د لوط علیه السلام کیسه په قران كی

مخکې مو یاد کړل چې ابراهیم علیه السلام د حران له ښاره هجرت وکړ کوم چې د مابین النهرین د هیوادو شمالي لوري ته پروت دی، او فلسطین ته راغۍ، په دې هجرت کې یې میرمن او ټول هغه کسان ملګري وو چې د ده په رسالت یې ایمان راوړی وو او په سر کې یې لوط د هاران زوی وو.

 ابراهیم او لوط دواړو هغه وخت له فلسطین نه مصر ته مخه کړه کله چې په فلسطین کې لوږه زیاته شوه، او وروسته له دې چې د لوږې زور را ټیټ شو بیرته له مصر نه را وګرځیدل په داسې حال کې چې د مالونو ډیرې رمې هم ورسره وې کومې چې د مصر پاچا ورته ډالۍ کړې وې.
د څړ ځایونو د کموالي له امله به کله نا کله د ابراهیم او لوط د شپنو ترمنځ شخړه را منځته کیده، نو ځکه ابراهیم د لوط سره د ځمکې د تقسیم خبره یاده کړه ترڅو په سر یې را پورته شخړې پای ته ورسیږي، لوط ته یې وویل چې د ځان لپاره د خپلې خوښې ځمکه وټاکه، همغه وو چې لوط د اردن ځمکه غوره کړه، کوم چې د سدوم او عمورة ښارونه هم همدلته واقع وو، او خپله د سدوم په ښار کې میشت شو.
د سدوم د ښار اوسیدونکي تر ټولو ډیر فاسد او کافر خلک وو، د ډیر بدو خویونو او عادتونو څښتنان وو، لاروهونکي وو په ناست ځایونو کې به یې تل منکر کارونه ترسره کیدل، هیڅکله به یې له بدو کارو مخ نه ګرځولو، د لمړي ځل لپاره یې داسې فاحش کار پیل کړ چې مخکې له دوی څخه د آدم اولادې نه پیژانده چې هغه لواطت وو، په لمړي ځل همدوی پیل کړ، الله جل جلاله دوی ته خپل نبي لوط په خپل رسالت سره واستاوه، ترڅو هغوی ته لارښوونه وکړي، له دې بدو او کرغیړنو کارو یې مخنیوی وکړي ویې ډاروي.

