د اسحاق، یعقوب او يوسف (ع) کیسې

اسحاق علیه السلام د ابراهیم علیه السلام زوی دی چې د هغه د میرمنې سارې څخه ورته په برخه شوی، د بني اسرائیلو نبیان ټول د اسحاق علیه السلام له نسله پیدا شوي، چې د دې لړۍ لمړی نبي د هغه زوی یعقوب علیه السلام وو.

 تر ابراهیم وروسته نبوت د ابراهیم په اولاده کې پاتې شوی، ډیر نبیان د هغه د دوو زامنو اسماعیل او اسحاق له اولادې څخه وو، الله جل جلاله وايي:(وَجَعَلْنَا فِي ذُرِّيَّتِهِ النُّبُوَّةَ وَالْكِتَابَ) او ګرځولی دی موږ د هغه (ابراهیم) په اولاده کې نبوت او کتاب (قرآن).
قرآن کریم هم د اسحاق له نبوت څخه یادونه کړې، او ویلي یې دي چې هغه له نیکانو څخه وو، الله جل جلاله په خپل برکت سره ځانګړی کړی وو، لکه څرنګه چې د هغه پلاریې خپل دوست نیولی وو، قرآن حکایت کوي او وايي ملایکو ابراهیم ته د اسحاق د زوکړې زیری ورکړ.
(وَبَشَّرْنَاهُ بِإِسْحَاقَ نَبِيًّا مِّنَ الصَّالِحِينَ، وَبَارَكْنَا عَلَيْهِ وَعَلَىٰ إِسْحَاقَ ۚ وَمِن ذُرِّيَّتِهِمَا مُحْسِنٌ وَظَالِمٌ لِّنَفْسِهِ مُبِينٌ) الصافات ۱۱۳-۱۱۲.او زیری ورکړ موږ هغه (ابراهیم) ته په اسحاق سره، چې وو نبي له نیکانو، او برکت اچولی وو موږ پر هغه (ابراهیم) او اسحاق، او د اولادې د دوی څخه ځینې نیک کاره دي، او ځینې ظالم دي په خپل ځان ښکاره).
همدارنګه الله جل جلاله د یعقوب نبوت هم په قرآن کې یاد کړې چې خپل رسول محمد صلی الله علیه وسلم ته په خطاب کې وایي: (إِنَّا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ كَمَا أَوْحَيْنَا إِلَىٰ نُوحٍ وَالنَّبِيِّينَ مِن بَعْدِهِ ۚ وَأَوْحَيْنَا إِلَىٰ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطِ) النساء ۱۶۳، بیشکه موږ وحی کړې تاته (اې محمده) لکه څرنګه چې موږ وحی کړې وه نوح ته او (نورو) نبیانو ته وروسته له هغه، وحی کړې وه موږ ابراهیم ته او اسماعیل ته او اسحاق ته او یعقوب ته او اولادې (د یعقوب ته).
الله جل جلاله په بل ځای د قرآن کې ابراهیم، اسحاق او یعقوب یادوي او په هغوی نیکي وايي: (وَاذْكُرْ عِبَادَنَا إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ أُولِي الْأَيْدِي وَالْأَبْصَارِ، إِنَّا أَخْلَصْنَاهُم بِخَالِصَةٍ ذِكْرَى الدَّارِ، وَإِنَّهُمْ عِندَنَا لَمِنَ الْمُصْطَفَيْنَ الْأَخْيَارِ) ص ۴۷-۴۵.او یاد کړه (اې محمده) بندګان زما ابراهیم او اسحاق او یعقوب څښتنان د لاسونو او د سترګو(د نیکو کړنو کوونکي او د خدای د نښو لیدونکي)، بیشکه موږ خالص کړي دي دوی په صفاخوی سره (لپاره) د یادولو د آخرت، او بیشکه دوی زموږ په وړاندې له غوره کړل شویو خلکو (د زمانې خپلې ) دي.
په یاد شوي آیت کې ګورو چې الله جل جلاله خپل نبي محمد صلی الله علیه وسلم ته امر کوي، ترڅو د ده بندګان ابراهیم، اسحاق او یعقوب یادکړي، کوم چې په نبوت او طاعت کې تکړه او قوي وو، کوم چې الله جل جلاله غوره کړي وو، ځکه دوی د ډیر غوره خصلتونو څښتنان وو، دوی به تل د آخرت یاد کولو او خلکو ته به یې ور په زړه کولو، نو ځکه هغوی په خپله زمانه کې د الله جل جلاله په وړاندې له غوره کړل شوو څخه وګڼل شول.
د قرآن په دې آیتونو کې د مؤمنانو لپاره ډیر لوی درس پروت دی، ټول مؤمنان باید تل آخرت یاد کړي، نیک عملونه وکړي ترڅو په همغه ورځ د خدای رضا او ډیر ثوابونه ترلاسه کړي.

