دوکه باز ورونه د مهربان یوسف په دربار کی

د یوسف وروڼه په مصر کې

د پاچا د خوب په هکله چې یوسف کومې څرګندونې کړې وې کټ مټ همغه پیښ شول، اووه کاله د غلو حاصلات ډیر په لوړه کچه وو، چې یوسف د وخت نه په ګټې اخیستو سره اضافي غلې په پوره فکر او تدبیر سره ګدام کړې،

 وروسته له دې آسانۍ اووه کاله سخته سختي راغله د وچکالۍ له امله خلک له لوږې او قحطۍ سره مخ شول، په تیره بیا د مصر ګاونډي هیوادونه لکه فلسطین له دې وچکالۍ ډیر اغیزمن شوي وو، ځکه په اړه یې مخکینۍ تیاري نه درلوده.

یعقوب او کورنۍ یې هم د نورو خلکو په څیر له قحطۍ سره لاس او ګریوان وو، له امله یې د ژوند سختې شیبې تیرولې، خو وایې وریدل چې په مصر کې غلې دانې پیدا کیږي ترڅو ویې پیري او رایې وړي، نو ځکه یې له خپلو اولادو – پرته له بنیامین- څخه وغوښتل چې مصر ته ولاړ شي او خپل شته سره او سپین او نوره پانګه ورسره واخلي او په غنمو او وربشو یې تبادله کړي.
د یوسف وروڼه مصر ته ورسیدل، څارونکو ډلو چې کله دوی د یوه ټولي په انځور ولیدل، ترې وډار شول، ځکه شمیره یې ډیره وه په لیدو یې خلکو ته ویره پیدا کیده، همدا لامل وو چې هغوی یې ټول د یوسف په وړاندې حاضر کړل ترڅو پوښتنې کویږنې ترې وکړي، یوسف چې په هغه وخت کې د مالیې او اقتصاد وزیر وو په شاهي ماڼۍ کې یې له هغوی سره وکتل، هغوی یې له نښونښانو او فلسطیني څیرو وپیژندل چې وروڼه یې دي، خو وروڼو یې یوسف ونه پیژانده ځکه ډیره موده تیره شوې وه او شکل یې هم په ټولیزه توګه اوښتۍ وو، له دې سره سره اوس هغه د مالیې په وزارت ناست دی ښکلې جامې یې په تن دي، یوسف له خپلو وروڼو سره په پخوانۍ مصري ژبه خبرې وکړې، نوم یې هم بدل ورته څرګند کړ، ځکه د مصر خلکو یوسف ته د (صفنات فعینع) نوم خوښ کړی وو او په همدې نوي نامه سره یې شهرت درلود.
یوسف خپل وروڼه په ماڼۍ کې د میلمنو په توګه ومنل، هغوی ته یې له خپل حق څخه زیات د غنمو او وربشو برخه ورکړه، د لارې او سفر لپاره یې ضروري وسایل او خوراکي توکي هم ورته تیار کړل، خو کله چې بیرته د تلو په هڅه کې شول نو ورته یې وویل:(ائْتُونِي بِأَخٍ لَّكُم مِّنْ أَبِيكُمْ ۚ( ، (بل ځلې چې راتلۍ) خپل پلارنۍ ورور مو هم درسره راولئ، که چیرې داسې ونه کړئ او خپل ورور مو درسره حاضر نه کړئ بیا به زه ستاسو سره مرسته ونکړم، کله چې دوهم ځلې مصر ته راځئ او ورور مو درسره نه وي نو تاسو بیا هیڅ برخه نلرئ ، سره د دې داهم درته وایم چې بیا زموږ هیواد ته رانشئ چې درته ښه به نه وي.
یوسف له خپلو وروڼو دا غوښتنه وکړه، او د غوښتنې د نه ترسره کولو په صورت کې یې له پایلې سخت وډارول، که چیرې خپل پلرنۍ ورور په دوهم ځلي راتګ کې له ځانه سره را نه ولي نو پایله به یې ګواښونکي وي، وروڼو یې په ځواب کې ورته وویل: موږ به د خپل پلار په وړاندې څه بانې دنګلې یادې کړو کیدای شي له خپل تصمیم څخه یې را واړوو، موږ به کوښښ وکړو چې خپل پلرنۍ ورور مصر ته راولو، موږ هیله لرو چې ستا غوښتنه به ترسره کړو.