د لوط رسالت

لوط علیه السلام خپل قوم په الله جل جلاله باندې ایمان راوړلو ته را وبللو، او د هغه له عذابه یې وویرولو، د ګناهونو او منکراتو په پریښودلو یې وهڅولو او ورته ویې ویل: زه ستاسې لپاره د الله استازۍ یم، د هغه په رسالت او تبلیغ باندې ساتونکی او امین یم، نو د الله له سخت عذابه وویریږئ، زما خبره ومنئ زما دعوت ته غاړه کیږدئ، زه ستاسو نه د لارښوونې په بدله کې څه مال او پیسې نه غواړم، زما اجوره او ثواب په الله جل جلاله باندې دي چې رب او روزونکۍ د عالمیانو دی، اې قومه! مناسب نه ده چې د طبیعت مخالفت وکړئ، نه ښايي چې له نارینه وو سره فحشاء وکړۍ، ځکه الله جل جلاله تاسې ته ښځې په برخه کړې، له هغو نه څنګه مخ اړوئ او له نارینه وو سره لواطت کوئ، طبیعت خو دا ويي چې نارینه دې له ښځینه سره یوځای شي جنسي اړیکې دې ونیسي، تاسې ولې د مزاج سره په ټکر کې کړنې ترسره کوئ، دغه منکر او فاسد کارته لاس غځوۍ، تاسې په دې کړنې سره له خپل حده تجاوز کړی، تاسې ډیره کرغیړنه ګناه ترسره کوۍ.
خو ورانکار قوم د دې په ځای چې د خپل نبي لوط خبره ومني، هغه ګواښي او ورته وايي: که چیرې له دې خبرو وانه وړې نو موږ به دې له خپل هیواده وباسو، لوط یې په ځواب کې وایي: زه ستاسو د کړنو سره مخالف یم ستاسې له منکراتو بیزار یم، ستاسې کړنې بدې ګڼم.
(كَذَّبَتْ قَوْمُ لُوطٍ الْمُرْسَلِينَ، إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ لُوطٌ أَلَا تَتَّقُونَ، إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ، فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ، وَمَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ ۖ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ الْعَالَمِينَ، أَتَأْتُونَ الذُّكْرَانَ مِنَ الْعَالَمِينَ، وَتَذَرُونَ مَا خَلَقَ لَكُمْ رَبُّكُم مِّنْ أَزْوَاجِكُم ۚ بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ عَادُونَ ، قَالُوا لَئِن لَّمْ تَنتَهِ يَا لُوطُ لَتَكُونَنَّ مِنَ الْمُخْرَجِينَ، قَالَ إِنِّي لِعَمَلِكُم مِّنَ الْقَالِينَ ) الشعراء ۱۶۹-۱۶۰.
دروغ ګڼلي وو قوم د لوط رسولان، کله چې وویل دوی ته ورور د دوی لوط، آيا نه ویریږئ تاسې (له عذابه د الله)، بیشکه زه تاسې ته رسول امانتګر یم، نو وویریږئ له الله او اطاعت وکړئ زما، زه ستاسې نه د تبلیغ په بدله کې څه اجر نه غواړم، زما اجر نشته مګر په رب د عالمیانو، آیا راتګ کوئ (په لواطت سره) نارینه وو ته له خلکو، او پریږدئ تاسې هغه چې پیدا کړې دي تاسې ته رب ستاسې له ښځو، بلکې تاسې له حده تیریدونکي یاست، وویل (قوم د لوط) که چیرې وانه وښتې اې لوطه ( له دې خبرو) نو هرومرو به شي ته له ایستل شویو (له دغه ښاره) وویل لوط بیشکه زه له دې کړنې ستاسې کرکه لرم (ترې بیزاره یم).
د لوط قوم د لواطت د ګناه ترڅنګ نورې بدې کړنې هم ترسره کولې، دوی به په خپلو ناست ځایونو کې په ښکاره توګه ناوړه کارونه کول، د مسافرو لارې به یې نیولې د هغوی مالونه به یې لوټل او بیا به یې د هغوی سره د لواطت لویه ګناه کوله، لوط علیه السلام د خپل قوم په مقابل کې ودریده، دوی به یې له دې بدو کړنو څخه منع کول، د خدای د عذابه به یې ویرول، خو قوم ډیر کبرجن او زور ویونکی وو، کبر یې وکړ او لوط ته یې وویل: که چیرې ته په ریښتیا سره په خپلو خبرو کې ریښتینۍ وې نو راوله هغه عذاب په موږ باندې چې تل موږ پرې ګواښې.
پاک خدای وايي (وَلُوطًا إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ إِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الْفَاحِشَةَ مَا سَبَقَكُم بِهَا مِنْ أَحَدٍ مِّنَ الْعَالَمِينَ، أَئِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الرِّجَالَ وَتَقْطَعُونَ السَّبِيلَ وَتَأْتُونَ فِي نَادِيكُمُ الْمُنكَرَ ۖ فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلَّا أَن قَالُوا ائْتِنَا بِعَذَابِ اللَّهِ إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ) العنکبوت ۲۹-۲۸.
او یاد کړه (اې محمده) لوط کله یې چې وویل قوم خپل ته، بیشکه تاسې راځۍ ناوړه کار (لواطت) ته، چې نه دی ړومبۍ شوی پر تاسې هیڅوک له خلکو( په دغه قبیح کار کې، تاسې لمړی قوم یئ چې دا کار ترسره کوئ)، آیا تاسې راځئ سړیو ته ( د لواطت لپاره) او قطع کوئ لاره ( او د خلکو مالونه لوټئ)، او راځئ تاسې په خپلو ناستو کې ناوړه کارونو ته، پس نه وو ځواب د قوم د ده مګر داچې ویل به یې چې راوله موږ ته عذاب د الله که چیرې یې ته له ریښتیا ویونکو څخه.

ملایکې سدوم ته په لاره:

مخکې مو د ابراهیم علیه السلام په کیسه کې یاده کړه چې ملایکان په ابراهیم باندې میلمانه پاتې شول، او هغه ته یې وویل چې موږ د لوط د قوم د هلاکولو لپاره سدوم ته تلونکي یو، ځکه هغه قوم له لارې وتۍ، د خدای له حدودو یې تجاوز کړی او په کرغیړن فحاشت روږدی دی، ابراهیم د دې خبر په آوردو زړه تنګۍ او خپه شو ځکه د سدوم په کلي کې خو د ده د تره زوی لوط هم هستوګن وو، نو ځکه یې ملایکو ته وویل: په هغه کلي کې خو لوط هم شته، ملایکو په ځواب کې ورته وویل: موږ پوهیږو چې هلته لوط شته، خو هلاکت به یوازې په کافرانو پريوزي کوم چې په الله جل جلاله باندې ایمان نلري، لوط او کورنۍ یې، ورسره ټول هغه چې په ده یې ایمان راوړۍ له دې عذاب څخه ژغورونکي دي، پرته له میرمنې یې چې هغه به هم په دغه عذاب کې را ګیر شي، او د لوط میرمنتوب به یې له عذابه ونشي ژغورلی، ځکه د هغې کړنې هم سمې نه دي، د خپل میړه سره یې خیانت کړی، په خپل کفر او سرغړونې یې کلک اصرار کړی.
پاک خدای وايي: (وَلَمَّا جَاءَتْ رُسُلُنَا إِبْرَاهِيمَ بِالْبُشْرَىٰ قَالُوا إِنَّا مُهْلِكُو أَهْلِ هَٰذِهِ الْقَرْيَةِ ۖ إِنَّ أَهْلَهَا كَانُوا ظَالِمِينَ، قَالَ إِنَّ فِيهَا لُوطًا ۚ قَالُوا نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَن فِيهَا ۖ لَنُنَجِّيَنَّهُ وَأَهْلَهُ إِلَّا امْرَأَتَهُ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ ) العنکبوت ۳۱-۳۰.
کله چې راغلل استازي زموږ ابراهیم ته په زیري سره، نو وویل: (دغو استازیو، ملایکو) بیشکه موږ هلاکوونکي یو د اوسیدونکو د دغه کلي (سدوم) بیشکه اوسیدونکي د دغو ځایونو وو ظالمان، وویل: (ابراهیم ملایکو ته) بیشکه په هغه ښار کې لوط دی، وویل ملایکو: موږ ښه پوهیږو په هر هغه چا چې په دغه ښار کې دي، موږ به نجات ورکړو ده ته او د ده کورنۍ ته، مګر میرمنه د ده چې هغه له پاتې کیدونکو ده (په عذاب کې).

ملایکې د لوط په میلمستیا کې:

ملایکو ابراهیم پریښود او مخه یې کړه د سدوم کلي ته، په لوط باندې میلمانه شول په داسې حال کې چې هغه یې په حقیقت نه پوهیده، هغه د داسې میلمنو له راتګ څخه ډیر سخت تنګ شو، ځکه میلمانه ډیر زیات ښایسته وو، ښکلي مخونه یې درلودل، نو له دې وډار شو چې قوم یې پرې تجاوز ونکړي، او د میلمنو ساتنه خو واجب ده، باید د میلمنو نه کلکه څارنه او ساتنه وکړي، له ټولو ناوړه پیښو یې وژغوري، په زړه کې یې نا څاپي خطرونه را تیریدل چې د میلمنو په موجودیت کې به دی ورسره مخ کیږي، نو ځکه یې په خپل نفس کې وویل: دا ورځ ډیره بده او د دردونکې ورځ ده.
د ناولي قوم ترمنځ د لوط د ښکلو میلمنو خبر خپور شو، ټول په ډیره چټکۍ سره د هغه کورته ورغونډ شول، د هغه د کور شاوخوا یې ونیوله غوښتل یې د میلمنو سره فاحش عمل (لواطت) ترسره کړي.