 

د اسحاق او یعقوب ژوند:

قرآن د اسحاق د ژوند په ځانګیړنه کوم شی نه دي یاد کړي، او نه یې د هغه د زوی یعقوب د ژوند په هکله څه خاص بیانونه کړي، قرآن یوازې د یعقوب د زوی یوسف د ورکیدو کیسه یاده کړې چې په وروستیو بحثونو کې به د یوسف د ژوند په اړه څیړنه راشي، خو دلته د اسحاق او یعقوب د ژوندانه هغه څه په لنډو یادوو کوم چې اهل کتابو را برسیره کړي.
کله چې ابراهیم علیه السلام دا احساس کړه چې اجل یې نیږدې شوی دا هغه وخت وو چې لا تردې دمه اسحاق واده نه وو کړی، پلار یې ابراهیم نه خوښول چې زوی ته یې کنعاني ښځه وکړي، ځکه کنعاني ښځو خدای په یووالي نه پیژانده او د دوی د کورنۍ سره هم روږدې نه وې، همدا وجه وه چې ابراهیم خپل د کور خدمتګار مکلف کړ ترڅو (حاران) ته چې په عراق کې پروت دی ولاړ شي او د ده د کورنۍ څخه یوه پیغله راولي.
غلام د خدای د ارادې په ملتیا و خوځیده، (حاران) ته ورسید، (رفقة) د بتوئیل بن ناحور لور یې خوښه کړه، ناحور د ابراهیم علیه السلام ورور وو، نو په دې حساب سره رفقة د ابراهیم د سکني وراره لور وه، هغه یې کنعان ته راوسته او اسحاق ته یې واده کړه.
شل کاله وروسته له واده څخه الله جل جلاله اسحاق ته دوه غبرګونې زامن پیرزو کړل، چې لمړنۍ یې (عیسو) ونوماوه، کوم چې عرب ورته (العیص) وايي، دوهم یې (یعقوب) ونوماوه کوم چې د زیږیدو پر وخت یې د خپل ورور(عقب) د پښې وروستۍ هډوکۍ نیولی وو، له همدې وجې یعقوب ونومول شو چې یعقوب ته همدارنګه اسرائیل هم وايي.
اسحاق علیه السلام د (العیص) سره ډیره مینه کوله، ځکه هغه تر یعقوب د مخه زیږیدلی وو، حال دا چې مور یې رفقې بیا د (یعقوب) سره زیاته مینه درلوده ځکه هغه تر عیص وړوکۍ وو، یوه ورځ اسحاق وږی شو نو د العیص څخه یې غوښتنه وکړه ترڅو څه ورته د خوراک لپاره راوړي، خو خوراک مخکې له العیص څخه یعقوب د خپلې مور په مرسته ورته تیار کړ، اسحاق خوراک وخوړلو او یعقوب ته یې دعا وکړه، له دې پیښې العیص خبر شو، نو په خپل ورور یې زیاته غوصه وکړه، په همدې ترڅ کې یې مور هم له کیسې خبره شوه، نو ځکه یې یعقوب ته وویل چې عراق ته د حاران سیمې ته ولاړ شي او هلته یې د ماما (لابان) سره پاتې شي او د هغه له لورانو نه ځانته واده وکړي ترڅو د ورور غوصه یې سړه شي، مور یې له اسحاقه غوښتنه وکړه چې یعقوب ته د تلو اجازه ورکړي او دعا ورته وکړي، یعقوب حاران ته ولاړ او د خپل ماما (لابان) سره یې په خدمت کولو پیل وکړ ترڅو په بدله کې ورته خپله لور (راحیل) واده کړي، خو ماما یې د راحیل نه مشره لور (لیئه) ورته په نامه کړه، یعقوب ورته وویل چې ما خو د (راحیل) هیله درلوده، ځکه هغه ښکلې او نیک خویه ده، ماما یې ورته وویل: زموږ دود دادی چې لمړۍ به مشره ودیږي ورپسې به د کشرې کوزده کیږي، که چیرې ته غواړې د کشرې سره واده وکړې نو اووه کاله نور هم زما سره خدمت وکړه، بیا به مشره او کشره دواړې درته واده کړم، په هغه وخت کې د دوو خوندو یوه کس ته ودول جایز وو.