د یوسف وروڼو چې کله د تګ هوډ وکړ، په همدې وخت کې یوسف خپلو خدمتګارانو ته وویل چې د هغوی هغه پیسې بیرته د دوی په بارو کې پټې کړئ کومې چې دوی له ځان سره د غنمو د پیرودلو لپاره مصرته راوړې وې، دوی باید په دې کړنې سره اوسمهال پوه نشي، یوسف غوښتل خپل وروڼه د ځان په پلو راکاږي، هغه هڅه کوله ترڅو هغوی ته دا جوته کړي چې دی یې په اړه نیک نیت لري، کله چې فلسطین ته بیرته لاړ شي د پیسو په لیدو به دوی ډیر خوښ شي د یوسف په اړه به یې شکونه له منځه لاړ شي، د هغه کرم او سخاوت به ورته څرګند شي، مصر ته د دوهم ځلي تګ لپاره به پرته له ویرې زړه ښه کړي، دوی به داسې و انګیري چې د مصر د مالیې وزیر پردوی باندې ډیره عاطفه او ترحم لري، دوی به د لا زیاتو ښیګڼو تمه وکړي.
پاک خدای وايي:(وَجَاءَ إِخْوَةُ يُوسُفَ فَدَخَلُوا عَلَيْهِ فَعَرَفَهُمْ وَهُمْ لَهُ مُنكِرُونَ، وَلَمَّا جَهَّزَهُم بِجَهَازِهِمْ قَالَ ائْتُونِي بِأَخٍ لَّكُم مِّنْ أَبِيكُمْ ۚ أَلَا تَرَوْنَ أَنِّي أُوفِي الْكَيْلَ وَأَنَا خَيْرُ الْمُنزِلِينَ ، فَإِن لَّمْ تَأْتُونِي بِهِ فَلَا كَيْلَ لَكُمْ عِندِي وَلَا تَقْرَبُونِ، قَالُوا سَنُرَاوِدُ عَنْهُ أَبَاهُ وَإِنَّا لَفَاعِلُونَ، وَقَالَ لِفِتْيَانِهِ اجْعَلُوا بِضَاعَتَهُمْ فِي رِحَالِهِمْ لَعَلَّهُمْ يَعْرِفُونَهَا إِذَا انقَلَبُوا إِلَىٰ أَهْلِهِمْ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ) یوسف ۵۸-۶۲.
او راغلل وروڼه د یوسف(له فلسطین څخه مصر ته) نو یوسف ته ورغلل، یوسف دوی وپیژندل (چې وروڼه یې دي) او دوی هغه ونه پیژانده(ځکه ډیر وخت تیر شوی وو)، او کله چې تیار کړل یوسف دوی ته اسباب د سفر د دوی نو ویې ویل (خپلو وروڼو ته) چې راولئ ماته (بل ځلې) هغه پلرنۍ ورور ستاسې، آیا نه وینئ تاسې چې زه پوره درکوم پیمانه او یم زه له غوره میلمستیا کوونکو ځینې، نو که چيرې را نه وست تاسې نو نشته تاسې ته پیمانه له ما سره او مه را نیږدې کیږئ بیا ماته (په مصر کې)، وویل دوی: زر ده چې د کوښښ هڅه وکړو ترڅو وغواړو هغه له پلاره د ده، او موږ د دې کار کوونکي یو، او وویل یوسف خپلو غلامانو ته چې کیږدئ هغه پیسې د دوی په بارونو د دوی کې په پټه سره، کیدای شي چې دوی و پیژني دا(پیسې او احسان زما) کله چې بیرته ولاړ شي خپلې کورنۍ ته، کیدای شي (په دې سره دوی) بیا بیرته راشي (او راولي ورور زما).
د وروڼو را ګرځیدل خپل پلار یعقوب عليه السلام ته وروڼه ټول خپل پلار ته په داسې حال کې را وګرځیدل چې پوره غلې دانې یې هم له ځانه سره راوړې وې، د مصر د مالیې له وزیر سره یې تیره کیسه ټوله خپله پلار ته تیره کړه، ورته یې وویل چې هغه زموږ پوره اکرام او غوره میلمستیا وکړه، خو د دې سره سره یې موږ ګواښلي یو که چیرې موږ په دوهم ځلي ورتګ کې مصر ته خپل ورور بنیامین له ځانه سره ملګری نه کړو، د مالیې وزیر راته ویلي چې پرته له خپل پلرني ورور څخه به تاسې ته د غلې هیڅ برخه درنکړل شي، وروڼو په یوه خوله له پلاره وغوښتل ترڅو بنیامین ته اجازه ورکړي چې له دوی سره مصر ته ولاړ شي، ځکه دوی ورته ډیره اړتیا لري او پرته له بنیامینه به دوی خالي لاس راځي، دوی ډیر ټینګار وکړ چې د بنیامین به پوره خیال ساتي او روغ رمټ به یې بیرته خپل پلار ته راولي.
د یعقوب يعقوب عليه السلام په خیال او فکر کې پخواني یادونه یوځل بیا را تازه شول، نو ځکه یې په ناهیلۍ سره دوی ته له خپل دردیدلي زړه نه داسې ځواب را وایست: آیا د بنیامین ساتنه به هم همداسې وي لکه مخکې مو چې د هغه ورور یوسف ساتلی وو، آیا تاسې به د هغه سره داسې وفا کوئ لکه د یوسف سره مو چې کړې وه؟ خو الله ډیر ښه ساتونکی او مرستندوی دی، هغه ډیر ځواکمن او ارحم الراحمین دی، هغه به زما د زوی حمایت کوي او ساتي به یې.
