د موسی عليه السلام او د هغه قوم ترمنځ یې شخړه

د موسی معجزې او د ساحرانو ایمان
د موسی او فرعون ترمنځ د موسی د خدایي رسالت په هکله شخړه را برسیره شوه، فرعون ترې وغوښتل ترڅو داسې کوم دلیل ښکاره کړي چې د رسالت ریښتینولي یې پرې جوته شي، نو موسی خپله امسا له لاسه وغورځوله،

 که ګوري چې لوی مار ترې جوړ شو او په حرکت راغۍ، بیا یې خپل لاس له تخرګه را وایسته که ګوري چې سپین ځلیږي او کتونکي یې هم ویني.

فرعون او ملګرو یې دا صحنه ولیدله خو د دې سره سره یې بیا هم موسی په دروغو تورن کړ او دا کړنې یې د هغه په سحر او جادو پورې وتړلې، په خپلو منځو کې یې د موسی په هکله ناسته وکړه او په دې یې هوکړه وکړه چې موسی په ټولیزه توګه یو تکړه ساحر دی، او له دې سحر څخه یې موخه دا ده چې موږ له مصر څخه بهر کړي او په خپله د مصر واګې په لاس کې واخلي، بیا فرعون له خپلو لاسپوڅو پوښتنه وکړه چې د موسی په هکله څه باید وکړو؟ مشرانو مشوره ورکړه چې موسی او ورور یې باید همداسې پریښودل شي او له ګرد مصر څخه باید ساحران را وغوښتل شي ترڅو همداسې کړنې ترسره کړي لکه موسی چې ترسره کړې، ځکه که د موسی د معجزې په څیر نور ساحران ورته معجزه ښکاره کړي نو په دې سره به د موسی معجزه ماته او دعوت به یې نه منونکی وګڼل شي.
فرعون او مرستندویانو یې د مصر هر کونج ته خپل کسان واستول ترڅو ساحران را غونډ کړي، ډیر زیات ساحران یې راوستل، ساحرانو د موسی د سحر د ماتولو په صورت کې له فرعون نه د لوړې جائزې غوښتنه وکړه، فرعون هم ورسره ومنله او دا یې ورزیاته کړه چې د جائزې سره سره به یې له خپلو نیږدې کسانو څخه هم ګرځوي، یاده دې وي چې ساحرانو د وخت په مصر کې ډیر لوړ مقام درلود، پاچایانو او سردارانو به یې پوره پالنه کوله سیالۍ به یې پرې کولې او دا خبره د مصر نني آثار را برسیره کوي.
ټاکل شوی وخت را ورسید چې ساحران د موسی سره مخامخ کیږي، ډیر زیات خلک را غونډ شوي وو ګڼه ګوڼه په لوړه کچه روانه وه، ټول خلک د ساحرانو د کړنو پایلو ته سترګې په لاره وو، او دا ورځ د (یوم الزینة) یا د اختر له ورځې سره برابره ورځ وه، دوی داسې انګیرله چې دا ورځ د نیل د وفا ورځ ده او ترټولو لوی اختر یې همدا شمیرل کیده.
موسی له ساحرانو سره خپلې خبرې پیل کړې، هغوی ورته وویل چې لمړۍ ته خپل سحر ښکاروي که موږ پیل وکړو؟ موسی ټینګار وکړ چې لمړۍ تاسې پیل وکړئ او خپل سحر مو ښکاره کړئ، د دوی تکیه پر جوړو کړل شوو امساګانو او رسیو وه، خپلې رسۍ او امساګانې یې پرځمګه وغورځولې د لیدو ځای ټول له یوه سره مارانو په سر واخیست، موسی او نورو لیدونکیو ته یې داسې خیال په ذهن کې سمبال کړ چې ګواګي دا ماران حرکت کوي، ټول لیدونکي له دې منظرې ډیر زیات و ویریدل په زړونو کې یې ډار را پیدا شو.
د فرعون او قومیانو څیرې یې وغوړیدې خوشحاله شول ځکه دوی باوري شول چې زموږ ساحران برلاسي دي، موسی ته ناشونې ده چې په دا رنګه لوړ سحر خپل سحر ښکاره کړی شي، خو الله جل جلاله موسی ته وحی وکړه چې خپله امسا دې په ځمکه واچوه، موسی هم د امر سره سم خپله امسا غوزار کړه که ګوري چې داسې مار ترې جوړ شو چې ټول د دروغو ماران یې له واره تیر کړل.
فرعون او قومیان یې وارخطا شول، ساحرانو ته هم څرګنده شوه چې سحر خو داسې کړنه نه کوي کوم چې موسی ترسره کړه، پرته له شکه دا خدایي ځواک دی چې داسې یې وکړل، نو په همدې سوچ کې ټول الله ته په سجده پریوتل او ویې ویل موږ ایمان راوړی په رب د عالمیانو، په رب د موسی او هارون.
