Home / اسلام / قصه های پیامبران / ابراهيم علیه السلام کیسه (درسونه او عبرتونه)

ابراهيم علیه السلام کیسه (درسونه او عبرتونه)

ابراهیم د غټ زړه څښتن:

ابراهیم علیه السلام هغه لوړ منار دی چې د هر عصر مؤمنانو او نبیانو پرې لاره موندلې، هغه یوه نیکه نمونه ده چې الله جل جلاله د ټولو انسانانو لپاره غوره ګرځولې.

 که چیرې موږ هرڅه ډیره هڅه وکړو ترڅو د ابراهیم لپاره یو ښکلۍ صفت پیدا کړو، نو پرته له دې چې د لوی زړه څښتن یې معرفي کړو بل وړ صفت یې په تړاو مناسب نه موندل کیږي، دا هغه زړه دی چې په نرموالي او محبت کې یوه نمونه وو، له هر رنګه کینې او نورو ناوړه خصلتو څخه پاک وو، ابراهیم به ولې د دارنګه زړه څښتن نه وي په داسې حال کې چې هغه خپله د زړونو سلامتیاته دعوت کوي، انسان ته خپل وروستۍ برخلیک د زړه سره په تړاو په ګوته کوي او ورته وايي: (يَوْمَ لَا يَنفَعُ مَالٌ وَلَا بَنُونَ إِلَّا مَنْ أَتَى اللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ) په هغه ورځ چې نه رسوي(هیڅ) ګټه مال او زامن (د چا) مګر هغه چا ته چې راغلۍ وي الله ته په پاک زړه (له کفر او نفاقه).

څومره ښکلې ټکي دي، چې په ښکلا او معني کې ورته هیڅ فلسفي نظر نشي رسیدی، هیڅ اخلاقي مذهب یې مقابله نشي کولۍ، ځکه هغه نوع انسان ته خپل وروستنۍ هدف ټاکي او ورته وايي چې دا وروستۍ لاسته راوړنه خپل هدف وټاکه، ځکه په همدې کې د انسان تل تر تله نیکمرغي او سعادت پروت دی، نو اې انسانانو آیا تاسې خپل زړونه په سمه لار نه برابروئ، له ګناهونو او بدمرغیو یې نه پاکوئ!.

د ابراهیم د عظمت او لوړوالي ټکۍ همدا غټ زړه دی، چې ټولو خلکو ته یې خیر رسیدلی، ځکه خپل ځان یې د ټولو خلکو د نیکمرغۍ په لاره کې نذر کړی وو، برابره خبره وه چې هغه خلک د ده نیږدې خپلوان وو او یا دا چې د ده سره یې کوم نسبي تړاو نه درلود، هغوی ته د خیر په رسولو کې ډیر حریص وو زیاته هڅه یې دا وه ترڅو هغوی د بوتانو له عبادت څخه وژغوري کوم چې د وخت په ټولنه کې یې شهرت درلود، د بوتانو عبادت د همغه خلکو عقلونه را ولکه کړي وو هغوی ټول یې په خرافاتو برابر کړي وو، د بوتانو عبادت هغوی د ډیرو زیان راوړونکو تکلیفونو سره مخ کړي وو، د هغوی شته مال او دولت يې په ډیره ناسمه توګه د هغوی نه اخیستو او پرته له ګټې همداسې له منځه تلو، هغوی به بوتانو ته قربانۍ کولې، خوراک او شراب به یې ورته وړاندې کول، هغوی ته به یې ذبحې کولې چې بیا به همداسې پرته له ګټې هدر له منځه تلې، د بوتانو عبادت د لوی پالونکي د قهر او غضب سبب ګرځیده، ځکه خلک یې د یوه الله له عبادت څخه د هغه څه عبادت ته اړولي وو کوم چې نه یې آوریدل او نه یې څه لیدل، د جماداتو او تیږو عبادت ته.