د یوسف وروڼه تر دې دمه نه پوهیدل چې د مصر د مالیې وزیر د دوی ورکړې پیسې بیرته د همدوی په بارونو کې پټې کړې، کله یې چې خپل پیټي پرانیستل که ګوري چې ټولې پیسې همداسې په پيټیو کې ایښې دي، دا پیښه یې بیا خپل پلار ته وړاندې کړه ترڅو په اړه یې هغه وهڅوي او د بنیامین په لیږلو هوکړه وکړي چې په پایله کې به د مصر نه ډیر څه راوړي، دوی یو ځل بیا ډیر ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې موږ به د هغه پوره ساتنه کوو، د دې سره سره به موږ ته د یوه اوښ بار غله په لاس راشي، ځکه د مصر د مالیې وزیر ویلي چې هر کس ته به د یوه اوښ بار پیټۍ غله ورکوي او تر دې به یې نه زیاتوي.
خو یعقوب په خپلو زامنو دا شرط کړه چې د بنیامین د بیولو په هکله به دوی د الله جل جلاله سره تعهد کوي چې بیرته به یې راولي، دوی به په خپل تعهد کې دا وايي چې ترڅو ژوندي دي د بنیامین به ساتنه کوي، مګر په هغه صورت کې چې دوی ټول له منځه ولاړ شي او یا دوښمن پرې غلبه پیدا کړي، د یعقوب زامنو ټولو د خپل پلار خبره ومنله په لوی خدای یې قسم یاد کړ چې د بنیامین به پوره ساتنه کوي.
یعقوب علیه السلام د خپلو زامنو له تعهد څخه ډاډه شو ځکه د هغوی نه یې په دې اړه ښکاره اخلاص ولید د هغوی په خبرو کې ریښتینولي له ورایه ښکاریده، نو ځکه یې بنیامین ته اجازه ورکړه ترڅو له خپلو وروڼو سره مصر ته ولاړ شي، بیا یې په خپلو زامنو زړه وسو هغوی ته یې توصیه وکړه او ورته ویې ویل چې کله مصر ته ولاړئ نو له یوې دروازې مه د ننه کیږئ ترڅو ډیر والی مو د خلکو توجه ځانته جلب نکړي، او څارونکې ډله مو ونه څاري، او په پایله کې تاسو ته څه ضرر او اذیت ونه رسوي چې هغه د دې توان نلري چې ستاسو نه د ضرر مخنیوی وکړي، له ضررونو او اذیتونو څخه ساتندوی یوازې او یوازې یو الله جل جلاله دی.
پاک خدای جل جلاله وايي:
(فَلَمَّا رَجَعُوا إِلَىٰ أَبِيهِمْ قَالُوا يَا أَبَانَا مُنِعَ مِنَّا الْكَيْلُ فَأَرْسِلْ مَعَنَا أَخَانَا نَكْتَلْ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ) نو کله چې بیرته را وګرځیدل خپل پلار ته نو وویل دوی اې پلاره زموږ منعه کړی شوې ده (بیا) له موږ څخه برخه (د غلې که راسره لاړ نشي بنیامین) نو راسره ولیږه ورور زموږ چې برخه واخلو (هم د ده او هم خپله) او بیشکه موږ د ده پوره ساتونکي یو (قَالَ هَلْ آمَنُكُمْ عَلَيْهِ إِلَّا كَمَا أَمِنتُكُمْ عَلَىٰ أَخِيهِ مِن قَبْلُ ۖ فَاللَّهُ خَيْرٌ حَافِظًا ۖ وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ) وویل (یعقوب) آیا باور وکړم پرتاسې د بنیامین په هکله (نه دا نشي کیدای) مګر داسې چې باور مې کړی وو پرتاسې د ده د ورور (یوسف) په هکله پخوا له دینه (آیا په تاسې یو ځل بیا باور وکړم لکه د یوسف په بیولو کې مې چې باور درباندې کړی وو، او پایله یې دا شوه چې نن تر ننه یوسف لا درکه دی) نو الله غوره ساتندوی دی، او هغه ارحم الراحمین دی (وَلَمَّا فَتَحُوا مَتَاعَهُمْ وَجَدُوا بِضَاعَتَهُمْ رُدَّتْ إِلَيْهِمْ ۖ قَالُوا يَا أَبَانَا مَا نَبْغِي ۖ هَٰذِهِ بِضَاعَتُنَا رُدَّتْ إِلَيْنَا ۖ وَنَمِيرُ أَهْلَنَا وَنَحْفَظُ أَخَانَا وَنَزْدَادُ كَيْلَ بَعِيرٍ ۖ ذَٰلِكَ كَيْلٌ يَسِيرٌ) او کله چې پرانیستل دوی خپل پیټي ویې موندلې خپلې پیسې چې بیرته ورته مستردې شوې وې، نو وویل دوی اې پلاره زموږ (نور به نو) څه غواړو، دادې هغه پیسې زموږ بیرته ردکړی شوې دي موږ ته (او یو ځل بیا) ځو