فرعون باوري شو چې ویې نه شوی کړی چې موسی مات کړي بلکې همدې موسی ده ته ماتې ورکړه، نو غوښتل یې چې خپله دا نه پټیدونکې ماتې په یوه رنګ پټه کړي نو ځکه یې ساحرانو ته وویل: بیشکه موسی ستاسو غټ ساحر دی چې تاسې ته یې سحر درښودلی، همدا وو چې غلبه یې درباندې پیداکړه، د هغه سحر ستاسو په سحر پیاوړی شو، فرعون په دې ښه پوهیده چې موسی کله هم دغه ساحران نه پیژندل، هیڅلکه یې هم د هغوی سره مخکې نه دي لیدلي، خو ښکاره ده چې پړ سړی تل د ځان لپاره پلمې او عذرونه لټوي، په همدې ترڅ کې یې په ساحرانو سترګې را برګې کړې او ویې ویل (تاسې ایمان پرې راوړ مخکې له دې چې زه درته اجازه درکړم) فرعون د دې دعوا لرله چې همدی د ټولو کړنو واکمن دی، او دا کار باید د ده د اجازې سره سم ترسره شوی وی، ساحرانو دا جرم وکړ چې له ده نه یې اجازه وا نه خیسته او پرته له اجازې یې ایمان راوړ نو ځکه یې هغوی وګواښل او ورته ویې ویل چې ستاسو لاسونه او پښې به غوڅوم، تاسې به د خرما په ونو کې را ځړوم، خو ساحرانو د موسی ریښتینولي منلې وه نو ځکه په خپل ایمان ټینګ ودریدل او فرعون ته یې وویل: موږ خپل رب ته رجوع کوونکي یو، ستا عذاب یوازې په دې موخه موږ ته رسیږي چې موږ موسی ریښتینۍ بللۍ او موږ د خپل رب ښکاره نښانې ته د حق سر ټیټ کړی، بیا یې خپل رب ته مخه کړه او هغه ته په زاریو شول اې ربه زموږ موږ ته لوی صبر را پیرزو کړه ترڅو موږ د فرعون د عذاب په کړاو صبر وکړو او موږ مړه کړه په داسې حال کې چې موږ مسلمانان یو.
الله جل جلاله وايي (قَالَ إِن كُنتَ جِئْتَ بِآيَةٍ فَأْتِ بِهَا إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ، فَأَلْقَىٰ عَصَاهُ فَإِذَا هِيَ ثُعْبَانٌ مُّبِينٌ، وَنَزَعَ يَدَهُ فَإِذَا هِيَ بَيْضَاءُ لِلنَّاظِرِينَ، قَالَ الْمَلَأُ مِن قَوْمِ فِرْعَوْنَ إِنَّ هَٰذَا لَسَاحِرٌ عَلِيمٌ، يُرِيدُ أَن يُخْرِجَكُم مِّنْ أَرْضِكُمْ ۖ فَمَاذَا تَأْمُرُونَ) اعراف ۱۰۶، ۱۱۰.وویل (فرعون) که (په ریښتیا ته پیغمبر یې اې موسی او) راوړې دې وي کومه معجزه نو را حاضره کړه هغه که یې ته له ریښتیا ویونکو ځینې، نو وغورځوله (موسی) امسا خپله نو له واره ښکاره لوی مار ترې جوړ شو، او را ویې ایستلو لاس خپل نو نا څاپه تک سپین شو لپاره د لیدونکو، وویل مشرانو له قومه د فرعون بیشکه دا(موسی) ساحر دی ډیر پوه، غواړي دا چې وباسي تاسې له ځمکې ستاسې نو وویل (فرعون) څه امر کوئ تاسې (د موسی په هکله)؟
(قَالُوا أَرْجِهْ وَأَخَاهُ وَأَرْسِلْ فِي الْمَدَائِنِ حَاشِرِينَ ، يَأْتُوكَ بِكُلِّ سَاحِرٍ عَلِيمٍ، وَجَاءَ السَّحَرَةُ فِرْعَوْنَ قَالُوا إِنَّ لَنَا لَأَجْرًا إِن كُنَّا نَحْنُ الْغَالِبِينَ، قَالَ نَعَمْ وَإِنَّكُمْ لَمِنَ الْمُقَرَّبِينَ، قَالُوا يَا مُوسَىٰ إِمَّا أَن تُلْقِيَ وَإِمَّا أَن نَّكُونَ نَحْنُ الْمُلْقِينَ، قَالَ أَلْقُوا ۖ فَلَمَّا أَلْقَوْا سَحَرُوا أَعْيُنَ النَّاسِ وَاسْتَرْهَبُوهُمْ وَجَاءُوا بِسِحْرٍ عَظِيمٍ) اعراف ۱۱۱، ۱۱۶. وویل (فرعونیانو) مهلت ورکړه هغه او ورور ته یې او واستوه په ښارونو کې را غوڼدوونکي (د ساحرانو) ترڅو راولي تاته هر پوه ساحر، او را غلل ساحران فرعون ته، ویې ویل آیا وي به موږ ته ښه مزدوري که شوو موږ برلاسي (د موسی په سحر)، وویل (فرعون) هو! (تاسې ته به ښه مزدوري وي) تاسې به شئ زما له نیږدې کسانو څخه، وویل ساحرانو اې موسی! آیا ته غورځوې امسا خپله ړومبۍ یا دا چې شو موږ ړومبي غورځوونکي، وویل موسی ساحرانو ته وغورځوئ تاسې خپل پړي او امساګانې، کله یې چې وغورځول نو جادو یې وکړ د خلکو په سترګو او ویې ویرول او راغلل په ډیر لوی سحر سره.