(لابان) دواړو لورانو ته یوه یوه وینځه هم ډالۍ کړه، (لیئې) ته یې (زلفا) نامې وینځه ورکړه او (راحیل) ته یې (بلهة) نامې وینځه هبه کړه، بیا دواړو خوندو خپلې خپلې وینځې یعقوب ته ډالۍ کړې، په دې حساب سره د یعقوب څلور ښځې شوې، چې له ټولو څخه یې دولس زامن په برخه شول.
د لیئې څخه یې : (رأوبین، شمعون، لاوي، یهوذا، یساکر او زبولون) پیدا شول.
د راحیل څخه: (یوسف او بنیامین)
د بلهې څخه : (دان او نفتالي)
او د زلفا څخه: (جاد او اشیر)
یعقوب علیه السلام شل کاله له خپل ماما (لابان) سره پاتې شو، وروسته له شلو کالو یې له هغه اجازه وغوښته، ترڅو بیرته خپل اصلي ټاټوبي ته ولاړ شي، هغه هم اجازه ورکړه، کله چې د کنعان (فلسطین) سیمې ته نیږدې شو، خبر ورته ورسید چې ورور یې (عیسو) د ده د لیدو لپاره د څلورو سوو کسانو سره مخیته را روان دی، یعقوب وډار شو، هغه ته یې دعا وکړه او یوه لویه هدیه یې ورته تیاره کړه او له خپلو څو کسانو سره یې هغه ور واستوله، د عیسو زړه د خپل ورور په هدیه نرم شو نو ځکه یې سیمه هغه ته پریښوده او خپله د غرو په لوري ولاړ، یعقوب د خپل پلار اسحاق سره په (حبرون) نومي ښار کې پاتې شو کوم چې د (الخلیل) ښار هم ورته ویل کیږي.
اسحاق علیه السلام ۱۸۰ کاله ژوندی وو، چې وروسته له مرګه په هغه ځای کې خاوروته وسپارل شو کوم چې پلار یي هم هملته دفن وو د (الخلیل) په ښار کې.
الأسباط:
اسباط د یعقوب علیه السلام دوولس زامن او لمسیان دي، چې یوه ته یې سبط وايي او سبط د ولد (زوی) په معنا دی یا د (ولد الولد) د زوی زوی په معنا چې لمسۍ شمیرل کیږي.
سبط په یهودو کې داسې معنا ورکوي لکه قبیلة په عربو کې، هغوی ټول یوه پلار ته منسوب دي، نو په دې حساب سره هر یو د یعقوب د اولادې څخه پلار د یوې قبیلې له قبیلو د بني اسرائیلو شمیرل کیږي، ټول بني اسرائیل د یعقوب علیه السلام د دوولسو زامنو له نسله منځته راغلي.
د یعقوب علیه السلام په اولاده (اسباطو) کې نبوت په لاندې توګه پاتې شوی:
د (لاوي) له اولادې څخه (موسی، هارون، الیاس او الیسع) نبیان تیر شوي.
د (یهوذا) له اولادې څخه (داود، سلیمان، زکریا، یحی او عیسی) په نبوت مبعوث شوي.
د بنیامین له اولادې څخه (یونس) نبي تیر شوی.