چې راوړو غله خپل اهل ته او ساتو خپل ورور، او یو اوښ بار به زیات راوړو(د بنیامین برخه)، (اوس خو دا د یوه اوښ بار موږ ته) آسانه شوه (قَالَ لَنْ أُرْسِلَهُ مَعَكُمْ حَتَّىٰ تُؤْتُونِ مَوْثِقًا مِّنَ اللَّهِ لَتَأْتُنَّنِي بِهِ إِلَّا أَن يُحَاطَ بِكُمْ ۖ فَلَمَّا آتَوْهُ مَوْثِقَهُمْ قَالَ اللَّهُ عَلَىٰ مَا نَقُولُ وَكِيلٌ) وویل (یعقوب) وبه نه لیږم هغه له تاسې سره تر هغې چې راوړئ تاسې ماته عهد کلک د الله (په دې سره) چې هرومرو به بیرته راولئ ماته دی (بنیامین) مګر که را چاپیر کړی شوی (له دښمنه او مړه یا مغلوب شوی)، نو کله چې ورکړه دوی خپل پلار ته وعده کلکه نو وویل (یعقوب خپل زامنو ته) چې الله په ټولو هغو چې وایو یې پوره وکیل (شاهد) دی (وَقَالَ يَا بَنِيَّ لَا تَدْخُلُوا مِن بَابٍ وَاحِدٍ وَادْخُلُوا مِنْ أَبْوَابٍ مُّتَفَرِّقَةٍ ۖ وَمَا أُغْنِي عَنكُم مِّنَ اللَّهِ مِن شَيْءٍ ۖ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ ۖ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ ۖ وَعَلَيْهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ) ، او وویل (یعقوب) له شفقته اې زامنو زما مه ننوځئ (مصر ته) له یوې دروازې (چې د شک په سترګه درته ونه کتل شي) او ننوځئ (متفرق) له بیلو بیلو دروازو څخه، او نشم دفع کولی زه له تاسې څخه د الله له (ارادې) څخه هیڅ شی، نه دی حکم مګر یوازې د الله، پر همده مې توکل کړی، او پر همده دې توکل کوونکي توکل وکړي (وَلَمَّا دَخَلُوا مِنْ حَيْثُ أَمَرَهُمْ أَبُوهُم مَّا كَانَ يُغْنِي عَنْهُم مِّنَ اللَّهِ مِن شَيْءٍ إِلَّا حَاجَةً فِي نَفْسِ يَعْقُوبَ قَضَاهَا ۚ وَإِنَّهُ لَذُو عِلْمٍ لِّمَا عَلَّمْنَاهُ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ) یوسف ۶۳-۶۸.
او کله چې ننوتل دوی (مصر ته) له هغه ځایه چې پلار یې توصیه ورته کړې وه، نه وو دغه ننوتل چې دفع کړي له دوی څخه اراده د الله په یوه شي هم، مګر یو حاجت چې په نفس د یعقوب کې وو او ترسره یې کړ، او بیشکه هغه (یعقوب) وو څښتن د پوهې ځکه موږ پوهه ورکړې وه، لاکن ډیری خلک نه پوهیږي (پردې چې نه آوړي الهي تقدیر په بندګاني تدبیر سره).
یوسف خپل ورور بنیامین له ځان سره ساتي وروڼه د دوهم ځل لپاره مصر ته ورسیدل، د یوسف دفتر ته د ننه شول، دا ځلې بنیامین هم ورسره وو یوسف یو ځل بیا د دوی پوره اکرام او میلمستیا وکړه، په همدې ترڅ کې یوسف د خپل سکني ورور بنیامین سره ځانته شو، هغه ته یې وویل چې زه یوسف یم (ستا سکنۍ ورک شوی ورور) نو کله چې دواړو وروڼو وروسته له کلونو کلونو سره وپیژندل د خوښۍ او خوشحالۍ خو یې اندازه نه لګیده، د یو بل په لیدو ډیر زیات خوښ شول، په ډیره مینه او عاطفه یې یو د بل سره خبرې وکړې، خپل تیر وختونه یې را وسپړل د ناسکه (پلرني) وروڼو کینه او فریب یې وریاد شول، یوسف خپل ورور ته وویل: په تیرو هغو کړنو مه خپه کیږه او مه ناهیلۍ کیږه چې له موږ سره زموږ وروڼو کړې دي، اوس په ما باندې الله جل جلاله ډیر زیات نعمتونه پیرزو کړي، ماته یې شان او شوکت په برخه کړی او دا دي اوس ته هم زما ترڅنګ او زما په پالنه کې یې، بیا یوسف خپل ورور ته یاده کړه: زه هیله لرم چې ته زما سره همدلته پاتې شې ترڅو همدا ستا پاتې کیدل مصر ته زموږ د مور او پلار د راتګ پیلامه شي، بیا یې د پاتې کیدو په لاره چاره خبرې وکړې ترڅو وروڼه یې په دې هکله پوه نشي چې ګواکي د مالیې وزیر د دوی ناسکه