(وَأَوْحَيْنَا إِلَىٰ مُوسَىٰ أَنْ أَلْقِ عَصَاكَ ۖ فَإِذَا هِيَ تَلْقَفُ مَا يَأْفِكُونَ، فَوَقَعَ الْحَقُّ وَبَطَلَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ، فَغُلِبُوا هُنَالِكَ وَانقَلَبُوا صَاغِرِينَ ، وَأُلْقِيَ السَّحَرَةُ سَاجِدِينَ، قَالُوا آمَنَّا بِرَبِّ الْعَالَمِينَ، رَبِّ مُوسَىٰ وَهَارُونَ، قَالَ فِرْعَوْنُ آمَنتُم بِهِ قَبْلَ أَنْ آذَنَ لَكُمْ ۖ إِنَّ هَٰذَا لَمَكْرٌ مَّكَرْتُمُوهُ فِي الْمَدِينَةِ لِتُخْرِجُوا مِنْهَا أَهْلَهَا ۖ فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ، لَأُقَطِّعَنَّ أَيْدِيَكُمْ وَأَرْجُلَكُم مِّنْ خِلَافٍ ثُمَّ لَأُصَلِّبَنَّكُمْ أَجْمَعِينَ، قَالُوا إِنَّا إِلَىٰ رَبِّنَا مُنقَلِبُونَ، وَمَا تَنقِمُ مِنَّا إِلَّا أَنْ آمَنَّا بِآيَاتِ رَبِّنَا لَمَّا جَاءَتْنَا ۚ رَبَّنَا أَفْرِغْ عَلَيْنَا صَبْرًا وَتَوَفَّنَا مُسْلِمِينَ ) اعراف ۱۱۷، ۱۲۶.او وحی مو وکړه موسی ته داسې چې وغورځوه خپله امسا، نو ناڅاپه دغه امسا له واره تیرول هغه ټول شیان چې جوړ کړي وو (جادوګرانو) نو ثابت شو حق او باطل شول هغه څه چې دوی ترسره کول، مات شول دا (ساحران) په هغه ځای کې او وګرځیدل سپک ذلیل، او را پریوتل ساحران سجده کوونکي، وویل (ساحرانو) ایمان مو راوړی دی په رب د عالمیانو، په رب د موسی او هارون، وویل فرعون آیا ایمان راووړ تاسې په هغه مخکې له دې چې اجازه وکړم تاسې ته، بیشکه دا کار یو فریب دی چې سره جوړ کړی مو دی په ښار کې ترڅو وباسئ تاسې اوسیدونکي د دې ښار نو زر به پوه شئ تاسې (چې زه څه درسره کوم)، هرومرو به پرې کړم لاسونه ستاسې او پښې ستاسې سره مخالف، بیا به ضرور تاسې په دار کړم ټول، وویل جادوګرانو، بیشکه موږ د خپل رب لوري ته ورتلونکي یو (نو پروا نه لرو ستا په عذاب)، او ته زموږ څخه انتقام نه اخلې مګر په دې چې ایمان راوړی دی موږ په آیتونو د رب خپل کله چې را ورسیدل موږ ته، اې ربه زموږ را کوز کړه پر موږ صبر او مړه کړه موږ په داسې حال کې چې مسلمانان یو (خاتمه مو په اسلام کړه).