کله چې لوط خپل قوم ولیده چې د ده د کور شاوخوا یې نیولې، د دوی په ناوړه هدف وپوهیده، همدا وو چې د قوم مشرانو ته یې د خپلو لورانو خبره وکړه او ورته ویې ویل: دا زما لورانې دي واده ورسره وکړئ، دغه فاحش عمل مه ترسره کوئ زما د میلمنو نه لرې شئ، لوط هیله درلوده ترڅو په قوم کې کوم هوښیار سړی پیدا شي او د ده خبره ومني، د باطل لوری پریږدي د قوم په مخنیوي کې د ده سره مرسته وکړي او دغه ناوړه کړنې ته یې پرې نږدي.
غافل قوم د لوط په خبرو او وړاندیزونو راضي نشو، د هغه په ځواب کې یې وویل: ته ښه پوهیږې چې موږ ستا د لورانو سره د واده کولو لوالتیا او مینه نلرو، ته پرته له شکه ډیر ښه پوهیږې چې موږ څه غواړو.
لوط د خطرې خبره خپلو میلمنوته ښکاره کړه او ورته ویې ویل: که چیرې ستاسو په موجودیت کې زما ځواک زیاتیدلی او د دې توان مې پیدا کړی وی چې ستاسو نه دفاع وکړم نو کړې به مې وه، که چیرې ما ځواکمن ملګري او دوستان درلودی نو هغوته به مې پناه وړې وه، مرسته به مې ځینې غوښتې وه ستاسو نه به مې حمایت کړی وو، خو زه هیڅ لاره نلرم چې ستاسو نه دفاع وکړم او دهغوی مخه ونیسم، پاک خدای وايي:
(وَلَمَّا جَاءَتْ رُسُلُنَا لُوطًا سِيءَ بِهِمْ وَضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا وَقَالَ هَٰذَا يَوْمٌ عَصِيبٌ، وَجَاءَهُ قَوْمُهُ يُهْرَعُونَ إِلَيْهِ وَمِن قَبْلُ كَانُوا يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ ۚ قَالَ يَا قَوْمِ هَٰؤُلَاءِ بَنَاتِي هُنَّ أَطْهَرُ لَكُمْ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَلَا تُخْزُونِ فِي ضَيْفِي ۖ ، ۖ أَلَيْسَ مِنكُمْ رَجُلٌ رَّشِيدٌ، قَالُوا لَقَدْ عَلِمْتَ مَا لَنَا فِي بَنَاتِكَ مِنْ حَقٍّ وَإِنَّكَ لَتَعْلَمُ مَا نُرِيدُ، قَالَ لَوْ أَنَّ لِي بِكُمْ قُوَّةً أَوْ آوِي إِلَىٰ رُكْنٍ شَدِيدٍ ) هود ۸۰-۷۷.
او کله چې راغلل روسولان زموږ لوط ته (او د دوی ښایست یې ولید) نو غمجن شو (لوط) په لیدو د هغوی، او تنګه شوه سینه د ده ( چې څه بې عزتي دوی ته ونه رسیږي) او وویل لوط دا یوه ډیره سخته ورځ ده، او راغۍ قوم د ده په منډو ده ته،(لپاره د بدکارۍ د میلمنو سره) او پخوا هم دوی ناوړه کارونه کول،(کله چې راورسیدل او د میلمنو غوښتنه یې وکړه) نو وویل (لوط) اې قومه زما دا لورانې زما دي (په نکاح یې واخلئ) دوی پاکیزه دي تاسې ته، وویرېږئ له الله او مه رسوا کوئ ما په حق د میلمنو زما کې، آیا نشته له تاسې کوم سړۍ هوښیار (نیک خویه چې تاسې ته لاره وښيي)، وویل قوم د لوط بیشکه چې ته پوهیږې چې نشته موږ لره په لورانو ستا کې هیڅ اړتیا، او بیشکه ته پوهیږې په هغه کار چې موږ یې غواړو (چې لواطت دی)وویل لوط کاشکي وی ماته پرتاسو زور زیات، یا مې پناه وړلی شوی پناه ځای قوي او ځواکمن ته.