د یوسف علیه السلام نبوت:

د یعقوب علیه السلام له زامنو څخه یوازې یوسف په نبوت سره ځانګړی شوی، قرآن کریم د یوه مؤمن په ژبه خپل قوم ته په نصیحت کې داسې وايي: (وَلَقَدْ جَاءَكُمْ يُوسُفُ مِن قَبْلُ بِالْبَيِّنَاتِ فَمَا زِلْتُمْ فِي شَكٍّ مِّمَّا جَاءَكُم بِهِ ۖ حَتَّىٰ إِذَا هَلَكَ قُلْتُمْ لَن يَبْعَثَ اللَّهُ مِن بَعْدِهِ رَسُولًا) المؤمن ۳۴.
بیشکه راغلی وو تاسې ته یوسف پخوا له (موسی څخه) په ښکاره دلایلو، پس همیشه به وی تاسې په شک کې له هغو (احکامو) چې راغلی وو دی په هغه سره تاسې ته، تردې چې وفات شو (یوسف) نو وویل تاسې چې راوبه نه لیږي الله وروسته له هغه (یوسف) هیڅ رسول.
الله جل جلاله په قرآن کې یو سورت د یوسف په نامه سره نازل کړی، چې په دې سورت کې د هغه د ژوند بیان راته کوي، د هغه ستونزې له وروڼو سره، ستونزې د مصر د عزیز له ښځې سره، د بنديخانې ګالل او د الله دین ته دعوت، له بندیخانې څخه را خلاصیدل، د پاچا د خوب تعبیرول، د مالیې د وزارت مسؤولیت، د سختې وچکالۍ په پایله کې یې د وروڼو راتګ مصر ته، بیا یې د خپلو وروڼو سره پیژندګلوي چې دا ټول به په راتلونکي بحث کې په تفصیل سره درته وړاندې شي.