ورور یوسف دی، دوی سره سلا شول چې بنیامین ته به د غلا نسبت کیږي ترڅو په پایله کې یې پریکړه وشي چې غل باید د مال د څښتن سره د غلام په حیث پاتې شي، چې همدا د یعقوب په دین کې د غلا کوونکي جزاء وه، بنیامین هم همدا خبره د ورور د خوشحالۍ لپاره ومنله بل دا چې د بنیامین په غلا سره تورنیدل په د دوی د ټولو ناسکه وروڼه تورنیدل او متهمیدل څرګندیدل، ځکه هغه یو له دوی ځنې وو، دا د دې لپاره ترڅو دوی له خپلې کړنلارې را ټیټ شي سپک او ذلیل شي او وروزل شي، د دې سره سره دا کار به دوی د خپل پلار سره په کړکیچ کې واچوي، ځکه دوی خو د خپل پلار سره قسم یاد کړی وو چې بنیامین به بیرته خپل پلار ته سهي سلامت رسوي، دوی به په دې کار سره ډیر وځوریږي او دا به له دوی څخه د دوی د تیرو کړنو په بدله کې د غچ اخیستلو په مانا وي نو د دوی فریب او چل به په فریب او چل سره بدرګه شي.
یوسف دا ځلې هم د تیر په شان خپل وروڼه په پوره برخو سره ونازول، دا ځلې یې یو اوښ بار غله لا زیاته ورکړه ځکه بنیامین ورسره زیات شوی وو، بیا یې هغه رسمي پیمانه چې دوی به پیمانه پرې کوله را واخیسته او د بنیامین په بار کې یې کیښوده.
د یوسف مرستیالانو او یارانو پیمانه ورکه کړه، خو ټول پوهیدل چې په دې وخت کې پرته له همدوی وروڼو څخه بل چاته غنم نه دي پیمانه شوي، نو پرته له شکه همدا وروڼه د پیمانې په غلا سره تورن شول، د یوسف له مرستیالانو څخه یوه غږ کړ: اې د کاروان څښتنانو ودریږئ چې تاسې غله وختئ.
وروڼو چیغه واوریده وارخطا شول او مخ یې را واړولو ویې پوښتل څه ورک شوي، غږ کوونکي ورته وویل: موږ رسمي پیمانه لټوو هغه ورکه شوې که چا پیدا کړه نو موږ به ورته پوره یو اوښ بار خوراک انعام ورکوو.
وروڼو قسم یاد کړ د خپل ځان سپیناوۍ یې وکړ او د غلا او بدو کړنو څخه یې ځانونه لرې وتراشل، خو د یوسف مرستیالانو وویل: نو د غله جزاء به څه وي که څوک غلا وکړي؟ د یعقوب زامن خو په ځان باوري وو نو ځکه یې په ځواب کې وویل: د هغه چا جزاء به په غلامۍ نیول وي چې پیمانه یې پټه کړې، دا به یوه عادله او مناسبه جزاء وي د ګنهکار لپاره کوم چې غلا یې کړې او دا به ورسره ښیګڼه هم وي د جزاء د کموالي له جهته، دا هغه جزاء وه چې د یعقوب په اولاده کې د غلا کوونکو لپاره ټاکل شوې وه.
مخکې له دې چې د بنیامین پیټۍ ولټول شي د یوسف ملګرو د نورو وروڼو د پیټیو په پلټلو پیل وکړ ترڅو دوی و نه پوهیږي چې د غلا خبره مخکې له مخکې سره غوټه شوې ده، بیا یې د بنیامین پیټۍ و کتلو که ګوري چې د همدې پیټي نه رسمي پیمانه را و ایستل شوه.
وروڼو چې دا پیښه ولیده هک حیران پاتې شول، دا د دوی لپاره ډیره زیاته بوږنوونکې وه، په دې سره د یوسف پلان سم و ختلو او په وروڼو یې دا خبره کره کړه چې بنیامین به ترې را ګرځوي ځکه غلا یې کړې او د غله جزاء خو دوی په خپله مخکې ټاکلې وه، دا رنګه الله جل جلاله یوسف ته د تدبیر چل ورزده کړه، ځکه یوسف نشوای کولی چې خپل ورور د مصر د قانون سره سم له ځانه سره وساتي کوم چې د غله لپاره بله جزاء لري، خو الله جل جلاله یوسف ته اسباب برابر کړل ترڅو خپل سکنۍ ورور له نورو وروڼو را جلا کړي، همدا شان د الله جل جلاله چې چاته خوښه وشي نو په علم پوهه او تدبیر سره یې تر نورو لوړوي لکه یوسف یې چې لوړ کړی وو، څرګنده ده چې د هر عالم د پاسه بل داسې څوک شته چې له ده څخه په علم او پوهه کې پیاوړی وي، انسان نه باید په خپله شته پوهه ونازیږي او ځان تر نورو لوړ وګڼي.