د ابراهیم زړه دا نشوی زغملۍ ترڅو خپل پلار د ګمراهۍ په لاره وویني، دا یې نشوی لیدی چې پلار یې د بوتانو په عبادت کې ډوب پاتې شي، نو ځکه د هغه د لارښوونې هڅه کوي د هغه سره په عقل او منطق خبرې کوي په ډیره ښکلې توګه هغه ته دعوت ورکوي، خو د هغه پلار عقل په تیږو مین وو، خپل زوی ابراهیم ګواښي او تهدیدوي یې، ورته وايي که له دې خبرې وانه وښتې په تیږو به دې وولم، خو زوی خپل پلار ته وايي: (سَلَامٌ عَلَيْكَ ۖ سَأَسْتَغْفِرُ لَكَ رَبِّي) سلام دې وي پرتا زه به ستا لپاره د خپل رب نه بښنه وغواړم.

وګورئ ابراهیم خپل پلار ته د ګواښلو په بدله کې له الله نه بښنه غواړي، همدا د ابراهیم له پلار سره په اخلاص دلالت کوي، زړه یې نرمیږي د خپل پلار په دې حالت سوزي په مینه او نرمۍ سره هغه ته د بښنې وايي.

د ابراهیم زړه خپلو اولادو ته هم سوزي، له الله جل جلاله غواړي ترڅو هغوی د بوتانو له عبادت څخه وساتي(وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَٰذَا الْبَلَدَ آمِنًا وَاجْنُبْنِي وَبَنِيَّ أَن نَّعْبُدَ الْأَصْنَامَ) کله چې وویل ابراهیم اې ربه زما! وګرځوه دغه هیواد په امن کې، او ومې ساته سره له اولادو خپلو د بوتانو له عبادت څخه.

همدارنګه د ابراهیم لوی زړه په خپلو اولادونو خوږ شي، ځکه د هغوی سره د وینې تړاو لري، هغوی ته د لوړوالي خیر او نیکمرغۍ غوښتنه کوي، تردې چې کله الله جل جلاله ابراهیم ته د امامت عزت ډالۍ کوي، هغه په دغه امتیاز یوازې له ځان لپاره نه قانع کیږي، خپل رب ته دعا کوي او ورته وايي چې دغه د امامت لوی نعمت زما اولادو ته هم پیرزو کړه(قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا ۖ قَالَ وَمِن ذُرِّيَّتِي) وویل (الله) زه ګرځوونکی یم ستا اې ابراهیم د خلکو لپاره امام، وویل (ابراهیم) او زما له اولادې هم(امامان جوړ کړه).

دا لوی زړه ابراهیم دیته را کاږي ترڅو له الله جل جلاله څخه د دې غوښتنه وکړي، چې اداء کوونکی د لمانځه یې وګرځوي، کوم چې انسان خپل رب ته پرې نیږدې کیږي، دلته هم یوازې د ځان لپاره دعا نه کوي بلکې خپل اولادونه هم ورسره شریکوي او وایي:(رَبِّ اجْعَلْنِي مُقِيمَ الصَّلَاةِ وَمِن ذُرِّيَّتِي ۚ رَبَّنَا وَتَقَبَّلْ دُعَاء) اې ربه زما وګرځوه ما همیشه اداء کوونکۍ د لمانځه، او ځینې له اولادو زما (هم په لمانځه کلک کړه) اې ربه زمونږ، او قبوله کړه دعاء زموږ.

د ابراهیم لوی زړه په خپل قوم هم خوږ شي، سره د دې چې له هغوی نه یې ډیر تکلیفونه او کړاوونه زغملي، ابراهیم د هغه چا لپاره د هلاک او عذاب غوښتنه نه کوي کوموچې د ده د خدای امرونو ته غاړه نه ده ایښې، بلکې هغوی ته د مهربان خدای د رحمت او بښنې هیله لري.( |رَبِّ إِنَّهُنَّ أَضْلَلْنَ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ ۖ فَمَن تَبِعَنِي فَإِنَّهُ مِنِّي ۖ وَمَنْ عَصَانِي فَإِنَّكَ غَفُورٌ رَّحِيم) اې ربه زما بیشکه دغو (بوتانو) ډیر خلک تیر ایستلي دي، نو چاچې متابعت وکړ زما نو هغه دی (له ملته) زما، او هر چا چې نا فرماني وکړه زما نو بیشکه چې ته ښه بښونکی رحم کوونکی یې.