 

د موسی او د هغه د ملګرو ټینګ دریځ
فرعون د موسی د ریښتینو معجزو په لیدلو خپل کفر لا پسې کلک کړ، په خپله سرغړونه او عناد ټینګ ودرید، د قوم مشرانو هم سخته ملامتي پرې وویله، ورته ویل یې چې موسی او قوم یې ولې پریږدې ترڅو د یوه خدای جل جلاله عبادت وکړي، ستا او ستا د خدایانو له عبادت څخه مخ واړوي، دوی داسې انګیرله چې دا په ځمکه کې کړکیچ او فساد را منځته کوي، فرعون دوی ته په ټینګه ژمنه وویل چې زه به د دوی زامن ووژنم او ښځې به یې ژوندی پریږدم ترڅو هغوی په وینځه توب ونیسو او زموږ خدمت وکړي، بیا یې پیل وکړ خپلې ناوړه ژمنې ته یې د عمل جامه ورواغوسته.
بني اسرائیل له دې ظلم څخه تنګ راغلل، مجبور شول چې موسی ته د خپل حال شکایت وکړي، موسی هغوی ته په صبر او زغم لارښوونه وکړه او له خدای جل جلاله څخه یې پناه وغوښته ترڅو له دې کړیدونکې بلاء څخه یې وژغوري، موسی بني اسرائیلو ته وعده ورکړه چې تاسې به له ښه برخلیک څخه برخمن شئ خو په دې شرط چې تاسې په ریښتینې توګه له الله وویریږئ، خو دغو خبرو هم دوی د فرعون له عذابه خلاص نه کړل بیا یې موسی ته وویل: ستا د رسالت د رارسیدو څخه مخکې هم موږ په کړاو کې شپې تیرولې او دا دی ستا د رسالت د را رسیدو څخه وروسته هم همداسې په کړاوونو کې لوبیږو، موسی په مهربانۍ سره ورته وویل: کیدای شي چې الله جل جلاله ستاسې دوښمن هلاک کړي او تاسې یې پر ځای د ځمکې نماینده ګان او خلیفه ګان وګماري، ترڅو وویني چې وروسته له هغه تاسې څه کوئ، کومې کړنې ترسره کوئ، نیک عمل که بد عمل چې په هرڅه به پوره جزاء درکړي.
الله جل جلاله وايي: (وَقَالَ الْمَلَأُ مِن قَوْمِ فِرْعَوْنَ أَتَذَرُ مُوسَىٰ وَقَوْمَهُ لِيُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَيَذَرَكَ وَآلِهَتَكَ ۚ قَالَ سَنُقَتِّلُ أَبْنَاءَهُمْ وَنَسْتَحْيِي نِسَاءَهُمْ وَإِنَّا فَوْقَهُمْ قَاهِرُونَ، قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ اسْتَعِينُوا بِاللَّهِ وَاصْبِرُوا ۖ إِنَّ الْأَرْضَ لِلَّهِ يُورِثُهَا مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ ۖ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ، قَالُوا أُوذِينَا مِن قَبْلِ أَن تَأْتِيَنَا وَمِن بَعْدِ مَا جِئْتَنَا ۚ قَالَ عَسَىٰ رَبُّكُمْ أَن يُهْلِكَ عَدُوَّكُمْ وَيَسْتَخْلِفَكُمْ فِي الْأَرْضِ فَيَنظُرَ كَيْفَ تَعْمَلُونَ) اعراف ۱۲۷، ۱۲۹.
وویل مشرانو د قوم د فرعون (فرعون ته) آیا پریږدې موسی او قوم یې ترڅو فساد خور کړي په ځمکه کې او پریږدي عبادت ستا او ستا د خدایانو (بوتانو)؟ وویل (فرعون) زر ده چې ووژنو موږ زامن د دوی (ترڅو نسل یې ورک شي) او ژوندی پریږدو ښځې د دوی (ترڅو زموږ خدمت وکړي) او بیشکه موږ ورباندې زورور یو، وویل موسی خپل قوم ته مرسته وغواړئ له الله او صبر وکړئ، بیشکه دا ځمکه یوازې الله لره ده، ورکوي یې هغه چاته چې خوښه یې شي له خپلو بنده ګانو څخه (پرته له شکه) نیکه خاتمه پرهیزګارانو لره ده، وویل(بني اسرائیلو موسی ته) کړیدلي یو موږ مخکې له دې چې ته راشې (مبعوث شې په پیغمبری) او وروسته له هغې چې ته راغلې موږ ته (اې موسی!) وویل (موسی) نیږدې ده چې هلاک کړي رب ستاسې دوښمن ستاسې او خلیفه ګان و ټاکي تاسې په دغه ځمکه کې، بیا به وګوري چې څرنګه کړنې ترسره کوئ تاسې (نیک عمل کوئ که بد)

یو فرعوني مؤمن خپل قوم ګواښي
فرعون په موسی ځمکه را تنګه کړه، دی او قوم یې ټول په دې سره سلا شول ترڅو ویې وژني او د هغه له دعوت او فساد څخه ځانونه وزګار کړي لکه څرنګه چې دوی همداسې فکر کولو.