د خدای عذاب د لوط د قوم لپاره:

د لوط علیه السلام د کور ترمخ د خلکو غوغا او شورمشور زیات شو، خو لوط و نتوانیده چې قوم ته قناعت ورکړي، او د هغه څه څخه یې مخنیوی وکړي چې دوی یې د کولو عزم کړی وو، نو شک کیده چې په عملي توګه په حرام عمل لاس پورې کړي، په همدې وخت کې ملایکو د خدای په امر سره ظالم خلک په ړندوالي سره وګمارل او ټول ړانده شول، خپلو کورونو ته سپک ذلیل را وګرځیدل، پاک خدای وايي:( وَلَقَدْ رَاوَدُوهُ عَن ضَيْفِهِ فَطَمَسْنَا أَعْيُنَهُمْ فَذُوقُوا عَذَابِي وَنُذُرِ) القمر ۳۷
په تحقیق سره غوښتي وو دوی (قوم د لوط) له ده (لوط) څخه میلمانه د هغه (لپاره د لواطت) نو ړندې کړې موږ سترګې د دوی (او ورته ومو ویل د ملایکو په ژبه) چې وڅکۍ زما عذاب او زما ویرول.
بیا میلمنو ملایکو ډیر ځنډ ونکړ، لوط علیه السلام یې له حقیقت څخه خبر کړ، د راتلو سبب یې ورته ښکاره کړ، او ورته ویې ویل چې د قوم د هلاکولو لپاره راغلي، ترڅو وروسته له دې چې سترګې یې ړندې شوې په ټولیزه توګه یې په هلاکت ورسوو، هغوی زیاته کړه: دوی نشي کولی چې تاته څه عذاب ورسوي، نشي کولی زموږ په تړاو تاته سپکاوۍ متوجه کړي، نو ته د خپلې کورنۍ سره د شپې له دې ځایه او له دې کلي ووځۍ، نه باید هیڅ یو تر شا وګورئ ترڅو د عذاب له څرنګوالي څخه ونه ډار شئ او په پایله کې اذیت نشئ، هغه میرمن دې چې ستا سره یې خیانت کړی، هغه له دې کلي مه وباسه، ځکه هغه نشي وتلی او ضرور باید د قوم سره په دې عذاب کې شامله شي، د هلاکت ټاکلۍ وخت همدغه سهار دی، او ښکاره ده چې دا ټاکنه ډیره نیږدې ده.
کله چې د الله د قضا او ارادې سره سم عذاب نازل شو، نو د هغه کلي پورته خوا یې ښکته خوا وګرځوله کوم چې د لوط قوم هلته اوسیده، یعنې هغه کلۍ یې نسکور کړ، بر طرف یې لاندې او لاندې طرف یې پورته کړ، او په همدې وخت کې الله جل جلاله د کلکو خاورینو تیږو باران هم پرې واوراوه چې د باران تیږې به په مرتبه او منظمه توګه په هغوی لګیدې، دا د الله جل جلاله عذاب وو چې د الله جل جلاله عذاب د ظالمانو او فاسقانو څخه لرې نه دی.
پاک الله وايي: (قَالُوا يَا لُوطُ إِنَّا رُسُلُ رَبِّكَ لَن يَصِلُوا إِلَيْكَ ۖ فَأَسْرِ بِأَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِّنَ اللَّيْلِ ، وَلَا يَلْتَفِتْ مِنكُمْ أَحَدٌ إِلَّا امْرَأَتَكَ ۖ إِنَّهُ مُصِيبُهَا مَا أَصَابَهُمْ ۚ إِنَّ مَوْعِدَهُمُ الصُّبْحُ ۚ أَلَيْسَ الصُّبْحُ بِقَرِيبٍ، فَلَمَّا جَاءَ أَمْرُنَا جَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهَا حِجَارَةً مِّن سِجِّيلٍ مَّنضُودٍ ، مُّسَوَّمَةً عِندَ رَبِّكَ ۖ وَمَا هِيَ مِنَ الظَّالِمِينَ بِبَعِيدٍ) هود ۸۳-۸۱.
وویل ملایکو اې لوطه! بیشکه موږ استازي د رب ستا یو، دوی به تاته هیڅکله (په ضرر) سره ونشي رسیدی، نو بوځه خپله کورنۍ له دې ښاره په یوه ټوټه د شپې کې، او نه دې ګوري ترشا له تاسې هیڅوک، مګر(مه وباسه له دې ښاره) هغه میرمن ستا (چې ستا سره یې خیانت کړی او کافره ده)، بیشکه دې(میرمنې ستا) ته به هم هغه عذاب رسیږي چې دوی (ستا قوم) ته رسیږي، بیشکه ژمنه (د نزول د عذاب) سبا ده، آیا نه دي د دغه(د سبا راتلل) نیږدې،(بلکې نیږدې دي)، نو کله چې راغۍ (حکم د عذاب) زموږ نو وګرځاوه موږ پورته طرف (د دې ښار) ښکته طرف ته (یعنې نسکور کړ موږ پردوی باندې دغه ښار) او و اورولې په دغه ښار باندې موږ خاورینې کلکې تیږې په پرله پسې توګه، (داسې تیږې) چې نښه کړی شوې وې په نزد د رب ستا، او نه دی دا (عذاب زما) له ظالمانو (کافرانو) څخه لرې.
هغه ځمکه چې د لوط قوم پرې هلاک شوی او د خدای عذاب پرې نازل شوی وو، هغه اوسمهال د بحرالمیت یا بحیرة لوط په نامه سره شهرت لري، ځینې علماء وايي چې بحر المیت مخکې له دې پیښې موجود نه وو، او د همدغه پیښې په ترڅ کې راپیدا شوه چې زلزله وشوه او دځمکې پورته لوری ښکته او ښکته لوری پورته شو، چې ښکته لوری یې د بحر د سطحې څخه هم څلورسوه متره لاندې ښکته شو، په وروستیو کلو کې د بحر میت په څنډو کې د لوط د قوم د ښارو د ځینو آثارو خبرونه هم راغلي .