یوسف او د هغه د وروڼو دوکه او چل

د یوسف لیدلی خوب:

یعقوب علیه السلام د یوسف او بنیامین سره د نور وروڼو په پرتله ډیره مینه درلوده، دا دواړه یې پر نورو زامنو غوره ګڼل.
قرآن کریم موږ ته د یوسف علیه السلام د خوب بیان کوي او وایې چې یوسف داسې خوب ولیده چې یوولس ستوري د لمر او سپوږمۍ سره یوځای ده ته سجده کوي، سهار یې دا حیرانوونکی خوب خپل پلار ته وویلو، یعقوب د خوب له بهیر څخه وپوهیده چې زوی به يې په راتلونکي کې د خدای او خلکو په وړاندې د لوړ شان څښتن وي، خو د وروڼو له کینې پرې وډار شو، نو ځکه یې ورته وویل چې لیدلی خوب دې خپلو وروڼو ته مه وایه، ترڅو د شیطان په لمسون ستا د مخنیوي لپاره لارې و نه لټوي، بیا یې ورته وویل چې ته به په راتلونکي کې د لوړ شان څښتن شې خلک به ستا اطاعت کوي، ستا مشري به مني، الله جل جلاله به تا د نبوت لپاره غوره کړي، تاته به د خوب د تعبیر علم درکړي، الله جل جلاله به د خیر، رحمت او برکت نعمتونه تاته او ټول د یعقوب اولادې ته پیرزو کړې، لکه څرنګه یې چې مخکې ابراهیم او اسحاق ته ور کړي وو، په اړه یې دا آیتونه تلاوت کړئ: (إِذْ قَالَ يُوسُفُ لِأَبِيهِ يَا أَبَتِ إِنِّي رَأَيْتُ أَحَدَ عَشَرَ كَوْكَبًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ رَأَيْتُهُمْ لِي سَاجِدِينَ، قَالَ يَا بُنَيَّ لَا تَقْصُصْ رُؤْيَاكَ عَلَىٰ إِخْوَتِكَ فَيَكِيدُوا لَكَ كَيْدًا ۖ إِنَّ الشَّيْطَانَ لِلْإِنسَانِ عَدُوٌّ مُّبِينٌ، وَكَذَٰلِكَ يَجْتَبِيكَ رَبُّكَ وَيُعَلِّمُكَ مِن تَأْوِيلِ الْأَحَادِيثِ ، وَيُتِمُّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَعَلَىٰ آلِ يَعْقُوبَ كَمَا أَتَمَّهَا عَلَىٰ أَبَوَيْكَ مِن قَبْلُ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ ۚ إِنَّ رَبَّكَ عَلِيمٌ حَكِيمٌ، لَّقَدْ كَانَ فِي يُوسُفَ وَإِخْوَتِهِ آيَاتٌ لِّلسَّائِلِينَ ).
(یاد کړه) هغه وخت چې وویل یوسف خپل پلار (یعقوب) ته اې پلاره زما، بیشکه ما ولیدل (په خوب کې) یوولس ستوري، لمر او سپوږمۍ، ومې لیدل چې ماته سجده کوونکي وو، وویل (یعقوب) اې بچیه زما مه بیانوه خپل خوب خپلو وروڼو ته،(ځکه) مکر او تدبیر به وکړي دوی (د هلاکولو ستا) په مکر او تدبیر کولو سره، بیشکه شیطان انسان ته دښمن دی ښکاره (مبدا داسې نشي چې د دوی په زړونو کې کینه واچوي او ستا په وړاندې یې ولمسوي) او همدرانګه به غوره کړي تا رب ستا، او وبه ښیې تاته تأویل د پیښو، او پوره به کړي خپل نعمت پرتا او پر (نورې) کورنۍ د یعقوب، لکه چې پوره کړی یې دی دا نعمت پر دوو پلرونو ستا پخوا له تا نه چې ابراهیم او اسحاق دي، بیشکه چې رب ستا ښه عالم دی، د ښه حکمت څښتن دی، په تحقیق سر ه وو (په کیسه) د یوسف او وروڼو د ده کې دلایل (د قدرت د الله) لپاره د پوښتنه کوونکو.