الله جل جلاله وايي:
(وَلَمَّا دَخَلُوا عَلَىٰ يُوسُفَ آوَىٰ إِلَيْهِ أَخَاهُ ۖ قَالَ إِنِّي أَنَا أَخُوكَ فَلَا تَبْتَئِسْ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ) او کله چې ور ننوتل په یوسف نو را نیږدې کړ هغه خپل ځان ته خپل ورور(بنیامین) وویل (یوسف بنیامین ته په پټه) زه چې یم همدا زه یم ستا ورور (یوسف) نو مه خپه کیږه په هغو کړنو چې دوی (زما او ستا پلرني وروڼو) کولې، (فَلَمَّا جَهَّزَهُم بِجَهَازِهِمْ جَعَلَ السِّقَايَةَ فِي رَحْلِ أَخِيهِ ثُمَّ أَذَّنَ مُؤَذِّنٌ أَيَّتُهَا الْعِيرُ إِنَّكُمْ لَسَارِقُونَ) نو کله چې تیار کړل (یوسف) دوی ته اسباب د سفر، نو کیښود ده جام د اوبو څښلو(چې رسمي پیمانه یې ترې جوړه کړې وه) په پیټي د خپل ورور (بنیامین) کې، نو غږ وکړ غږ کوونکي اې کاروانه ودریږئ، تاسې غله یاست، (قَالُوا وَأَقْبَلُوا عَلَيْهِم مَّاذَا تَفْقِدُونَ) وویل (وروڼو د یوسف) او مخونه یې را تاو کړل، څه شی مو ورک کړي دي، (قَالُوا نَفْقِدُ صُوَاعَ الْمَلِكِ وَلِمَن جَاءَ بِهِ حِمْلُ بَعِيرٍ وَأَنَا بِهِ زَعِيمٌ) وویل دوی ورکه کړې ده موږ پیمانه د پاچا، او د پیدا کوونکي لپاره د یوه اوښ بار دی (د غلې)، او زه یم ضامن (د دې چې پیدا کوونکي ته به یې ورکوم)، (قَالُوا تَاللَّهِ لَقَدْ عَلِمْتُم مَّا جِئْنَا لِنُفْسِدَ فِي الْأَرْضِ وَمَا كُنَّا سَارِقِينَ) وویل دوی قسم دی په الله، تاسې ښه پوهیږئ چې موږ نه یو راغلي د پاره د دې چې فساد وکړو په ځمکه کې، او نه یو موږ غلا کوونکي (د پیمانې)، (قَالُوا فَمَا جَزَاؤُهُ إِن كُنتُمْ كَاذِبِينَ) وویل (د یوسف ملګرو) نو څه به وي جزاء د هغه چا (چې غلا یې کړې) که چیرې شوئ تاسې دروغجن، (قَالُوا جَزَاؤُهُ مَن وُجِدَ فِي رَحْلِهِ فَهُوَ جَزَاؤُهُ ۚ كَذَٰلِكَ نَجْزِي الظَّالِمِينَ) وویل (وروڼو د یوسف) جزاء د دې (غلا) د هغه چا په بار کې چې ونیول شوه نو همغه دی جزاء د دې غلا (غلام به وي د مال د څښتن) همداسې جزاء ورکوو موږ ظالمانو ته، (فَبَدَأَ بِأَوْعِيَتِهِمْ قَبْلَ وِعَاءِ أَخِيهِ ثُمَّ اسْتَخْرَجَهَا مِن وِعَاءِ أَخِيهِ ۚ كَذَٰلِكَ كِدْنَا لِيُوسُفَ ۖ مَا كَانَ لِيَأْخُذَ أَخَاهُ فِي دِينِ الْمَلِكِ إِلَّا أَن يَشَاءَ اللَّهُ ۚ نَرْفَعُ دَرَجَاتٍ مَّن نَّشَاءُ ۗ وَفَوْقَ كُلِّ ذِي عِلْمٍ عَلِيمٌ) یوسف ۶۹- ۷۶.
نو پیل وکړ (ملګرو د یوسف په لټولو) د بارونو د دوی مخکې له باره د ورور د ده، بیا یې را وایستله دغه (پیمانه) له باره د سکه ورور د ده (یوسف) همدارنګه تدبیر ښودلی وو موږ یوسف ته، نه وو هغه (داسې) چې ونیسي ورور خپل په قانون د پاچا (د مصر) سره مګر هغه وخت چې الله اراده وکړي، پورته کوو موږ (په علم او حکمت سره) مرتبې د هر چا چې خوښه مو شي، او د پاسه د هر خاوند د علم بل لوی عالم شته.