درسونه او عبرتونه

د لواطت څخه ویره:

د لوط علیه السلام په کیسه کې د لواطت کړنه ډیره بده ګڼل شوې، د دغه کرغیړنې کړنې کوونکو ته په دنیا او آخرت کې د الله جل جلاله سخت عذاب یاد شوی دی.
لواطت د ډیرو بدو فحشاوو څخه شمیرل کیږي، دا ناوړه کړنه په دې دلالت کوي چې د انسان په طبیعي مزاج کې مرض او فساد پیدا شوی، دا عمل په انساني ټولنه ناوړه اغیزې لري او ټولنه د لوی خطر سره مخ کوي، لواطت انسانیت د حیوانیت له درجې هم راښکته کوي.
قرآن کریم د لواطت لویې ګناه ته ډیر اهمیت ورکړی، په ډیرو ځایونو کې یې بد پرې ویلي، د لوط قوم چې د لواطت بد عمل پکې عام شوی وو، قرآن کریم په ډیرو ځایونو کې په بدو لقبونو او نومونو سره ستایلی.
الله جل جلاله د تجاوزګرو په نامه سره یاد کړی(أَتَأْتُونَ الذُّكْرَانَ مِنَ الْعَالَمِينَ، وَتَذَرُونَ مَا خَلَقَ لَكُمْ رَبُّكُم مِّنْ أَزْوَاجِكُم ۚ بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ عَادُونَ ) آیا راتګ کوئ (په لواطت سره) نارینه ووته له خلکو، او پریږدئ تاسې هغه چې پیدا کړې دي تاسې ته رب ستاسې له ښځو، بلکې تاسې له حده تیریدونکي یاست.
معنا داچې هغوی د الهي شریعت څخه پښې اوږدې کړې وې، د حق او خیر څخه یې تجاوز کړی وو، نو ځکه له مجرمینو وګرځیدل، چې دا لوی جرم په لوی عذاب سره بدرګه شو.
الله جل جلاله د لوط قوم په جهل او ناپوهۍ سره یاد کړی(انکم لتأتون الرجال شهوة من دون النساء بل انتم قوم تجهلون) تاسې راتګ کوئ نارینه وو ته په شهوت پرته له ښځو، بلکې همدا تاسې قوم یئ چې ناپوهي(جهل) کوئ)
له دې جهل څخه عبارت هغه جهل هم کیدای شي چې د علم او پوهې ضد دی، لکه څرنګه چې دا جهل د سپکاوي، بې باکۍ او هوس په معنی هم را تلی شي، بې باکه او سفیه سړي ته د کار کړلو ډیر فرصت نشته، بلکې ضرور باید د هغه کړنې او تصرفات کنټرول شي، په بې باکۍ او هوس سره باید مجازات شي.
الله جل جلاله د لوط قوم په ډیر اسراف سره نومولی(إِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الرِّجَالَ شَهْوَةً مِّن دُونِ النِّسَاءِ ۚ بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُونَ) بیشکه تاسې راتګ کوی نارینه وو ته په شهوت پرته له ښځو، بلکې همدا تاسې قوم اسراف کوونکي یاست.
یعنې هغوی په شهوت کې ډیر اسراف او تجاوز وکړ، له هغو حدودو یې پښې وړاندې کیښودې چې الله جل جلاله د خپلو بنده ګانو لپاره ټاکلي وو، اسراف کوونکي زیات لګښت واله خو د شیطان ملګري او یاران دي، چې ټولنې فاسدوي، نو واجب ده چې د هغوی په مخ کې خنډ شو، د اسراف او لګښت مخنیوی یې وکړو.
سره د دې چې قرآن په دومره سخت قباحت سره دغه لویه فحشاء یاده کړې، آورو او وینو چې پرمختللي انسان بیا هم د شلم قرن په وروستۍ دریمه کې په همدغه فحاشت پیل کړی، په ښکاره توګه په ځینو لودیځوهیوادونو کې دا بد عمل ترسره کیږي، دوی د شخصیت د آزادی تر نامه لاندې دا کرغیړن عمل ترسره کوي، چې چارواکي هم په همدې دلیل هغوی ته لاره پرانیزي او مخنیوی یې نه کوي، د حیرانۍ خبره ده.
آیا د شخصیت آزادي په دې معنا چې د شهوت دغه بدې لارې ته اجازه ورکړل شي، او په ترڅ کې یې ټولې ښځې بې لارې شي، نارینه په بده فحشا روږدي شي، او په پایله کې کورنۍ نظام له منځه ولاړ شي، عاطفه او مهرباني تر پښو لاندې شي؟!!
آیا د شخصیت آزادي دیته ویل کیږي چې د نسل مخنیوی وشي، کوم چې الله جل جلاله د نړۍ د جوړښت لپاره ضرور ګرځولی، آیا د شخصیت آزادي په دې معنا چې شهوتونه پرته له کوم کنترول سره ترسره شي؟!! پرته له شکه چې دا رنګه آزادي به په ټولیزه توګه ټولنه له منځه یوسي، سمون او صلاح به یې تر پښو لاندې کړي.