پاک الله وايي: (وَقَالَ فِرْعَوْنُ ذَرُونِي أَقْتُلْ مُوسَىٰ وَلْيَدْعُ رَبَّهُ ۖ إِنِّي أَخَافُ أَن يُبَدِّلَ دِينَكُمْ أَوْ أَن يُظْهِرَ فِي الْأَرْضِ الْفَسَادَ) غافر ۲۶.
او وویل فرعون پریږدئ (اې مشرانو) ما ترڅو ووژنم موسی بیا دې را وبولي خپل رب (ترڅو خلاص یې کړي له مانه)، (فرعون زیاته کړه) بیشکه زه ویریږم له دې چې بدل نه کړي دین ستاسې او یا دا چې په ځمکه کې فساد خور نه کړي.
دوی په همدې خبرو سره لګیا وو، د موسی د وژلو په هکله یې مشورې سره جنګولې، په همدې وخت کې د یوه میړني سړي غیرت په ځوښ راغۍ هغه د فرعون له قوم څخه وو د موسی په رسالت یې ایمان راوړی وو خو خپل ایمان یې پټ ساته، هغه له موسی څخه غښتلې دفاع وکړه، فرعونیانو ته یې وویل چې تاسې ته نه ښایي ترڅو داسې یو کس ووژنۍ چې وایي (الله مې رب دی) بیا دا چې هغه ستاسو په وړاندې خپلې ریښتینې معجزې هم ښکاره کړې څنګه یې وژنۍ، فرض کړﺉ هغه دروغجن دی نو د هغه دروغ به تاسې ته څه ضرر در ورسوي، خو که چیرې ریښتیا وايي نو په دې حالت کې ویره ده چې د هغه په نه منلو تاسې ته څه ضرر در ورسیږي څه له یې وژنۍ، فرعوني مسلمان زیاته کړه تاسې نن ورځ په ځمکه د زور او ځواک څښتنان یئ خو که چیرې د الله عذاب درباندې نازل شي څوک به وکولی شي چې تاسې ته نجات درکړي، فرعون د واره له دې سړي سره مخالفت ښکاره کړ او خپل قوم ته یې وویل چې ګورئ زه د دې سړي خبره نه منم، زه تاسې ته یوازې د بریالیتوب لاره ښیم (چې هغه د موسی وژل دي او بس).
مسلمان فرعوني د پخوانیو قومونو یادونه خپل قوم ته را برسیره کړل کوم چې د خپلو ناوړه کړنو په پایله کې هلاک شوي وو، فرعونیانو ته یې وویل چې د الله عذاب په دنیا کې ډیر سخت دی، بیا یې ورته وویل چې ګورئ د د نیایي عذاب سره سره د آخرت عذاب هم شته چې ضرور به ظالمو قومونو ته رسیږي، په هغې ورځ به کافران د الله له عذاب تیښته کوي خو د عذاب په ورځ چا له هم د تیښتې ځای نشته.
بیا یې خپل قوم ته یاده کړه چې دا دعوت خو یوازې موسی نه دی راوړی، دا خو کومه نوې خبره نه ده، وګورئ یوسف هم د دوی پلرونو ته له همداسې ریښتینو نیښانو سره راغلی وو، همداسې یې د هغه په ریښتینولي شک څرګند کړ، کله چې مړ شو نو دوی وویل چې الله جل جلاله به وروسته له هغه بل رسول مبعوث نه کړي، بیا ورته څرګنده شوه چې د دوی دا رنګه ناوړه دریځ دوی د ګمراهۍ او ضلالت کندې ته برابر کړي، ځکه کله چې دوی د نیغې لارې مخ واړوه الله جل جلاله د دوی زړونه د هدایت له لارې را وګرځول.
