویل: آیا تاته يې څه وویل؟ هغې وویل: هوکې امر یې راته وکړ چې د هغه سلام تاته ورسوم او زیاته یې کړه چې د دروازې تی دیري دې بدله کړه، اسماعیل ورته وویل: هغه زما پلار دی ماته یې امر کړی چې ستاسره جدايي وکړم نو پلار ګنۍ ته دې ولاړه شه، اسماعیل هغې ته طلاق ورکړ او له بلې ښځې سره یې واده وکړ.
څه موده وروسته ابراهیم یو ځل بیا د اسماعیل کورته راغۍ، دا ځلې بیا هم اسماعیل په کورکې نه وو، یوازې د هغه نوې میرمن په کورکې موجوده وه، هغې ابراهیم ته ښه راغلاست وویل، ابراهیم پوښتنه ترې وکړه: آیا میلمه منې؟ هغې وویل: ولې نه، د هغه یې ښه میلمه پالنه وکړه، بیا ابراهیم د ژوند د حال ترې وپوښته هغې وویل: موږ ښه ژوند لرو او د خدای ثنا یې یاده کړه، ابراهیم ورته وویل: کله دې چې میړه راغۍ نو زما سلام پرې وایه او ورته ووایه چې د خپل وره تۍ دیري دې وساته او ترینه رخصت شو.
ماښام چې اسماعیل کورت راغۍ، ښځې یې ورځنۍ کیسه ورته واوروله او وویل چې دا رنګه سپين ږیرۍ سړۍ راغلی وو ستا پوښتنه یې وکړه او تاته یې دا وصیت پریښود، اسماعیل ورته وویل: هغه زما پلار دی او ماته یې امر کړی ترڅو تا له ځانه جدا نکړم، همدا وو چې اسماعیل ټول عمر له همغې میرمنې سره تیر کړ او د همغې میرمنې څخه د اولادو څښتن شو.