د ابراهیم لوی زړه د هیچا د عذاب او هلاک زغم نلري، سره د دې چې ځینې قومونه د هلاک وړ او مستحق هم دي، ګور چې کله ملایکې هغه ته راغلې او ورته ویې ویل چې موږ غواړو د لوط پر قوم عذاب نازل کړو، د ابراهیم زړه نشي زغملی ترڅو هغه قوم ته عذاب ورسیږي، نو د خپل رب سره مجادله کوي، هیله لري چې کیدای شي په هغو ګنهکارانو یې رحمت را نازل شي، (يُجَادِلُنَا فِي قَوْمِ لُوطٍ، إِنَّ إِبْرَاهِيمَ لَحَلِيمٌ[i] أَوَّاهٌ[ii] مُّنِيبٌ[iii]) نو بیا جګړه کوي (ابراهیم) له موږ سره په (حق) د قوم د لوط کې بیشکه ابراهیم د زغم څښتن وو، نرم او رجوع کوونکی وو (الله ته).

د شجاعت زده کړه:

د ابراهیم علیه السلام ژوند لیک په روښانه توګه د شجاعت درسونه وړاندې کوي، د سپیڅلې عقیدې د پلې کیدو لپاره هغه په ډیره زړورتیا سره خپل دعوت ښکاره کړ، ابراهیم د هغه قوم په وړاندې ودرید چې د بوتانو په عبادت باوري وو، د هغوی باطلې عقیدې یې سپکې وګڼلې، په برهان او دلیل یې د بوتانو د عبادت مخنیوی وکړ، وګورئ! څومره سخت دعوت دی، د یوه دعوتګر لپاره تردې سخت دعوت نشته، ځکه غواړي د هغوی پلرني معتقدات تغیر کړي، کوم چې د هغوی نفسونو او عقلونو یې سپیڅلتیا منلې، هیڅ شی دومره قهر نه راپاروي څومره چې د چا د معتقداتو د سپکاوي په ترڅ کې را پاري، د همدې لپاره د ابراهیم دنده ډیره درنده وه، شجاعت، زغم او ډیر تحمل ته یې اړتیا درلوده ترڅو د قوم زور او زوږ ته ځان سمبال کړي او د هغوی سره په ډغرو کې بریالۍ شي، د دوی غبرګون ته په زغم ځواب ووايي چې لمړۍ غبرګون یې د خپل پلار وو چې وايي: (لَئِن لَّمْ تَنتَهِ لَأَرْجُمَنَّكَ ۖ وَاهْجُرْنِي مَلِيًّا) که له دې خبرو وانه وړې اې ابراهیمه په تیږو به دې وولم، پرې مې ږده یوه شیبه.

ابراهیم په خپل قوم کې تر ډیره د یوه خدای دعوت ته غاړه ایښودونکي نه مومي، بلکې د قوم څخه سرغړونه او دوښمني ترلاسه کوي، خو دا ټول د هغه د کړې پریکړې په مخ کې خنډ نشي ګرځیدی، د هغه په زړه کې ویره نشي را غونډوی، هغه د خپل قوم په مخکې د خپلې وسلې په زور را ښکاري، د کومې وسلې په زور؟ د هغه وسلې په زور چې په ترڅ کې یې د هغوی باورځایونه دړې وړې کیږي، بنسټونه یې لړزیږي، دا وسله په لاس سره د باطل مخنیوۍ دی، کوم چې تر ټولو وسلو یې اغیزې زیاتې دي، ابراهیم ډیر په دلیل او برهان سره خپل قوم ته وعظ او نصیحت وکړ خو څه ګټه یې ونکړه، دې وسلې ته اړ شو د لاس وسلې ته، چې په عملي توګه یې بوتان پرې ټوټه ټوټه کړل.

د دې کړنې پایلې ټولو ته څرګندې دي، چې یا به یې په پایله کې ریښتني مرګ ته رسیږي او یا به قوم د بوتانو په پريښودو قانع کیږي.

یو کاري اسلوب دی چې ابراهیم یې خپل قوم ته وړاندې ږدي، ترڅو هغوی ته دا وښيي چې معبودان او باطل خدایان یې له ځانه دفاع نشي کولی، نو بیا به څنګه له دوی څخه دفاع وکړي څنګه به دوی ته ګټه یا زیان ورسوي، لکه څرنګه چې دوی همداسې عقیده لري!!.