الله جل جلاله وايي: (وَقَالَ رَجُلٌ مُّؤْمِنٌ مِّنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَكْتُمُ إِيمَانَهُ أَتَقْتُلُونَ رَجُلًا أَن يَقُولَ رَبِّيَ اللَّهُ وَقَدْ جَاءَكُم بِالْبَيِّنَاتِ مِن رَّبِّكُمْ ۖ وَإِن يَكُ كَاذِبًا فَعَلَيْهِ كَذِبُهُ ۖ وَإِن يَكُ صَادِقًا يُصِبْكُم بَعْضُ الَّذِي يَعِدُكُمْ ۖ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ كَذَّابٌ، يَا قَوْمِ لَكُمُ الْمُلْكُ الْيَوْمَ ظَاهِرِينَ فِي الْأَرْضِ فَمَن يَنصُرُنَا مِن بَأْسِ اللَّهِ إِن جَاءَنَا ۚ قَالَ فِرْعَوْنُ مَا أُرِيكُمْ إِلَّا مَا أَرَىٰ وَمَا أَهْدِيكُمْ إِلَّا سَبِيلَ الرَّشَادِ، وَقَالَ الَّذِي آمَنَ يَا قَوْمِ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُم مِّثْلَ يَوْمِ الْأَحْزَابِ، مِثْلَ دَأْبِ قَوْمِ نُوحٍ وَعَادٍ وَثَمُودَ وَالَّذِينَ مِن بَعْدِهِمْ ۚ وَمَا اللَّهُ يُرِيدُ ظُلْمًا لِّلْعِبَادِ، وَيَا قَوْمِ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ يَوْمَ التَّنَادِ ، يَوْمَ تُوَلُّونَ مُدْبِرِينَ مَا لَكُم مِّنَ اللَّهِ مِنْ عَاصِمٍ ۗ وَمَن يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ، وَلَقَدْ جَاءَكُمْ يُوسُفُ مِن قَبْلُ بِالْبَيِّنَاتِ فَمَا زِلْتُمْ فِي شَكٍّ مِّمَّا جَاءَكُم بِهِ ۖ حَتَّىٰ إِذَا هَلَكَ قُلْتُمْ لَن يَبْعَثَ اللَّهُ مِن بَعْدِهِ رَسُولًا ۚ كَذَٰلِكَ يُضِلُّ اللَّهُ مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ مُّرْتَابٌ) غافر ۲۸، ۳۴. وویل یوه مؤمن سړي له خپلوانو د فرعون څخه کوم چې ایمان یې پټاوه، آیا وژنئ تاسې داسې یو سړی چې وايي رب مې الله دی او حال دا چې راغلی دی تاسې ته په ښکاره دلایلو (معجزو له لوریه) د رب ستاسې، او که چیرې وي هغه دروغجن نو په همده ده جزاء د دروغو، او که چیرې وي ریښتنی نو وبه رسیږي تاسې ته ځینې له هغه عذابونو چې هغه ستاسو سره وعده پرې کوي، بیشکه الله نه ښیي سمه لار هر هغه چا ته چې هغه له حده تیریدونکی ډیر دروغجن وي، اې قومه زما! ستاسو لره نن ورځ پاچهي ده، په داسې حال کې چې برلاسي یئ په ځمکه کې، نو څوک به مرسته وکړي له موږ سره (او وبه مو ساتي) له عذابه د الله که چیرې راشي (دا عذاب) موږ لره، وویل فرعون زه نه ښیم تاسې ته مګر هم هغه څه چې وینم زه (په وژلو د موسی کې) او نه ښیم زه تاسې ته مګر لاره د نیکۍ (او خلاصون)، وویل هغه سړي چې ایمان یې را وړی وو، اې قومه زما! بیشکه زه ویریږم په تاسې په ورته (عذاب کله چې رسیدلی وو) د ورځې ډلو (پخوانیو ته په سبب د دوښمنۍ له نبیانو سره)(ویریږم چې درباندې نازل به شي عذاب) لکه عذاب د قوم نوح،(لکه عذاب) د عادیانو (لکه عذاب) د ثمودیانو (او په شان د عذاب د) هغو خلکو چې وروسته تر دوی وو، او نه دی الله داسې چې اراده لري د ظلم په خپلو بنده ګانو، او اې قومه زما! زه ویریږم پر تاسې (له عذابه) د ورځې د رابللو (په چیغو سره خپل برخلیک ته) هغه ورځ چې وګرځئ تاسې شا اړوونکي (په لوري د دوزخ) نو نه به وي تاسې ته له (عذابه) د الله هیڅوک ساتونکی او هر هغه څوک چې ګمراه یي کړي الله نشته هیڅوک ده لره لارښودونکی، په تحقیق سره راغلی وو تاسې ته یوسف پخو ا(له موسی) په ښکاره دلایلو، پس پاتې وی تاسې په شک کې د هغه څه چې هغه پرې راغلی وو، تردې چې هغه وفات شو نو وویل تاسې چې را و به نه لیږي الله وروسته له دغه (یوسفه) هیڅ بل رسول، همداسې ګمراه کوي الله هر هغه څوک چې وي مسرف له حده تیریدونکی شک پیدا کوونکی (په دین د الله کې).