د یوسف په وړاندې د توطیې پلان:

د یعقوب زامنو ولیدل چې پلار یې د دوی په پرتله د یوسف او د هغه د سکني ورور بنیامین سره زیاته مینه کوي، نو ځکه د پلار دا نا انډوله کړنه پردوی بده تمامه شوه، دوی داسې انګیرله چې موږ یو لوی او ځواکمن ټولی یو کوم چې د یوسف او بنیامین څخه زیات خپل پلار ته د ګټې او مرستې اوږه ورکوو، نو په دې حساب سره زموږ پلار زموږ د هڅو په بدله کې بیا هم د یوسف او بنیامین سره تر موږ زیاته مینه کوي، که وګورو نو دا کار ناسم او د حق څخه واټن لري.
د یوسف په هکله یې زړونه له کینې ډک شول، په خپلو کې سره را ټول شول ترڅو د هغه څخه د خلاصون په موخه کوم پلان جوړ کړي، یا یې ووژنې او یایې په داسې لرې پرته ځمکه خوشی کړي چې که ژوندی هم پاتې شي نو بیرته تر پلاره راتګ به ورته ناشونی وي، دوی فکر کولو چې په دې کار سره به د خپل پلار پام د یوسف څخه ګوښه کړي او خپلو ځانو ته به یې را تاو کړي، بیا به د خپلې کړې ګناه څخه توبه وباسي بیرته به نیک خویه قوم ترې جوړ شي، الله جل جلاله به د دوی توبه قبوله کړي، همدرانګه به یې پلار هم دغه عذر منظور او منونکی وشمیري.
له وروڼو څخه د یوه نظر داوو چې یوسف ونه وژل شي، بلکې ښه به داوي چې د خلکو له سترګو پټ کوم کوهي ته وغورځول شي، کیدای شي کومه قافله پرې را برابره شي او له ځان سره یې واخلي، په دې سره به له یوې خوا ستاسو هدف ترلاسه شي او له بلې خوا به د قتل له لویې ګناه وژغورل شئ، دا نظر د ټولو خوښ شو او په همدې سره یې پریکړه وکړه.
خپل پلار ته ورغلل، په مکر او حیلو یې پیل وکړ ترڅو په کومه بانه یوسف له ځان سره واخلي ځکه دوی پوهیدل چې پلار یې یوسف له دوی څخه لري ساتي نو ویې ویل: اې پلاره! د څه لپاره یوسف له موږ څخه لرې ساتې، که چیرې هغه زموږ سره وي ته ولې پرموږ باور نلرې؟ موږ په ټینګه د هغه سره مینه لرو په هغه شفقت کوو، سبا ته یې زموږ سره څړځای ته ولیږه ترڅو زموږ سره لوبې وکړي له خوړو څښو خوند واخلي، موږ خو له خپلو ځانو څخه زیات د هغه د ساتنې خیال ساتو، پلار یې په ځواب کې ورته وايي: دا کار ما ډیر خفه کوي چې یوسف زما څخه لرې کړئ، زه ویریږم چې لیوه پرې برابر نشي تاسې به په غفلت سره خپلې لوبې کوئ هغه به درنه وخوري، زامنو یې یو ځل بیا قسمونه یاد کړل چې هیڅکله به هم هغه ته کوم ضرر ونه رسیږي، ځکه د هر ضرر سپکاوۍ همدوی ته را ګرځي، دوی که تر پلار زیات د یوسف په ساتنه حریص نه دي نو ترهغه خو کم هم نه دي، دا ځکه چې دوی نه غواړي د خلکو په وړاندې د خیانت او سپکاوي په نومونو ونومول شي، پاک خدای جل جلاله وايي:
(إِذْ قَالُوا لَيُوسُفُ وَأَخُوهُ أَحَبُّ إِلَىٰ أَبِينَا مِنَّا وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّ أَبَانَا لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ، اقْتُلُوا يُوسُفَ أَوِ اطْرَحُوهُ أَرْضًا يَخْلُ لَكُمْ وَجْهُ أَبِيكُمْ وَتَكُونُوا مِن بَعْدِهِ قَوْمًا صَالِحِينَ، قَالَ قَائِلٌ مِّنْهُمْ لَا تَقْتُلُوا يُوسُفَ وَأَلْقُوهُ فِي غَيَابَتِ الْجُبِّ يَلْتَقِطْهُ بَعْضُ السَّيَّارَةِ إِن كُنتُمْ فَاعِلِينَ، قَالُوا يَا أَبَانَا مَا لَكَ لَا تَأْمَنَّا عَلَىٰ يُوسُفَ وَإِنَّا لَهُ لَنَاصِحُونَ ، أَرْسِلْهُ مَعَنَا غَدًا يَرْتَعْ وَيَلْعَبْ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ، قَالَ إِنِّي لَيَحْزُنُنِي أَن تَذْهَبُوا بِهِ وَأَخَافُ أَن يَأْكُلَهُ الذِّئْبُ وَأَنتُمْ عَنْهُ غَافِلُونَ، قَالُوا لَئِنْ أَكَلَهُ الذِّئْبُ وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّا إِذًا لَّخَاسِرُونَ)
(یاد کړه) هغه وخت چې وویل (لسو وروڼو یو بل ته) بیشکه یوسف او ورور یې (بنیامین) زموږ په پلار زموږ په پرتله ډیر ګران دي، حال دا چې موږ یوه ځواکمنه (د مینې وړ) ډله یو، بیشکه زموږ پلار ښکاره په خطا کې دی، (نو) ووژنئ یوسف یا وغورځوئ هغه په کومه لرې ځمکه کې (ترڅو) را وګرځي تاسې ته توجه د پلار ستاسې، او شئ به تاسې وروسته له دې کاره یو قوم د نیکانو، وویل یوه ویونکي له دوی ځینې چې مه وژنئ یوسف (ځکه لویه ګناه ده) (بلکې) وغورځوئ هغه په یوه اوږده تیاره کوهي کې (ترڅو) وایې خلي ځینې په لاره تیریدونکي (او کوم لرې هیواد ته یې له ځان سره یوسي) که چیرې تاسې (د څه کار) کوونکي یئ، نو وویل دوی اې پلاره زموږ د څه لپاره پر موږ باور نه کوې د یوسف په هکله، حال دا چې بیشکه موږ هغه ته نصیحت کوونکي (خیر غوښتونکي) یو، ولیږه هغه زموږ سره سبا (ورځ صحرا ته) چې وخوري ډیری میوې او لوبې وکړي، او بیشکه موږ ده لره ساتونکي یو، وویل (یعقوب) بیشکه ما غمجنوي دا چې تاسې یوسف له ځان سره بوځۍ، او ویریږم له دې چې وبه یې خوري لیوه، حال دا چې تاسې به ترې غافله وئ، وویل (د یوسف وروڼو) قسم دی که وخوري یوسف لیوه په داسې حال کې چې موږ ځواکمنه ډله یو، نو بیشکه په دې وخت کې خامخا له زیانکارانو څخه یو.