په عملي توګه غواړي خپل قوم ته وښيي چې باطل خدایان نه څه آوري، نه څه ویني او نه هم خبرې کولی شي، کله چې له ابراهیم څخه د دړې وړې شوو بوتانو په تړاو پوښتنه کیږي هغه یې په ځواب کې وايي (بَلْ فَعَلَهُ كَبِيرُهُمْ هَٰذَا فَاسْأَلُوهُمْ إِن كَانُوا يَنطِقُونَ) بلکې دا کار مشر د دوی کړی، دغه دی پوښتنه ترې وکړی که چیرې دوی خبرې کولی شي.

دې کړنې د ابراهیم د قوم ټنګ قهر را وپارولو، هغه یې محاکمه کړ، د هغه په تړاو یې د مرګ پریکړه وکړه څنګه مرګ، په اور باندې د سیځلو مرګ، خو ابراهیم خپل عالي شخصیت او په خپل رب باندې باور له لاسه نه ورکوي، چیغې او فریاد له خولې نه باسي، د ټول قوم په مخکې په ډیره آرامۍ سره ودریږي، خپل برخلیک ته تسلمیږي په رب تعالی یې اطمینان او باور زیاتیږي.

دا یو لوی درس دی د سمون غوښتونکو دعوتګرو لپاره، په دې سره یې نفسونه پیاوړي کیږي، شک، ډار او ویره یې له منځه ځي، پرته له شکه چې په یوه الله کلک باور د دعوتګرو نفسونه ځواکمنوي، جرأت او شجاعت یې زیاتوي.

 

د الله په لاره کې په ځان او اولاد سرښیندنه:

کومه قرباني چې الله جل جلاله ابراهیم ته امر پرې کړی وو هغه د ده د زوی اسماعیل ذبح کول وو، ابراهیم او اسماعیل دواړو د خدای دغه کړي امر ته په رضایت سره غاړه کیښوده، دا د تاریخ په پاڼو کې ترټولو لویه سرښیندنه او قرباني شمیرل کیږي، په ځانګړې توګه د دې قرباني ارزښت هغه وخت ښه څرګندیږي کله چې موږ د دغه قربانۍ د پیښیدو حالت د ابراهیم د حالت سره پرتله کړو.

ابراهیم اولاد ته ډیر لیواله وو، وروسته له ډیرې مودې یې د زړبودۍ په حالت کې زوی په نصیب شو، دا زوی په هغه زښت زیات ګران وو، د زړه ټوټه یې وه، د ژوند هیله یې وه، د نوم میراث یې وو، د همداسې زوی په تړاو هغه ته الله جل جلاله امر کوي او ورته وايي چې دا زوی دې قرباني کړه، دا د دې لپاره ترڅو د هغه ایمان و آزمویي، د هغه اطاعت او فرمان وړنه وویني، ابرهیم دا پيښه د خپل زوی اسماعیل سره شریکوي، زړه یې له ډیر غم او خفګان څخه نیږدې دی چې وچوي، خو اسماعیل ځواب ورکوي او ورته وايي:( يَا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ ۖ سَتَجِدُنِي إِن شَاءَ اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِينَ) اې پلاره هغه څه ترسره کړه چې امر درته شویو زرده چې ان شاء الله ما صبر کوونکۍ ومومې.

قلم د دې خبرې له توصیف څخه عاجز دی، دا ډیره لویه خبره ده، په دې خبره کې په ټولیزه توګه د خدای په لاره کې د نفس په قرباني کولو رضایت څرګندیږي.

له دوه لوریو قرباني: د پلار قرباني په خپل زوی باندې، او د زوی قرباني په خپل ځان باندې.

دا رنګه لوی او ټینګ ایمان د بشریت په تاریخ کې بې ساري او بې مثله ایمان دی، ایمان د ژبو په سر د خبرو راکړه ورکړه نه ده، ایمان د تیر وخت د غمونو را برسیره کول نشي کیدای، ایمان کومه ځانګړې نظریه نه ده چې په عقل سره یې لاندنۍ برخې را برسیره کیږي، بلکې ایمان د خدای ارادې ته په ټولیزه توګه ځان تسلیمول دي، د خدای په امرونو عمل کول دي، د خدای په لاره کې په ټولو مالي او نفسي ځواکونو قرباني کول دي.