مؤمن د نجات لارې ته بلنه کوي
فرعون او قوم یې خپلې ګمراهۍ ته لا پسې زور ورکړ، خو دغه مؤمن، د حق لارې ته خپله بلنه روانه وساتله، فرعونیانو ته یې نصیحت وکړ، د اسلام نیغې لارې ته یې دعوت کړل، ورته یې وویل چې په فاني دنیا مه نازیږئ، د آخرت لپاره عمل وکړئ، خپل همیشنۍ ژوند په څو ورځو ژوند غوره وګڼئ، په آخرت کې الله جل جلاله یوه بدي یوازې په ورته بدي سره معامله کوي، خو یوه نیکي د انسان لپاره تر ټولو په غوره څیز سره معامله کیږي په هغه څیز سره چې انسان یې خوښوي، دغه مؤمن سړي دوی پردې ملامت کړل چې ورڅخه د کفر غوښتنه کوي په داسې حال کې چې دی يې د ایمان لوري ته دعوتوي، ورته ویې ویل: کوم خدایان چې ما ورته دعوتوئ نه په دنیا کې څه ګټه رسولی شي او نه هم په آخرت کې د چا شفاعت کولی شي، ځکه هلته خو یوازنۍ مرجع الله جل جلاله دی، زر ده چې در یادې شي زما ویناوې کله چې کړیدونکی عذاب په خپلو سترګو ووینۍ، زه خپل برخلیک الله ته پریږدم او همغه د بنده ګانو په ټولو کړنو او خبرو پوره علم لري. فرعونیانو د هغه د قتل هوډ وکړ خو الله جل جلاله د دوی د ناوړه کړنو څخه وژغورلو، پرته له شکه د ده خاتمه په نیکمرغۍ سره پای ته ورسیده، او د فرعونیانو خاتمه په بدمرغۍ او شقاوت سره ختمه شوه.
قرآن موږ ته د هغه مؤمن بلنه په ډیر غوره اسلوب سره بیان کړې، کوم چې د هغه اخلاص او ریښتینولي ترې څرګندیږي، که چیرې په غور سره د دغه مؤمن بیان په قرآن کې تلاوت کړې نو پرته له شکه له تلاوت وروسته به ته په پوره توګه قناعت وکړې چې اصلي مصدر یې الله جل جلاله دی، ځکه دا اقوال په نفس کلکې اغیزې لري، روح ورسره پیاوړی کیږي او په ټولیزه توګه یې له الله سره نیښلوي، دا آیتونه تلاوت کړئ.
(وَقَالَ الَّذِي آمَنَ يَا قَوْمِ اتَّبِعُونِ أَهْدِكُمْ سَبِيلَ الرَّشَادِ، يَا قَوْمِ إِنَّمَا هَٰذِهِ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا مَتَاعٌ وَإِنَّ الْآخِرَةَ هِيَ دَارُ الْقَرَارِ ، مَنْ عَمِلَ سَيِّئَةً فَلَا يُجْزَىٰ إِلَّا مِثْلَهَا ۖ وَمَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَٰئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ يُرْزَقُونَ فِيهَا بِغَيْرِ حِسَابٍ، وَيَا قَوْمِ مَا لِي أَدْعُوكُمْ إِلَى النَّجَاةِ وَتَدْعُونَنِي إِلَى النَّارِ، تَدْعُونَنِي لِأَكْفُرَ بِاللَّهِ وَأُشْرِكَ بِهِ مَا لَيْسَ لِي بِهِ عِلْمٌ وَأَنَا أَدْعُوكُمْ إِلَى الْعَزِيزِ الْغَفَّارِ، لَا جَرَمَ أَنَّمَا تَدْعُونَنِي إِلَيْهِ لَيْسَ لَهُ دَعْوَةٌ فِي الدُّنْيَا وَلَا فِي الْآخِرَةِ وَأَنَّ مَرَدَّنَا إِلَى اللَّهِ وَأَنَّ الْمُسْرِفِينَ هُمْ أَصْحَابُ النَّار ، فَسَتَذْكُرُونَ مَا أَقُولُ لَكُمْ ۚ وَأُفَوِّضُ أَمْرِي إِلَى اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ، فَوَقَاهُ اللَّهُ سَيِّئَاتِ مَا مَكَرُوا ۖ وَحَاقَ بِآلِ فِرْعَوْنَ سُوءُ الْعَذَابِ) غافر ۳۸، ۴۵.