یوسف په کوهي کې:
یعقوب خپلو زامنو ته اجازه ورکړه ترڅو یوسف له ځانه سره ملګری کړي، هغوی یوسف له کوره وایستلو او د پلان سره سم یې په کوهي کې واچولو، په همدې وخت کې الله جل جلاله د یوسف په زړه کې دا ورواچول چې له دې کړاو څخه به یې خلاصوي، او زر ده چې داسې ورځ راشي چې وروڼه یې له دغه کړې ګناه خبر کړل شي، زر ده چې هغه ورځ راشي چې دوی ټول به د یوسف په وړاندې محتاجه اړ ولاړ وي، د دوی په خیال کې به هم دا نه راتیریږي چې مخیته یې یوسف ولاړ دی ځکه د یوسف شان به ډیر لوړ وي.
د یوسف وروڼه ماښام بیرته را ورګرځیدل د ډیر ژور خفګان او غم ښکارندویي یې کوله، په ژړا ژړا یې چیغې لوړیدې، وویل یې: اې پلاره موږ ولاړو، په خپلو کې په منډو شوو مسابقه مو شوه، یوسف مو د خپلو وسایلو او جامو سره پریښود تر څو ویې ساتي په همدې وخت کې لیوه پرې برابر شو او هغه یې وخوړلو، موږ له هغه نه ډیر لرې وو، موږ پوهیږو چې ته به زموږ خبره ونه منې ځکه تا ټول وخت موږ د هغه سره په کینه تورنولو سره د دې چې موږ په خپله خبره کې ريښتیني یو، بیا یې د یوسف په وینو لړلې جامې ورته ښکاره کړې، خو د جامو په کتو سره د هغوی دروغ څرګند شول، یعقوب و پوهیده چې دا وینې د ده د زوی نه دي ځکه جامې خو څیرې شوې نه دي که چیرې یوسف لیوه خوړلی وی نو جامې به یې څیرې شوې وې، یا خو یعقوب په خپله پوهه د هغوی دروغ را برسیره کړل د هغوی له کیسې او څیرو یې دا څرګنده کړه چې د دوی خبره دروغ ده نو ورته یې وویل: ستاسو نفسونو ډیر خطرناک کار تاسې ته آسانه ښکاره کړی نو ځکه مو د داسې کار ترسره کولو ته زړه ښه کړی، زه د یوسف په جلاوالي صبرکوونکی یم په ښه صبر سره، چې هیڅ ناهیلي به پکې نه وي، د یوه الله نه د اصلي موضوع د راسپړلو مرسته غواړم، او د یوه الله نه د دې کړاو په هکله د صبر او زغم غوښتنه کوم.
الله جل جلاله وايي:
(فَلَمَّا ذَهَبُوا بِهِ وَأَجْمَعُوا أَن يَجْعَلُوهُ فِي غَيَابَتِ الْجُبِّ ۚ وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِ لَتُنَبِّئَنَّهُم بِأَمْرِهِمْ هَٰذَا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ، وَجَاءُوا أَبَاهُمْ عِشَاءً يَبْكُونَ، قَالُوا يَا أَبَانَا إِنَّا ذَهَبْنَا نَسْتَبِقُ وَتَرَكْنَا يُوسُفَ عِندَ مَتَاعِنَا فَأَكَلَهُ الذِّئْبُ ۖ وَمَا أَنتَ بِمُؤْمِنٍ لَّنَا وَلَوْ كُنَّا صَادِقِينَ، وَجَاءُوا عَلَىٰ قَمِيصِهِ بِدَمٍ كَذِبٍ ۚ قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنفُسُكُمْ أَمْرًا ۖ فَصَبْرٌ جَمِيلٌ ۖ وَاللَّهُ الْمُسْتَعَانُ عَلَىٰ مَا تَصِفُونَ)
نو کله چې بوتلو دوی یوسف، نو اتفاق یې وکړ په دې چې وغورځوي دی (یوسف) په تیاره بیخ د کوهي کې، او وحی وکړه موږ یوسف ته (چې وبه دې باسو له دې تیارو او دا چې) ته به خامخا خبر ورکړې دوی ته په دغه کار د دوی حال داچې دوی به نه پوهیږي (چې ته یوسف یې)، او راغلل دوی پلارته (بیګا) چې ژړل یې (په دروغو سره) وویل دوی چې اې پلاره زموږ بیشکه موږ ولاړو، مسابقه مو سره کوله (په منډو وهلو سره) او پریښود موږ یوسف (یوازې) له خپلو وسایلو سره، نو وخوړلو دی لیوه ، او نه یې ته باور کوونکی پر موږ اګر که موږ ریښتیني یو، او راوړه دوی د یوسف د کمیس له پاسه وینه د دروغو، نو وویل (یعقوب خپلو زامنو ته چې دا ټول دروغ دي) بلکې ښایسته کړی دی تاسې ته نفسونو ستاسې یو(لوی بد) کار، نو زه به پرې صبر جمیل کوم، او الله ښه مرستندوی دی په (زغملو) د هغه (خبرې کې) چې تاسې یې کوئ.
د یوسف ژغورل او د حکومت په وزیر یې پلورل:
د کوهي تر څنګ قافله د تیریدو په حال کې وه چې مصر ته روانه وه، لارویانو یو کس ولیږه ترڅو له کوهي څخه اوبه راوړي، ډولچه یې کوهي ته ور واچواله او یوسف خپل ځان په هغې باندې ټینګ ونیولو تردې چې له کوهي را بهر شو، دا سړۍ یې په لیدو ډیر زیات خوشحاله شو ماشوم یې خپلو ملګرو ته راوستلو او خپله خوښې یې پرې ښکاروله او ویل یې: وګورئ دا دی ښکلی ماشوم. بیا یې په خپلو بارو کې پټ کړ غوښتل یې چې د نورو توکیو سره یې یوځای وپلوري.
د قافلې څښتنانو یوسف په مصر کې په ډیره کمه بیه وپلرولو او ځانونه یې ترې خلاص کړل، ځکه ډاریدل چې له کورنۍ څخه یې څوک په لټه پسې رانشي، د یوسف اخیستونکی د حکومت وزیر وو ،خپل کورته یې واستولو خپلې میرمنې زلیخا ته یې وویل چې له دې ماشوم سره ښه سلوک کوه د ښې پالنې خیال یې ساته تردې چې د ځان سره د اوسیدو لپاره ځای ورته سمبال کړه کیدای شي زموږ په ګټه تمام شي، یا کیدای شي موږ یې د زوی په حیث راسره وساتو.
لکه څرنګه چې الله جل جلاله یوسف ته د حکومت د صدرعظم په کور کې غوره منزلت په برخه کړ، همدارنګه یې د وزیر په حرم سرای کې د ټولو کړو وړو تصرف هم ورته نصیب کړ او په ټول مصر کې یې د هغه شان لوړ کړ، هغه ته یې د خوب د تعبیرولو علم الهام کړ، الله جل جلاله د ټولو کارو په ترسره کولو پوره قادر او توانا دی، خو ډیری خلک د الله جل جلاله د حکمتونو په اشاراتو نه پوهیږي.
کله چې یوسف په لوییدو شو، د ځواک او قوت څښتن شو، د ځوانۍ مرحلې ته داخل شو، الله جل جلاله ورته دقیق حکمت او ګټور علم پیرزو کړ، همداسې الله جل جلاله ټولو نیک کاره بندګانو ته نیکه جزاء ورکوي، دا آیاتونه یې په اړه تلاوت کړئ: (وَجَاءَتْ سَيَّارَةٌ فَأَرْسَلُوا وَارِدَهُمْ فَأَدْلَىٰ دَلْوَهُ ۖ قَالَ يَا بُشْرَىٰ هَٰذَا غُلَامٌ ۚ وَأَسَرُّوهُ بضاعة بِضَاعَةً ۚ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِمَا يَعْمَلُونَ، وَشَرَوْهُ بِثَمَنٍ بَخْسٍ دَرَاهِمَ مَعْدُودَةٍ وَكَانُوا فِيهِ مِنَ الزَّاهِدِينَ، وَقَالَ الَّذِي اشْتَرَاهُ مِن مِّصْرَ لِامْرَأَتِهِ أَكْرِمِي مَثْوَاهُ عَسَىٰ أَن يَنفَعَنَا أَوْ نَتَّخِذَهُ وَلَدًا ۚ وَكَذَٰلِكَ مَكَّنَّا لِيُوسُفَ فِي الْأَرْضِ وَلِنُعَلِّمَهُ مِن تَأْوِيلِ الْأَحَادِيثِ ۚ وَاللَّهُ غَالِبٌ عَلَىٰ أَمْرِهِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ، وَلَمَّا بَلَغَ أَشُدَّهُ آتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا ۚ وَكَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ)
او راغله قافله (چې مصر ته روانه وه) نو ولیږه دوی خپل اوبه راوړونکی پس خپله بوکه (ډولچه) یې خوشې کړه (په کوهي کې، یوسف پرې ونښت، کله یې چې بوکه را وایستله ویې لید) نو ویې ویل اې خوشحالی زما! (دا ټکي د خوښۍ په وخت کې ویل کیږي) دا دی ښکلی هلک، او پټ کړ دوی هغه (یوسف) د تجارتي مالو په توګه، او الله ښه عالم دی په هغو کارونو چې کول یې (وروڼو د یوسف له بې رحمۍ)، او وپلورلو دوی هغه په پیسو ناکاره یوڅو روپیو شمیرل شوو، او وو دوی په حق د یوسف کې له بې رغبتانو ځینې، وویل هغه سړي چې یوسف یې اخیستۍ وو چې وو له مصریانو خپلې ښځې ته، غوره سمبال کړه ځای د دغه (یوسف) ښایي چې ګټه ورسوي موږ ته یا به ونیسو موږ دی په زوی ګلوی، همداسې آسانتیاوې برابرې کړې موږ یوسف ته په ځمکه کې، ترڅو وښیو هغه ته څه تأویل د خبرو (تعبیر د خوب) او الله غالب دی په کارونو خپلو خو ډیر خلک نه پوهیږي، او کله چې ورسید یوسف قوت خپل ته نو ورکړ موږ هغه ته حکم او علم، او همداسې جزا ورکوو موږ نیک کارانو ته.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ليكنه: دوكتور عفيف عبدالفتاح طباره
ژباړه: خلیل الرحمن حنیف

نظرها

Loading...

مطالب مرتبط

د موسی او هارون عليهم السلام رسالت

موسی علیه السلام همغه پریکړه شوي کلونه د سپین ږیري په خدمت کې تیر کړل، …