په نني عصر کې موږ دغه درس ته څومره زیاته اړتیا لرو، نن خو مال اولاد او ښځه انسان ته ترټولو ډیر نیږدې شیان دي، د هرڅه نه ډیره مینه ورسره لري، تر هرڅه یې لوړ ګڼي، تردې چې پرته له خدای یې عبادت کوي، انسان څومره سپک ښکاري هغه وخت چې ځان د دنیا د سپکو زینتونو سره وتړي، فاني دنیا ته تسلیم شي، ریښتنۍ تل ترتله حقیقت له یاده وباسي، هغه حقیقت چې پرته له پایه به انسان پکې ژوندی وي مرګ به نه وي، نو د داسې حقایقو لپاره قرباني په کار ده.

 

د بوتانو او نورو باطلو خدایانو عبادت:

د بوتانو عبادت د انساني عقل سره ټکر لري، دا هغه غږ دی چې ابراهیم لږ تر لږه اوه دیرش پیړۍ مخکې د بوتانو په تړاو څرګند کړی وو، دا هغه غږ دی چې بابل یې په ترڅ کې ولړزیده، دا هغه غږ دی چې لا تراوسه یې انګازې په هر عصر او هره ټولنه کې آوریدل کیږي، ځکه د بوتانو عبادت هغه سپک عبادت دی چې بشري عقل یې په کولو کم ښکاري، دا هغه عبادت دی چې د خرافاتو بې ځایه خیالاتو او باطلو افکارو په ترڅ کې را منځته شوی، لا تر اوسه یې اغیزې په ځینې نفسونو کې شته، آن په دې شلم قرن کې چې د علم او روښنایۍ قرن دی.

لا تراوسه ځینې داسې دینونه شته چې بوتان د ځان د سپیڅلتیا لپاره ساتي، د آسماني ستورو را نیولې بیا د مزرعو تر ځناورو، د هوا له مرغانو نیولې بیا تر شادیانو او بیزو ګانو پورې، د مارانو او فیلانو نیولې بیا تر غویانو او پیشوګانو پورې، دا ټول د بوتانو په څیر لمانځل کیږي، درناوۍ یې کیږي.

خو د بوتانو او بوتانو ته د ورته شیانو د عبادت لامل څه دی؟ دا څنګه لا تراوسه خلک د دارنګه څیزونو درناوۍ کوي سره د دې چې انساني عقل ډیر پرمخ تللی او رشد یې کړی.

که موږ لږ په ځیره فکر وکړو وبه وینو چې د بوتانو د عبادت لامل د پلرو څخه ړوند تقلید دی، پرته له دې چې د معبود حقانیت ثابت شي، خلک د خپلو پلرونو په پاتې باطله لار روان دي او د بوتانو عبادت کوي، همدا ټکۍ قرآن په صراحت سره یاد کړی، مخکې له دیارلسو پیړیو قرآن د ابراهیم د کیسي په ترڅ کې د هغه د قوم یادونه کوي کوم چې د بوتانو عبادت په کې عام وو، وايي چې د عبادت عامل یې د خپلو پلرو د لارې تقلید وو.

(وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ إِبْرَاهِيمَ، إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِ مَا تَعْبُدُونَ، قَالُوا نَعْبُدُ أَصْنَامًا فَنَظَلُّ لَهَا عَاكِفِينَ، قَالَ هَلْ يَسْمَعُونَكُمْ إِذْ تَدْعُونَ، أَوْ يَنفَعُونَكُمْ أَوْ يَضُرُّونَ، قَالُوا بَلْ وَجَدْنَا آبَاءَنَا كَذَٰلِكَ يَفْعَلُونَ) الشعراء ۷۴-۶۹.