او وویل هغه سړي چې ایمان یې راوړی وو اې قومه زما! متابعت وکړئ زما ترڅو وښیم تاسې ته لاره د هدایت، اې قومه زما! بیشکه دغه ژوندون یوازې یوه (کم ګټه) متاع ده، او بیشکه آخرت چې دی هم هغه دی کور د هوسایۍ، هرڅوک چې بدي وکړي نو جزاء نه ورکوله کیږي مګر په اندازه د همغې بدۍ او هرڅوک چې نیکي وکړي له نارینه وو نه یا له ښځینه وو نه په داسې حال کې چې مؤمن وي پس همغوی به ننوزي جنت ته رزق او روزي به ورکوله کیږي په جنت کې بې حسابه، اې قومه زما! څه دي ما لره چې بولم تاسې په لوري د نجات او بولئ تاسې ما په لوري د اور، بولئ تاسې ما ترڅو کافر شم په الله او شریک کړم له هغه سره هغه څیزونه چې نشته ما لره په هغه هیڅ علم، حال دا چې زه بولم تاسې په لوري د عزیر او غفار (خدای)، پرته له شکه هغه معبود چې ما ورته دعوتوئ نشته هغه لره (ځواک) د بلنې نه په دنیا کې او نه هم په آخرت کې، بشکه چې زموږ آخري پای خاص الله ته دی، او بیشکه چې مسرف او له حده تیریدونکي هم دوی دي ملګري د اور، پس زر ده چې یاد به کړئ تاسې هغه څه چې زه یې وایم اوس (کله چې عذاب په سترګو وګورئ) او سپارم خپل هر کار الله ته بیشکه الله ښه لیدونکی دی د بنده ګانو، پس الله جل جلاله وساته هغه مؤمن له سختیو د هغو چې مکر یې کړی وو او را چاپیر شو په کورنۍ د فرعون بدترین عذاب.
د فرعون ویاړ
فرعون په خپل تجاوز کې همداسې پاتې شو، د پاچهۍ مزو چړچو یې له ذهنه هرڅه و ایستل یوه ورځ یې خپل قوم را غونډ کړ او ورته ویې ویل: اې قومه! آیا زه د مصر پاچا نه یم، آیا زه د امر کولو او منع کولو څښتن نه یم؟ آیا د نیل نهر او نورې ویالې زما د ماڼیو ترمنځ نه تیریږي؟ آیا زه له دغه سپک ذلیل څخه غوره نه یم (چې موسی علیه السلام یې ترې مراد وو)؟ دغه چې نشي کولی خپل د ذهن خبره په خوله سره تعبیر کړي (ځکه د ژبې ستونزه لري)، خپلې خبرې یې پسې اوږدې کړي او زیاته یې کړه: دغه سړی د ریاست او رهبریت وړتیا نه لري (د ملکۍ چپنه پرې اوږده ده) نو بیا څنکه تاسې د هغه متابعت کوئ، پرته له دې چې د سرو زرو بنګړي ورسره وي لکه څرنګه چې پاچاهان یې اچوي؟ ولې له ده سره پریښتې نشته ترڅو له شانه یې صف صف یو پر بل پسې ولاړې شي او د ده مرسته او مدد وکړي، داسې لکه د پاچاهانو ګارډ چې د هغه له شانه روان وي؟.
فرعون په خپل ناوړه بیان سره د هغوی عقلونه را کابو کړل، جاهل قوم هم د فرعون اطاعت وکړ هغه ته یې غاړه کیښوده، ځکه دا قوم د الله له اطاعت او بنده ګۍ سرکښي کړې وه او فاسقان وو.
الله جل جلاله وايي:(وَنَادَىٰ فِرْعَوْنُ فِي قَوْمِهِ قَالَ يَا قَوْمِ أَلَيْسَ لِي مُلْكُ مِصْرَ وَهَٰذِهِ الْأَنْهَارُ تَجْرِي مِن تَحْتِي ۖ أَفَلَا تُبْصِرُونَ، أَمْ أَنَا خَيْرٌ مِّنْ هَٰذَا الَّذِي هُوَ مَهِينٌ وَلَا يَكَادُ يُبِينُ، فَلَوْلَا أُلْقِيَ عَلَيْهِ أَسْوِرَةٌ مِّن ذَهَبٍ أَوْ جَاءَ مَعَهُ الْمَلَائِكَةُ مُقْتَرِنِينَ، فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهُ فَأَطَاعُوهُ ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ) زخرف ۵۱، ۵۴.
او غږ وکړ فرعون (په ډیر ویاړ سره) په خپل قوم کې او ویې ویل: اې قومه زما! آیا نشته ما لره پاچاهي د مصر او ګورﺉ دا ویالي بهیږي لاندې د (ماڼیو) زما، آیا نه وینئ تاسې (دغه لویي او جلال زما)، بلکې زه غوره یم له دغه سړي (موسی) چې هغه سپک (او حقیر) دی، او نشي کولی چې ښکاره بیان وکړي، نو ولې نه اچول کیږي ده ته بنګړي د سرو زرو یا ولې نه دي راغلې له ده سره پرښتې پیوسته (صف سره تړلی)، پس سپک او کم عقله وموند (فرعون) خپل قوم (ځکه) اطاعت یې وکړ د هغه، بیشکه چې دوی وو قوم فاسقان.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ليكنه: دوكتور عفيف طباره
ژباړه: خليل الرحمن حنيف

نظرها

Loading...

مطالب مرتبط

د عاشوراء د ورځی فلسفه

بسم الله الرحمن الرحیم الحمد لاهله و الصلوة علی اهلها دی ورځی ته ځکه د …