ابراهیم او اسماعیل کعبه ودانوي

ابراهیم علیه السلام د خپل زوی نه څه واټن لرې پاتې شو، ډیره موده وروسته د یوې سپیڅلې دندې سره هغه ته را وګرځیده، هغه دا چې الله جل جلاله په مکه کې د کعبې د ودانولو امر ورته کړی وو، ترڅو د لمړي ځل لپاره عبادت ځای جوړ شي او د الله عبادت پکې ترسره شي.
کله چې ابراهیم مکې ته را ورسیده خپل زوی اسماعیل ځینې ورک شو که ګوري چې زمزم ته څیرمه غیشي جوړوي، ور وړاندې شو په لیدو یې ډیر خوشحاله شو، اسماعیل ورته را منډې کړل، یو بل ته ور غاړې وتل، هر یوه خپل د مینې وروستنۍ انداز ښکاره کړ، پلار او زوی د یو او بل په لیدو ډیر زیات خوښ شول.
د خوښیو په دې جریان کې ابراهیم خپل زوی ته یاده کړه چې الله جل جلاله امر ورته کړی ترڅو دلته د عبادت لپاره یوه خونه ودانه کړي، د جوړیدو ځای یې په مکه کې لږ شانته لوړ ځای په ګوته کړه، اسماعیل ورته وویل: اې پلاره زما هغه کار ترسره کړه چې الله جل جلالته درته امر کړی، زه به ضرور ستا سره په دې سپیڅلي کار کې مرسته وکړم.
ابراهیم د خونې په جوړولو پیل وکړ په داسې حال کې چې اسماعیل به تیږې ورکولې، په دې جریان کې ابراهیم اسماعیل ته وویل: یوه ښکلې تیږه راکړه چې په کونج کې یې کیږدم ترڅو د خلکو لپاره نښه شي… همدا وو چې جبریل ورته د حجرالأسود د تیږې خبر ورکړ، نو را وایې خیسته او په خپل ټاکل شوي ځای یې ولګوله، پلار او زوی دواړو د کعبې د ودانولو پروخت دا دعا ویله: (رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا ۖ إِنَّكَ أَنتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ) اې ربه زموږ قبول کړه زموږ نه ( دغه د خیر کار) بیشکه ته ښه آوریدونکۍ او پوره علم لرونکۍ یې.
کله چې د خونې دیوالونه لوړ شول او سپین ږیری ابراهیم د تیږو له پورته کولو کم وسه شو، نو په یوه تیږه به دریده چې همغه تیږه مقام ابراهیم بولي، کله به چې د دیوال یوه خوا پوره کیده بل لوري ته به لیږدیدله په داسې حال کې چې ابراهیم به پرې ولاړ وو، او کله به چې یو دیوال ختم شو بل دیوال ته به خپله انتقال شوه تردې چې په همدې توګه د کعبې دیوالونه ورسیدل، دا تیږه په کعبه پورې له همغه وخته پیوسته ایښې وه تردې چې د عمر فاروق د خلافت وخت راغۍ اوهغه د کعبې نه لږ لرې کیښوده ترڅو د لمونځ کوونکیو پام بل خوا وانه ړوي.
قرآن په دې آیتونو سره د کعبې ودانولو ته داسې اشاره کوي:
(وَإِذْ جَعَلْنَا الْبَيْتَ مَثَابَةً لِّلنَّاسِ وَأَمْنًا وَاتَّخِذُوا مِن مَّقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى ۖ وَعَهِدْنَا إِلَىٰ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ أَن طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْعَاكِفِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ، وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَٰذَا بَلَدًا آمِنًا وَارْزُقْ أَهْلَهُ مِنَ الثَّمَرَاتِ مَنْ آمَنَ مِنْهُم بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۖ قَالَ وَمَن كَفَرَ فَأُمَتِّعُهُ قَلِيلًا ثُمَّ أَضْطَرُّهُ إِلَىٰ عَذَابِ النَّارِ ۖ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ، وَإِذْ يَرْفَعُ إِبْرَاهِيمُ الْقَوَاعِدَ مِنَ الْبَيْتِ وَإِسْمَاعِيلُ رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا ۖ إِنَّكَ أَنتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم) البقرة ۱۲۷-۱۲۵.
کله چې وګرځوله موږ کعبه ځای د ثواب ګټلو او ځای د امن، ونیسئ اې مؤمنانو مقام ابراهیم د لمانځه کولو ځای، او حکم کړی وو موږ دوی دواړو (ابراهیم او اسماعیل) ته چې پاک کړئ کور زما لپاره د طواف کوونکیو، معتکفینو او رکوع کوونکیو سجده کونیو، کله چې وویل ابراهیم: اې ربه زما وګرځوه دا ښار ( چې کعبه مې پکې ودانه کړه) ځای د امن امان، او روزي ورکړه اوسیدونکیو ته یې له هر راز میوو نه، (ټولو) هغو ته چې ایمان یې راوړۍ په الله او په ورځ د آخرت، وویل: الله او هر څوک چې کافر شو نو لږ شان ګټه به ورکړم بیا به یې په زور د دوزخ اور ته مجبور کړم، او بد ځای د ورتلو دی هغه اور، او هغه وخت چې پورته کړ ابراهیم بنسټ د کعبې (په مرسته د) اسماعیل (نو ویل به دواړو) اې ربه زموږ قبول کړه زموږ نه دغه کار بیشکه ته ښه آوریدونکی او پوره علم لرونکۍ یې.
په یادو شوو آیتونو کې الله جل جلاله عربو مسلمانانوته لوی نعمت وریادوي، او ورته وايي چې تاسې ته مې وګرځوله کعبه ځای د ثواب ګټلو (مثابة ) یعنې داسې ځای چې خلک یې د عبادت په موخه زیارت کوي، داسې ځای چې د هر ویره اخستونکي لپاره د امن امان ځای دی، حرم ته داخل شوي کس ته هیڅ څوک ضرر نشي رسولی، او دا هغه کار دی چې په دودیزه توګه یې د پخوا زمانې راهسې خلک سپیڅلۍ شمیري، هیچاته اجازه نه ورکوي ترڅو په حرم کې جنایت ترسره کړي.
مقام ابراهیم هغه ځای دی چې الله جل جلاله امر کړی ترڅو هلته لمونځ اداء کړو، ځینو پوهانو ویلي چې د مقام ابراهیم نه مراد همغه تیږه ده چې ابراهیم به د کعبې د ودانولو پر وخت پرې ودریده، او ځینو نورو بیا ویلي چې مراد ځینې د کعبې شاوخوا پروت ټول حرم دی.
الله جل جلاله د یادو شوو آیتو په اوږدو کې هغه وصیت ته اشاره کوي چې ابراهیم او اسماعیل ته یې کړی وو او ورته ویلې یې وو چې کعبه به د حسي چټلۍ او ښکاره نجاست څخه پاکه ساتئ، همدارنګه به معنوي چټلي لکه د بوتانو عبادت او نور شرکي امور نه پکې پریږدئ ، ترڅو طواف کوونکي په پاکۍ کې خپل طواف اداء کړي، معتکفین او لمونځ کوونکي په سپیڅلې توګه خپل عبادت ترسره کړي، رکوع کوونکي او سجده کوونکي هلته خپلې سجدې او لمانځونه اداء کړي.
همدارنګه یاد شوي آیتونه د ابراهیم علیه السلام دعا ته اشاره کوي، چې په ترڅ کې یې له خدایه د هغه ځای امن امان غواړي کوم چې په هغه کې به د عبادت لپاره خونه جوړیږي، له خدایه هیله لري ترڅو هغو کسانو ته له میوو او نورو خوراکو روزي ورکړي کوم چې په خدای او ورځ د آخرت ایمان لري، پرته له شکه الله جل جلاله د ابراهیم دعا قبوله کړه او ورته ویې ویل چې هغه کسان به هم په دنیا له رزق او روزي محروم نکړي چې کافران شوي، خو د قیامت په ورځ به یې د سخت برخلیک سره مخ کوي، دوزخ ته به یې کشوي چې بد ترین ځای د ځایونو دی.
هوکې الله جلاله د ابراهیم دعاء قبوله کړه مکة مکرمة یې یو امن هیواد وګرځاوه، چاچې تیرۍ پرې کړی په ډیره کرغیړنه توګه هلاک شوی، همدارنګه په مکة کې د ابراهیم د دعا له وجې رزق او روزي هم زیاته ترلاسه کیږی، لیدل کیږي چې د دنیا د ګوټ ګوټ نه هررنګه میوې دې هیواد ته راوړل کیږي.
په پای کې الله جل جلاله د کعبې ودانولو ته هم اشاره کوي، ابراهیم او اسماعیل دواړو د کعبې بنسټونه را پورته کړل دیوالونه یې ودان کړل، په داسې حال کې چې دواړو به د الله ثنا او صفت یادولو او له الله به یې غوښتنه کوله ترڅو دغه لوی کار له دوی څخه قبول کړي.

——————————————————————————–
ليكنه: دوكتور عفيف عبدالفتاح طباره
ژباړه :خلیل الرحمن حنیف

نظرات

مطالب مرتبط

د موسی عليه السلام او د هغه قوم ترمنځ یې شخړه

د موسی معجزې او د ساحرانو ایماند موسی او فرعون ترمنځ د موسی د خدایي …