ولوله (اې محمده!) پر دغو(کفارو) کیسه د ابراهیم، کله چې وویل هغه خپل پلار او خپل قوم ته د څه څیز عبادت کوئ؟ نو وویل دوی عبادت کوو د بوتانو، همیشه اوسو دوی ته ورنیږدې، وویل ابراهیم آیا آوري دغه بوتان (بلنه) ستاسې کله یې چې یادوئ، یا څه نفع یا ضرر د ر رسوي، وویل کفارو (موږ ته دغه بوتان څه نفع او ضرر نه رسوي) بلکې موندلي دي موږ پلرونه خپل چې همداسې به یې کول.

د ابراهیم قوم هغه ته په ځواب کې وايي چې د بوتانو د عبادت لامل د پلرونو تقلید دی، هیڅ بل سبب نلري، دا ټکي په ضمن کې پردې اعتراف دی چې بوتان څه ګټه یا ضرر نشي رسولۍ بلکې یوازې تش په نامه تقلید دی.

قرآن د بوتانو د عبادت بل لامل هم بیانوي:

(وَقَالَ إِنَّمَا اتَّخَذْتُم مِّن دُونِ اللَّهِ أَوْثَانًا مَّوَدَّةَ بَيْنِكُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا) العنکبوت ۲۵.

وویل ابراهیم بیشکه هم دا خبره ده چې نیولي دي تاسې غیر له الله بوتان په خدایۍ سره، د پاره د دوستۍ په منځ د تاسې کې په ژوند.

ابراهیم خپل قوم ته وايي: تاسو پرته له الله بوتان د دې لپاره په خدایۍ نیولي ترڅو په خپلو کې د یو بل سره نیږدې شئ، ترڅو ستاسې ترمنځ په کوم شي محبت پاتي شي، پرته له دې چې تاسې اعتقاد پرې وکړئ، یا ځانته ریښتینۍ قناعت ورکړئ، دا خبره په هغو ټولنو کې پیښیږي چې په جدیت او ریښتینې توګه د کومې عقیدې پلوي نه کوي خو یوازې د خپلې ټولنې د وحدت د ساتلو لپاره یو شی پیدا کوي ترڅو ټول پرې راټول شي خبره یې یوه شي شان او شوکت یې وساتل شي.

د نن نړۍ پر مخ تللی انسان هم بوتانو ته د ورته څیزونو عبادت کوي، او پرته له الله درناوۍ ورته کوي، له دې عصري بوتانو څخه (د شخصیتو عبادت) یادولی شو…دا شخصیتونه مشران او رییسان دي، په زور او جبر یې ځانونه خدایان جوړ کړي ترڅو پرته له الله د دوی عبادت وشي، خلک یې درناوۍ کوي خبرې یې ریښتینې ګڼي.

له دې بوتانو څخه کوم چې انسان جوړ کړي یو هم (د امت عبادت) دی، لکه څرنګه چې نازیون ترسره کړی، خپل قوم يې تر ټولو بر وګڼلو، لمړنۍ محبت یې د خپل امت حق وګڼلو، د حق او عدالت سره په ټګر کې یې شعار ورته وټاکه او ویې ویل چې (آلمان تر ټولو لوړ دی) کوم چې همدا د دوهم نړیوال جنګ سبب شو، چې لږ ترلږه اویا میلیونه انسانان پکې له منځه ولاړل.

قوم او وطن خپل ارزښت لري خو نه داسې چې څوک یې سپیڅلۍ وګڼي او عبادت یې وکړي، لمړۍ او ترټولو لوړ هدف چې انسان باید پرې ونازیږي او په اړه یې چټک ګامونه واخلي د یوه خدای عبادت دی، د یوه خدای امرونو ته غاړه ایښودل دي، کوم چې د ټولو انسانانو په احترام او محبت امر کوي، د ټولو انسانانو سره په عدالت امر کوي، پرته له دې چې جنسیت، سمت، ژبې یا رنګ ته یې وکتل شي.

[i] :حلیم: د عذاب چټکتیا نه خوښوي.

[ii] :اواه: ډیر آه کوونکی، د درد احساسوونکی په هغه قوم چې عذاب به ورته رسیږي.

[iii] : الله ته رجوع کوونکی په هر امر کې.

نظرات

مطالب مرتبط

د موسی عليه السلام او د هغه قوم ترمنځ یې شخړه

د موسی معجزې او د ساحرانو ایماند موسی او فرعون ترمنځ د موسی د خدایي …