 

د یوسف مهرباني

د بنیامین له پیټي او بار څخه د رسمي پیمانې را ایستل د دوی لپاره ډیر د سپکاوي او کمي سبب وګرځیدل، نو ځکه یې هڅه کوله ترڅو خپله کمي پټه وساتي او خپل ټولۍ پاک او بې ګناه ثابت کړي د همدې لپاره یې یوسف ته وویل: دا د تعجب خبره نه ده چې بنیامین غلا کړې مخکې تردې د هغه سکني ورور هم غلا کړې وه ، یوسف د دوی پټې تانې ته متوجه شو نو ځکه بده پرې تمامه شوه له ځانه سره یې ورو وویل: تاسو ډیر بد خلک یئ ستاسو حال تردې ډیر بد دی، الله جل جلاله ستاسو په دا رنګه دروغو ډیر ښه پوهیږي.
آیا دوی هغه غله نه دي چې له خپل پلاره یې یوسف پټ کړی وو او په کوهي کې یې غورځولی وو؟
خو د بنیامین د خلاصولو په تړاو پرته له دې دوی هم بله لار نه درلوده، ځکه دوی خو د خپل پلار سره ټینګ عهد کړی وو چې د بنیامین به پوره خیال ساتي اوس به پلار ته څوک قناعت ورکوي چې بنیامین غلا کړې وه، په همدې سره دوی پیل وکړ نرمې نرمې خبرې یې را برسیره کړې غوښتل یې په همدو خبرو سره د یوسف زړه نرم کړي نو ورته ویې ویل: د دې ځوان یو سپین ږیرۍ پلار دی چې د ده سره یې ډیره مینه ده، که چیرې موږ پرته له ده څخه ورشو نو دا به پر هغه ډیر سخت پریوزي، ځکه موږ د الله سره وعده کړې ده چې د بنیامین به پوره ساتنه کوو، نو ځکه موږ غواړو چې د هغه پر ځای له موږ څخه یو در سره غلام کړه او هغه پریږده، څرګنده ده چې موږ ستا نه، پرته له اکرام او احسان څخه بل څه نه دي لیدلي.
یوسف ور غبرګه کړه: أعوذ بالله زه هیڅکله هم په بې ګناه خلکو ظلم نه کوم، زه ستاسو له شریعت څخه سرغړونه نشم کولی، کوم چې وایي غلا کوونکۍ باید غلام شي، بیا د مصر د پاچا قانون اجازه نه راکوي چې زه بې ګناه کس د بل په جرم سره آزار کړم، که چیرې زه داسې وکړم نو زه به له ظالمانو وګڼل شم.
کله چې وروڼه له یوسف څخه ناهیلي شول، پیل یې وکړ په خپلو کې په مشورو سر شول، تر څو خپل پلار ته په دې اړه څه بانه ولټوي، آخري خبره د دوی مشر ورور راوبین ته ور مخیته شوه، ترڅو هغه یې په اړه اړین تصمیم ونیسي هغه وویل: نه ښایي چې له یاده وباسئ، تاسې خو د الله جل جلاله سره د خپل پلار په وړاندې وعده کړې وه او ویلي مو وو چې د بنیامین به پوره ساتنه کوو او خپل پلار ته به یې بیرته هوسا را رسوو، دا خو پریږده چې تاسې د یوسف په اړه مخکې څه وکړل، پلار مو سخت ځورولۍ هغه ته تر ټولو نیږدې اولاد مو له هغه ورک کړی، په دې توګه زه د دې سپکاوي بار د خپل پلار په وړاند ې نشمه زغملی زه به همدلته په مصر کې پاتې کیږم ترڅو پلار مې له ریښتینې کیسې خبر شي او ماته د ورتګ اجازه راکړي، او یا خو پاک خدای په دې اړه پریکړه وکړي کوم چې تر ټولو حاکمانو عادل پاچا دی، رابین زیاته کړه: خپل پلار ته مو ورشئ او هغه د ریښتینې کیسې څخه و پوهوئ او ورته ووایئ چې د هغه زوی بنیامین رسمي پیمانه غلا کړې وه نو ځکه پر هغه حکم د غلامۍ وشو، او دا پیښه موږ په خپلو سترګو ولیده، که چیرې موږ په غیبو پوهیدی نو هیڅکه به مو هغه له ځانه سره نه وو بیولی، هغه ته ووایئ: که چیرې ته په دې اړه شک لرې نو یو کس مصر ته ولیږه ترڅو د مصر د خلکو شاهدي تاته راوړي، ته کولی شې په دې اړه زموږ د نورو ملګرو څخه سوال او ځواب وکړې ترڅو زموږ ریښتینولي در ته څرګنده شي.