د لواطت صحي زیانونه:

لواطت د ټولنیزو ضررونو ترڅنګ صحي زیانونه هم لري، لواطت هم ټول هغه مرضونه له یوه انسان نه بل ته لیږدوي کوم چې د زنا په ترڅ کې انتقالیږي، چې په نن ڼړۍ کې د ایډز او اچ آی وي یو له مهمو لیږدیدونکو څخه ګڼل کیږي، همدارنګه ډیر جلدي مرضونه هم د همدې لارې انسانانو ته سرایت کوي، لواطت په مقعد کې د ضعف ډیرې نښې نښانې پریږدي، ډیر داسې کیږي چې مفعول د قضای حاجت څخه کمزوری کیږي، تل یې پرته له اختیاره اودس ماتیږي، د لواطت په ترڅ کې کلمه څیریږي، را نیوونکی حالت یې شلیږي، د تیلو د قیف په شان شکل ترې جوړیږي، او تل د ډول ډول میکروبونو څخ ډک وي، چې د فاعل تناسلي آلې ته سرایت کوي، او د بولو مجرا د ډیرو سختو نا علاجه ستونزو سره مخ کوي، ډیر ځله داسې کیږي چې مفعول د نرښځي خاصیت غوره کوي، که چیرې د ماشوم توب څخه په دې کرغیړن عادت روږدی شي، بیا پرته له دې فحشاء څخه ژوند نشي تیرولی، تل په دې سخت عذاب مبتلی وي، ډیر د انساني میړانې په ضد کړنې ترسره کوي، کوښښ کوي خپله کمي پټه کړي.
ګورو چې الله جل جلاه هیڅکله هم موږ ته د کوم څیز امر نه کوي مګر دا چې زموږ سلامتیا او نیکمرغي ورسره مل وي، هیڅ کار حرام نه ګرځوي مګر دا چې د انسانان په هغه کار کې ضرر وي.

د الله عذاب په لواطت روږدو باندې:
د یادولو وړده چې قرآن کریم هغه سخت عذاب بیان کړی چې د لواطت په ګناه آخته کسان پرې هلاک شول، ترڅو ملتونو ته یې خطر څرګند شي او ځان ترې وژغوري، سدوم هغه کلۍ وو چې د لواطت کړنه پکې عامه شوې وه، الله جل جلاله یاد شوی کلۍ په سخترین عذاب سره له منځه یووړ، قرآن وايي: (فَجَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِمْ حِجَارَةً مِّن سِجِّيلٍ) الحجر ۷۵.
نو وګرځاوه موږ پورته طرف د دې ښار ښکته طرف (نسکور مو کړ) او و اورولو موږ پر هغوی (قوم د لوط) باندې خاوریني تیږي.
قرآن کریم ټول ملتونه او ټولنې له دې ناوړه کړنې څخه ډاروي، تر څو د دغه کار په پایله کې د همداسې عذاب سره مخ نشي کوم چې د لوط قوم پرې هلاک شوی وو، کله چې قرآن کریم د لوط قوم او پرې نازل شوی عذاب بیانوي، ورسره تړلي دا هم وايي: (وَمَا هِيَ مِنَ الظَّالِمِينَ بِبَعِيدٍ) معنا دا چې دا عذاب له هغو خلکو هم لرې نه دی چې د لوط د قوم عمل ترسره کوي، بلکې الهی عذاب په ټولو هغو نازلیدونکی دی چې د لوط د قوم په لاره ځي او د لواطت ګناه کوي.
وګورئ الهي عذاب په هر وخت او زمانه کې ترسترګو کیږي، ظالم قومونه پرې هلاکیږي، ترڅو ملتونه د فساد عاقبت او پایلې وپیژني، په نیږدې لنډ تاریخ کې نړۍ دوه نړیوال جنګونه ولیدل، څومره انسانان یې په ترڅ کې هلاک شول، چې لا تر اوسه یې ویره د خلکو په ذهنونو کې پاتې ده، دا طبیعي عذابونه، سونامي او بحري ناتارونه چې هره ورځ لیدل کیږي او آوریدل کیږي، دا ټول الهي عذابونه دي، نو که څوک عبرت اخلي همدایې وخت دی.
د لواطت جزاء په اسلام کې: د اسلام سپیڅلي دین هم د هغه کس جزاء ډیره سخته ښودلې کوم چې د لوط د قوم عمل ترسره کوي (لواطت کوي)، ځینو علماوو ویلي چې (لواطت کوونکي) باید په تیږو سره ترمګه وویشتل شي، که واده لري او که یې نلري (محصن او غیر محصن)، چې دا د امام شافعي، امام احمد بن حنبل او ډیرو نورو علماوو او امامانو نظر دی، دوی د رسول صلی الله علیه وسلم په هغه حدیث استدلال کړی کوم چې امام احمد او د سننو څښتنانو د ابن عباس څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل (من وجدتموه یعمل عمل قوم لوط فاقتلوا الفاعل و المفعول به) که مو څوک ولید چې د لوط د قوم کړنه (لواطت) کوي، نو فاعل او مفعول دواړه ووژنئ.
امام ابوحنیفه بیا وايي چې لواطت کوونکی باید له غره څخه را وغورځول شي، او بیا په تیږو بدرګه شي، لکه څرنګه چې د لوط په قوم ترسره شول، ځکه الله جل جلاله وايي (وماهی من الظالمین ببعید) او نه دی دغه د هلاکت عذاب له ظالمانو څخه لرې.