پاک خدای وايي:
)قَالُوا إِن يَسْرِقْ فَقَدْ سَرَقَ أَخٌ لَّهُ مِن قَبْلُ ۚ فَأَسَرَّهَا يُوسُفُ فِي نَفْسِهِ وَلَمْ يُبْدِهَا لَهُمْ ۚ قَالَ أَنتُمْ شَرٌّ مَّكَانًا ۖ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا تَصِفُونَ) وویل (وروڼو د یوسف) که غلا وکړه ده (بنیامین نو دا د تعجب خبره نه ده ځکه چې) مخکې هم د ده (سکني) ورور غلا کړې وه، نو پټه وساتله یوسف دا (خبره) په خپل نفس کې او ښکاره یې نکړه دوی ته، وویل (یوسف له ځانه سره) تاسې ډیر بد یئ د مرتبې له مخې (ځکه ورور مو له پلاره غلا کړ او بیا مو د غلام په نامه و پلورلو) او الله ښه عالم دی په هغې خبرې سره چې تاسې یې بیانوئ (د یوسف په تړاو).
(قَالُوا يَا أَيُّهَا الْعَزِيزُ إِنَّ لَهُ أَبًا شَيْخًا كَبِيرًا فَخُذْ أَحَدَنَا مَكَانَهُ ۖ إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ) وویل دوی اې عزیزه! بیشکه دی یو پلار لري چې ډیر سپین ږیری دی (او له ده سره ډیره مینه کوي)، نو ونیسه یو له موږ ځینې د ده پرځای، بیشکه موږ وینو تا له احسان کوونکو څخه.
(قَالَ مَعَاذَ اللَّهِ أَن نَّأْخُذَ إِلَّا مَن وَجَدْنَا مَتَاعَنَا عِندَهُ إِنَّا إِذًا لَّظَالِمُونَ) وویل (یوسف خپلو وروڼو ته) پناه غواړم په الله چې ونیسو موږ (بې ګناه خلک) مګر (یوازې) هغه څوک چې موږ خپل توکي له ده سره پیدا کړي، (که ونیسو د هغه پرځای بل څوک) نو موږ به هغه وخت له ظالمانو وګڼل شو.
(فَلَمَّا اسْتَيْأَسُوا مِنْهُ خَلَصُوا نَجِيًّا ۖ قَالَ كَبِيرُهُمْ أَلَمْ تَعْلَمُوا أَنَّ أَبَاكُمْ قَدْ أَخَذَ عَلَيْكُم مَّوْثِقًا مِّنَ اللَّهِ وَمِن قَبْلُ مَا فَرَّطتُمْ فِي يُوسُفَ ۖ فَلَنْ أَبْرَحَ الْأَرْضَ حَتَّىٰ يَأْذَنَ لِي أَبِي أَوْ يَحْكُمَ اللَّهُ لِي ۖ وَهُوَ خَيْرُ الْحَاكِمِينَ) نو کله چې د هغه (یوسف څخه) ناهیلي شول، نو را ګوښه شول ترڅو په خپلو کې مشوره وکړي، وویل مشر د دوی آیا نه پوهیږئ چې پلار ستاسې اخیستې وه له تاسې (د بنیامین په هکله) سخته وعده له وعدو د الله او پخوا له دې هم تاسې زیاتۍ کړی وو په حق د یوسف کې، هیڅکله به لاړ نه شم زه له دې ځمکې ترڅو چې پلار زما (د ورتګ) اجازه راکړي، یا حکم وکړي ماته الله (په تللو سره) او هغه (الله) ډیر غوره حاکم دی تر ټولو حاکمانو.
(ارْجِعُوا إِلَىٰ أَبِيكُمْ فَقُولُوا يَا أَبَانَا إِنَّ ابْنَكَ سَرَقَ وَمَا شَهِدْنَا إِلَّا بِمَا عَلِمْنَا وَمَا كُنَّا لِلْغَيْبِ حَافِظِينَ) بیرته لاړشئ خپل پلار ته او ورته ووایئ اې پلاره زموږ بیشکه ستا زوی (بنیامین) غلا وکړه، او موږ شاهدي نه ده ورکړې مګر پر هغه څه چې خبر وو (چې د پاچا پیمانه ووته له پیټي د ده) او نه وو موږ د غیبو ساتونکي.
(وَاسْأَلِ الْقَرْيَةَ الَّتِي كُنَّا فِيهَا وَالْعِيرَ الَّتِي أَقْبَلْنَا فِيهَا ۖ وَإِنَّا لَصَادِقُونَ) یوسف ۷۷ – ۸۲.او پوښتنه وکړه (په دې هکله ترڅو درته ثابته شي) د هغه کلي (له خلکو څخه) چې وو موږ (د پیښې په مهال) هلته (او پوښتنه وکړه) له هغه کاروانه چې موږ په هغه کې راغلو، او بیشکه موږ له ریښتیا ویونکو څخه یو.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

لیکنه: دوکتور عفیف طباره
ژباړه:خلیل الرحمن حنیف

نظرها

Loading...

مطالب مرتبط

د موسی او هارون عليهم السلام رسالت

موسی علیه السلام همغه پریکړه شوي کلونه د سپین ږیري په خدمت کې تیر کړل، …