له کمزوري او ضعیف څخه دفاع:

د لوط علیه السلام په کیسه کې د میلمه پالنې یو بل لوی درس پروت دی، د میلمه نه باید په هره ممکنه وسیلې سره دفاع وشي، ځکه میلمه زموږ انساني ورور دی چې د یو څه وخت لپاره یې موږ ته پنا را وړې، غواړي د سفر ستړیا دمه کړي، غواړې یوه مړئ ډوډئ وخوري او لوږه یې ونه ګواښي، غواړي له دښمنه ځان وژغوري، هغه زموږ ورور دی په انسانیت کې، له سختیو او کړاوونو یې موږ ته هیله کړې، نو آیا دابه له ځوانمردئ او میړانې وي چې موږ یې وشړو او پر مخ یې دروازې وتړو؟!!.
د الله د نبي لوط څخه یې زده کوو، ګورو چې هغه څنګه د میلمه پالنه کوي، په ټولو شته وسایلو یې پالي او خدمت یې کوي، په وړاندې یې ډیره ارزښتناکه سرښیندنه او قرباني کوي، کله چې میلمانه د تنکیو زلمیانو په څیرو ګوري، احساسوي چې د دې ښکلیو ځوانانو په سبب به ده ته څومره زیات تکلیف رسیږي، لوط کولی شوی چې خپله دروازه یې د هغوی په مخ تړلې وای، او له راتلونکو ستونزو یې ځان ساتلی وای، خو ګورو چې هغه په ډیره ښه توګه د هغوی ښه راغلاست اداء کړی، سره د دې چې نفس یې د خطر له وجې په ډار او ویره کې لړزیده، او په دې ترڅ کې یې ویل (هذا یوم عصیب) دا ډیره کړوونکې سخته ورځ ده.
ظالم قوم په ډیره بیړه د هغه کورته ور دانګي، غواړي په راغلو میلمنو تجاوز وکړي، لوط د میلمنو په دفاع کې خپلې د زړه ټوټې هغوی ته یادوي، ورته وايي چې اې قومه زما راشئ زما د لورانو سره واده وکړئ، او له دې لوی جنایت څخه ځان لرې وساتئ، خو کله چې د قوم د زور وینا ګوري، پوهیږي چې ظالم قوم د خپل کرغیړن تصمیم په بدله کې نه غواړي زما له لورانو سره ازدواج وکړي، نو په یوازې توګه د هغوی مخنیوی کوي نه پریږدي چې میلمنو ته یې څوک نیږدې شي، ویني چې د یوه قوم سره د هغه په یوازې توګه زور نه برابریږي نو هیله کوي چې که چیرې یې ډیر زور درلودی له خپلو میلمنو به یې کلکه دفاع کړې وه (لَوْ أَنَّ لِي بِكُمْ قُوَّةً أَوْ آوِي إِلَىٰ رُكْنٍ شَدِيدٍ) وویل لوط کاشکي وی ما لرلی پرتاسو زور زیات، یا مې پناه وړلی شوی پناه ځای قوي او ځواکمن ته.
دا یو لوی درس دی زموږ لپاره، د میلمه پالنه او اکرام د اسلامي اخلاقو یوه برخه ده، په دې اړه غواړم د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه حدیث یاد کړم چې په میلمه پالنه ډیر ټینګار کوي او وایي (من کان یؤمن بالله والیوم الآخر فلیکرم ضیفه) که څوک په الله جل جلاله او ورځ د آخرت ایمان لري نو د خپل میلمه پالنه دې کوي.

——————————————————————————–
ليكنه: دوكتور عفيف عبدالفتاح طباره
ژباړه :خلیل الرحمن حنیف

نظرها

Loading...

مطالب مرتبط

د عاشوراء د ورځی فلسفه

بسم الله الرحمن الرحیم الحمد لاهله و الصلوة علی اهلها دی ورځی ته ځکه د …